دطالبانو په هکله دځینو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( شپاړسمه برخه )
22.10.2010 21:10اتمه پوښتنه: طالبان مالي لګښتونه له کومه کوي؟
دا هم ښه او پر ځای پوښتنه ده، خو دلته به مخکې له دې چې دا پوښتنه سره وڅېړو یو څو ټکو ته به لږ پام وکوو:
لومړی: هغه کسان چې تل مالي لګښتونه دجهاد دنه کولو لپاره یوه بانه غوندې وړاندې کوي، او په هر ځای او هر وخت کې هر چا ته دا خبرې کوي چې دمجاهدینو مالي لګښتونه څرګند نه دي، چې له کومه یې کوي، نو ځکه خو باید جهاد ونه شي، له ځینو کسانو سره په رښتیا هم دا یوه اندېښنه وي، او په دې اړه پوره مالومات نه لري، مګر ځینې نور بیا په حقیقت ښه پوهېږي، حق هم پېژني او باطل هم پېژني، کافر هم پېژني مسلمان هم پېژني، ځان هم پېژني بل هم پېژني، خو ستونزه په دې کې ده چې زړونه یې ناروغ وي، که هر څو سمه او حقه خبره واوري بیا هم غاړه نه ورته ږدي، او دا رنګه خلک په هر وخت، هر ځای دهر هغه چا مخې ته ودرېږي چې دالله جل جلاله لارې ته بلنه کوي، تر ټولو ښه بیلګه یې زمونږ او ستاسو خوږ پیغمبر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دی، دهغه په وخت کې ځينې اهل کتاب ( یهود او نصارا ) داسې کسان وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې ښه پېژانده چې رېښتونی دی، دالله جل جلا له له خوا را لیږلی شوی دی، دوی ته دا خبره په توارت او انجیل کې راغلې وه او دوی پرې خبر هم وو ، مګر بیا یې هم نه منلو، په دې اړه الله جل جلاله په دوهمه پاره دبقرې سورې په یوسل او شپږ څلوېښتم آیت کې داسې فرمايي: (الَّذِينَ آَتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ) هغه کسان ( دیهودو عالمان او دنصاراوو بزرګان )چې مونږ کتاب ( توارت او انجیل ) ور ته ورکړی هغوی یې داسې پېژني لکه خپل زامن چې پېژني، یانې دخپلو زامنو په پېژندلو کې خو څوک هم شک نه کوي، او له دوی نه یوه ډله خامخا حق پټوي، په داسې حال کې چې دوی پوهېږي هم .
اوس هم ځينې کسان ښه پوهېږي چې امریکایان او کفار په ناروا دي، او طالبان په حقه دي، خو بیا هم لګيا وي دامریکایانو په ګټه خبرې کوي، او ځينې نور بیا وايي چې له مونږ نه حق ورک دی! نه پوهېږو چې حق له امریکایانو سره دی که له طالبانو سره! !! دغه رنګه خلک خو دومره بېچاره ګان دي چې په دې نه پوهېږي چې کفر په حقه دی او که اسلام! او بیا ځان تر ټولو ښه مسلمان هم بولي!
کوم کسان چې اوس دمالی لګښتونو خبرې کوي همدغو کسانو په هغه وخت کې چې نوی نوی دامریکایانو پر خلاف جهاد پیل شوی وو او هلته نه ډېرو مالي لګښتونو ته اړتیا وه، او نه له چا سره دا فکر پیدا کېدو چې طالبان دا پیسې له کومه کوي، ځکه په هغه وخت کې لګښتونه کم وو، نو که چا دا پوښتنه کړې وای هم خلکو نه ورسره منله ځکه چې په یو یو ځای کې به عملیات کېدل، مګر په هغه وخت کې هم همدغو جنابانو جهاد ته ترهګري اومجاهدینو ته ترهګر ویل، دوی په هغه وخت کې هم جهاد نه منلو، او اوس يې هم نه مني، دمالي لګښتونو او نورې داسې خبرې را پورته کوي چې که هغه ځواب هم شي بیا به بله بانه لټوي.
