جهالت او منافقت
دا ډیورنډ لاین دی
له خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍ
۶مه برخه
د ٢٠١١ كال اپريل مياشت شروع شوى ده،بيګا شپه په تلويزيون باندې خبرونه خپريدل،خلكو شورماشور جوړ كړی و،له خولو يې اور وريده،كاڼې يې ويشتل ودانيو ته يې اور ورته كاوه ماركيټونه،ودانۍ او عام النفعه تاسيسات يې سوځول پوليس يې ويشتل،او بلې خوا پوليسو په دوى مرمۍ ورولې مظاهره چيان د ترخو موليو په شان په ځمكه تويدل د وينو سيلابونه روان و او د مړو جنازي روانې وې
دوى د ډيورنډ لاين ديخوا د افغانستان په زياتره سيمو كې د قران سوزونې په ضد مظاهرې كولې،څه موده مخكې كوم ذهنې مريض عيسوې پادري قران كريم په امريكا كې سوځولى و،د پادري دا كار د غندلو وړ دى او د قران كريم سپكاوى يې بولم،
خو په مظاهرو كې د بې ګناه افغانانو وژل هم انصاف نه دى،ودانۍ سوځول او تشدد ته لمن وهل هم غندم،دوى كولای شې چې سوله ايزې مظاهرې وكړې او خپل نفرت څرګند كړې،څو مياشتي پخوا مصر كې په لكونو خلك راپاڅيدل او د حسني مبارك د لرې كيدو په ضد يې پراخې مظاهرې وكړې دوى له خواوشاو اتلسو ورځو پورې مظاهري جارې وساتلي خو نه یې كوم ماركيټ وسوزولو نه يې ودانۍ وسوزولي او نه یې پكې ويني تويې كړې چې اخير يې غږ واوريدل شو او مظاهري په سوله ايزه فظا كې پای ته ورسيدي خو پوښتنه داده چې امريكايانو قران شريف وسوځولو نو د اسلام ټيكه دار پاكستان ولي چوپ دى؟عياش عربان ولي چوپ دي؟مصر،ايران او نوره اسلامي نړۍ ولې چوپه ده؟ نه يې مظاهري وكړې او نه يې نور د تشدد څخه ډك كارونه وكړل،خو يوازې افغانان ځانونه توريالې ګڼې او وطن ورانوى پرون فېس بوك كې راته يو كس ويل چې وطن به بيا جوړ شې بايد نور هم وسوځول شي،خو ما ورته وويل چې كه څومره يې وسوځوئ نو كافرو ته پكي د يوې روپۍ تاوان هم نه رسي، هسې به ځان برباد كړی او مونږ هم،د قران سوځونې لوبه د انګريزانو او د ګاونډي هيوادونو لخوا طرخه شوى ډرامه ده،دوی د افغانانو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي هغوی ښه پوهيږي چې افغانان په دين مين خلك دي،او قران سوځونه نه شې زغملى،دوى افغانستان كې منظمه طرحه شوى مظاهري پيل كړي،او وطن ورانونه او ولس وژنه يې شروع كړه،ګاونډيان خصوصأ ايرانى اخوندان او پنجابيان لدې مظاهرو ګټه اخلې او تشدد رامنځته كوى،
هلته په امریکا کې یوه نسخه وسوځیده ،
دلته مظاهیرې وشوې
په لسګونو کسان مړه او ټپيان شول
میندي کونډي شوې
ماشومان یتیمان شول
د خلکو شتمنۍ لوټ او وسوځیدې
ددغو قتلونو ګنا به ډیره وي که د هغې یوې نسخې د سوځیدو ؟؟؟؟
د ډايورنډ كرښي دواړو غاړو ته هره ورځ په لسګونه ښوونځې سوځول كيږې جوماتونه شهيدان كيږې،او په بمونو الوځول كيږې،چې ورسره په لسګونه د قران كريم نسخې او نور دينې كتابونه له منځه ځې،او د قران كريم سپكاوى كيږي
نو زمونږ ولس كې ولي دومره شعور نشته چې د دوى په ضد مظاهري وكړي او په جزأ يې ورسوي،هم مو لاس ورسيږې او هم يې په مجازات رسولى شئ،نو كه امريكا كي يو عيسوي پادري قران وسوځولو او تاسو مظاهري كوى نه مو زور ورسيږي او نه څه پرې كولی شئ
نو د تشدد ګټه څه؟
سهې خبره دا دی چې دې خلکو ته قران مقدس نه دی بلکې منافقت ورته مقدس دی. دوی په خپله د دې سبب دي چې ټیري جونزیانو ته حوصله ورکړي او دې ته یې وهڅوي چې د قران په بیا بیا سوځولو ځان او خپل لېونتوب ته لاره پېدا کړي. په ټیري جونز او د مزار او کندهار په مظاهره کوونکیو کې هیڅ توپیر نشته. دا ټول منافقت دی او منافقت په افغانستان او پاکستان کې تر هر څه زیات مقدس دی. که په ځانمرګي برید کې قران سوځول کېده، که پرون کندهار کې د انجونو به مکتب باندې برید کې د قران سپکاوی وشو، دا مهمه نده. مهمه دا ده چې د ورانۍ او وحشت لپاره یوه لاره څنګه پېدا کړای شې او
خلک ووژنې
بس په خپلو كې مو راسره راخيستې او يو مسلمان بل مسلمان وژنئ دوكانونه سوځوى او نور نور كارونه كوى نو ددى به امريكا ته كوم تاوان ورسيږي؟،د خداى لپاره سوله ايز لاريون وکړئ او خپل نفرت په معقوله لار څرګند كړئ خو نه په تشدد،هيله ده نور وطن وران نكړى او معقوله لار باندي خپل حق وغواړئ،
۲۰۱۱-۴-۴