د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دطالبانو په هکله دیو څو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( دولسمه برخه )

عبد الودود 20.09.2010 23:02

همدا رنګه امام جصاص صیب چې دحنفي مذهب یو بل وتلی او نومیالی عالم دی په خپل کتاب احکام القرآن کې دمحمد بن الحسن الشیباني دخبرې دملاتړ په موخه داسې وايي: (فَإِنَّ مُحَمَّدَ بْنَ الْحَسَنِ ذَكَرَ فِي السِّيَرِ الْكَبِيرِ أَنَّ رَجُلًا لَوْ حَمَلَ عَلَى أَلْفِ رَجُلٍ وَهُوَ وَحْدَهُ لَمْ يَكُنْ بِذَلِكَ بَأْسٌ إذَا كَانَ يَطْمَعُ فِي نَجَاةٍ أَوْ نِكَايَةٍ ، فَإِنْ كَانَ لَا يَطْمَعُ فِي نَجَاةٍ وَلَا نِكَايَةٍ فَإِنِّي أَكْرَهُ لَهُ ذَلِكَ لِأَنَّهُ عَرَّضَ نَفْسَهُ لِلتَّلَفِ مِنْ غَيْرِ مَنْفَعَةٍ لِلْمُسْلِمِينَ ، وَإِنَّمَا يَنْبَغِي لِلرَّجُلِ أَنْ يَفْعَلَ هَذَا إذَا كَانَ يَطْمَعُ فِي نَجَاةٍ أَوْ مَنْفَعَةٍ لِلْمُسْلِمِينَ ، فَإِنْ كَانَ لَا يَطْمَعُ فِي نَجَاةٍ وَلَا نِكَايَةٍ وَلَكِنَّهُ يُجْزِئُ الْمُسْلِمِينَ بِذَلِكَ حَتَّى يَفْعَلُوا مِثْلَ مَا فَعَلَ فَيُقْتَلُونَ وَيُنْكُونَ فِي الْعَدُوِّ فَلَا بَأْسَ بِذَلِكَ إنْ شَاءَ اللَّهُ لِأَنَّهُ لَوْ كَانَ عَلَى طَمَعٍ مِنْ النِّكَايَةِ فِي الْعَدُوِّ وَلَا يَطْمَعُ فِي النَّجَاةِ لَمْ أَرَ بَأْسًا أَنْ يَحْمِلَ عَلَيْهِمْ ، فَكَذَلِكَ إذَا طَمِعَ أَنْ يُنْكَى غَيْرُهُ فِيهِمْ بِحَمْلَتِهِ عَلَيْهِمْ فَلَا بَأْسَ بِذَلِكَ ، وَأَرْجُو أَنْ يَكُونَ فِيهِ مَأْجُورًا ؛ وَإِنَّمَا يُكْرَهُ لَهُ ذَلِكَ إذَا كَانَ لَا مَنْفَعَةَ فِيهِ عَلَى وَجْهٍ مِنْ الْوُجُوهِ وَإِنْ كَانَ لَا يَطْمَعُ فِي نَجَاةٍ وَلَا نِكَايَةٍ ، وَلَكِنَّهُ مِمَّا يُرْهِبُ الْعَدُوَّ ، فَلَا بَأْسَ بِذَلِكَ لِأَنَّ هَذَا أَفْضَلُ النِّكَايَةِ وَفِيهِ مَنْفَعَةٌ لِلْمُسْلِمِينَ وَاَلَّذِي قَالَ مُحَمَّدٌ مِنْ هَذِهِ الْوُجُوهِ صَحِيحٌ )
بېشکه چې محمدبن الحسن په السیر الکبیر کې دا خبره یاده کړېده چې که یو سړي په زرو کسانو باندې حمله وکړه او دی یوازې و، په دې کار کې څه خبره نشته ده، یانې روا دی، په هغه وخت کې چې یا خو دی دځان دژغورلو هیله ولري او یاهم ددښمن دځپلو، او که داسې و چې نه يې دځان دژغورلو هیله وه او نه هم د دښمن دځپلو، نو زه بیا دده لپاره دا کار ښه نه بولم، ځکه چې ده خپل ځان پرته له دې چې مسلمانانو ته څه ګټه پکې وي تباهۍ ته وړاندې کړ، خبره دا ده بله نه ده چې وړ دا ده چې یو سړی دغه کار په هغه وخت کې وکوي، چې یا