دطالبانو په هکله دیو څو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( اوولسمه برخه )
23.10.2010 11:39امام نووي صیب دصحیح مسلم په شرحه کې په دې هکله داسې فرمايي: (فَأَخَذَ طَائِفَة مِنْ الْعُلَمَاء بِالْحَدِيثِ الْأَوَّل عَلَى إِطْلَاقه، وَقَالَ الشَّافِعِيّ وَآخَرُونَ: إِنْ كَانَ الْكَافِر حَسَن الرَّأْي فِي الْمُسْلِمِينَ، وَدَعَتْ الْحَاجَة إِلَى الِاسْتِعَانَة بِهِ اُسْتُعِينَ بِهِ، وَإِلَّا فَيُكْرَه، وَحَمَلَ الْحَدِيثَيْنِ عَلَى هَذَيْنِ الْحَالَيْنِ )
نو دعلماوو یو ډلې هغه لومړنی حدیث نیولی چې مسلمانانو ته له کافرانو سره په جګړه کې نور کفار کارول ناروا دي، او امام شافعي او نورو علماوو بیا ویلي چې که دغه کافر چې په جګړه کې کارول کېږي له مسلمانانو سره یې خواخوږي لرله، او مسلمانانو هم مرستې ته اړتیا لرله نو بیا روا ده چې وکارول شي، او که نه بیا نو ښه نه ده، او دغه دواړه حدیثونه یې د همدغو دوه حالتونو لپاره لاسوند ګرځولي دي، یانې که اړتیا وه او مرسته کونکی کافر له مسلمانانو سره په چل او دوکه کې نه و په داسې توګه چې مسلمانان یې له چل او دوکې نه ډاډه وو نو بیا يې په جګړه کې کارول او استفاده ورنه کول روا دي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دحنین په غزا کې له صفوان بن امیه نه دزغرو مرسته اخیسته وه ، او خپله صفوان هم په جګړه کې ګډون کړی و، او که داسې وو چې یا دغه مرسته کونکی کافر له مسلمانانو سره په چل او دوکه کې و او مسلمانان پرې پوهېدل،او یا مسلمانانو ددوی مرستې ته اړتیا نه لرله نو بیا مرسته اخیستل ترینه روا نه دي، له همدې کبله رسول الله صلی الله علیه وسلم دبدر په غزا کې دهغه کافر مرسته تر هغه پورې ونه منله تر څو چې مسلمان شوی نه و، او ځینو علمای کرامو بیا ویلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم چې هغه کس له ځان سره نه ملګری کولو ددې لپاره تر څو هغه مسلمان شي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم دده په څېره کې داسې نښې لیدلې وې چې د ده ایمان راوړل ترېنه مالومېدل، نو له همدې کبله يې هغه ته بار بار دا خبره کوله چې په الله او په رسول یې ایمان لري؟ تر دې چې هغه همغه درسول الله صلی الله علیه وسلم دوړاند لید سره سم مسلمان شو، او بیا یې په غزا کې ګډون وکړ، له دې خبرې نه دا مالومېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس ته ددې لپاره په غزا کې دګډون اجازه نه ورکوله تر څو دی مسلمان شي، نه ددې لپاره چې له کافر نه دبل کافر په مقابل کې مرسته اخیستل نا روا دي، او ځینو نورو علمای کرامو بیا ویلي چې هغه لومړنی حدیث په دغه دوهم حدیث باندې منسوخ شوی دی، ځکه لومړۍ پېښه دبدر په غزا کې وه چې دهجرت په دوهم کال پېښه شوې ده، او دوهمه پېښه دحنین په غزا کې وه چې دهجرت په اتم کال پېښه شوې ده، نو له دېنه مالومېږي چې په لومړي سر کې له کفارو سره په جګړه کې دنورو کفارو کارول ناروا وو، بیا وروسته دا حکم منسوخ شو او روا شول، خو زیاتره علمای کرام په دې باندې دي چې نه لومړی حدیث منسوخ دی او نه دوهم ناسخ دی، دواړه حدیثونه په خپل خپل ځای کې سم دي، که مسلمانانو دېته اړتیا لرله چې کفار له دوی سره دنورو کفارو په وړاندې په جګړه کې ګډون وکوي، او مسلمانان ددوی له چل او دوکې نه ډاډه وو نو بیا روا دی، او دلیل یې همدغه دوهمه دحنین پېښه ده، او که دا سې وو چې یا خو مسلمانانو په جګړه کې دکفارو ګډون کولو ته اړتیا نه لرله، او یا هم ددوی له چل او دوکې نه ډاده نه وو او یا کوم بله څه ستونزه وه نو بیا روا نه ده، او دلیل یې دبدر دغزا پېښه ده.
