هغه چې وايي: ( ناخوانده امضا میکند )...
26.11.2010 19:20په بېنوا ویب پاڼه کې داحمد په نامه دکوم لیکونکي یوه لیکنه د ( آیا طالبان دهر درد درمل دي؟ ) تر سر لیک لاندې مخې ته راغله، ښاغلي لیکونکي هڅه کړې زما په هغه یو لړ لیکنو چې په ټول افغان ویب پاڼه کې په پرله پسې توګه خپرې شوې نقد ولیکي، او دا دهر کس حق دی چې دلیکوالۍ اسلامي اصولو او اخلاقو ته په کتو سره دهر چا د لیکنې په هکله خپل نظر څرګند کړي، همدې اصل ته په کتو سره مې وغوښتل زه هم دنوموړي لیکونکي لیکنې ته یوه کتنه وکوم او په لاندې څو ټکو کې یې وڅېړم:
۱ ـ لومړۍ خبره د لیکنې دسرلیک ده، لیکونکي دخپلې لیکنې لپاره داسې سر لیک غوړه کړی چې تر ډېره پورې دموضوع په اړه دده ناسم درک، یا نیمګړې پوهه، اویا نیمګړي لوستل ښيي، ځکه ما دخپل لیکنې په دغه شلو برخو کې په یوه ځای کې هم داسې نه دي ویلي چې طالبان دهر درد درمل دي، بلکي په لومړۍ او وروستۍ برخه کې مې په رسا ټکو کې ویلي چې طالبان نه معصوم دي او نه دعصمت دعوه کولی شي، دنورو انسانانو په څېر تېروتنې ترېنه شوې دي، ترېنه کېږي او ترېنه وبه شي، خو خبره دلته ده چې ددوی نیمګړتیاوې او تېروتنې له دوی نه دمخکې او له دوی نه دوروسته واکمنو په پرتله کمې وې او دي، نه پوهېږم چې لیکونکی څه شي دېته اړ ایستلی تر څو دداسې څه لیکلو ته مخه کړي چې خپله په ده باندې دنقد لامل وګرځي؟
داسې ښکاري لکه نوموړي آن تر دې چې دغه وروستنۍ برخه هم په پوره غور سره نه ده لوستې، ټولې برخې خو پرېږده، ځکه که یې لوستې وای نو کېدای شوای چې بیا یې هسې بېځایه دځان کړولو هڅه نه وای کړې.
۲ ـ لیکونکی داسې پوه شوی چې زما دلیکنې شلمه برخه دنورو نولسو برخو نچوړ او خلاصه دی، حال دا چې نه ما دا خبره کړې او نه مې دا په نیت کې را ګرځېدلي دي چې دادې دهغو نورو برخو نچوړ شي، او نه مې هم شلمه برخه ددې موخې لپاره لیکلې ده، اونه داسې څه پکې شته چې دنورو برخو نچوړ دې وبلل شي، بلکې په دې برخه کې هسې دطالبانو یو څو ځانګړنو ته ځای ورکړل شوی دی، او دا خبره پکې شوې چې ددې لیکنې موخه دا نه ده چې طالبان له هر رنګه تېر وتنو نه پاک دي.
۳ ـ نوموړي هڅه کړېده چې په امارت کې دځينو افرادو دځانګړو کړنو او یا دځينو ځانګړو پېښو له مخې په ټول امارت باندې له خپل فکر سره سم داسې حکم وکړي چې یو ځل بیا خپله دده نا انصافي، نیمګړې او ګوډه ماته پوهه په ګوته کوي، هغه هم په هغه صورت کې چې دده په خوله او ګمان یا باور دا ورسره ومنل شي چې کوم نکلونه او روایات چې ده راوړي دي هغه سل په سلو کې سم او رښتیا دي، په دې خو ټول ولو که نالوستي هم وي پوهېږي چې په یوه لویه واکمنۍ باندې دښه یا بد حکم کول دهغې دتګلارې له مخې کېدای شي، نه دیو یا دوه افرادو دځانګړو کړنو له مخې، داسې ښکاري چې ښاغلي ته حکم کول ډېر خوند ورکوي، هغه که سم وي او که ناسم، دخپلې لیکنې په لومړي سر کې وايي: (ددې افغان ورور لیکنې ډیرې اوږدې دي، خو عقلانیت او ثبوت پکې کم دی یا هیڅ نشته ) ما چې کله دا جمله ولوسته نو مې له ځانه سره پرېکړه وکړه چې دده په لیکنه به هېڅ نه لیکم، بیا مې ویل ځه ګوندې پوه شي او په راتلونکې کې په خپل ژوند کې مخکې له دې چې څه ولیکي یا یې ووایي کم تر کمه چې لږ فکر خو پکې وکوي، سړی نه پوهېږي چې نوموړی عقلانیت څه ته وايي؟ دی عقلانیت نه پېژني، او که عقلانیت دی نه پېژني؟ که یې دی نه پېژني خیر دومره خبره نه ده وبه يې پېژني او پوه به شي، خو که یې عقلانیت نه پېژني دا بیا داندېښنې خبره ده!!!