خو دځان دژغور لو هیله ولري او یا مسلمانانو ته دکومې بلې ګټې، که دا سې و چې دځان دژغورلو هیله یې هم نه وه، او ددښمن دځپلو هیله يې هم نه وه، مګر په دغه کار سره یې نور مسلمانان زړور کول، تر څو هغوی هم دده په څېر پر دښمن ور ودانګي، چې دوی هم ووژل شي او دښمن وځپي، نو په دې ډول کار کې هم څه خبره نشته ان شاء الله، ځکه په هغه وخت کې چې ددښمن دځپلو هیله یې لرله، خو دځان ژغورلو هیله یې نه لرله نو په دې کار کې زما په نزد څه خبره نه وه چې پر هغوی حمله وکړي ، نو همدا رنګه که یې دا هیله وه چې دده په ور دانګلو سره بل کس دښمن ځپلی شي نو په دې کې هم څه خبره نشته، او زه هیله لرم چې په دې کار سره به ده ته اجر ورکړل شي، هو په هغه وخت کې دده لپاره دا کار مکروه دی چې په هېڅ رنګه دده په دغه کار کې مسلمانانو ته کومه ګټه نه وي، او که داسې و چې نه يې دځان دژغور لو هیله لرله او نه هم ددښمن دځپلو مګر په دې کار سره يې دښمن یرولو نو بیا هم څه خبره نشته، ځکه ددښمن یرول تر ټولو ښه ځپل دي، او دغه ددښمن په یرولو کې دمسلمانانو لپاره لویه ګټه ده، او دغه کومې خبرې چې محمد بن الحسن په دې هکله کړې دي سمې دي.
او امام ابن العربي المالکي صیب چې دمالکي مذهب یو وتلی او نومیالی عالم دی په خپل کتاب احکام القرآن کې وروسته له دې چې په لوی لښکر باندې دیو کس دور دانګلو په اړه دعلماوو نظر بیانوي داسې وايي: ( وَالصَّحِيحُ عِنْدِي جَوَازُهُ ؛ لِأَنَّ فِيهِ أَرْبَعَةَ أَوْجُهٍ : الْأَوَّلُ : طَلَبُ الشَّهَادَةِ ، الثَّانِي : وُجُودُ النِّكَايَةِ ، الثَّالِثُ : تَجْرِيَةُ الْمُسْلِمِينَ عَلَيْهِمْ ، الرَّابِعُ : ضَعْفُ نُفُوسِهِمْ لِيَرَوْا أَنَّ هَذَا صُنْعُ وَاحِدٍ ، فَمَا ظَنَّك بِالْجَمِيعِ ) زما په نزد سمه خبره رواوالی دی، ځکه په دې ( په لوی لښکر باندې دیو کس په وردانګلو ) کې څلور خبرې دي: لومړی: دشهادت غوښتنه، دوهم: ددښمن ځپل، دریم: په دښمن باندې دمسلمانانو ور زړور کېدل، څلورم: دکفارو دنفسونو کمزوري کېدل، ترڅو وويڼې چې دا خو دیو کس کار دی، نو دټولو په اړه به بیا څه فکر کوې؟ یانې کفار چې دیوکس دغه زړورتیا او غیرت وویني، نو خامخا به يې په زړونو کې ډار ورلوېږي چې سړیه دا خو یو کس داسې څه کولای شي دا که ټول راشي نو بیا خو به بالکل زمونږ بېخ وباسي.
اوس به راشو دصحابوو په ژوند کې یو څو هغو ښکاره او څرګندو بیلګو ته چې له هغه نه داستشهادي برېدونو روا والی په ښکاره سره تر ستر ګو کېږي، او علمای کرامو هم همدغه پېښو ته په کتو سره داستشهادي بريدونو دروا والي فتوی ورکړې ده.