دلته به اوس په دې هکله دیو څو وتلو او نومیالیو عالمانو خبرو ته سره غوږ شو، امام سرخسي صیب دالسیر الکبیر چې د امام محمد بن حسن الشیباني صیب کتاب دی دهغه په شرحه کې په دې اړه داسې فرمایي: (ولا بأس بأن يستعين المسلمون بأهل الشرك على أهل الشرك إذا كان حكم الإسلام هو الظاهر عليهم، لأن رسول الله صلى الله عليه وسلم استعان بيهود بني قينقاع على بني قريظة، وخرج صفوان مع النبي صلى الله عليه وسلم حتى شهد حنيناً والطائف وهو مشرك، فعرفنا أنه لا بأس بالاستعانة بهم، وما ذلك إلا نظير الاستعانة بالكلاب على المشركين ) او په دې کې څه باک نشته چې مسلمانان مشرکین دنورو مشرکینو دځپلو لپاره وکاروي او مرسته ترېنه وغواړي، هو په هغه وخت کې چې دوی داسلام تر حکم لاندې وي، یانې دجګړې واک دمسلمانانو په لاس کې وي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم دبني قریظه وو دیهودو دځپلو لپاره دبني قینقاع یهود کارولي و، او صفوان له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جګړې ته وتلی و، تر دې چې په حنین او طایف کې یې په جګړو کې برخه واخیسته اودی لا مشرک و، نو له دینه پوه شو و چې له کفارو نه په مرسته غوښتنه کې څه باک نشته، یانې روا ده،او ددې مثال له دینه پرته بل څه نه دی لکه دمشرکینو دځپلو لپاره چې له سپیو نه ګټه واخیستل شي، په دې مانا چې په یو کافر باندې دبل کافر وهل او شړل داسي دي لکه دیو سپی له شر نه چې دبل سپي په مټ ځان وژغورې،نو دیو کافر له شر نه دبل کافر په مرسته ځان ژغورل روا دي.
امام کاساني صیب په خپل کتاب البدائع والصنائع كې داسې وايي:( ولا ينبغي للمسلمين أن يستعينوا بالكفار على قتال الكفار, لأنه لا يؤمن غدرهم , إذ العداوة الدينية تحملهم عليه إلا إذا اضطروا إليهم ) او مسلمانانو ته نه ښايي چې له کفارو سره په جګړه کې له نورو کفارو نه مرسته وغواړي، ځکه چې ددوی له غدر او خیانت نه سړی نه شي ډاډه کېدای، ددوی دیني او عقېدوي دښمني دوی دېته اړ باسي چې له مسلمانانو سره غدر او خیانت وکوي، مګر په هغه وخت کې بیا روا ده چې مسلمانان مجبوره شي، یانې له دې پرته بله لار نه وي چې له کفارو سره په جګړه کې له نورو کفارو نه مرسته وغواړي.
او ابن همام صیب په خپل کتاب فتح القدیر کې چې دهدایې شرحه ده په دې اړه داسې فرمایي: (وهل يستعان بالكافر ؟ عندنا إذا دعت الحاجة جاز , وهو قول الشافعي رحمه الله وابن المنذر) آیا له کافر نه ( له نورو کفارو سره ) په جګړه کې ګټه اخیستل کېدای شي؟ زمونږ په نزد که اړتیا وه نو روا ده، او دا د امام شافعي رحمه الله او دابن منذر رحمه الله خبره ده.