۴ ـ لیکونکي داسې ګمان ګړی چې دیو کار داهلیت اساس او بنسټ داملا سموالی دی، یانې ریښتینولي، اخلاص، امانت، دیانت، تقوی، تدبیر، غیرت، همت او خپلواکي دا هر څه داملا په سموالي کې نغښتي دي، نوموړی داسې لیکي: (دا خو لا څه هغه تر ټولو باسواده وزیر یې متقي و چې ښکلی سړی و خو پخپله یو ویل چې املا یې ناسمه وه. یو شی کیدای شي که د عبدالودود په نظر اهلیت په بې اهلیتۍ کې وي نو بیا دوی ډیر اهل خلک وو ) دده په نیمګړي ګمان طالبان ځکه اهل خلک نه وو چې املا يې سمه نه وه، خو دېته يې لکه چې نه دی پام شوی چې همدا اوس که دکابل ګوډاګي حکومت ته وکتل شي نو لیدل کېږي چې تر یو ځایه خو به یې ځینې کار کوونکي په املا پوهېږي خو له دې سره سره، فساد، فحشا، بد اخلاقي، غلا، درغلي، خیانت او غلامي هم ورسره دي، نو که دنوموړي دا معادله چې نا اهلیت له املايي نیمګړتیاوو سره تړلی وی ومنل شي بیا خو به خامخا دا هم مني چې داملا له سموالي سره دغه یادې شوې نیمګړتیاوې هم ملې دي؟ مګر نه، نه املا داهلیت اصل او معیار دی او نه هم داملا سموالی، بلکې اهلیت په پوهه، تدبیر، اخلاص، ریښتینولۍ،تقوی، غیرت او خپلواکۍ کې دی، دا دې ټولې نړۍ ولیدل چې ډېرو پروفیسرانو، شیخ الحدیثانو، سیاستمدارانو ،ښو ښو لیکوالانو چې املا يې هم سمه وه ونشو کولای چې دروسانو له وتلو وروسته خپل افراد کنترول، او کم ترکمه داسې یوه واکمني په پښو ودروي که څه هم چې دلږ وخت لپاره وي چې یوازې دولس دآبرو او عزت دساتلو او نه لوټلو تضمین وکولای شي، خو طالبانو سره له دې چې نه پروفیسران وو، نه شیخ الحدیثان وو، نه لوبېدلي سیاستمداران وو او نه هم ښه ښه لیکوالان، ویې کولای شول چې په خپله پوهه، تدبیر، اخلاص، امانت، غیرت او خپلواکۍ سره دولس امنیت تامین کړي، سر او مال يې خوندي کړي، له خپل وس سره سم دبیا رغاونې چارې روانې کړي، دیوه ځواکمن او پیاوړي ځواک په بڼه دیوویشتمې پېړۍ فرعون او طاغوت له یوې تاریخي ماتې سره مخ کړي.
۵ ـ لیکونکي بله نیوکه دا کړې چې طالبانو کار اهل کار ته نه سپارلو، کېدای شي دی به غواړي ووايي چې کار اهل کار ته سپارل داسې وي لکه انجینر چې راپورته شي، دقرآن کریم تفسیر ولیکي، داسې تفسیر چې په هغه کې هېڅ خبره دهغه کونکي عالم ته نه وي منسوبه شوې، هر څه همداسې له یو مخه په هوا ولاړ وي، ځکه دانجینر تخصص خو قرآن پوهنه ده!!! انجینر را پورته شي په بخاري شریف باندې نقد ولیکي، هغه بخاري شریف چې دامت په اتفاق سره له قرآن کریم نه وروسته دمسلمانانو دوهم کتاب ګڼل کېږي، روایات یې له قرآن کریم سره متعارض او په خپل منځ کې متناقض وبولي! انجینر را پورته شي ټول صحابهء کرام رضوان الله تعالی علیهم اجمعین په امت کې دډلو ټپلو په را پیدا کېدو باندې پړه وبولي! چې که دوی ټول احادیث په یو کتاب کې را غونډ کړي وای اجماع یې پرې کړې وای نو نن به په امت کې دغه ډلې ټپلې نه وای، انجینر را پورته شي په داسې اختلافي مسایلو کې پرېکنده او غوڅ حکم وکوي په کومو کې چې دصحابهء کرامو رضی الله تعالی عنهم اجمعین دوخت را هیسې اختلاف را روان دی، په دغه څوارلس سوه کاله کې هېڅ داسې عالم پیدا نشو آن په صحابوو کې هم چې دغه اختلافات سره حل وفصل کړي تر دې چې په پنځلسمه هجري پېړۍ کې یو انجینر را پیدا شو او دې کار ته یې په نره سره ملا وتړله!
