جهالت

له خوسته د اسدافغان یاداښتونه

خوار ماشوم د اتو نهو كالونو په منځ كې ښكارېده مخ يې زيړ تښتېدلى و،

د پلار څنګ ته غلى ولاړ و،

هغه د نورو كسانو سره په بحث بوخت و، ښه شېبه وروسته چې اوزګار شو نو

ترې ومې پوښتل:

دا ماشوم خو ماته ناروغ ښكارې؟!،

پلار يې لږ غلى و، ځمكه كې يې سترګې خښې وي ،بيا يې د ځان سره غلى وويل:

هيڅ قران نه دی وهلى، خاورې خوري.

-نو ډاكټر ته يې ولې نه ورولئ؟

سړي تر ښه شېبه سوچ وروسته ويل چې څو ځله مې ورته ګولۍ راوړې ، كه چا به هم چېرته كومې ګولۍ راته وښودې  نو پرې وبه مې خوړې،خو فايده يې ونكړه،دلته مې بیا څو ډاكټرانو ته ور وست،دوا يې وركړه خو له خپل عادت وانه وښت،

سړي غاړه تازه كړه او خبرو ته ېې ادامه وركړه،

بيا راته چا وويل چې د چرګانو ....(فاضله مواد) پرې وخوره،زړه مې نه منل،د زوى د ښه كېدو په خاطر مې هغه هم پرې په وهلو او كنځلو وخوړل، خو هلك لا همغه هلک دی،

اوس د شپې هيڅ هم نه خورې يوازې د شپې چای او وچه ډوډۍ خورې ،نور يې كه مړ هم كړې څه نه خوري،

هغه بله ورځ مې پرې تمباكو وخوړل،ما وي چې زړه يې خراب شې نو ښه به شي خو دی تر ډېره بې هوښه وو، او له خولې نسه جارې وو،مګر لا له عادته نه دی اوښتى،...

د سړي په څېره كې د ناهېلۍ كرښۍ ښكارېدې، ناارامه و، او زړه يې نه و چې نوره څه ووايې،زما په ډېر ټېنګار سره يې پداسې حال كې خوله وخوزيده چې سترګي يې ښكته اچولې وي،

پرون چا راته ويل چې د ستونې او د پوزې فاضله مواد پرې وڅكه، ښه به شي هغه كار مې هم وكړ خو نن يې بيا خاوري خوړلې،بس نوره څه ندې راپاتې، مجبور يم چې همداسې يې پرېږدم،

ما چې دده خبري اوريدې نوغونی مې زیګ شو،ورته ومې ويل

د خوست ولايتي روغتون ته يې بوځه،  هلك به درته  بستر كړي اوڅه موده چې د ډاكټر تر څارنې لاندې وي، نو ضرور به ښه شې،خو هغه  همداسې غلى پاڅېداو لاړ،

دا د خوست سرحدې ولسوالۍ باك د تعمېر په دوه سوه متری كې د يوه مظلوم هلك كيسه وه،

څو كاله پخوا زما د يو دوست زوى د تور زيړې ناروغې درلوده،د پيښور او خوست ډاكټران پرې ستړې شول، خو ګټه يې ونه كړه بيا چا ورته ويلې وو چې مچان پرې وخوری، ښه به شې، ځكه چې د مچانو مكروب د تور زيړې په مكروب زوراور دی، او هغه به له بدنه وباسې،زه خبر نه وم خو دوى هلك ته په كيپسول ګوليو كې مچان وركړې و، خو مریض يې لا بدتر كړى و،بيا يې پاكستان كې تداوى پرې شروع كړه، چې اوس رك روغ دى،

زه چې ځينى پښتنى دودونو ته ګورم نو سم د جهالت له پولې اوښتې او د خيواناتو له كړو وړو هم بدتر دي،دوى لا هم فكر كوي چې وينه په وينه مينځل كيږي او ميكروب په ميكروب باسل كيږي،خو داسې نه ده،

 

د مثال په ډول كه لاس مو خوږ شي او وېنه ترې راشې، نو که مونږ هغه باندې نوره وېنه ور تويه كړو، لا به ككړ او ضررمن شي، خو كه دوا يا د پاكو اوبو سره يې پاك كړو او پټۍ پرۍ كيږدو نو ژر به روغ شي،

د پښتنو دې بې بنسټه او تا ويل هغه ويل د خبرو منلو له لاسه ددې قوم حال دې ځای ته رارسېدلى دى،

په اسلام كې هغه شی ناروا بلل شوى چې انسان ترې په هره وجه ضرر مومې او د ګټي په ځاى تاوان ورسوي چې هغه په قران كريم او احاديثو كې په مفصل ډول بيان شوې دي او هم د عصري علومو په اساس بايد هغه شى ونه خوړل شي چې انسان ته مضر وي ،

خو د پخوانيو رواياتو او د ځينو جاهله كسانو په خوله دوى داسې نادودې كوي، چې سړي ته يې له ضرر پرته په ويلو او اوريدلو شرم ورځې،

كه د چرګانو،خولې او پوزې فاضله مواد،مچان او تمباكو خوړلو ګټه لرلی، نو په قران او حديث كې به يې ذكر شوى واى او يا به هم اوس طب كاراولى،

په دې برخه كې څوك هم ) ملا ، عامي( خپله ايمانې او انسانې وظيفه نه ادا كوى،،

هسې چې زه ګورم ،زمونږ د پښتنو به تر ډېره دا حال وي،لكه چې دى، او داسې ژر بايد د خلاصون امید هم ترې ونه لرو،خو هر تن په هره برخه كې تر وسه بايد خپلو اسلامي،افغاني او انساني هڅو ته دوام وركړو،چې د پښتنو ځينې نادودې په خپلو ليكنو،تبصرو او خبرو كې هغوى ته ور په ګوته كړو.

،تر څو چې پښتنو كې دا د بې سوادى او بې اتفاقى مشكل موجود وي، نو فكر نه كوم چې دا نادودې وركې شي، خو د ولس په عامه پوهاوې كې غټ رول ديني عالمان لوبولی شي،ځكه زمونږ ولس د هر چا څخه ډېر د دوى په هره خبره په پټو سترګو عمل كوي،خو متاسفانه په اكثرا ځايونو كې په ممبر باندې د ګټې په ځاى د ولس د ګمراهی خبري كيږي،او دوى لا هم ولس د جهالت او پخونيو زمانو كړو وړو ته بيايې،

 

مونږ او ملا بايد اوليت وپيژنو،چې اول په څه وغږيږو؟،څه ته اهميت وركړو؟څه وكړو؟ كه په تن روغ و، هم به دين كوو هم دنيا،كه ولس مو ټول مرض وهلی وي، نو نه به د دين  وي او نه د دنيا،هغه څه وايې. چې نه د دين شوي نه د سادين

 

۲۰۱۱ - ۰۸ - ۰۸