کمانډر - لنډه کیسه

 

لیک ـ اسدافغان

 

د زغره والو موټرونو كتار د څو كورونو څخه تر تېرېدو وروسته په يوه تش ميدان كې ودريد،كلي باندې خاموشې خوره وه او داسې ښكاريده چې شپه نيمايې ته رسيدلې ده،يوازې د موټرونو غرها ختا او سپيو ورته بې واره غپل،تر لږ ځنډ وروسته د موټرونو څخه په ډول ډول وسلو سمبال بهرني عسكر راښكته شول،دوى په يو ځای باندې تر راټوليدو وروسته سره په خبرو بوخت شول،

 

په منځ كې يې د كلي نقشه غوړيدلې وه،او يو بې وسلي كس په لارو او كورونو باندې خطونه تيرول ، عسكرو ته يې هر ډول هدايات وړاندې كول،په څو شېبو کې ېې نقشه په سرو، شنو او نورو رنګارنګ رنګونو ډكه كړه،او اخير يې له يو ځاى سور خط راتاو كړ،

تر خبرو اترو وروسته د پوځيانو يوه وړه ډلګی په پټيو كې خوره  شوه،عسكر په تياره كې ګوته په ماشه مخ پر وړاندې روان ول، څو شېبې مزل ېې وكړ وروسته د يوې لويې كلا څخه راتاو شول،ټولو پروت وكړ،او د ټوپك  شپيلۍ يې د كور په طرف سيخې كړي،يوه سترګه يې پرې پټه كړه،او د ناڅاپې بريد لپاره يې چمتو والى وښود،

 

تر یو شېبه وخت تيرېدو وروسته د پوځيانو بله وړه ډلګی راغله،پنځه شپږ كسان ښكاريدل، څو تنه په وسلو او زغرو سمبال  و، بې وسلې كس يې هم ملتيا كوله،دوى د كلا په طرف په كراره ور رهې شول څو ګامه لا نه و تللې چې ودريدل،څو عسکر  په شا لاړل او نورو څو شېبې همالته انتظار ويست،لږه شېبه لا نه تيره چې درز شو او بيا ناتاره ډزې پيل شوې عسكرو پروت وكړ او يو خوا بل خوا يې ټوپكونه تاو راتاو كړل،ډزې يې شروع كړي، دوى فكر كولو چې په مونږ ډزې وشوې خو متقابل چا غبرګون ونه ښود،دوى د یوې شیبې لپاره د ارام ساه  واخيسته،

 

مخکنې عسكرو په پټيو كې د دوى په طرف منډي را وهلي او د ټوپكو له شپيلیو يې نرې لوګې ختل،عسكر ترهيدلي مالوميدل او څيرو يې داسې ښوده چې هسې له ويري يې ډزونه كړې،هغوى زينه راوړه او تر لږ ځنډ وروسته يې زينه د كلا جنوبې ديوال ته ور واچوله،پوځيان بام ته ورو ورو پرې ختل

 

كلا لويه ودانه شوې وه، په شمالې برخه كې يې څو كوټي د كلا له ديوالونو لږې ټيټې جوړې شوې وي،او د كوټو په منځ كې بام ته زينه پورته شوې وه،د كوټو مخې ته له خالې انګړ اخوا په جنوبې څنډه كې څو نورې كوټې او خوا كې يې لويه دروازه ښكاريده،

 

 

څو عسكر د كلا جنوبې برخې کوټو بام ته ختلې  ؤ، بې وسلې كس هم ور  وخوت، نور عسكر  د ختو په حال كې و چې د كور په منځ كې درز شو،يو عسكر ګرنيټونه انګړ ته خطا كړل،او له دې سره  په  انګړ کې دوړي او لوګې پورته شول .