امام مسلم صیب په خپل صحیح کې دبدر دغزا په اړه له انس بن مالک رضی الله عنه نه یو اوږد روایت راوړی دی، چې په وروستنۍ برخه کې یې داسې راغلي دي: ( ...فَانْطَلَقَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَأَصْحَابُهُ حَتَّى سَبَقُوا الْمُشْرِكِينَ إِلَى بَدْرٍ وَجَاءَ الْمُشْرِكُونَ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ يُقَدِّمَنَّ أَحَدٌ مِنْكُمْ إِلَى شَىْءٍ حَتَّى أَكُونَ أَنَا دُونَهُ ». فَدَنَا الْمُشْرِكُونَ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « قُومُوا إِلَى جَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَوَاتُ وَالأَرْضُ ». قَالَ يَقُولُ عُمَيْرُ بْنُ الْحُمَامِ الأَنْصَارِىُّ يَا رَسُولَ اللَّهِ جَنَّةٌ عَرْضُهَا السَّمَوَاتُ وَالأَرْضُ قَالَ « نَعَمْ ». قَالَ بَخٍ بَخٍ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَا يَحْمِلُكَ عَلَى قَوْلِكَ بَخٍ بَخٍ ». قَالَ لاَ وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِلاَّ رَجَاءَةَ أَنْ أَكُونَ مِنْ أَهْلِهَا. قَالَ « فَإِنَّكَ مِنْ أَهْلِهَا ». فَأَخْرَجَ تَمَرَاتٍ مِنْ قَرْنِهِ فَجَعَلَ يَأْكُلُ مِنْهُنَّ ثُمَّ قَالَ لَئِنْ أَنَا حَيِيتُ حَتَّى آكُلَ تَمَرَاتِى هَذِهِ إِنَّهَا لَحَيَاةٌ طَوِيلَةٌ - قَالَ - فَرَمَى بِمَا كَانَ مَعَهُ مِنَ التَّمْرِ. ثُمَّ قَاتَلَهُمْ حَتَّى قُتِلَ )... نو رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحاب یې روان شول، تر دې چې له مشرکینو نه مخکې بدر ته ورسېدل، مشرکین راغلل، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابوو ته وفرمایل: له تاسو نه به یو کس هم هېڅکله هېڅ شي ته نه ور وړاندې کېږي، تر دې چې زه يې خپله مخکې شم، یانې څوک به په خپل سر هېڅ کا ر نه کوي، ځکه دا دجګړې ډګر و، نو که یو کس په خپل سر یو وړوکی خوځښت هم کړي وای کېدای شوای ډېرې ستونزې یې راولاړې کړې وای، او دا هغه څه دي چې درسول الله صلی الله علیه دنظامي او فوځي پوهې ښکارندويي کوي، دادي مونږ ګورو چې څوارلس سوه کاله وروسته په ننۍ پر مختللې نړۍ کې له فوځي او نظامي اړخه دا لویه غلطي ده چې یو سرتېری یا فوځي دامیر له امر نه پرته دجګړې په ډګر کې په خپل سر کوم خوځښت او حرکت وکوي، بلکې هر سرتېری او فوځي به سل په سلو کې دامیر امر ته تیار ولاړ وي،انس به مالک وايي چې: مشرکین را لنډ شول،رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( پورته شۍ هغه جنت ته چې سور يې لکه آسمانونه او ځمکه دومره دی ) یانې دمشرکینو مقابلې او له هغوی سره جګړې کولو ته ورپورته شۍ، تر څو هغه جنت وګټۍ چې دآسمانونو او ځمکې هومره پراخه دی، انس بن مالک وايي: عمیر بن الحمام انصاري ویل: اې رسو ل الله صلی الله صلی الله علیه وسلم! داسې جنت ته چې دآسمانونو او ځمکو هومره پراخه دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هو، عمیر وویل: واه واه! رسول الله صلی علیه وسلم ورته وویل: ( څه شی دې دې خبرې ته چې واه واه هڅوي ؟ ) یانې ولې واه واه وايي؟ عمیر وویل: نه، قسم په الله اې رسول الله صلی الله علیه وسلم مګر دا هیله چې زه به دهمدغه جنت له خلکو نه شم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ( بېشکه چې ته یې له خلکو نه يې ) عمیر له خپل تبراک ( کڅوړې ) نه یو څو خرماوې را وایستې او په خوړولو یې پیل وکړ، بیا یې وویل: دا چې زه دومره ژوندی پاتې شم چې دا خرماوې وخورم دا خو نو ډېر اوږد ژوند دی، انس بن مالک وايي: نو هغه خرماوې چې ورسره وي هغه یې وغورځولې، او له دښمن سره په جګړه کولو پیل وکړ تر دې چې ووژل شو )
امام نووي صیب ددغه حدیث شریف دشرحې په پای کې دوروستنۍ برخې په اړه داسې وايي: ( فِيهِ : جَوَاز الِانْغِمَار فِي الْكُفَّار، وَالتَّعَرُّض لِلشَّهَادَةِ، وَهُوَ جَائِز بِلَا كَرَاهَة عِنْد جَمَاهِير الْعُلَمَاء ) په دې کې په کفارو باندې د وردانګلو او ورننوتلو،او شهادت ته دځان وړاندې کولو جواز دی، او دا کار پرته له کوم کراهیت نه دجمهورو علماوو په نزد روا دی.
