د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دطالبانو په هکله دیو څو پوښتنو اواندېښنو ځوابونه ( دیارلسمه برخه )

عبد الودود 23.09.2010 08:37


امام مسلم صیب په خپل صحیح کې داسې روایت راوړی: ( عَنْ أَبِى بَكْرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ قَيْسٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ سَمِعْتُ أَبِى وَهُوَ بِحَضْرَةِ الْعَدُوِّ يَقُولُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِنَّ أَبْوَابَ الْجَنَّةِ تَحْتَ ظِلاَلِ السُّيُوفِ، فَقَامَ رَجُلٌ رَثُّ الْهَيْئَةِ فَقَالَ يَا أَبَا مُوسَى آنْتَ سَمِعْتَ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ هَذَا قَالَ نَعَمْ. قَالَ فَرَجَعَ إِلَى أَصْحَابِهِ فَقَالَ أَقْرَأُ عَلَيْكُمُ السَّلاَمَ. ثُمَّ كَسَرَ جَفْنَ سَيْفِهِ فَأَلْقَاهُ ثُمَّ مَشَى بِسَيْفِهِ إِلَى الْعَدُوِّ فَضَرَبَ بِهِ حَتَّى قُتِلَ )
ابو بکر بن عبد الله بن قیس چې له خپل پلار نه روایت کوي وویل: له خپل پلار نه مې په داسې حال کې چې له دښمن سره مخامخ و، واورېدل چې ویل يې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بېشکه چې دجنت دروازې دتورو تر سیوري لاندې دي، نو یو سړی چې ساده بڼه یې وه او ساده جامې یې پر تن وي جګ شواو ویې ویل: اې ابو موسی! تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واورېدل چې دا خبره یې کوله، ده وویل هو، دغه راوي وايي نو دغه سړی خپلو ملګرو ته را وګرځېد او ورته ویې ویل: په تاسو باندې سلام وایم، یانې دا زما له تاسو سره وروستنۍ خبره ده، بیا یې دخپلې تورې کېتی( پوښ ) مات کړ او اخوا یې وغورځولو،او بیا له خپلې تورې سره ددښمن په لوري ور روان او په توره یې وهل پیل کړل تر دې چې ووژل شو )
دادي دلته هم ګورو چې دغه اتل او سرښندونکی مجاهد چې کله دا خبره اوري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره کړې ده چې جنت دتورو تر سیوري لاندې دی، نو له هغه صحابي ( ابو موسی ) نه دوهم ځلي پوښتنه کوي چې دا خبره تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واوریده؟ هغه ورته وايي هو، نو دی خپلو ملګرو ته ورځي او ورته وايي چې زه پر تاسو سلام وایم، په دې مانا چې همدغه مو وروستنی دیدن دی، او بیا دخپلې تورې پوښ ماتوي، ددې مانا داده چې خپله توره به بیا په پوښ کې نه ننباسي او ترهغه پورې به جنګېږي ترڅو شهید شي، او همداسې کوي چې پر دښمن ورځي او دتورې په وهلو پیل کوي تر دې چې دشهادت لوړ مقام ته رسېږي او الله جل جلاله یې آرمان پوره کوي، دلته هم خبره بېخې څرګنده ده، دغه مجاهد چې کله دجنت خبره اوري چې دتورو تر سیوري لاندې دی نو سمدستي همدغه جنت ته دورتلو په هیله جګړه پیلوي تر دې چې شهید کېږي، دا مو باید په یاد وي لکه مخکې مو چې وویل