دا ډیورنډ لاین دی،اوومه برخه
له خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍ
د خداى مخلوق مه وژنئ
د ٢٠١١ كال لومړنى شپې ورځې وي،پښتونخوا ته روان وم،د سهار ٩بجې كيدونكې وي چې ببرك تاڼي په نوم سرحدي سيمه باندې کرمي ایجنسۍ ته واوښتم،دلته د ډيورنډ كرښي په سر د افغانستان طرف يو كوچنی بازار ودان شوى و،بازار كې ټول له لسو پنځلسو زيات دوكانونه نه و،چې ټول خام و،هټۍ د خام سرك يوا خوا او بل خوا ودانې شوی وي، چې د موټرونو په تيريدو سره به بازار کې خړ ګردونه باد شول،د افغانستان څخه راتلونكې موټر به د يو كيلومټر په اندازه د کرمې په خوا را واوښتل او مسافرين به لدې ځايه د پيښور او نورو ښارونو په طرف روانيدل،او د پښتونخواڅخه راتلونکې موټرونه به هم افغانستان ته اوښتل،زه په هډه كې خپل ملګري ته منتظر وم خو ملګري مې ډير ځنډ وكړ،
هډه کې ټول زاړه موټرونه ولاړ و،څومره چې ما فکر کاوه نړۍ کې به ددې څخه زاړه او بې کاره موټر نه وې،
هډه كې له ډريورانو او زياتره كسانو سره وسله موجوده وه،او نور وسلوال کسان سره اخوا دیخوا کیدل ،په داسې حال کې چې په پنځوس متری کې د پاکستانې پولېسو تاڼه موجوده وه،خو دوی وسلوالو او نورو کسانو ته سترګې هم نه ور اړاولې
وسلوال ټول د قبايلي سيمو اوسيدونكي و او هر سړى ددي سيمې باچا و،تر ښه شيبه انتظار وروسته
زه د چايو يو كوچنې هوټل په طرف ور روان شوم،هوټل له لمر سوځولو تيګو څخه ودان شوى و، او په سر يې بيلابيل بوټې پري اچولې و،هوټل كي د ننه څو كسان ناست و،ټوپكونو باندې يې دسمالونه تيراول او ګوتي يې پكي وهلې،هټۍ وال څو شيبې پس ماته چای راوړ،ما لاڅو غړپه نه و كړې چې يه څنګ كي ناست دوه د تنكي عمر ځوانانو سره خبري شروع كړي يو كس ورته ويل:
ـــڅه كوي نن سبا؟
دويم سړي وويل:والله څه نه كوم،كارروزګار نشته، خو سبا مركز ته ځم قومندان راپسې حال راليږلى،جهاد ته روان يم له خيره،
--جهاد ته؟كوم ځای ته؟
-صدي ته!شيعه ګانو سره جنګ روان دى،خو....
خو څه؟
کرایه راسره نشته
غم مه کوه ټول مصرف زه درکوم،
دوى تر ډيره سره غږيدل او زه تري راپاڅيدم،یو وخت و، کابل کې دوه هزاره ماشومانو سوال کولو،څیرې یې سوالګرو ته ورته نه وي،دوی د سوال په نیت لاس را اوږد کړ،ویل یې چې کورس وایم فیس راسره نشته،په خدای به شي په تا به شې،ما تر وسه ورسره مرسته وکړه او لاړل،عجیبه ده پښتانه جنګ ته سوال کوي او هزاره کورس ته،
څو شیبې پس مې
ملګرى راغلی و،او د ټل په لور روان شوو،خړه سپيره لاره وه، تر ډيره ډيره مې پكي څوك ونه ليدل.خو لاره كي به د سپرليو ډك زاړه موټرونه دريدلي و،او خراب به ؤ.مريضان.،تور سري.او بوډاګان به په سپيرو غرونو كي د خداى اسري ته ناست و.ښه شيبه مزل مو وكړ ،بيا پسې څو ړنګ كلېو باندي راتير شوو،كلی ټول وران شوى و او د انسان د اوسيدني نښي پكې نه ښكاريده ما فكر كاوه چې دلته به څوك اوسيدلې نه وي او داسي ښكاريده لكه سيلاب چې پري تير شوى وي.
خو ملګري مي ويل چې دا د شيعه ګانو كلي دي، پروسږ كال د سنيانو سره په جنګ كي دا ځايونه وران شول او خلك يې ځېنې ووژل شول او نور در په دره شول،
په لاره كي څو ځايه نور كلي هم همداسي و ځېنې د شیعه او ځینې د سنیانو و.خو دې ورانو کلیو ته مې زړه خفه شو،چې اباده سيمه يې سپيره او ويرونكي ښوده.
ماته هغه متل راياد شو چې وايې، چيرته چي ميړونه وي هلته كورونه وي.
نو چي كورونه وي ،خلك وي، سيمه به اباده وى، خلك به ارام ژوند كوى ، الله ج وايي چي چا چي يو انسان ووژلو نو داسي ده لكه چي ټول بشريت يې وژلی وي،
د خداى لپاره د خداى مخلوق مه وژنئ ،كورونه مه ورانوئ، كلي مه سپيره كوئ، او د پښتنو نسل مه وركوئ، او پريږدئ چې پښتانه ډير شي سوله راشي او د ډيورنډ دواړه غاړي اباده يو موټی او ښيرازه شي.
تر بيا
۲۰۱۱-۴-۶
اسدافغان خوست