نه قبلیدونکې دعاګانې

دا ډيورنډ لاين دى،پنځمه برخه

له خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍ

 

 

د ٢٠١١ كال مارچ ديرشمه نيټه وه،د كريكټ نړيوال جام سياليو وروستۍ نيمه پايلوبه د هندوستان او پاكستان تر منځ ترسره كيده،مازديګر مهال و، چې په يو كرايې فلاينکوچ موټر كي د دريو نورو ملګرو سره له ښاره كور ته روان وم ،زمونږ كور په سرحد كې پروت دى،او له ښاره كافې لرې يو،د نورې نړۍ په شان په خوست او ورسره نورو خواوشاو سيمو كې د هرې لوبډلې بې شميره پلويانو تاوده بحثونه روان كړي و،موټر كې هم شور ماشور و، او بحثونه كيدل، چا ويل: زما پاكستان خوښ دى او چا ويل: زما هندوستان.پاكستاني پلويانو دليل وړاندې كاوه چې پاكستانی ټيم هم مسلمان دی، او هم ګاونډي، دوى ويل:چې بايد مونږ د پاكستاني مسلمانه ملت په خوشالى خوشاله او په غم يې خفه شو،او نن يې بريا ته بايد دعا وكړو. خو د هندوستان ټيم ملاتړو دليل وړاندي كاوه چې كريكټ كومه اسلامي لوبه نه ده،د انګريزانو ملي لوبه ده كه پاكستان يې وګټي نه پكې اسلام ته ګټه شته او نه تاوان، دوى ويل چې له پاكستانې مسلمنانو څخه زيات مسلمنان په هند كي اوسي، بايد مونږ د هغوى لپاره دعا وكړو چې د هندوانو په منځ كي يې سترګي جګي شې،په هر صورت تاوده بحثونه لا هم روان و ځينو بيا ويل پاكستانى ټيم سره د الله ج مرسته شته او لوبه به ګټي دوى ويل چې د هند ټيم دې د ډبرو جوړ بوتانو څخه مرسته غواړي چې دا ارمان به يي پوره نشي،دوى د پيغمبرانو او نورو صحاباو واقعي بيانولي،چې دلته مسلمانانو جنګ له كافرو ګټلی و او هلته يې ګټلی و.... دوى ويل چې انشاالله پاكستان به دا لوبه هم ګټې،خو د هندي ټيم پلويانو ويل چې په انډيا ټيم كي مسلمانان شته،هغوى سره هم د الله ج مرسته شته، خداى به يې برى په برخه كړي،

د موټرپه راډيو كي د لوبي كمينټري خپريده ټول خلك لږ چوپ شوى و،او

    لوبه روانه وه هندوستان توپ وهل لاپای ته نه و رسولي، چي د دوو كسانو په منځ كي سره جنګ شو، موټر كي یې سره لاس واچولو،څو سوكونه او لغتي يې سره ووهل خو نورو كسانو سره بيل كړل

    پاكستان پلوه كس ويل چې دا د هندو زوى اوس په هندوانو ولاړ دی بې غيرته شرمیږې نه؟،

    هند پلوه كس له درده سور شين شو او خوله يې په زوره وخوزيده،

 

    خداى د خوار كړه! كه هند يې وګټي نو پنځه ټاټا بسونه خو به مرسته كي درته راوليږي،ستا دالخور به څه وكړي؟بي شرمه! خو په طورخم به درته دوه بوجۍ سيمنټ راوليږي او په غلام خان به درته څلور بوجۍ باروت راوليږي،

دوى تر ښه شيبه خبرو وروسته سره چوپ شول،

وایې چې یو وخت و د پاکستان د فلمي نړۍ ستورو به د خپلو فیلمونو د کامیابۍ لپاره ختمونه کول او روژې نيولې، نن یې د کرېکټ لپاره د ټول پاکستان نه جومات جوړ کړی و خو لوبه د هند ټیم پرته له روژو او ختمونو وګټله. د پاکستاني ټیم تبلیغ هم کار ونکړ. د پاکستان تبلیغ او روژې لمونځونه ولې دومره بې اثره شوي؟خبره دا ده چې دوی ته په سخته کې خدای ور یاد شې ،بیا ترې هیر شې او بله دا چې دوی ظلم کړی بې ګناه پښتانه او افغانان یې وژلې دي،

زمونږه زیاتره افغانان خپل دوست او دښمن نه پيژنى،د څو لسيزو راهيسي ګاونډيان زمونږ په وطن كي ښكاره لاس وهنى کوې،ايران كلتوري یرغلونه كوى،ولسمشر ته مو ډالۍ راليږي او نور نور كارونه كوى، پاكستان بيا زمونږ هيواد تباه او برباد كړ،هره ورځ زرګونه ټنه باروت راليږي،ميندي يې را بوري كړي،ځوانى پيغلي يې كونډي كړي او هر عامه النفعه تاسيسات يې را برباد كړل،كه د هند خلك ټول مسلمنان ندي نو زه خو يې د پاکستان په شان برباد کړی او وژلی نه يم، ماته خو يې كلی ندی وران كړې،او نه يې ميندې را بوري كړي نه يې ښوونځي راسوځولى او ...زه به هغه مسلمان څه کړم چې ورځ مې وژنې د دوی څخه خو هغه تور هندو ښه دی ،وژنې خو مو نه،.پاکستانې مفتیانو به چې افغانستان کې هره ورځ ناروا فتواګانې ورکولې اوس یې بیا فتوا ورکړې وه چې پاکستانې ټيم ته دعا او نفلونه وکړئ،خو خدای د ظالم او بې ضمیره  کسانو دعا نه قبلوې، خدای ج د مظلومانو سره دی او انشاءالله بری به زمونږ په برخه وې،الله مو دې نور ددوی له شره وساتې.

 

۲۰۱۱ــ۳ــ۳۱