امام نووي صیب چې دشافعي مذهب پیرو دی په خپل کتاب روضة الطالبين كې په دې اړه داسې وايي: (تجوز الاستعانة بأهل الذمة والمشركين في الغزو ويشترط أن يعرف الإمام حسن رأيهم في المسلمين ويأمن خيانتهم) په جنګ کې له اهل ذمه وو او مشرکینو نه استفاده کول روا دي، خو دا شرط دی چې دمسلمانانو امیر ته به دمسلمانانو په هکله ددوی خواخوږي مالومه وي،او ددوی له خیانت او غدر نه به ډاډمن وي.
دا مو باید په یا د وي چې له کافر نه دکافر په مقابل کې په مرسته اخیستلو کې دعلماوو اختلاف دی، خو دا چې دمسلمان په مقابل کې له کافر نه مرسته واخیستل شي او یا ترېنه وغوښتل شي په دې خو ماشوم هم پوهېږي چې نا روا ده، او دا په هغه وخت کې چې کوم خلک چې دمسلمانانو دوژلو او ټکولو لپاره له کفارو نه مرسته اخلي او یايې ترينه غواړي چې دوی خپلواک وي، او که داسې وچې دوی دکفارو په واک کې وي، جګړه دکفارو وي او دوی له کفارو سره ملګري شي نو بیا ځینې علمای کرام دغه رنګه خلک کافر بولي، ځکه چې دوی دکفر تر بیرغ لاندې دکافر په حکم او امر جنګېږي، دهغوی له اجازې پرته هېڅ نشي کولای، دخپل ځان او سر واک هم نه لري، نو دمسلمانانو په مقابل کې له یهودو او نصاراوو نه مرستې اخیستل هغه څه دي چې نه یې عقل مني او نه یې هم اسلام مني.
راغله دا خبره چې مسلمان دکافر په مقابل کې له مسلمان نه مرسته وغواړي او یا یې ترېنه واخلي،دا بیا یوازې روا نه، بلکې دیو مسلمان په بل مسلمان لازمي او ضروري حق دی چې دکافر په مقابل کې به یې هر رنګه مرسته چې په وس پوره وي کوي ، هغه که په ځان سره وي، که په مال سره که په ژبه او که په قلم او کتاب سره، اوس دنړۍ په هر مسلمان باندې لازمه او فرض ده چې له مجاهدینو سره دامریکایانو او ملګرو په وړاندې یې هر رنګه مرسته وکړي،او په دې هکله تر ډېره پورې عامو مسلمانانو خپله غاړه خلاصه کړېده مګر حکومتونه لا تر اوسه هم یا له امریکې نه د ډار له وجې او یاهم له هغوی سره دمینې له وجې او یا هم دخپلو ګټو لپاره له هغوی سره ولاړ دي.
لنډه دا چې که امارت په همدا اوسنیو حالاتو کې له هر چا نه مرسته واخلي جواز ورته لري، ځکه چې اړتیا هم ورته لري، اوپه صحنه کې همدا اوس هر څه دامارت په واک کې دي، هېڅ هېواد نشي کولای چې په ښکاره دامریکې په وړاندې ودرېږي، او دا خبره چې امارت به دچا تر اغېزې لاندې راشي ځکه شونې نه ده چې امارت د خلکو په ګمان دنړۍ ترټولو لوی او ستر ځواک ته سر ټيټ نه کړ، او دهغه خبره یې ونه منله،نو دنورو به څه رنګه ومني؟
او دا هم باید په یاد وساتو چې تر اوسه پورې هېڅ داسې دلیل نشته چې وښيي امارت له کافر نه مرسته اخیستي وي او یا به یې ترېنه واخلي، که څه هم چې ځینو علماوو داړتیا په وخت کې له کفارو نه دکفارو دځپلو لپاره مرسته اخیستل روا بللي دي لکه پاس مو چې ولیدل، راغله خبره دمسلمانانو نو هغه خو هم دعقل له مخې روا ده او هم دشرعې او اسلام له مخې، بلکې پر مسلمانانو لازم ده چې له مسلمانانو سره هر رنګه مرسته وکړي.
