ځوانان بې واده زړېږي
دا ډېورنډ لاین دی،لسمه برخه
 
اسدافغان
 
د زياتره سيمو په شان د ډيورنډ كرښې دواړو غاړو ته په خوست او قبايلې سيمو كې د ولور په نوم پريمانه پيسي اخيستل كيږي،
ځوانان چې د بلوغ مرحلې ته رسيږي، نو د كورنۍ د غړو په خاص ډول پلار،مور،او ترونو لخوا هغه ته د كوژدي كولو هڅې روانې شي،
دوى ته چې څوك هم د كومې جينۍ صفت او څه ښې خبري وكړي نو سبا د هغې په غوښتو پسې ور روان وي،هلته دوى د جينۍ څخه زيات د هغې كور،موراو پلار، شتمنې او نور شيان ګوري او د جينۍ كورنۍ بيا د هلک څخه زيات د هغه كور، مور او پلار، شتمنې، ځمكه، موټري او نور شيان ګوري،
كه د دواړو كورنيو مشرانو دوستې سره خوښه شوه او سره جوړ شول نو د جينۍ او هلك له رضا پرته د دوى د دايمې ژوند نوىې غوټه تړي،
خو هلک ته خبره نوره هم هلته د اندیښنې وړ شې چې د جينۍ پلار لخوا شپږ،اووه اویا هم اته لكه نغدې افغانۍ ولور وټاكل شي، پخوا كلداري وى خو اوس خبره افغانیو ته لاړه،
 
له ولور پرته د هلک کورنۍ باید لس یا شل ټيمه غوړې،لس پنځلس بوجۍ وريجې،پنځوس شپيته ټيكرې،اته یا لس تولې سره زر او داسې نور شيان د جینۍ پلار ته واخلې،چې كله د واده مراسم ختموى نو خبره تر لس يا ديارلس لكو افغانيو ته رسيږي،
 
که فکر وکړئ،دا بیا ۲۵لکه څخه زیاتې کلدارې کیږې،چې له توانه وتلې خبره ده
دلته 95فيصده خلک د داسې درنو بارونو توان نه لرې، او كله چې هلك ته كوژده وکړي نو بيا څو كاله په عربې هيوادونو كې مزدورۍ پسې ورك وي،
 
يوه ملګري مې كيسه كوله چې يوه هلك ته چې بهر كې یې مزدورې کوله، مور او پلار په خپله خوښه په وطن كي واده وكړو،كله چې يې د ولور پيسو پوره كولو پسې كلونه کلونه مزدوري وكړه او واده يې  وشو نو دی چې په رخصتۍ راغی  څو ورځې پس يې حالات بدل شول،مور پلار ته یې ښكنځل شروع كړل او په بدو ردو سر شو ده ورته ويل چې دا ښځه ده؟ چې ماته مو كړې افسوس! چې هغه پيسې رانه خوشې برباد شوى،دا خو والله كه ما خوشې هم غوښتې واى،
دا د مور او پلار په خوښه د واده پایلې وې چې کومه جینۍ تا په ټول ژوند نه وې لېدلې نو د هغې سره بیا واده کول او دایمې ژوند تیراول ستونزمن کار دی،اکثرا کورنۍ تاوتریخوالی له
همدې بې پوښتنې او نا خوښه ودونو څخه رامنځته کیږې،
 
اسلام کې د ولور اخيستل شرعأ ناروا كار دى، او دا پيسې حرامې دي،دلته هره ورځ سلګونه ځوانان په ولور پسې عربې هيوادونو ته روان وى، او ځوانۍ ېي همالته په مسافرۍ كې برباد شي او نورې پيغلي او ځوانان همدلته د واده په تمه زاړه شې
 زه له ټولو پښتنو غوښتنه كوم چې نور دا ناروا عمل ته د پاى ټكى كيږدئ،هسې د اسلام نارې وهئ او نړی کې له ځان دینداره او پرهیزګاره کسان نه وینئ، خو په خپل ځان یې نه عملې كوى،او يوه غټه ګناه باندې ځان ګناهګار كوئ،ستاسو په وجه زرګونه كسان د ولور توان نه درلودو
په صورت زاړه او بې واده پاتې شول،په خوست كې څو قومونو په وروستيو كې داسې تړونونو وكړل چې د ولور ټيټه اندازه او نورې د ولس په ګټه پريكړې پكې وشوى خو دا خبره بيا سړه شوه كه دولت او قومونه يو ټيټ مقدار ولور وټاكې،د بې ځایه مصارفو مخه ونیسې او ددي ناروا عمل په ضد ګام اوچت نه كړي نو لرې نده چې ځوانان به مو عربو كې او پيغلي به مو په كورونو كې زړې شې او ټوله ګناه به تاسو ته رسې نور زيات ولور مه اخلئ او مه پريږدى چې ولس مو په بهر مسافرۍ كه در په دره او تباه شې