مه پوښته چې قد قامت د ښکلي ګلاب څومره دی
دا ګوره چې وږم یې په موږ کې حساب څومره دی
ستا لاس کې تیره چاړه او زړه دې دی حلال مې کړې
دې کې راته وایه د دارینو ثواب څومره دی
ته چې د ولس د ویدولو په کوشش کې یې
تاته منل شوی انعام عالي جناب څومره دی
ماته خو هر ښه سړی له هره قامه ښه ښکاري
ته وایه چې ستا په کې د شر انتخاب څومره دی
لنډ دې وي کامل دې وي مطلب چې ځنې ورسي
دې پسې نور مه ګرځه چې سوال ته ځواب څومره دی
جوړ به شي که نه به شي نظر دې راته ووایه
ستا د مینې مل کمال خراب او تراب څومره دی
06.06.2011
- اسدافغان
بې غوره سوداګردا ډېورنډ لاین دی،۱۳مه برخهاسدافغان،خوست د کور مخې ته په لوی انګړ کې خاورې او بوس یو ځای بادېدل او زړه تنګوونکې منظره ېې رامنځته کوله،څو هلکان د تهريشر په خوا کې په خړو دوړو کې پټ اخوا دیخوا کیدل،د تهریشر او تراکتور غرا خته او هلکانو په بیړه د تهریشرپه خوله کې د غنمو وچې ګیډۍ ور اچولې او د بلې خوا ته د بوسو یوه زوراوره دوړه له تهریشر وتله،تهریشر باندې څو ځایه بلیډ بورډو...
07.06.2011
- اسدافغان
کيسه ورانه شو ه
اورنګ اباسيند کمونست نه کيسه ورانه شو هکپيټا لست نه کيسه ورا نه شو هپښتنو را شئ ر يا لست و و سود اسلا مست نه کيسه و را نه شوهشراب يی ؤ څښه په چټيا تو سر شود ميپرست نه کيسه و ر ا نه شو هد کاينا تو هسک با د شا ه نه و ينید بت پرست نه کيسه و ر ا نه شو هد خپل ولس ښايست ته چور شمکورحسن پرست نه کيسه ورا نه شو ه...