دلته به اوس هغه لارې په ګوته کړو چې مجاهدین خپلې اړتیاوې ترېنه پوره کوي او مخکې له دې چې په دې پیل وکړو دوه ټکو ته باید پاملرنه وکړو:
۱ - داسلامي امارت لوړ پوړي مجاهدین ټیټ پوړي خو یې څه کوې داسې بې تکلفه او عادي ژوند کوي چې که يې څوک ووینې نو بالکل به حیران شي، زه په خورا ډاډ سره ویلای شم چې دګوډاګي حکومت دیوه وزیر دپنځو ورځو لګښت دامارت دلسو تنو جګپوړو چارواکو دیوې میاشتې له لګښت نه هم زیات دی، ځینو خلکو ته ځکه خبره ډېره لویه تر نظره ورځي چې دوی داسې فکر کوي چې ګواکي دامارت مشران به هم ددیموکراسۍ دشاګردانو په څېر پیسې په سر بادوي او دولس په وینو به مزې چړچې کوي، او دا خو ټول ولس بلکې ټولې نړۍ دسر په ستر ګو ولیدل چې د امارت مشرانو دخپلې واکمنۍ پر وخت څه رنګه لګښتونه کول! همدا اوس هم همغه رنګه حالت او وخت دی، بلکې له هغه وخت نه اوس ډېر احتیاط کوي ځکه چې اوس امکانات له هر اړخ نه تنګ او کم دي.
۲ - بله دا چې امارت خپلو عامو مجاهدینو ته نه مخکې کوم ټاکلی معاش ورکولو او نه یې هم اوس ورکوي، او دا هغه څه دي چې ټول ولس پرې خبر دی، او په جګړه کې تر ټولو زیات لګښت دجنګیالیو په معاشونو خرڅ او خوراک باندې راځي، همدا رنګه دمجاهدینو د خوراک خبره، عامو مجاهدینو ته هم نه دخوراک لپاره څه ورکول کېږي او نه دمعاش په نامه، او دا هغه څه دي چې یو ځل بیا ددغه جګړې دحق او باطل لوري سره بیلوي، ټوله نړۍ ګوري چې دامریکا تر مشرۍ لاندې ایتلاف دګوډاګي حکومت عادي جنګ کوونکو ته دمیاشتې کم تر کمه شپږ اوه زره افغانۍ ورکوي، ددې دپاسه ډوډۍ او خوراک هم ورکوي، مګر بیا هم ددوی له لیکو نه وخت په وخت جنګ کوونکي تښتي،او حال دا چې دامارت لیکو ته ورځ تر بلې دمجاهدینو راتګ مخ پر زیاتېدو دی، سره له دې چې نه معاش ورکوي او نه هم خوراک او څښاک! له همدې نه مالومېږي چې څوک پر حق دي او ولس له چا سره ولاړ دی.
