غيرت




دا ډيورنډ لاين دی

له خوسته د اسد افغان يادښتونه - ۱۶ مه برخه   



  سړی له عمره پوخ و او داسې ښکاريده چې د ژوند بيړۍ يې له څلويښتو كلونو ډېر مزل كړی،له څېرې وارخطا مالومېده او شېبه پر شېبه به يې دروازي ته وركتل،د كلينک په انګړ كې څو نور كسان هم ناست ول او د انتظار شېبې يې شمارلې،سړي به كله ساعت ته او كله دروازې ته سترګې ور واړولې،نا ارامه مالوميدو،زه يې خواته ناست وم،ترې ومې پوښتل ولې ورخطا يې؟

    لږه شېبه يې زما خبري ته پام نه و، بيا يې وروسته په دويم ځل پوښتنې سره خوله په خبرو راغله،

    د يكې يوې مشرې اينګور مې د زيږون وخت را رسيدلى،

  بېا غلی شو ،پوښتني مې ترې شروع کړې،

   نور زامن دې نشته؟

    سړي وويل: نه!نورې مې ټولې لوڼه دي.

    مكتب وايې؟

     سړي برګ برګ را وكتل وېې ويل:

 
    اوس ځان وشرموم، اخېر د پښتو وطن دی، خلک به څه وايې چې په لوڼو سبق وايې،

    ځان بې غيرته كولای نشم،تربوران لرم،هغه به بیا ګډې وډې کېسې کوي.

 
    نو اينګور دې ولې كلينک ته راوړې؟

     زما خوښه نه وه، زړه مې درزېږې چې دلته خداى مه كړه دلته څه پرې ونشې؟خو،زوی مې سهار هم له عربو راته ټيليفون كړی و، چې مېرمن مې ډاكټرې ته يوسئ،

    سړی لږه شېبه غلی وو،شاوخوا ېې وکتل، بيا ېې خبرې شروع کړې

 
    را مې وړه.... خو زما خوښه نه وه، هسې د زوى مې ومنل،زمونږ وخت كې به چې د چا كره ماشوم پيدا كېده، نو د كلي يوه زړه ښځه به ورسره وه،دومره غمونه يې نه و،بس يا به د مور وخت پوره و، يا د ماشوم ،د خداى چارې وي،مونږ پكې دومره ګوتې نه وهلې،

   

سړی لا په خبرو اخته و، چې دروازه خلاصه شوه، يوه عمر خوړلې ښځه ترې راووته او سړی په بيړه ورپاڅېد،

    شېبه وروسته يې تندى وغوړېد، او په خوشالي را روان شو،لمسى يې پيدا شوى و،ويل يې د اينګور حالت مې نازك و، او ډېره وينه يې ضايع شوي وه، خو د ډاكټرې په هڅو يې صحت اوس د ډاډ وړ دی، او ژوند يې وژغورل شو،سړي ورته دعاګانې كولې او له خوشالى په جامو كې نه ځايده،

 دا د خوست په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې د یو شخصې کلینیک حال و،زمونږ خلک لا هم د جهالت په خوب ویده دي،دوی ځینې داسې کارونه په غیرت پورې تړې چې هغه په اصل کې د بې غیرتی کار وي،دوی فکر کوې چې په خور او لور سبق ویل، بې پښتو کار دی،خو چې سبا مریضه وی نو له هیواده بهر ډاکټر یا ډاکټرې ته ور وستل ورته بې پښتو کار نه بریښې،

که په کور کې مونږ لوستې مور ولرو نو راتلونکې څو نسلونه به ورسره لوستې وي،خو   


 زیاتره پښتانه دا عادت لرې چې جنګ کول خوند ورکوې،خو له عسکری یې زړه تور دی،سندرې اورېدل خوند ورکوې خو سندرغاړو ته په ښه سترګه نه ګورې او په بیلا بیلو سپکو نومونو ېې یادوې،

    په خور او لور تعلیم ورته شرم ښکارې خو بیا بهرنې کلینیک ته  ېې ور وستل هیڅ باک نه ګڼې،

 
    که زمونږه ولس کې لږ شعور را پیدا شې او په کلو بانډو کې د علم شغلې خورې کړي،د زامنو تر څنګ په لور هم تعلیم وکړې نو سبا بیا دې ته مجبور نه شې چې بهرنۍ کس دې زمونږ خویندې میندې وګورې،ولې ېې زما ورور او خور ونه ګورې؟

که زما ورور ډاکټر وي،او میندي خویندي مو ډاکټرې وي،نو هم به له بهرنې ستم خلاص او هم به مو ټولنه  د سلامتی په روانه شې،


  خو ولس داسې شوی چې په هر کار کې درته پښتو او اسلام مخې مخې ته کوې،خو په اصل کې به هغه کار په دواړو کې جائز وي،

خو د دوی له جهالته داسې ناجائز پیژندل شوی وي.،


 

 

۲۰۱۱ - ۰۷ - ۲۱