دوهم: هغه کسان چې دوی ته دجهاد دمالي لګښتونو په اړه دنه مالوماتو له وجې په جهاد او مجاهدینو پسې خبرې کوي، دوی کله هم دا فکر کړی چې هغه کسان چې دطالبانو په وړاندې جنګېږي هغوی مالي لګښتونه له کومه کوي؟ کېدای شي ووايي چې دهغوی خو کار مالوم دی چې امریکایان او نور کفار يې ورکوي! سمه ده دهغوی کار مالوم دی چې غربي چټله دیموکراسي را وستل او اسلام له منځه وړل دي، او مرستندویان یې هم مالوم دي چې دنړۍ پر سر تر ټولو ستر او سرزوري کافران دي! خو خبره دلته ده چې دیو مسلمان غاړه یوازې په همدې خلاصېږي چې په دې پوه شي چې له ګوډاګي حکومت سره کفار چې زمونږ ددین او دنیا دښمنان دي مرسته کوي او نور بیا غلی پاتي شي؟ کرار په خپل ځای باندې کښېني؟ نه په لاس څه وکوي، او نه هم په ژبه او نه هم په قلم؟ همدغه کسان چې په دې پوهېږي چې له ګوډاګي حکومت سره کفار مرسته کوي ولې په دې اړه لیکنې نه کوي؟ ولې دا دځان مسولیت نه بولي چې په دې اړه خپل ولس له هغو زیانونو نه خبر کړي چې ددغه مرستو په پایله کې همدغه زمونږ کړېدلی او ځورېدلی ولس دغلامۍ منلو ته اړ ایستل کېږي، او د لازیاتو ناخوالو او ستونزو بارونه به يې په اوږو باندې ور بارېږي، دغه کسان ولې دا فکر نه کوي چې کفار دڅه لپاره له مسلمانانو سره مرستې کوي؟ ددې لپاره چې له اسلام او مسلمانانو سره یې مینه ده؟ که داسې وي بیا ولې مسلمانېږي نه؟ او که نه دانساني خواخوږۍ له مخې یې ورسره کوي؟ که دا سې وي بیا یې ولې دخپلو ولسونو له هغو بېوزلو کسانو سره نه کوي چې همدا اوس ددوی په هېوادونو کې دیو ښه ژوند نه بې برخې دي، خوارۍ او غریبۍ په سر اخیستي دي؟ که دوی انسانیت پېژندلای نو بیا ولې په لسهاوو بلکې په سلهاوو زره مسلمانان دنړۍ په ګوټ ګوټ کې په خورا بې دردۍ او بې رحمۍ سره داسې وژني چې دځناورو زړونه هم پرې سوځېږي؟ له انسانانو سره داسې رویه او چلن کوي چې څوک یې له ځناورو سره نه کوي! په لسهاوو کسان لپ لغړ په یوه وړه خونه کې په داسې توګه سره اچوي چې انساني ضرورتونه او حاجتونه هم هملته په همدغه وړه خونه کې یو دبل پر وړاندې دټولو مخې ته تر سره کوي! او یا هم اته، لس کسان په یوه خونه کې دځان وینځلو لپاره يوازې ددریو او څلو ر دقیقو لپاره ور دننه کړي، او ټول لپ لغړ هملته خپل ځانونه وینځي! ډېر لیري به نه ځو همدغه لنډه دنړۍ په کچه خورا مشهوره دعافیې صدیقي کیسه له کومې انسانې خواخوږۍ سره اړخ لګوي؟ دا که یو څوک په مړو او خړو سترګو ومني چې د یوې مسلمانې ښځې نیول او بیا یې بند ته اچول ددوی حق دی! له هغې نه پوښتنې ګروېږنې ددوی حق دی!؟ مګر دا بیا کومه انساني خواخوږي ده چې هغه بېچاره دنارینه وو د خونو په منځ کې په یوه خونه کې په هغه جامه کې وساتل شي په کومه کې چې نارینه ساتل کېږي، یوازې دا نه بلکې نارینه کفار یې دپوښتنو لپاره تحقیق ته لاس نیولې بیايي؟ له دېنه هم خورا کرغېړنه لوبه بیا دا چې په آبرو او عزت یې تېری کېږي!!! دیو ځناور لخوا نه، بلکې دځناورو دیولې ډلې لخوا!!! له دېنه که لږ اخوا ورتېر شو دیو نیم ملیارد انسانانو سپېڅلې کتاب او نازولي پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی خپل روا او دآزادۍ حق بولي!!! دغه رنګه چارې ددوی دځینو غړو خپل سري چارې نه دي، بلکې ددوی دهغه قانون چې دوی ټول درناوی ورته لري یوه منل شوې برخه ده! دوی که په رښتیا هم انسانیت پېژندلای کم تر کمه دیهودو دهغه نړیوال ظلم او وحشت په اړه خو به یې یو څه تندی تریو کړی وای چې له یوې مخې دمظلومو فلسطینیانو کورونه نړوي، نه یې دمرګ پروا لري اونه یې هم ددرد، نه يې انساني خواخوږي سترګو ته ودرېږي او نه هم کم تر کمه حیواني خواخوږي! له دغه اوسنیو ظالمو ځناورو کفارو نه له انسانیت سره دخواخوږۍ تمه لرل داسي دي لکه یو څوک چې له شرمښ نه غواړي چې پر پسه زړه وسوځوي!!!