کېدای شي ځينې ووايي چې نو مجاهدین بیا څه رنګه ژوند کوي چې نه معاش ورکول کېږي او نه هم دخوراک لپاره څه؟
دمعاش خبره خو ځکه ستونزمنه نه ده چې زمونږ دګران ا وغیرتي ولس جوړښت په داسې ډول دی چې هلته په یو کور کې څو کسان ګډ سره اوسېږي، په عادي حالاتو کې یو یا دوه کسه کار کوي او نور دکور غړي بیا کار نه کوي، چې همدا اوس دافغاني ټولنې وګړي په تېره بیا پښتانه په همدغه توګه ژوند سره کوي، الله جل جلاله دخپل دین دساتلو لپاره دمسلمان ولس په زړه کې دا خبره ور اچولې ده او دوی هم ایمان پرې لري چې دغه جکړه دکفر او اسلام جګړه ده نو ځکه خو هرې قربانۍ ته تیار دي، هر څو ک دخپل کور دمجاهد داولادونو خرڅه په خورا خوشالۍ سره پر ځان مني، بلکې دخپل ځان ایماني دنده یې بولي، زه خپله ډېر داسې ملګري پېژنم چې هغوی په سنګرونو کې پراته دي او دکور او اولاد خرڅه یې وروڼه او پلرونه ورته ورکوي، ځکه ګډ کور وي او په ګډ کور کې دا خبره ډېره نه را منځ ته کېږي چې تا څومره وګټلې او ما څومره وګټلې، تا څومره ولګولې او ما څومره ولګولې، هو په یو حالت کې دا ستونزه منځ ته راځه او هغه په هغه وخت کې چې زړونه په دنیا او پیسو پورې وتړل شي، دکورنۍ دغړو تر منځ ورورولي خواخوږي او یو له بل سره مرسته له منځه لاړه شي، او دا رنګه کورنۍ بیا خورا کمې دي، او بل دا چې زیاتره مجاهدین هغه ځوانان دي چې لا تر اوسه پورې یې ودونه نه دي کړي، نو ځکه خو دکور او او لادونو دخرڅ او خوراک له ستونزو سره هم تر ډېره پورې نه مخ کېږي، او خپله ددوی خوراک او څښاک بیا هغه څه دي چې پلرونه او وروڼه یې دځمکو له حاصلاتو نه لاس ته راوړي، او یا یې په ځینو سیمو کې خپله ولسي خلک ور ته ورکوي، دوه کاله وړاندې زمونږ سیمې ته امریکایان او ورسره داخلي ملګري یې ددوی په خوله له ترهګرو نه دسیمې دپاکوالي لپاره له لوی ځواک سره راغلل، مجاهدینو ځانونه مخکې له مخکې ورته تیار کړي وو، دماښام مخه وه چې زمونږ د کلي په جومات کې وویل شول چې مجاهدینو ته د ډوډۍ اړتیا ده دهر چا چې په وس پوره وي را يې دوړي، ټولو کلیوالو جومات ته وچه ډوډۍ راوړه او بیا يې له همغه ځایه دمجاهدینو سنګرونو ته یوړه، ما ته دا فکر پیدا شو، چې دغه دالله جل جلاله دلارې سرتيري په وچه ډوډۍ په سنګرونو کې دنړۍ تر ټولو ځواکمن ځواک په وړاندې جنګېږي، تر ټولو دپام وړ بیا دا راته ښکاره شوه چې ولس تر دې کچې پورې له مجاهدینو سره خواخوږي لري چې هغه ځانته پخه کړې ډوډۍ یې مجاهدینو ته ورکړه، دا په داسې حال کې چې دامریکایانو هر کس ته دخوراک او څښاک هر څه تر غوښو او پیلتر شوو اوبو پورې تیار راوړل کېږي! مګر بیا هم مجاهدین پرې برلاسې کېږي! او په رښتیا هم چې همدا سې وشول، امریکایانو له خپلو داخلي ګوډاګیانو سره له سیمې نه پښې سپکې کړي ، ځینې ټانګونه یې چې ماینونو والوزول هغه یې په جازونو کې یوړل او نور نو په ځغاسته سره په خړو او ټيټو سترګو شرمېدلې لاړل، هو تر لسو تنو پورې مجاهدین هم شهیدان شول چې یوه تور سرې وه پکې، او یو سپین ږیری، نورې هم همدا رنګه ګڼې پېښې ټول ولس هر ورځ دسر په سترګو ګوري.
مجاهدین مالي لګښتونه له کومه کوي؟
لومړي: داسلامي امارت زیرکو مشرانو په لومړي سر کې له یو خورا حکیمانه تدبیر نه کار واخیستلو او هغه دا چې کله نیواکګرو پر ګران هېواد افغانستان باندې یرغل پیل کړ نو په همغه وخت کې امارت له بینکونو نه پیسې وایستلې، ځکه دوی پوهېدل چې په راتلونکې کې له یوې خورا لويې او اوږدې جګړې سره مخامخ کېدونکي دي، او په دې هم پوهېدل چې که دغه پیسې پاتې شي نو دشمال ټوپکیان ټولې خپلو جیبونو ته اچوي، او ولس ګټه نشي ترېنه پورته کولای، او بیا یې په همغه پیسو باندې تجارت پیل کړ، چې تر ننه پورې داسلامي امارت دمجاهدینو دلګښتونو یوه لویه برخه له همدې لارې پوره کېږي، او ددې لپاره ښه بیلګه داده چې امریکا ځینې هغه کسان ونیول چې پر هغوی ېې دا ګمان کولو چې دطالبانو لپاره تجارت کوي،او دهغوی شتمنۍ یې کنګل کړلې، اسلامي امارت ته همدا اوس هم ډېر خلک دمضاربت لپاره پیسې ورکوي، چې هم دخلکو ګټه ده پکې او هم د مجاهدینو .