 

 

كټ كې پروت سړي ټوپ وكړ،ژر پاڅید او په ديوال ځړيدلې ټوپك يې راوخيست ،د كوټې څخه په راوتو سره ېې د بام په  خوا منډه كړه ،په زينه وخوت، ده لا اخوا ديخوا سيمه نه وه كتلې، چې پوځيانو ډزې پرې وكړې، سړي سر ټیټ کړ او منډه ېې كړه،خو د عسكرو څو پرلپسي نورو ضربو په بام راوغورځولو،

 

كور كې چيغې شوې،د ماشومانو او ښځو ژړا د شپې چوپتیا ماتوله،پوځيانو كوټې تر سترګو لاندې څارلې او شېبه په شېبه يې د ټوپك شپېلۍ اخوا ديخوا كوله،تر لږ ځنډ وروسته له كوټې يوې ښځې د بام په خوا منډه كړه، بهرنى عسكر غلى شو او له ماشې يې ګوته لري كړه خو په څنګ كې پروت بې وسلې كس چېغه كړه،

فاير...... فاير......

سوسايډيډ اټيكر....فاير

ښځه لا د خاوند جسد ته نه وه رسيدلې چې پوځې ماشې ته زور وركړ، څو پرلپسې  ډزونو هغه په بام راوغورځوله، انګړ كې نور څوك نه ښكاريدل او څو شېبې چوپتيا واكمنه شوه،كوټه كې  ژړاوې اورېدل كيدې او داسې ښكارېده چې له ويرې څوك نشې راوتلى،

 

عسكرو ماشې ته ګوتې نږدې نېولې وي او انګړ يې په ځير څاره څو شېبې لا نه وي تيري چې يو ماشوم له كوټې راووت،ژړل يې او د بام په طرف يې منډې وهلې،عسكر غلی  و او زړه يې نه  و چې نور ډزونه وكړي خو بې وسلې كس له پوځي ټوپك كش كړ، ضربه يې وركړه، ماشوم د زينې له نيمايې ښكته راوغورځيد او له دې سره كلي باندې عجېبه خاموشې واكمنه شوه د ټوپكو سړې شپيلۍ تودې شوي اوکور باندې د وینو باران وشو،

 

پوځیان لا هم د مخامخ بام په سر ګوته په ماشه ناست ؤ او د كور انګړ يې څاره،تر ښه شېبه وخت تیریدو وروسته په انګړ كې كړاپه لاړه، يو پوځي سمدستې ګرنيټ ورګوزار كړ ،کله چې لوګې او دوړې  وركې شولې نو د انګړ په منځ كې مړه غوا پرته وه،داسې ښکاریده چې د ډزو له ويرې يې پړی شكولې ؤ،

پوځيان تر ډېره په بام  پراته ؤ او انګړ يې څارلو،څو تنه عسكر انګړ ته ور ښكته شول،تر مړې غوا تير شول،له غوا وینو دارې وهلې او انګړ کې ېې ګډې وډې لیکې جوړولې،

 

،څو پوځيان کوټې ته ورغلل او نور په زينه بام ته  ور وختل له زېنې لاندې د وچو شونډو، سرو سترګو او ګډ وډو ويښتانو ماشوم جسد دې تل لپاره سوړ شوی وو، د بام پر سر ډنډ ډڼډ وينو کې یود پاخه عمر سړی او څو ګامه اخوا ترې ټوپك پروت و،د دوی په خوا كې د یوې عمر خوړلې ښځې وچ کلک وجود ښکاریده،

 

پوځيانودوی ته لږه شېبه  وکتل، وروسته ېې زغرې وباسلې،خولۍ ېې له سره ښکته کړې او تازه هوا يې تنفس كړه،ځینو سيګريت ولګول، او نورو د اوبو بوتلونه په سر واړول،بې وسلې سړي د وژل شويو كسانو په خوا ورغی په ځېر ېې وکتل چې پوهه شو نور دوی ختم شوې دي ،له ځان سره يې ورو وويل :

 

هسې دې راباندې ځان خراب كړ.......په سړه به دې ځمكه راپريښې واى .

 

دې دوه كاله دعوو لنجو كې دې له هر څه خلاص کړم،

 

 

د سړي په شونډو موسكا خوره شوه او بيا ېې په زوره وخندل،

هر څه دې راپاتې شول....په نیمه خو نه پوهیدې

دده له خندا سره پوځيانو ور منډه كړه چې څه خبره ده  سړي په ماته ګوډه ژبه وويل

 

اه ...اه  بیګ ټیروریسټ..کمانډر

 

۲۰۱۱ - ۰۹ - ۰۳