بدمرغه كه نيكمرغه كال؟

ليكوال: اسد افغان

 

 

درنو دوستانو پرون نوروز و، د نوي پسرلي رنګينه ورځ، په زياتره سيمو كې ميلې وې، خلكو خوشالي كوله؛ هر چا به ويل كه نن درباندې څه تير شول ټول كال به دې همدا حال وي، د افغانستان په يوه لرې پرته سرحدې سيمه كې لمر خپلې زرينې وړانګې په شنو پټيو، له ګورګورو ډک دنګو غرونو او له خټو جوړ خړو كورونو وشيندلې، كليوالو خپل سهار په خوشالۍ پيل كړ، چا پټي اوبول، چا
ونې كينولې او ځينې كسان په نوي جوړيدونكې جومات كې په كار لګيا وو.
زه نن اوزګار وم. له سهاره مې طبيعت ښه نه و، ورځ راباندې نه تیریده، نيمه ورځ راباندې په ډيره سختۍ تيره شوه، د نورو كلونو برخلاف دا څووم كال و، چې په دې ورځ مې ميله نه وه كړې، ورځ تيريده زه هم اخر د مازيګر درې نيمې بجې د پټيو په طرف روان شوم، لا رسيدلى نه وم، چې درز شو، سمدستي مې پروت وکړ او زموږ له كلي سره نږدې امريكايي اډې څخه خړې لوخړې پورته شوې، طالبانو له کورونو څخه په پوځي اډې د هاوان مرمۍ وداغله او وتښتیدل، خو له دوی وروسته ناټو او زموږه اردو سخته جګړه پيل کړه، د نارنجك، هاوان، پيكه، راكټ او ډول ډول مزايلو بې شماره ګولۍ ناټو په كلي ورولې، جنګ شيبه په شيبه سختيده
او هوايي قواوو هم خپل راكټ ويشتل. په پټو او كروندو كې ماشومان، ځوانان ښځې او سپين ږيري د مرګ په خوله كې پراته وو، له جنګه لا نيم ساعت نه کېده، چې په بېړه مې په موبايل كې جيبي قران كريم خلاص کړ، ياسين شريف او نور سورتونه مې لس لس ځلي ولوستل او خداى ته مې دعا وکړه، چې ياالله ته ټول خلک په خپل امان کې وساتې، موږ خو بې وسه بنده ګان يو.
د درندو او سپکو وسلو سلګونه او زرګونه ګولۍ په کلې وریدې، خو اخر جنګ تر دوه ساعته وروسته غلى شو، زه هم له نورو كسانو سره د نړيدلو كورونو په طرف په بيړه ورغلم، د كلي لوى جومات په څنډو‌ بې شماره هاوانونه لګيدلي وو، خو جومات خداى پاك ترې ساتلى و، په داسې حال کې، چې جومات ټول له مزدورانو ډک و، خو خدای ټول روغ رمټ ساتلي وو، له جومات ور اخوا په يو كور ورننوتم، كور كې د ماشومانو او تور سرو كريغې او وير اخري حد ته رسيدلي وو، د کور برنډه او دوه کوټې ناستې وې او خړې لوخړې ترې ختې، د كور نيم له منځه تللى و، خو ماشومان او ښځې د كوټې په ړنګو كونجونو كې خداى پاك په سره اور كې ساتلي وو، له دې څخه وراخوا دوه نور كورونه هم لګيدلي وو، خو يوازې څو كسان سرسري ټپيان وو، نوره خداى ترې ساتلي وو،
د کورونو دیوالونه، چې ما وکتل نو داسې ځای مې په کې پیدا نه کړ، چې مرمۍ پرې لګېدلې نه وي. دلته پوښتنه دا ده، چې په داسې حال کې به څوک څنګه او له چا ملاتړ وکړي؟
له کلونو راهيسې زموږ دا حال دی، هره ورځ زموږ ولس د دوو اورونو په منځ کې سوځي؛ ښکېلې غاړې يوه خوا د اجر غوښتنه ورته کوي او بله خوا بښنه ترې غواړي.
۲.۱.۱۳۹۰