د بلال خوږه اذانه
دا ډیورنډ لاین دی....۱۷مه برخه
له خوست څخه د اسدافغان یاداښتونه

ماشوم په کوڅه کې منډې وهلې او له خولې ېې سندره وتله......
د بلال خوږه اذانه د ملالې یاقربانه...
.هغه نور رانه لیرې شوی وو،ما لږه شېبه مزل وکړ چې د بل ځوان  غږ مې تر غوږ شو،
راکه یو لوګی نور ېې نه څکمه،بس که سیګریټی نور ېې نه څکمه،
دی ځنګیدلی روان و او سر ېې ورسره خوځولو،
په هر صورت سبا کې لومړنی ماشوم ستر شي،نو ضرور به ېې له مور پوښتلې وي ،چې ملاله او بلال څوک وو،او دویم کس به هم څه خپل شوق او څه د سندرې اغیز  په سندره کې د ویل شویو شیانو تر اغیزې لاندې راغلی وي،ساينس  پوهان وایې،چې موسیقي د روح غذا ده،نو  
    هنر كه له يوې خوا د ښكلا او نازكيو نوم دی،نو له بلې خوا هنر له دردونو جوړ هغه خوند دی، چې له ډېرې ځيرتيا له کبله ورته د سړي په سترګو كې اوښكې راشي هغه كه هر هنر وي خو چې د زړه درد او د كوم ټپي زړه د ناكرارو څړيكو تاو ورسره یو ځای وي نو ښكاره ده چې داسې هنر او هنرمند د تل لپاره په هغو زړونو كې ژوندی وي كوم زړونه چې درد پيژنې او د هنر په خوږو د خپلو ذوقونوصحراګانې خړوبوي،د موسيقۍ هنر يو له همدغو هنرونو څخه دی او هغه هنرمندان چې د زړه له درده ورسره تړاو ولري نو د اواز خواږه او د نغمو ازانګې يې تر ډېره عمره د حالاتو څپې د ژوند له لوړو ژورو نه شي فنا كولای
.يو وخت وو چې د موسيقۍ ښه ښه اوازونه به د يو استاد د يوې لوېې شاګردی څخه وروسته ميدان ته راووتل. بيا به يې د ښه ښه شاعرانو شعرونه خلکو ته زمزمه کړل چې  د خلکو روحونو به تري قرار بيا موندو،ټكر صیب وايې ښه هنرمند هغه دی چې شعر زړه ته ښكته كړې او بيا د خوښۍ خبره په خندا او د غم هغه په سلګيو خلكو ته ورسوي او كه څوک دا وړتيا نه لري هغه زړونو ته لاره نه شي كولاي،
ددې هنر په اړه یو ځای وايې چې موسيقي هغه هيواد دی چې زما زړه پكې اوسيږې دلته هر څه نوې او ښكلې دي خو داسې خلك لږ دي چې د موسيقۍ په هره ټوټه كې پراته شور ته ځير شي
خو نن لکه د پښتو کلتور، ادب او هنر د  نورو برخو په شان  ددې برخې څخه  هم يوه لوبه جوړه کٰړای شوې ده
دا د پښتو موسيقي اوسندرې داسې دي چه کله هم ، څوک هم، چېرته هم غواړې پيل ېې کړې. نو نه اواز ګوري، نه سُر او نه تال، دوه درې بې سوره کسان به پخپله څه  ورته وليکي بيا به  ېې دوی د ماشينونو او کمپیوټر په زور ثبت کړي اؤ خلک به ورته هم تاو راتاو شي..خو سبا بیا دې ته نه ګورې چې په سټیج او محفل کې به څه کووم؟،هر ځای خو ماشین نشته چې اواز به دې ښایسته کوي،
  پښتو موسیقۍ کې نن سبا د جينکو يو سيل راغلی دی، چې اول به په ميدانونو او محفلونو کې ګډيدلي، بياد حالاتو بدلون او  د طالبانو له ويري د موسيقۍ ميدان ته راغلې، دوی دې  موسيقۍ د الف،او  ب  څخه هم نه دې خبري، نه ېې اوازونه او نه ېې سُر او نه تلفظ لري، ولي ددوی واحد د کامیابۍ او بازار راز ،ميک اپ او غربې،پنجابې،هندې او .... فيشن دی. او لکه څرنګه چې ډيره موده وروسته پښتنو دومره لوی شمېر جينکۍ د هرې ګاڼې ډکې، او نويو ماډل لباسونو کې وليدلې ،نو په ځان نه پوهيږي.
د پښتو زياتره موسيقي نن سبا د خرافاتو په طرف روانه ده،او د اخلاقې مفاسدو د ترويج په برخه كې ترې كار اخېستل كيږي،د ډېرو په اند نننۍ موسيقۍ كې د پښتني ټولنې غوښتني په پام كې نه دي نيول شوي او ټولنه د يو ډول ګمراهۍ په لور بيايې،د دي سره سره په نن سبا تصويرې سندرو كې چې په پيښور او نورو سيمو كې د ځينو سندرغاړو لخوا ثبتېږي د نجونو نڅول د پښتنى كلتور او ټولنېز معيارونو خلاف كار دى،هغه سندرغارې چې په خپلو سندرو كې نجونې نڅوې دا فكر نه كوي چې دوى اوس هم په يوه پښتني او سنتي ټولنه كې ژوند كوي
دغه نوې دور کې ځینو  ښه ښه  سندرغاړو هم  د وروسته  پاتې کيدو له ويرې  د ماضې ډمو سره سندرې ویلو ته  غاړه کيښوده، مثال رحيم شاه چې نازيه اقبال سره ېې په  ډيره ښکلې عزتمندې  طريقي سره سندري وويلې اوس غريب بې سوره او فضول اواز لرونکو د ماضې ډمو سره عجېبه عجېبه حرکتونه کوي او سندري ورسره وایې،ځېنې سندرغاړې خو داسې سندري وواېې چې .ټولنه د سمون پر ځای د ګمراهی په خوا بیایې،