دوهم: طالبان دخپلو جګړه ایزو لګښتونو یوه برخه دهغو عشرونو او زکاتونو له لارې پوره کوي چې خلک یې په خپله خوښه ورکوي، پاتې دې نه وي چې په دې اړه دښمن رنګارنګ بې ځایه پروپاګندې کوي، او موخه يې داده چې په دې توګه دمجاهدینو دتمویل یوه داسې برخه چې دوی يې دبندولو او مخنیوي توان نه لري په دغه رنګه پوچو پرو پاګندو باندې له منځه یوسي، مګر کله به هم په دې ونه توانېږي، ځکه چې زکات او عشر دمسلمانانو دعقېدې او ایمان یوه مهمه برخه ده، مسلمانان زکات او عشر ورکول خپله ایماني دنده بولي، نو دا به څنګه شونتیا ولري چې ددښمن په خولو خپل ایمان خراب کړي، پاتې دې نه وي چې الله جل جلاله لسمه پاره کې دتوبې دسورې په شپېتم آیت کې هغه کسان ښودلي دي چې زکاتونه او صدقې به وروکول کېږي چې دهغو ی له ډلې نه یو هم مجاهدین دي، بیا په تېره په هغه وخت کې چې دمسلمانانو په خاوره باندې کفارو حمله کړې وي نو په دې وخت کې خو بیا باید له ټولو نه مخکې له مجاهدینو سره مرسته وشي، ځکه چې دمجاهدینو دجهاد په برکت ولس او هېواد دکفر او شرک له فساد او جنجال نه ژغورل کېږي.
دریم: دجهادي لګښتونو یوه لویه برخه داسلامي نړۍ دمسلمانانو د مرستو له لارې پوره کېږي، دا خو ټولو ته مالومه ده چې له روسانو سره دجهاد پر وخت داسلامي نړۍ خورا ډېرو خلکو دخپلې ایماني او اسلامي خواخوږۍ له وجې له مجاهدینو سره په ملیونونو ملیونونو مرستې کولې، او اوس هم په اسلامي نړۍ کې دا سې با احساسه مسلمانان شته دي چې له خپلو مسلمانو وروڼو سره بې دریغه مرستې کو ي ، بیا په تېره په عربي نړۍ کې خو خورا ډېر تجاران له مجاهدینو سره لويې لويې مرستې کوي، تجاران څه چې عام ولسونه، آن چې تور سرې خپلې ګاڼې مجاهدینو ته را لېږي چې د کفارو په وړاندې جهاد پرې وکړي، مونږ ټول ګورو چې دکفارو پېغلې او تور سرې دمسلمانانو د لمنځه وړلو لپاره جنګېږي، ددې پر ځای چې په لاسونو کې بنګړي او په غاړو کې هارونه واچوي، ټوپک او مرمۍ يې په غاړو کې اچولي دي، نو چې دکفارو ښځينه دخپلو پوچو او سپکو موخو لپاره ځان دمرګ کومي ته ورغورځي، څه فکر کوۍ چې په مسلمانانو کې به دومره غیرت نه وي چې په مال سره دخپلو مسلمانو وروڼو مرسته وکړي؟ او دا خو ټول مني چې عام مسلمانان چې څومره له خپل دین او عقيدې سره مينه لري کافران یې کله هم له خپلو موخو سره نه لر ي.