۶ـ نوموړی داسې ګمان کوي چې طالبانو اسامه ځکه امریکې ته ونه سپارلو چې هغه عرب و، مګر نه خبره دعرب او دعجم نه وه او نه ده، خبره دکفر او اسلام وه او ده، اصیلو افغانانو ته لومړی اسلام او بیا افغانیت معتبر دی، که ښاغلي دلیکنې ټولې برخې لوستې وای نو په دې به پوه شوی وای، او دا ښيي چې لیکونکی له اسلام نه څومره مالومات لري! ددې تر څنګ په دې هم نه دی پوه شوی چې اسلامي حکومت به هغه خلک راولي چې په اسلام پوهېږي، اسلامي علوم یې ویلي وي، نه هغه خلک چې په غرب کې را لوی شوي او یا له اسلامي زده کړې او پوهې نه لیرې پاتې شوي وي، په دې اړه هم زما په لیکنو کې پوره څېړنه شوې ده، خو دا چې لیکونکي نه ده لوستې، یا ېې لوستې خو پرې پوه شوی نه دی او یا پرې پوه شوی خو هسې عارفانه تجاهل کوي نو څه به یې کړو، وایي چې نه ځې په شا به دې کړم، چې نه خورې څه به دې کړم؟
۷ ـ په لیکنه کې تر ټولو دپام وړ ټکی دا تر سترګو کېږي چې طالبانو یوازې پوچ ویل او نور څه یې نه وو زده؟ سبحان الله! دومره نا انصافي له انسان سره نه ښايي مسلمان خو لا څه! همدا خبره دلیکونکي درښتیا ویلو او انصاف کچه ښه په ګوتو کولای شي. وايي پک مې لیدلی و خو نه ماغزه وتلي، بې انصافي مې ليدلې وه خو نه دومره، نوموړي دا تور هم لګولی چې طالبانو په هېواد کې پرته له خپل ځان نه بل څوک نه پرېښودل! دی څه فکر کوي چې دغه پنځه ویشت، دیرش ملیونه وګړي په هغه وخت کې چېرته اوسېدل؟ او که دی یوازې یو څو زره هغه دیموکراتان چې په غرب کې لا له پخوا نه اوسېدل او له غربي دیموکراسۍ نه پرته ژوند کول ژوند نه ورته ښکاريدو هغوی ولس بولي؟ ځکه دنیواکګرو له راتلو سره یوازې همغه یو څو زره غربي دیموکراسۍ وهلي راغلل تر څو دولس په نوم راټولې شوې بسپنې بېرته له هېواد نه بهر او خپلو جیبونو ته یې واچوي، ددوی کورونه او اولادونه اوس هم په غرب کې دي، یوازې دوی جیب ډکولو ته راغلي دي، کله که ورځ پرې سخته شوه بیرته به خپلو اصلي ټاټوبو ته ورځي، هو یو څه هغه مهاجرین چې په پاکستان او ایران کې اوسېدل هغوی هم د پاکستان او ایران دظالمو حکومتونو دځورونې له کبله دیته اړ شول چې خپل هیواد ته راستانه شي، چې ځینو یې اوس بېرته بیا دګوډاګی حکومت دبې کفایتۍ له وجې مهاجرت ته مخه کړېده، ښاغلي دا هم انګېرلې ده چې ګواکي طالبانو له پښتنو سره ښه چلند نه کاوه، او حال داچې نور بیا وايي چې طالبان قوم پرسته او پښتو ته متعصب خلک وو او دي؟!
۸ ـ له ټولو نه یې دتعجب خبره دا چې طالبانو ته يې په هېواد کې دژوند او سیاست کولو حق ورکړی او دهېواد خلک یې بللي دي!! په عربي ژبه کې یو متل دی وايي: ( أنف في السماء وإست في الماء).
پایله دا چې لیکونکي ( نا خوانده امضاء ) کړېده، هیله ده په راتلونکې کې پام وکړي چې دیو چا په لیکنه له نقد کولو او حکم کولو نه مخکې کم تر کمه هغه لیکنه دوه ځله په غور سره ولوستل شي او بیا وروسته حکم پرې وشي، تر څو بیا له دا رنګه ستونزو سره مخ نشي، الله جل جلاله دې لومړی ماته دحق په را ښوولو سره په حق باندې دعمل کولو توان راکړي او بیا نورو ته، آمین.