ما درله چرس د لشکرګاه راوړې دینه،وه چرسې ملنګه............

او یا....خودکشه دهماکه خودکشه دهماکه............

او بيا اردو پښتو مېکس سندري،

 لږه آګے پيچهے جاؤ، اؤ زلفي دي لهراؤ،جينئ زلفي دي لهراؤ.........................

دې  بې پښتواداګانو،فیشن،میک اپ  او غير اخلاقي ګډاګانو د پښتنو تصوېر  صفر ته راوستو
اوس وخت کې  ډير کم کسان دي چې خپل وقار يې تر اوسه قایم ساتلی دی،او هم د شعر ښه انتخاب کوي،خو.
په هر صورت يوازې سندرغاړي نه دي ملامت ،او ټوله پړه ددې  برخې  خطا نه ده، نه ددې د وړاندې کوونکو ده،.خلك هم په دې برخه كې له دوى زيات ګرم دي  داځکه چې مونږ اوريدونکې او کتونکې خو ورته هم سره د سپينو ټوپيو،څادرو او ږيرو ورسره  په ګډا يو، نو زمونږ نوی نسل خو به دا هر څه سم ګڼي.چې ولي د پښتني اصيلې موسيقۍ په ځاي پردی موسيقي خوښوي، ځانګړي محفلونه خو پريږده خيبر او شمشاد چينل هم دغه ټول خرافات ښايې.
هسي زه هم دا هر څه ګورم او وخت مې پرې هم تېريږې، خو بيا هم زړه کې مې يو ازغۍ ښخېږې چې دا زما پښتون کلتور، شاعري، اتڼ، تمبل، لباس او جزبي نه په ګوته کوي.
.خو د شرم ځای دلته دی ، چې د پښتنو ترقې د تعليم، ادب، تولیداتو، او نورو برخو کې نه ده شوې بلکه دغه خرافاتو او د فحاشۍ په کار کې ډېر مخ ته تللې..

۲۰۱۱ - ۰۷ - ۲۳
احځ.  بیلابیل سایټونه.