څلورم: مجاهدین خپلې ځينې چارې له هغو پیسو څخه پوره کوي چې ددښمن داسیرانو دخوشي کولو په بدل کې یې ترېنه اخلي،او دا هم یوه سمه او شرعي لاره ده، دمجاهدینو امیر کولای شي چې ددښمن اسیر شوي کسان یا ووژني، یايې همداسې خوشي کړي، یا یې دپیسو په بدل کې خوشي کړي او یا يې هم په خپلو اسیرانو باندې ورسره تبادله کړي، دا هر څه به دمسلمانانو امیر مصلحت او ګټو ته په کتو سره تر سره کوي، چې ددې مسلې بشپړ تفصیل دفقهې په کتابونو کې راغلي دي.
پنځم: نیواکګرو امریکایانو دهغو اسلامي موسسو او انجیو ګانو فعالیتونه هم بند کړل چې ددوی په ګمان له مجاهدینو سره یې مالي مرستې کولې، او دوی داسې فکر کوي چې مسلمانان پرته له دې له نورو لارو نه دخپلو مسلمانانو وروڼو مرسته نشي کولای، او له دې نه نا خبره غوندې ښکاري چې نن ورځ دهر مسلمان زړه امریکې ته داسې پوخ دي دسړولو لپاره یې پرته له دې چې له مجاهدینو سره مالي مرستې وکړي بله لار نه لري، زه په همدغه افغانانو کې داسې کسان پېژنم چې خپلې ځمکې یې خرڅې کړې او پیسې یې په جهاد کې ولګولې، داسې کسان هم پېژنم چې خپله ماته یې دخپلې مېرمنې دګاڼو زکات دمجاهدینو لپاره راکړی دی، دا رنګه ريښتنې کیسې خورا زیاتې دي چې دلته یې راوړل خبره اوږدوي، او بل دا هغه څه دي چې څوک هم سترګې نشي ترېنه پټولای.
بله لویه خبره چې دځينو کسانو په خولو کې ښکته پورته کېږي هغه دوسلو خبره ده، طالبان وسلې له کومه کوي؟
دلته به لومړی دا سره وڅېړو چې دامارت مجاهدین ددښمن په وړاندې له څه ډول وسلو نه کار اخلي؟ ټوله نړۍ په تېره بیا ګران ولس دسر په سترګو ګوري چې مجاهدین له هغو عادي وسلو نه کاراخلي له کومو نه چې دروسانو پرضد کار اخیستل کېدو: کلاشنکوف، پیکا، پنځه اویا ډزی، راکټ ( آر پی جي ) هاوان، هشتاد دو، بیم یک، سکر بیست، ماینونه، بارود، دا هغه مهمې او پرمختللې! وسلې دي چې مجاهدین یې دنیواکګرو پر ضد کاروي! نو آیا ددغو وسلو اخیستلو یا له کوم بل ځای نه راوړلو ته اړتیا شته؟ دا خو ټولې هغه وسلې دي چې همدا اوس هم دهېواد په خورا ګڼو ځایونو کې لويې لويې زېرمې ترېنه ډکې دي،او ښه بیلګه یې داده چې وخت په وخت خپله امریکایان او ملګري یې وايي چې نن مو دلته دوسلو زېرمتون وموند، نن مو هلته وموند، دروسانو په وخت کې دومره وسلې زېرمه شوې دي چې که څو کاله نورهم جګړه اوږده شي کېدای شي له بیرون نه وسلو راوړلو ته اړتیا پیدا نه شي، او که پیدا هم شي نو مجاهدین کولای شي چې دخپل دین او ولس مصلحت او ګټې ته په کتو سره یې له هر مسلمان نه واخلي.
دهمدغه راکټ، هاوان او بیم یک له مرمیو نه داسې ماینونه جوړېږي چې نورو ماینونو ته اړتیا هم نه پاتې کېږي، او له زیات نه زیات دا وي چې باروت له بازار نه راواخیستل شي او په یو څه کې لږ سره ترتیب او منظم کړای شي او دنیواکګرو د ځپلو لپاره ښخ کړای شي.