یو بام او دوې هواوې؛ليكوال: اسد افغان

 

د ٢٠١٠ كال دسمبر مياشت نيمايي ته رسيدلې وه، په يو شخصې كار پسې بايد پښتونخوا ته تللاى واى. سهار وختي له خوست څخه د پښتونخوا په طرف روان شوم. ښه شيبه په نوى پوخ شوى سرك موټر روان و، په سرك باندې لا هم كار روان و، د سرك يوې خوا او بلې خوا ته تقريبآ دوه سوه مترۍ كې د اربكيو پوستي وې او بې شماره كسان د سرك جوړولو ساتنې ته ولاړ وو، څو شيبې پس د ډريور خوله وخوزيده: په دې سرك باندې له ۴۰ څخه زيات اربكي مړه شول، نور به څومره مړه كيږي؟ لا
نيمايي هم پوخ نه دى او په دې موده كې يې څو ډير قيمتي ماشينونه وسوځول شول، ډريور غلى شو موږ هم غلي ناست وو. د سرك پر غاړو تر ډيره ځايه وسله وال كسان ولاړ وو او د سرك جوړولو ساتنه يې كوله.
د سهار لس بجې وې، چې په سرحد واوښتو او د كرمي ايجنسۍ په حدودو كې داخل شوم، تر يو ساعت مزل وروسته ټل ښارگوټي ته نږدې شوي وو، دلته هم سرك باندې كار روان و، خو توپير يې دا و، چې نه وسله وال وو او نه د ماشينو سوځول، كارگرو په خوشالۍ او ارامۍ سره سرك په عالي كيفيت جوړاوه، نه ويره وه او نه بم، ماشينونو هم بې له وسله والو كسانو په ارامۍ كار كاوه، زړه مې خپه شو، يو بام او دوې هوا.
له دې څخه تير شوم، مازيگر ناوخته و، چې په هنگو كې د يو دوست كور په طرف روان شوم. د دوست كور مې له كلي وتلى ودان و او زه پياده ور روان شوم. لاره كې راباندې څو وړې نجونې راغلې، كتابونه يې په لاس كې نيولي وو، پاكې سوتره جامې يې په تن وې، په ډېر احترام يې سلام وكړ او له ما څخه تېرې شوې، له دې وروسته په كلي كې راباندې څو ځوانان راغلل، په مينه يې ستړې مشي راسره وكړه او د چاى كلك ست يې راته وكړ، دوى ډير ټېنگ شول، خو ما ورته د دوست كور يادونه وكړه او ترې روان شوم. كلي كې كورونه ټول منظم ودان شوي وو، خلكو يې په مينه يو بل سره چلند کاوه، ټول يو د بل په خپګان ډېر خپه کېدل. څو ورځې همالته وم، كارونه مې خلاص كړل او د خوست په طرف راروان شوم. په سرحد، چې راواوښتم نو په يوه موټر كې د كور په طرف وخوځېدم، موټر څو ساعته لار ووهله، خو زموږ له كور څخه لس پنځلس كيلو مټره لرې خراب شو، لږه شېبه پس زه ترې راکوز شوم پلی د کور په لور رهي شوم. يو خوا ناوخته و او بل خوا نرى باران پيل شو، لاره كې يو كلي باندې راتيريدم، د جومات مخې ته څو كسان ناست وو، سلام مې ورته وكړ، د سلام جواب يې راكړ، خو څو شېبې وروسته يې بې باكه سره وخندل، ما ته غوسه راغله، خو چوپه خوله مې غوره وگڼله. بيا مې مخې ته څو ماشومان راغلل، په څيرو يې خاورې پرتې وې، جامې يې خيرنې وې، سرونه يې ببر وو، ما وې اوس به سلام كوي، خو دوى راته بد رد ويل شروع كړل او منډه يې كړه، ما ته افسوس راغى، چې زموږه خلك ولې داسې دي، نه تعليم كوي او نه په كور كې ماشومانو ته تربيه وركوي. دا ټولې نادودې د پوهې نشتوالی دى، كه افغانان د خپلو اولادونو تعليم او تربيې ته مټې ونغاړي او ټول د تعليم حاصلولو كار وكړي، نو يقين لرم، چې وطن به مو گل و گلزار وي.

٢٠١١،٣،٢٢