ستړى ولس
دا ډیورنډ لاین دی،نهمه برخه
اسدافغان
پر نوى پوخ شوى لوى سرك باندې بې شماره موټر په انتظار ولاړ و ،او لا هم نور راتلونكې موټر راروان ؤ،څوك په موټرونه كې غلي ناست و، او ځينو كسانو د سرك دواړو غاړو ته په ناسته، او ولاړه سره رنگارنگ خبرې كولي،
دوى كې اكثرا كسان مريضان،دوكانداران،او نور بيلا بيلو كارونو پسې ښار ته روان عادې وگړي و،د موټرونه څخه شاوخوا څلويښت متره لري د ناټو او افغان ځواكونو خړ ټانگونه او موټرونه ولاړ وو،پر سر يې درنې ماشينداري نصب وي او شپيلۍ يې د خلكو په طرف سيخې كړي وي،د ماشيندارو شاته كورني او بهرني عسكر ښكاريدل چې دواړه سترگې يې په خلكو كې نښتې وي،
دا د خوست او كرم ايجنسۍ لويه لار ده چې د شنو پټيو او ښكلو طبيعې منظيرو په منځ كې تيريږي،درى ساعته كيدل چې لار بنده وه،او عسكر له ځايه هم نه خوځيدل،دلته هر وخت همدا حال دى،عسكر تمامه ورځ خوشي ولاړ وي،لاره بنده وي او خلكو ته يې يو لوى سر درد جوړ وي،
څو شيبې وروسته په يو ولاړ موټر باندې خلك ورټول شول،چې وگوري څه وشول؟خو شيبه وروسته دوى د خپلو موټرونو په خوا روان شول،يو بوډا مريض وفات شوى و،خلكو او د بوډا خپلوانو باندى د غم خبر خور شو ،د موټر خوا كې ځينو سړيو او ښځو ژړل او وير يې كاوه،د مړې خپلوانو او نورو خلكو له قهره عسكرو ته ښكنځل كول او بدرد يې ويل،خو موټرونو ته نږدې ولاړ ټانگونه د بهرنيانو و، او په ژبه يې نه پوهيدل،ښه شېبه پس يې د بوډا سړې زنه په سپېنه ريتاړه ور وتړله او د ژړا په بدرگه موټر واپس د كور په خوا روان شو،د مريض بوډا كورنۍ به انتظار باسه چې اوس به ډاكټر دوا وركړې وي او روغ به راشې! خو خبر نه و؛ چې جنازه يې واپس وروړه،،ماته د بوډا سړي قاتلان همدا عسكر ښكاريدل،او لاسونه يې ماته د بوډا په وينو ككړ ښكاريدل،كه څه هم دوى په توپ او گولۍ دى نه وو وژلى او لاسونه يې ظاهري دده په وينو سره نه و؛ خو په حقيقت كې همدا دوى دده قاتلان دي،او د بوډا په وينو يې راته لاسونه سره ښكاريدل.
دلته يو غم نه دى چې سړى ورته وژاړې او چاره يې وكړي،هره ورځ لوىې لارې په ساعتونو او ورځو ورځو بندې وي،چې خلك ورسره زيات په تكليف وي، خو د پوښتني څوك نشته؛كه عسكر او ناټو ځواكونو پسې د موټر ټاير هم پنچر شي نو په ساعتونو ساعتونو يې لويه لار بنده كړې وي،خو كه دوى له سرك سره ښكته شاړه ځمكه او يا پټيو كې ودريږي نو چاته به هيڅ ستونزه نه وي،خو دوى فكر كوي چې سرك عام نه بلكې د دوى دى،او كه دلته كوم افغان چارواكى دفتر ته ځې نو په ساعتونو ساعتونو لارې بندې وي،عاجل مريضان په انتظار انتظار كي وفات شي،اميدواري په موټر كې په حق ورسيږي،د نويو زيږيدليو ماشومانو د ژوند تازه غوټۍ د لارې بندېدو له امله همدلته سمدستې مړاوي شې،او نور خلك چې ضروري كارونو پسې روان وي چارې يې نېمگړې پاتې شې، او ددې ځاى خلكو ژوند ورځ په ورځ شا ته روان دى،زياتره كسان په جنگ كې له ښكېلو ډلو نور ستړي شوي،او زړه يې دا وايې چې نور هر سړى لاړ شئ او خپل وطن كې القايده او كافر ووژنى، او د خداى لپاره نور د افغانستان څخه د جنگ ميدان مه جوړوئ،او زمونږ خړو سپيرو كليو ته شر مه راوړئ! او مونږ پريږدئ!چې په خپله سيمه كې ارام ژوند وكړو،خوشالې وكړو،تعليم وكړو، او د ژوند ضروريات په وخت سره په خپله پوره كړو.
٢٠١١*٤*٢٢