چې استشهادي برید نه فرض او نه هم واجب بلکې روا دی، که یې څوک کوي او که نه، که يې څوک کوي نو مخه یې نه نیول کېږي، او که یې څو ک نه کوي نو په زور باندې نشي پرې کېدای، دا دهر مسلمان مجاهد خپله خوښه ده، مونږ دادي ګورو هم په دغه حدیث شریف کې او هم په هغه مخکني حدیث شریف کې چې په دولسمه برخه کې تېر شو چې ډېر مجاهدین دغه دجنت زیری او دجنت خبره اوري، چې په هغوی کې لوی لوی صحابهء کرام هم شتون لري مګر یوازې ځینې کسان پر دښمن وردانګلو ته زړه ښه کوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم له ټولو صحابوو نه دا نه غواړي چې ځۍ تاسو ټول پرې ور ودانګۍ او ټول ځانونه پرې شهیدان کړي، او نه هم دهغه چا مخه نیسي چې دغه رنګه لويې سرښندنې ته زړه ښه کوي، داسلام مبارک دين ځکه دا کار دهر چا خوښې ته پرېښی دی چې دټولو مسلمانانو زړورتیا یو رنګې نه ده، ځینې کسان ډېر زړور وي او ځيڼې نور بیا دومره نه وي، او ځینې بیا ډېر بې زړه وي، ځینې کسان په خپله خوښه غواړي چې زر تر زره په آخرت کې له الهي پېرزوینو نه برخمن شي او ځينې نور بیا یو څه وخت وروسته ددې هیلې پوره کېدل غواړي، دا دهر مسلمان خپله خوښه ده، نور عبادات هم همداسې دي، دبیلګې په توګه داسلام مبارک دين خپل پیروان دزیاتو نفلونو کولو، زیاتو روژو نیولو، دقرآن کریم زیات تلاوت کولو او زیاتو خیراتونو ورکولو ته هڅوي، مګر پرې لازمي کوي یې نه، هو هغه فرض لمونځ، فرض روژه، او فرض زکات خو به هر څوک چې توان یې ولري کوي او ورکوي به يي، مګر نفل او خیرات بیا دهر چا خپله خوښه ده، که چا زیات نفلي لمنځونه وکول،زیاتې نفلي روژې یې ونیولې،او زیات خیراتونه یې ورکړل، زیات دقرآن کریم ختمونه او تلاوتونه یې وکول، او په عبادتونو کې یې زیات ځان وکړولو نو الله جل جلاله به ډېر اجر او لوړې درجې ورکړي،او که چا ونه کول نو غاړه یې نه پرې بندېږي،او هېڅوک هم نشي ویلای چې ولې ټول مسلمانان هره ورځ شل یا پنځوس یا سل او ....رکعته نفلي لمنځونه نه کوي؟ ولې ټول شتمن مسلمانان هره ورځ زر زر، یا لس لس زره یا یویو لک یا دوه دوه لکه پیسې نه خیراتوي؟ یا ولې ټول مسلمانان په هره میاشت کې پنځه پنځه یالس لس یا شل شل ورځې نفلي روژه نه نیسي؟ ولې ټول مسلمانان په هرو درې ورځو یا هرو لسو ورځو یا هر میاشت کې قرآن کریم نه ختموي؟
همدا رنګه جهاد کول هم پر هر مسلمان لکه څنګه چې فرض لمونځ او فرض زکات او فرض روژه دي داسې فرض دی، او استشهادي بریدونه بیا دنفلي لمنځونو ، نفلي روژو، او نفلي خیراتونو په څېر دی، که چا کولو الله جل جلاله به ډېر اجر او لوړې درجې ورکوي او څوک یې مخه نشي نیولای او که یې نه کولو نو پرې فرض نه دي، او نه یې څوک پر چا باندې په زور کولی شي، ځکه دا دزور کار نه دی، دا دعقیدې او ایمان خبره ده دهر مسلمان تر خپل وس، توان او ایمان پورې اړه لري.
