د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دطالبانو په اړه دیو څو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( نولسمه برخه )

عبد الودود 30.10.2010 21:18

لسمه اندېښنه یا پوښتنه: له ځینو هېوادوالو او همدا رنګه له ځینو نورو خواخوږو مسلمانانو سره دا اندېښنه کله کله را پیدا شي چې که طالبانو اسامه امریکې ته سپارلی وای نو دا دومره ستونزې به نه را ولاړېدې؟
دا هم سمه او پر ځای اندېښنه ده، مګر را ځۍ چې لږ فکر خو پکې وکوو، امریکې ته داسامه سپارل باید دکوم قانون په اساس تر سره شوي وای؟ دقرآني اواسلامي قانون په اساس او که دکفري قانون په اساس؟ دا خو ټولو مسلمانانو ته څرګنده ده چې اسلام کله هم یو مسلمان ته ددې اجازه نه ورکوي چې خپل مسلمان ورور د الله جل جلاله او داسلام دښمنانو ته وسپاري، بیا په تېره چې له دښمن سره داسې کوم لاسوند او سند هم نه وي چې پر ده باندې دمسلمان تېری وښودلای شي، پاتې دې نه وي چې په هغه وخت کې له امریکې سره هېڅ داسې لاسوند او سند په لاس کې نه و چې وښيي ددوی برجونه اسامه نړولي دي، او په هغه وخت لا اسامه خپله هم نېغ په نېغه دپېښې مسولیت په غاړ نه و اخیستی، امام بخاري صیب په خپل صحیح کې داسې روایت راوړی: (عَنْ عُقَيْلٍ عَنِ ابْنِ شِهَابٍ أَنَّ سَالِمًا أَخْبَرَهُ أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ - رضى الله عنهما - أَخْبَرَهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - قَالَ « الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ ، لاَ يَظْلِمُهُ ، وَلاَ يُسْلِمُهُ ، وَمَنْ كَانَ فِى حَاجَةِ أَخِيهِ ، كَانَ اللَّهُ فِى حَاجَتِهِ ) له عقیل بن شهاب نه روایت دی چې ده ته سالم خبر ور کړ چې عبد الله بن عمر رضی الله عنهما له دينه خبر کړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: مسلمان دمسلمان ورور دی، نه به ظلم پرې کوي، نه به يې چاته سپاري، او څوک چې دخپل مسلمان ورور اړتیاوې پوره کوي الله جل جلاله به دده اړتیاوې پوره کوي.
را به شو خپله دهمدغه کفارو قانون ته، لومړی دا چې دا خو دبین المللي قوانینو په رڼا کې دهر هېواد حق دی چې یو چا ته پناه ور کړي، او مونږ ګورو چې په نړۍ کې خورا ډېر هېوادونه شته چې دنورو هېوادونو مخالفو مشرانو ته یې پناه ورکړې ده، او ورکوي یې او دا دهر هېواد حق دی، دا په داسې حال کې چې اسامه طالبانو نه و را غوښتی، بلکې دطالبانو له راتګ نه مخکې دی همدلته شته و، دوهم دا چې دامرېکې او افغانستان تر منځ هېڅ کوم داسې تړون نه و لاسلیک شوی چې یو او بل ته به یو دبل مخالفین سپاري، دریم دا چې امارت په هغه وخت کې له امرېکې نه وغوښتل چې تاسو دخپلې دعوې لپاره چې ستاسو برجونه اسامه ړنګ کړل لاسوند را وړاندې کړۍ، تر څو افغانستان دهغه په رڼا کې وړ ګام پورته کړي، یا داسې وکوۍ چې داسلامي نړۍ دیو دریم ګړي هېواد په منځګړيتوب به دا ستونزه سره هواره کړو، مګر دوی دېته هم غاړه کېنښوده، او وچ زور یې ونیو، په دې هکله يې هېڅ رنګه خبره نه اورېدله، او دا خو په هېڅ قانون کې معقوله او روا نه وه او نه ده چې یو خپلواک هېواد دې دبل هېواد خبره پرته له کوم سند او لاسوند څخه ومني، او هغه هم بیا په داسې یوه پېښه کې چې دنوموړی هېواد تر دیني ارزښتونو او تاریخي ویاړونو پورې اړه ولري، او دا ددې لپاره چې امرېکې هسې بانه غوښته یو بل ښه دلیل دی، ځکه امرېکه له دې وېرېده چې که مونږ لاسوندونه ورته وړاندې کړو او په هغه وخت کې یې هېڅ لاسوند نه درلود، او یا دخبرو مېز ته ورسره کښېنو نو داسې نه چې امارت به بیا یو ه معقوله لار راوباسي، او زمونږ دغه پلان شوی پروګرام به شنډشي، او دوی په دې پوهېدل چې که خبرو ته کېښنو مخامخا پړه کېږو، نو ځکه خو یې همدا یوه خبره کوله چې باید امارت اسامه پرته له کوم چون وچرا څخه مونږ ته وسپاري، کوم څه چې دیو مسلمان خپلواک او آزاد هېواد له دیني ارزښتونو اوتاریخي ویاړونو سره کله هم اړخ نه لګوي، نو دا خبره هم هسې یوه بې ځایه اندېښنه وه او ده چې که اسامه سپارل شوی وای داستونزې به نه را ولاړېدې، امريکه خپل زور او زرو ته په غوره کې وه، نه پوهېده چې خپل زور او زر چېرته او څه رنګه وکاروي او څه رنګه دیو اسلامي او خپلواک هېواد د غښتلي کیدو مخه ونیسي، خو اوس به یې سد سرته ورغلی وي، او په دې به پوه شوي وي چې نړۍ څو ډانګه ده!