دریم: ډېر دتعجب او دافسوس ځای دا دی چې ځینې کسان یوازې یو څه لیکل او لوستل زده کړي، یو څه دیني کتابونه هغه هم ګوډ او مات ، لږ او ډېر له یوې او بلې خوا نه ګډ وډ سره را ټول کړي، او بیا داسې فکر کوي چې اوس نو له خیره سره عالم هم شو، مفتي هم شو، مفسر هم شو، محدث هم شو، فقیه هم شو، سمدستي به دمسلو په بیانوو پیل وکوي، دا روا ، دا ناروا، دا جهاد او دا ترهګري، جهاد باید په هغو او دغو شرطونو باندې وشي، دجهاد مالي لګښتونه باید هغسې وي او دغسې و ي ، دزکات په مال باندې جهاد نه کېږي! دصدقې په ما ل باندې جهاد نه ؟ دغه رنګه خلک کم تر کمه دومره خو دې وکوي چې خپلې خبرې چې دروا او ناروا تر نامه لا ندې یې کوي د یو آیت یا یو حدیث یا دځینو فقهاوو او عالمانو دویناوو په رڼا کې خلکو ته وړاندې کړي، ځکه دروا او ناروا خبرې چې شرعي مصطلحات دي باید دشرعي اصولو، بنسټونو او سم او روغ عقل په رڼا کې وڅېړل شي، نه دا چې هسې هوا ته خوله خلاصه کړي نور نو له خیره سره داسې ګلان وکري چې چرګان ورته په خندا شي.
څلورم: آیا دا روا او سمه ده چې ګوډاګی حکومت دې دنړۍ له هر کافر نه هغه که ملحد دی، که مشرک دی، که هندو دی که سک دی، هغه که یهودی دی که نصرانی دی ، هغه که دالله جل جلاله دښمن دی او که داسلام دښمن دی له دې ټولو نه هم دپیسو اخیستل روا دي! هم یې کور ته راوستل روا دي! هم دخپل کور واک ورسپارل ورته روا دي! هم دا ورته روا دي چې دهمدغو پیسو ، ټانکونو او توپونو په مټ مسلمانان ووژني! کورنه يې ور ړنګ کړي! بچي یې ورته یتیمان کړي! مېرمنې یې ورته کونډې کړي! خو که یو مسلمان دخپل ځان، خپل کور او خپل ایمان نه ددفاع لپاره له کوم مسلمان نه مرسته واخلي دا بیا ناروا ده!
ځه دا به هم هسې هوايي ومنو چې دوطن دجوړولو په نامه دې له هر چا نه پیسې واخلي، مګر دا بیا څه رنګه ومنل شي چې همدغه پیسې دبې حیایۍ، بې شرمۍ، او فساد خورولو لپاره ولګول شي، دمسلمانانو بچيان پرې بې لارې شي، دپر مختګ او دیموکراسۍ تر نامه لاندې دیو غیرتي ملت او ننګیالي ولس دغلام کولو، او دهغه دتاریخ بدلولو لپاره دې ولګول شي؟
هو دا باید هېره نه کړو چې داسې په دین، غیرت او ولس مین لیکوالان او شاعران شته دي چې ددښمن له دغه ټولو کرغېړنو کړنو څخه یې وخت په وخت پرده پورته کړې ده، خپل مسلمان ولس يې ددښمن له دغه ناراوو او وحشتونو نه خبر کړی دی، مګر افسو س دهغه کسانو پر حال چې دغه ټولو دغره په څېر نارواوو ته يې نه پام کېږي او یا غواړي چې پرده پرې واچوي، دهېواد پرمختګ یې وبولي، دچټلې دیموکراسۍ پیلامه یې وبولي، خلک ورته راوبلي!
پنځم: که ګوډاګي حکومت ته دا روا وي چې له هر کافر نه دمسلمان او دخپل ولس دوژلو لپاره هر رنګه مرسته وغواړي او وايي اخلي، نو مجاهدینو ته بیا ولې روا نه ده چې له خپل هېواد نه دنیواکګرو دشړلو لپاره له هر مسلمان نه مرسته وغواړي او ترېنه وایې اخلي؟!
