غزل



په زړه مې د کلوکلوارمان راوريــــــــــــــــده
رحمت د ښکلي رب چې له اسمان راوريــــــده
بيګه مې دجانان سره د زړه خواله کولـــــــــــه
مزه يې پدې وکړه چې باران راوريــــــــــــــــده
ميده ميده يې ډيرې پخوانى کيسې شروع کــــړې
زماهم څاڅکي څاڅکي له چشمان راوريــــــــده
کيداى شي چې سپرلى رانيږدې شوى وي ملګرو
رنګونه يې له حسن ښه بريمان راوريــــــــــــده
چې کله به الهام د شاعرى راباندې راغلـــــــــــو
ستانوم به مې لاليه په زبان راوريــــــــــــــــــــده
شپه تيره شوه سحرشوچې ګوهربيرته راتلمـــــــه
رودونه مې داوښکوله ګريوان راوريـــــــــــــــده
نورالدین ګوهر خوست