د كريكټ لوبه گټمه
دا ډيورنډ لاين دى،شلمه برخه
له خوسته د اسدافغان ياداستونه
تيره روژه د افغان كريكټ ټيم زمريان دا مهال په كراچۍ كې د پنجابيانو سره لوبيدل،مينه وال يې شېبه په شېبه زياتيدل او له خپلو افغانانو/پښتنو پرته نورو هم ورته چكچكې وهلې، دوى هلته څو ورځې لوبې وكړي او هره ورځ به يې د ګټې خبر راتلو،د حميد حسن له بال سره به د پنجابې پښې ورپيدي او ويكټه به يې د ميدان په بله څنډه كې پرته وه، او د شهزاد په بيټ سره به توپ له ميدان اخوا، څو دقيقې په هوا كې تاويده،دوى هلته د افغانانو نوم او قوت په ډېر ميړانه زمونږ دايمې دښمن ته وښود،هلته ېې ټول خلك حيران كړې و چې دا څنګه خلك دي؟ دوى ټول ژوند په جنګ كې تېر كړی او مونږ په نسبتأ ارامه فضا كې،خو بيا يې هم په كريكټ كې مات كړو،
زما تره هغه مهال كراچۍ كې و، هغه په څه سوداګريزو توكو پسې تللى و،ده چې له كومو سوداګرو سامان اخېست، نو اول به يې د افغان ټيم ستاينه ورته كوله،او ويل به يې : چې د دوى په هكله خو مونږ دا فكر نه كولو،نن مې ومنل چې افغانان ډېر تكړه دي،او ورسره به يې ده ته هم ډېر عزت وركولو،
افغان ټيم له هغې وروسته بيا څو لوبې وكړي ،چې ځېنو كې يې ګټه او څه محدودو كې زيان وموند،
خو له هغې وروسته د څو ذهنې مريضانو په لاس وروستې نفرتونه او شخړې هغه وخت زياتې شولې چې كريكټ بورډ كې پراخ بدلون راغى، او بيا افغان ټيم له پاكستان الف لوبډلې پرلپسې درې ماتې وخوړي ،په ټول افغان، فېس بوك او نورو رسنيو كې هره ورځ ددې ذهنى مريضانو داسې ليكنې راتلې، چې چا به پكې يوه ته كنځل كول او چا بل ته،چا به په ولايتونو او قومونو ويشل او ځينو به د خپل ولايت پرته د نورو سيمو لوبغاړو سره هر ډول تعصب ښكاره كاوه،
دوى په ډېره تيزۍ سره دا خرافات دومره زيات كړل چې په هغه كې د قوم، سېمي او شخصياتو سپكاوى كيده،دې تش په نوم ليكوالانو د هغه چا په كټه ليكل كول چې د بې كفايتی له امله كريكټ بورډ له دندې ګوښه كړي و، او يا يې كريكټ خپل ميراثې لوبه بلله،
د دوى له دې تعصبه ډكو خرافاتو په عامه لوستونكو هم اغېز وكړ، او دوى هم دا ډول خرافاتو باندې ناندرېزې تبصرې كولې،چې د مينه والو په منځ كې يې د مېنې په ځاى نفرتونه خورول،د داسې كسانو لوى هدف د خپلې دندي او شخصې ګټو لپاره په ټيم او افغانانو كې درز را وستل و،چې لا پكى كامياب شوى نه دي،
ځينې كسان فكر كوې چې هغه كسانو چې په ټيم يې خوارې كړې ده، بايد تل په ټيم كې شتون ولري، خو يو ساده مثال :
كه دولت د يو وزارت ودانې جوړوي،هغه كې به كارګر څو كاله خولې تويوي،خوارې به كوي او چې ودانې جوړه كړي نو ددې حق نه لري چې دولت ته ووايې بايد زه ددې وزارت وزير شم،ټولنه كې د هر چا دندې او حقوق د هغه د پوهي په اساس مالوم دي ،څوك به پولیس وي، څه وزيران او نور كارګر،