داسلامي امارت دغه پر ځای غیرتي او سپېڅلی ګام به دافغانانو په تاريخ کې دیو نړیوال ویاړ په توګه په زرینو کرښو باندې لیکل کېږي، په همدې ویاړلي ګام سره اسلامي امارت وکولای شول چې په یو ویشتمه پېړۍ کې دنړۍ تر ټولو دستراو کبرجن ځواک چې په ټوله نړۍ کې یې اور بل کړي کبر او غرور په خاورو ولړي، ان شاء الله، په ډېر لنډ وخت کې دهمدغه ویاړلې او تاریخي ورځې درارسېدو په هیله.
یوولسمه اندېښنه: بله خبره دا کېږي چې طالبانو دکوکنارو کښت کولو، نیشه يي توکي يې زیات کړل، او اوس هم همدغه اوتې بوتې ویل کېږي، دا دومره لوی او ښکرور درواغ دي چې ټوله نړۍ او ټول ولس ته دلمر په څېر ښکاره او څرګند دي، ملا صیب په خپل یو فرمان سره کوکنار داسې له منځه یوړل چې تر نن پورې ټول ورته حیران دي، او دا یو ځل بیا دامارت درېښتینولۍ، له خپل ګران ولس او نړیوالو سره دخواخوږۍ او دملاصیب فرمان ته دولس ددرناوي او په درنه سترګه کتو ښکارندويي کوي، دادي نن مونږ ګورو چې بین المللي ټولنې شپه اوورځ لګیا دي دکوکنارو دله منځه وړلو لپاره بې ځایه تشې هڅې کوي مګر په هر ځای کې له ناکامۍ سره مخ دي، له دومره لګښتونو، له دومره کارکوونکو، له دومره منډو ترړو سره سره بیا هم وروسته پاتې دي، ځکه چې دکوکنارو او تریاکو په قاچاق او کار وبار کې خپله همدغه نړیوال ککړ دي، کوم څه چې څه وخت مخکې دځينو نړیوالو خبري رسنیو له خوا هم خپاره شول چې خپله امریکايي او انګریزي ځواکونه دکوکنارو په تجارت کې لاس لري، بلکې په هلمند او شاوخوا سیمو کې خپله دوی دکوکنارو ساتنه کوي، مګر دوی شرمېږي نه هسې لاس په طالبانو پاکوي.
له همدغه بې ځایه تورونو نه جوتېږي چې نړیوال کفار تر کومه ځایه پورې نیاومن دي! دنیاو او انصاف غوښتنه خو دا وه او ده چې دکوکنارو په وړاندې دامارت غوڅ او اغېزمن دريځ ستایل شوی وای، په درنه سترګه ورته کتل شوي وای مګر دوی یوازې دا نه چې دغه نیک او ښه کار یې ونه ستایلو بلکې لا یې ددرواغو کومي خلاص کړل او په امارت پسې درواغ وايي، تور پرې لګوي چې دوی دکوکنارو کښت کوي او له دې لارې خپل لګښتونه برابروي، ځۍ دا به هم هسې ومنو چې طالبان دنیشه یي توکیو په کار وبار کې لاس لري، ښه نو طالبان دڅه شي په جوړولو کې له دغو توکیو څخه کار اخلي؟ او کومې کار خانې لري چې په هغه کې یې دګټې اخیستنې لپاره تیاراو برابر کړي؟ او که یې کومو بهرنیو هېوادونو ته وړي نو بیا يې څه رنګه وړي؟ دځمکې له لارې که دهوا له لارې؟ ددې دواړو لارو ټول وسایل خو دهمدغه کفارو په واک او لاس کې دي، نو بیا طالبان څنګه کولای شي چې ددوی په وسایلو کې او ددو ی تر لاس لاندې سیمو ته یې ور وړي؟ دلته دوه خبرې دي، یو ه دا چې طالبان دا کار دپیریانو له لارې کوي! او یا دا چې دا هر څه همدغه درواغزن او ټګمار کفار او ملګري يې کوي، هسې دځان پاکولو لپاره په نورو لاسونه پاکوي.