را به شو اوس ودېته چې آیا په اسلام کې دا روا ده چې مسلمانان له کفارو سره په جګړه کې له نورو کفارو نه مرسته وغواړي او که نه؟ په دې هکله علمای کرام سره دوه ډلې شوې دي، یوه ډله وايي چې مسلمانان نشي کولای دکفارو دځپلو لپاره نور کفار له ځانه سره په جګړه کې ګډ کړي یا ورنه مرسته واخلي، او یا يې مرسته ومني، او بله ډله بیا وايي چې نه مسلمانان کولای شي چې دکفارو دځپلو لپاره له نورو کفارو نه مرسته واخلي، په جګړه کې دګډون اجازه ورکړي، خو په دې شرط چې مسلمانان اړتیا ورته ولري او خپلواک وي، داسې نه چې کفار یې دهمدې مرستو له لارې تر خپل واک لاندې راولي، ددوی په صفونو کې ور ننوزي او دمسلمانانو واک دوی په لاس کې واخلي، که داسې کېدل او یا یې دکېدو څه اندېښنه وه نو بیا یې اخیستل ناروا دي، ځکه چې اصلا موخه دا ده چې کفار وځپل شي او مسلمانان خپلواک شي نو دا چې مسلمانان له یو کافر نه خپلواکي تر لاسه کړي او بیا دبل کافر غلامۍ ته غاړه کېږدي نو بیا ګټه څه شوه؟ لکه څه رنګه چې په زیاترو هغو ډلو باندې همداسې وشول کومو چې په درواغو سره يې ځانونه مجاهدین بلل، دوی له روسانو سره دولس په مټ جهاد وکولو، روسان الله جل جلاله په خپل ځواک او دولس او ملت دقربانیو په پایله کې مات کړل، همدغه ډلو په دې لاره کې له هر چا نه مرستې اخیستې، او داسلامي نړۍ وتلو علماوو فتواګانې هم ورکړې وې، خو پایله بیا دا شوه چې ځېنې یې دخپلو ځاني ګټو لپاره بېرته روسانو ته ور واوښتل،او ځینو نورو بیا له خپلو امریکایانو سره همغه خپل زوړ تړاو ټینګ وساتلو، او په پای کې ټولو امریکایانو ته غاړه کېښوده، پاتې دې نه وي چې په دې هکله یوازي ځینو وتلو جهادي څېرو وکولای شول چې له دغه ډنډ نه ځان وساتي، او دخپل مسلمان او غیرتي ولس تر څنګ دنیواکګرو په وړاندې ټینګ ودرېږي.
هغه ډله علما چې دکفارو دځپلو لپاره له نورو کفارو نه مرسته اخیستنه روا نه بولي دهغوی دلیل درسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث شریف دی چې امام مسلم صیب په خپل صحیح کې له بي بي عایشې رضی الله عنها نه داسې روایت کړی : (عَنْ عَائِشَةَ زَوْجِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- أَنَّهَا قَالَتْ خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قِبَلَ بَدْرٍ فَلَمَّا كَانَ بِحَرَّةِ الْوَبَرَةِ أَدْرَكَهُ رَجُلٌ قَدْ كَانَ يُذْكَرُ مِنْهُ جُرْأَةٌ وَنَجْدَةٌ فَفَرِحَ أَصْحَابُ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- حِينَ رَأَوْهُ فَلَمَّا أَدْرَكَهُ قَالَ لِرَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- جِئْتُ لأَتَّبِعَكَ وَأُصِيبَ مَعَكَ قَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ». قَالَ لاَ قَالَ « فَارْجِعْ فَلَنْ أَسْتَعِينَ بِمُشْرِكٍ ». قَالَتْ ثُمَّ مَضَى حَتَّى إِذَا كُنَّا بِالشَّجَرَةِ أَدْرَكَهُ الرَّجُلُ فَقَالَ لَهُ كَمَا قَالَ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَقَالَ لَهُ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- كَمَا قَالَ أَوَّلَ مَرَّةٍ قَالَ « فَارْجِعْ فَلَنْ أَسْتَعِينَ بِمُشْرِكٍ ». قَالَ ثُمَّ رَجَعَ فَأَدْرَكَهُ بِالْبَيْدَاءِ فَقَالَ لَهُ كَمَا قَالَ أَوَّلَ مَرَّةٍ « تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ». قَالَ نَعَمْ. فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « فَانْطَلِقْ »)