دادي دلته له دغه مبارک حدیث نه په ښکاره څرګندېږي چې دغه مبارک صحابي استشهادي برید کړی دی، که دغه حدیث شریف ته لږ په غور سره پام وشي نو لاندې ټکي په خورا آسانه توګه ترېنه را څرګندېږي:
لومړی: رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو مبارکو صحابهء کرامو ته دجګړې په پیلېدو کې جنت ور په یادوي، دجنت له پراخوالي نه ورته غږيږي، دا دې لپاره چې دمجاهدینو نیتو نه خراب نشي، داسې نه چې په زړونو کې یې دغنیمت مینه پیدا شي، او آخرت ترېنه هېر شي، او دغه داسې حالت و چې له دواړو خواوو نه وژل کېدل پکې حتمي وو، نو که یو مجاهد شهېد شي باید نیت یې دالله رضا او جنت ته رسېدل وي، او بل ددې لپاره چې مجاهدین په شاتګ ونه کوي، بې زړه نشي، بلکې پر دښمن باندې زړور ورشي، ځکه ددوی په دواړو حالتونو کې ګټه ده، که ووژل شي نو جنتونه یې په برخه دي،او که ژوندي پاتې شي نو غازیان او غنیمت يې په برخه کېږي.
دوهم: رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله پر دښمن برید نه کوي، بلکې دخپلو سرتېرو څارنه او دهغوی سمبالونه کوي، ځکه که رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دجګړې قومانده یې په لاس کې وه، په خپله جګړه پیل کړې وای نو که هغه مبارک یا خو ټپي شوای وای، او یا هم شهید شوای وای نو بیا به کیسه ټوله ګډه وډه وه، مجاهدین به ټول بې برخلیکه پاتې کېدل او ددښمن په لاس به یا اسیران کېدل او یا به هم شهیدانېدل، او دا هم له نظامي او فوځي اړخه یو خورا مهم ګام دی، دادي په ټوله نړۍ کې چې کله هم ددوه ډلو تر منځ جګړه نښلې نو دجګړې قوماندانان او دفاع وزیران په خپله جګړه نه کوي بلکې دخپلو سرتېرو سمبالونه، دخپل پرمختګ او دبل لوري دماتې لپاره خپلو سرتېرو ته وړ او مناسې لار ښوونې کوي.
