ټينگ هوډ د برې شرط دى،
ژباړه:اسدافغان
په كوچنېوالې كې مې فكر وكړ چې بايد ټوله دونيا ودانه كړم، خو چې څه وخت تېر شو دا راته ډيره مشكله او لوى كار ښكاره شو،
په ځوانۍ كې مې بيا غوښتل چې له خيره خپل هيواد به اباد كړم، خو وروسته راته دا هم لوى كار ښكاره شو او له دې هم تير شوم،چې كله له عمره پوخ شوم، نو بيا مې غوښتل چې خپله سيمه ودانه كړم خو دا مې هم له وسه ونه شوه،كله چې بوډا شوم نو بيا مې غوښتل چې خپل كور اباد كړم ،خو عمر مې تير و او څه مې له لاسه پوره نه ؤ، كه مې په اول ځل ټينگ هوډ كړى واى، نو اوس به مې ټوله دونيا اباده كړې واى .
ټينگ هوډ د برې شرط دى.
٢٠١١/٣/٢٣
24.03.2011
- اسدافغان
یو بام او دوې هواوې؛ليكوال: اسد افغان
د ٢٠١٠ كال دسمبر مياشت نيمايي ته رسيدلې وه، په يو شخصې كار پسې بايد پښتونخوا ته تللاى واى. سهار وختي له خوست څخه د پښتونخوا په طرف روان شوم. ښه شيبه په نوى پوخ شوى سرك موټر روان و، په سرك باندې لا هم كار روان و، د سرك يوې خوا او بلې خوا ته تقريبآ دوه سوه مترۍ كې د اربكيو پوستي وې او بې شماره كسان د سرك جوړولو ساتنې ته ولاړ وو، څو شيبې پس د ډريور خوله وخوزيده: په دې سرك باندې له ۴۰ څخه زيات اربكي مړه ش...
26.03.2011
- اسدافغان
دا ډيورنډ لاين دى، دريمه برخه له خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍ د ولسمشرى انتخاباتو ښه موده تيره شوى وه،حامد كرزى د دوهم ځل لپاره د ولسمشرى په څوكۍ ناست و،د خوست په يوه سرحدې سيمه كې مې په خپل موټر كې له ملګري سره يو ځاى سفر كولو،سرك ټول كنډوكفر و ،دومره كندي پكې جوړې شوى وي چې هيڅ د سرك ګومان پرې نه كيده،د سرك دواړو غاړو ته خټين او خړ كورونه ودان شوى و،كورونه هسې هم خړ و خو د سرك...