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم له میرمنې بي بي عایشي رضی الله عنها نه روایت دی چې دې وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم دبدر په لوري غزا ته ووت، کله چې دوبره تورې غونډۍ ته چې مدينې منورې ته په څلور میله کې پرته ده ورسېد یو داسې سړی چې په زړورتیا او ځواکمنۍ کې مشهور و ورپسې را ورسېد، درسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو چې ولید خوشاله شول، کله چې را ورسېد رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: زه راغلم تر څو له تاسره غزا ته لاړ شم او یو څه غنیمت مې په برخه شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: په الله او په رسول یې ایمان لرې؟ ده وویل نه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: پس نو در ځه، کله به هم هېڅ مشرک په جګړه کې ونه کاروم ، عایشه رضی الله عنها وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم روان شو، تر دې چې د ذی الحلیفه ونې ته ورسېد، هغه کس بیا راغی، همداسې يې وویل لکه په اول ځل یې چې ویلی وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم همداسې ورته وویل لکه په اول ځل يې چې ورته ویلي وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: در ځه، کله به هم هېڅ مشرک په جګړه کې ونه کاروم ، عایشه رضی الله عنها وایی، نو دغه کس وګرځېد، تر دې چې په بیداء کې بیا راو رسېد، بیداء په عربي ژبه کې دښتې ته ویل کېږي، مګر دلته دمکې او مدینې تر منځ دیو ځای نوم دی رسو ل الله صلی الله علیه وسلم همداسې ورته وویل لکه اول ځل یې چې ورته ویلي وو( په الله او په رسول یې ایمان لرې؟ ) ده وویل: هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل اوس نو راځه، یانې اوس راځه له مونږ سره په غزا کې ګډون وکوه.
دادي دلته ګورو چې دغه کس چې لا مسلمان شوی نه و رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه ځله وشاړه، او اجازه یې ور نه کړه چې له ده سره دکفارو په ځپلو کې مرسته وکړي، که څه هم چې دی ډېر زړور او ځواکمن وو تر دې چې صحابهء کرام یې په راتګ خوشاله وو مګر رسو ل الله صلی الله علیه وسلم اجازه نه ورکوله، نو له دېنه مالومه شوه چې باید دکافر او مشرک مرسته که څه هم چې دنورو کفارو دځپلو لپاره وي ونه منل شي، او دعلماوو هغه ډله چې له مسلمانانو سره په جنګ کې دکفارو ګډون کول ناروا بولي همدغه پاسنی حدیث شریف خپل لاسوند بولي.
او هغه ډله علمای کرام چې له کفارو نه د اړتیا په وخت کې مرسته اخیستل روا بولي هغوی هم په یو حدیث شریف باندې تکیه کوي، او هغه دا چې امام ابو داود صیب په خپل کتاب کې داسې راوړي : (عَنْ أُمَيَّةَ بْنِ صَفْوَانَ بْنِ أُمَيَّةَ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- اسْتَعَارَ مِنْهُ أَدْرَاعًا يَوْمَ حُنَيْنٍ فَقَالَ أَغَصْبٌ يَا مُحَمَّدُ فَقَالَ « لاَ بَلْ عَارِيَةٌ مَضْمُونَةٌ )
له امیه بن صفوان بن امیه چې له خپل پلار ( صفوان بن امیه ) نه روایت کوي داسې روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ده نه یانې له ( صفوان بن امیه ) نه دحنین په غزا کې یو څه زغرې د عاریې په توګه واخیستې، عاریه دیته ویل کېږي چې یو څوک له بل چانه یو شی دیو څه کار کولو لپاره واخلي او بیا یې بېرته ورته وسپاري، نو صفوان ورته وویل: اې محمده! آیا دغه زغرې چې تا له مانه واخیستې دا غصب او هسې چور او تالا دی؟ یانې بیا یې نه راکوې؟رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نه بلکې په ضمانت سره عاریه ده، یانې که ضایع شوه نو بدله به در کول کېږي.
دا حدیث شریف امام احمد صیب په خپل مسند او امام مالک صیب په خپله موطا کې هم راوړی دی، دا دي دلته ګورو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو مشرک او کافر نه دجګړې لپاره یوڅه زغرې دمرستې په توګه واخیستې، امام مالک صیب په موطا کې راوړي چې صفوان خپله هم په جګړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ګډون کړی و، او په ځینو روایاتو کې راځي چې دیرش زغرې يې دمرستې په توګه ترېنه اخیستې وې او ځينې نور بیا وا يي چې سل زغرې یې ترېنه اخیستې وې، لنډه دا چې مرسته یې ترېنه اخیسته وه هغه که لږ وه او که ډېره.