كريكټ كه څه هم د چانس لوبه ده،ګټه بايلل پكې راځې، او يا ساده مثال، كه دوه كسان په غيږه سره ورشې نو ضرور به يو په ځمكه ولي،خو كه لوبه كې به كريم ژر اوټ شو،نو دوى به په كريم خولي را خلاصې وي، كه منګل به ښه لوبه ونه كړه نو په ښكنځلو به يې بدركه كاوه،
او همداسې نور
خو د دوى ټولو خولي افغان زمريانو نن بيا كاناډا كې د وروستيو برياوو په ترڅ كې وربندې كړي،او دا يې وښوده چې مونږ هر ميدان وهلى شو، كه پرون مو د پنجابې ميدان كې ماتې وخوړه ، دادی نن مو د هغوى د بادار فيرنګې ميدان سر په سر ووهلو،او دا مو ثابته كړه، چې مونږ لا هم يو يو، او كوم قوم ، ولايت ته نه، بلكې افغانستان ته جنګيږو،هغه څوك چې مونږ په سېمه، قوم پوري تړي مخ به يې تور وي،
كه نن هغه د كريكټ ميراثې كسان نشته، نو نور زمريان هم ډېر دي،مونږ به لوبې ګټو او بریاوي به راوړو، تاسو همداسې خرافاتو كې اخته ښه يئ،
هغه وايې چې كاروان تيريږي او .........
سالم انتقاد د خلكو حق دی چې په هر چا يې وكړي، خو د كنځلو او خرافاتو حق هيڅوك هم نلري، چې د شخصي تعصب په بنسټ ټولو ته سپكاوى وكړې،او كريكټ كې درز راولې،
كه تاسو كره ميلمه درشې او ډوډۍ ورته راوړئ،هغه ته كه ووایئ : وروره ډوډۍ وخوره. نو هغه به بې له شرطه څه ونه وايې او په خوړلو به پيل وكړي، خو كه په تونده لهجه ورته ووايو ډوډۍ در ومنډه، نو ضرور به هغه غبرګون ښايې،
كه له نن وروسته مونږ له دې روانو شخړو تېر شو، او د څو بهرني او كورني ذهني مريضانو په لېكنو ونه غوليږو،د كريكټ د ودي، يووالي او لا پرمختګ لپاره كار وكړو،په لوبغاړو او كريكټ بورډ سالم انتقادونو وكړو،مشوري او وړانديزونه ورسره شريك كړو،نو لري نه ده چې زمونږ لوبغاړي به له روحي فشار لرې وي، تمرين ته به پام كوي، او يو غښتلى او قوى ټيم به ولرو، چې كله دې ګټلو او ماتي خبر راځې، نو بايد دې ته ونه ګورو، چې دا خوستى دى ، مومند دى يا شينواری دى،ټول يو افغانان دی او يو هيواد ته لوبيږي نه قوم او ولايت ته،
زما كريكټ هيڅ زده نه دى او نه يې داسې خاص شوقي يم خو هيواد ته يې په بریا راوړلو خوشاليږم،هيوادوالو به چې سچن ټنډولكر او عمران خان ته چكچكې وهلي، نن يې حميد حسن او شهزاد محمدي ته وهي،خو زما په زړه كې هغه وخت يو پټ ازغۍ ښخيږي چې څو تنه ذهني مريضان او د بهرنيانو جاسوسان زمونږ دا حال هم نشې زغملاى او زمونږ اتلان د چكچكو په ځاي په كنځلو بدرګه كوي،.هغه څه وايې چې د س.. په خوله سيند نه مرداريږي، نو دوى به هيڅ هم ونه كړې، هسې ځان به خراب كړي،او محدود شمير افغانانو كې به نفرت خپور كړي،زه دوى ته دا وايم چې لږ شرم وكړئ، خلك د پنچرمينانو او قاتلانو څخه اتلان جوړوي او جوړ يې كړل، خو مونږ د سولي سفيرانو او په رښتيا اتلانو پسې كنځلي كوو،نور تير شئ له دې شخړو، د خپلي دندي او شخصي ګټو په ځای د ملت برياو او ګټو ته ترجيع وركړئ،او د افغانستان نوم په هر ميدان وځلوئ.
٢٠١١-٠٨-١٦