دریم: دغه اتل سر ښندونکی صحابي عمیر بن الحمام ددې لپاره دجګړې ډګر ته ور دانګې تر څو شهید شي او جنت ته لاړ شي، کوم څه چې نن يې استشهادي برېد کوونکي مجاهدین کوي، له همدې کبله له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه بیا پوښتنه کوي، چې داسې جنت ته به ځو چې پراخوالی يې دآسمانونو او ځمکې هومره دی، او چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وايي چې هو ، نو د واه واه ټکی يې چې دخوشالۍ په وخت کې ویل کېږي له خولې نه راوزي، او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه ترېنه کوي چې ولې دې واه واه وویل؟ دی ورته وایي په دې هیله مې دا ټکی وویلو چې زه به ددغه پراخه جنت له نعمتونو نه برخمن کېږم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ډاډ ورکوي، چې بېشکه ته دهمدغه جنت له خلکو نه يي، په دې خبرې سره دغه مبارک صحابي جنت ته دومره لیواله کېږي چې هغه په لاس کې ورسره خرماوې اخوا غورځوي، او وايي چې که زه دومره ژوندی پاتې شم چې دا خرماوې وخوروم نو دا خو ډېر وخت دی، نه زه باید زر تر زره شهید شم چې جنت ته لاړ شم، دلته تر ټولو مهمه خبره دا ده چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ددغه صحابي دغه خبرې اورې مګر هېڅ هم نه ورته وايي، او نه يې هم په دې نیت له جګړې کولو نه ایساروي، تر دې چې هغه اتل سرښندونکی صحابي په کفارو باندې ور دانګي او دشهادت لوړ مقام ته رسېږي، کېدای شي دلته ځینې له اسلام نه ناخبره کسان ووايي: چې نو رسو الله صلی الله ولې خپله دغه پراخه جنت ته نه ورتلو چې دنورو خلکو زامن یې ورته هڅول؟ ولې يې خپله پر دښمن بريد نه کولو چې نورو ته یې دجنت زیري ورکول؟ دغه رنګه خلک اصلا داسلام له لوړو موخو نه بې خبره دي، دوی یوازې دخپل ناقص عقل په رڼا کې پرته له دې چې دقرآن کریم او دالله جل جلاله حکمونو ته وګوري او ځان پرې پوه کړي سرسري پرېکړې کوي، او داسې انګیري چې ګواکي اسلام هسې یو ساده سرسري نظام دی، هر څوک هغه که امیر دی که مشر او که کشر ټول باید له یو پلوه ځانونه ددښمن دتورې ګوزار ته ور وړاندې کړي چې ټول له منځه لاړ شي او میدان کفارو او ملګرو ته یې ورپاتې شي، دا کار یهود او نصارا هم نه کوي چې له یو مخې ټول ځانونه دمسلمانانو دتورو ګوزارونو ته را وړاندې کړي، تر څو ټول مسلمانان يې له شر نه په امن شي، ځکه یهودیان او نصارنیان هم دخپلې ناسمې عقیدې پر بنسټ جنت ته دتلو په هیله جګړه کوي، چې تر ټولو ښه بیلګه یې دبوش هغه څرګندونې دي چې دجګړې په لومړیو کې یې ټولې نړۍ ته په ښکاره سره وړاندې کړې، او ویې ویل چې ما ته الله جل جلاله وویل چې پر افغانستان او عراق باندې برید وکړه، دغه رنګه له اسلام نه بې خبره کسان په دې نه پوهېږي چې اسلام یو ټینګ، په ځواکمنو او ژورو ستنو باندې ولاړ یو سپېڅلی نظام دی، دوی اسلام ته ددښمنانو له چوشمو نه ګوري، ددښمن دزهرجنو تبلیغاتو تر اغېزې لاندې راغلي دي، اوخپله دومره احساس نشته ورسره چې خپل دین په خپله زده کړي، قرآن را واخلي چې څه وايي، ځان پرې پوه کړي، اسلام له چا سره هم دجګړې اور بلول نه غواړي، اسلام غواړي خپل دسولې پیغام خپل دآرامۍ او هوساینۍ پیغام ټولې نړۍ ته ورسوي، تر څو په ټوله نړۍ کې دغه مبارک نظام پلی شي، خو بیا که څوک غواړي چې مخه یې ونیسي ستونزې ورته را ولاړې کړي، پیروان یې شهیدان کړي ظلم او ناروا پرې وکړي، نو بیا اسلام ددغه رنګه ظالمانو دله منځه وړلو او دخپل پیغام درسولو لپاره پر خپلو پیروانو باندې جهاد فرض کړی دی، جهاد یو ه پراخه او هر اړخيزه جګړه ده چې د اسلام دلویو موخو او ګټو دساتلو او لاسته راوړلو لپاره فرض شوې ده، چې د قرآن کریم دمبارکو حکمونو له مخې په یوه ځانګړې او منظمه توګه پر مخ بیول کېږي.