بې غوره سوداګر
دا ډېورنډ لاین دی،۱۳مه برخه
اسدافغان،خوست
د کور مخې ته په لوی انګړ کې خاورې او بوس یو ځای بادېدل او زړه تنګوونکې منظره ېې رامنځته کوله،
څو هلکان د تهريشر په خوا کې په خړو دوړو کې پټ اخوا دیخوا کیدل،د تهریشر او تراکتور غرا خته او هلکانو په بیړه د تهریشرپه خوله کې د غنمو وچې ګیډۍ ور اچولې او د بلې خوا ته د بوسو یوه زوراوره دوړه له تهریشر وتله،تهریشر باندې څو ځایه بلیډ بورډونه ځړېدلې و،په اردو ېې رنګارنګ لیکل پرې کړې ؤ،پاکستانې محصولات که استعمال ملک و عوام خوشحال،دا رنګه څه شیان پرې ښکاریدل،تراکتور هم پاکستانی و،تهریشر هم او غنم صرف زمونږ ؤ،
دا د خوست یوې لرې پرتې سیمه کیسه وه ،دلته د ژوند له لومړنیو موادو نیولې تر غټو ،غټو شیانو پورې ټول پاکستانې محصولات استعمالیږې،له جامو نیولې تر خوراکې موادو او ان ماشینونو او تیلو پورې بهرنې دي،
څو ورځې پخوا مې د یو ملګرې کوم دوست د خوست ښار په زړه کې څلور بسوې ځمکه په ۷۰میلیونه کلدارې واخېسته،هغه ورته خوشاله و او ویل یې ۳۰ میلیونه یې په جوړولو هم لګوم،ما ورته وي چې حساب ورته وکړې مارکیټ درته یو لاک روپۍ هم د میاشتې نه ګټې ،
ستا په دا دومره پیسو باندې خو غټه فابریکه جوړیده او هره میاشت ېې درته ډېرې پيسې ګټلای شوې،هم به ته اباد وای هم به خلک له بې کیفیته بهرنې شیانو خلاص وای،خو هغه چوپ و او ویل یې چې د اینده سوچ کوه،لمسې او کړوسې ته باید لږ ډېر جایداد ور پرېږدو،
په هر صورت ښه اقتصاد چې د یو هېواد په امن او ترقۍ کې یومهم رول لرې،د ولس او حکومت مټې پرې مضبوطې وي،او بهرنیو ته له سوال خلاص او ارام وي،
نن سبا افغانستان کې د خلکو او دولت سره د فابریکو او نورو مؤثره اقتصادې کارونو فکر نشته،ټولنه کې چې کوم یو کس له هرې روا او ناروا لارې کومې پیسې تر لاسه کړې نو سبا به یې ګورې چې یابه کور او یا اپارتمان پسې ګرځې،
په کابل کې مې یو ملګرې په دوه لکه ډالره کور واخیست او د میاشتې درې سوه ډالر کرایه اخلې نو هغې ته مې ویل چې دومره ډېرې پیسې او دومره لږه ګټه؟خو هغه هم د سبا غم ته فکر وړی و چې زامن مې دې هغوی به څه کوې،
د کورونو او ځمکو بیې د مرکز په شمول په مشهورو ښارونو کې ورځ په ورځ لوړېږې،او د پوډرو او اپيمو قاچاقبر ،دولتې زور واکې لا هم دخلکو او دولت په ځمکو او شتمنیو باندې خېټې اچوې،افغانان که لږې ډېرې پیسې پیدا کړې نو څومره ژر چې کېدای شې یا ځمکه و یا هم پرې مارکیټ او نومره اخلې،هېواد کې د بې کیفیته بهرنې شیانو استعمال ډېرو ته رنګارنګ ستونزې پیداکړې خو داسې څوک نشته چې د بهر په ځای دلته په خپل هیواد کې د تولید یوه منبع جوړه کړې،
که نور زمونږه خلکو کې لږ شعور راپیدا شي چې د ځمکو او مارکیټونو په ځای په اقتصادې برخه کې پانګونې وکړې او ولس له بهرنې شیانو له استعمال خلاص کړې نو لرې نه ده چې سبا به په پښتو په تهریشر باندې لیکلې وي چې:
د افغانې تولیداتو په استعمال سره به هېواد او ولس دواړه ودان اوخوشاله وې .
۲۰۱۱ـ۰۶ـ۰۶