او که یو مسلمان یا عالم دغه رنګه فضیلتونه بیانوي نو څوک هم نشي ورته ویلای چې ته یې خپله ولې نه کوې؟ او په خپله یې چې نه کوې نو نورو ته هم مه وایه! ته چې خلک نفلي لمنځونو یا دقرآن کریم تلاوت ته رابولې نو په دې سره خو یې ډېر وخت نیول کېږي، او بیا دوی له خپل کار وبار نه پاتې کېږي، دخپل ژوندانه اړتیاوې نشي پوره کولای، دخپل اولاد روزي به بیا څنګه پیدا کوي؟ یا دا چې که خلک نفلي روژو نیولو ته را وبلل شي نو په دې سره به ددوی بدنونه کمزوري شي، بیا به کار نشي کولای، ناروغان به شي، او بیا به مړه شي! یا که خلک خیرات ورکولو ته وهڅول شي نو په دې سره خو ددوی مال کمېږي، سرمایه اوپانګې یې له ګواښ سره مخ کېږي! او داسې نور... فکر نه کېږي چې سم مسلمان به داسې خبرې وکوي، کفار یې کوي ځکه هغوی خو په دیموکراسۍ باندې ایمان لري، ددیموکراسۍ تر نامه لاندې دملیونونو انسانانو عقېدې او مقدساتو ته سپکاوۍ خپل حق بولي، دانسانانو او حیواناتو تر منځ توپیر نه پېژني او نه يې کوي، بلکې ډېر خو يې حیوانات او ځناور له انسانانو څخه غوره بولي، له همدې کبله له ځناورو سره ودونه کوي، هغوی خو نه اخلاق پېژني، نه انسانیت پېژني، نران یې له نرانو او ښځې يې له ښځو سره ودونه کوي، له خپلو میندو ، خویندو او لورګانو سره ناروا اړيکې دیموکراسي بولي، هغوی خو په معنویاتو او په اخلاقو اصلا ایمان نه لري، دهغوی هر څه دمادیاتو پر بنسټ ولاړ دي، نو که هغوی دا رنګه خبرې وکړي څوک ګیله نه ترېنه کوي ځکه چې دا رنګه خلک دانسانیت له چو کاټ نه وتلي دي، انسانیت څه چې دځناورو په چوکاټ کې هم نه راځي له هغوی نه څو پولې نو رهم ور وړاندې دي.
او امام بخاري صیب داسې روایت راوړی دی: (عَنْ أَنَسٍ - رضى الله عنه - أَنَّ عَمَّهُ غَابَ عَنْ بَدْرٍ فَقَالَ غِبْتُ عَنْ أَوَّلِ قِتَالِ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - ، لَئِنْ أَشْهَدَنِى اللَّهُ مَعَ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - لَيَرَيَنَّ اللَّهُ مَا أُجِدُّ . فَلَقِىَ يَوْمَ أُحُدٍ ، فَهُزِمَ النَّاسُ فَقَالَ اللَّهُمَّ إِنِّى أَعْتَذِرُ إِلَيْكَ مِمَّا صَنَعَ هَؤُلاَءِ - يَعْنِى الْمُسْلِمِينَ - وَأَبْرَأُ إِلَيْكَ مِمَّا جَاءَ بِهِ الْمُشْرِكُونَ . فَتَقَدَّمَ بِسَيْفِهِ فَلَقِىَ سَعْدَ بْنَ مُعَاذٍ فَقَالَ أَيْنَ يَا سَعْدُ إِنِّى أَجِدُ رِيحَ الْجَنَّةِ دُونَ أُحُدٍ . فَمَضَى فَقُتِلَ ، فَمَا عُرِفَ حَتَّى عَرَفَتْهُ أُخْتُهُ بِشَامَةٍ أَوْ بِبَنَانِهِ ، وَبِهِ بِضْعٌ وَثَمَانُونَ مِنْ طَعْنَةٍ وَضَرْبَةٍ وَرَمْيَةٍ بِسَهْمٍ ) له انس رضی الله عنه نه روایت دی چې دده اکا ( انس بن نضر ) دبدر له غزا نه پاتې شوی و، نو ویل به يې: زه درسول الله صلی الله علیه وسلم له لومړني جنګ نه پاتې وم، خو که دا ځل الله جل جلاله له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په کوم جنګ کې دبرخې اخیستنې پېرزوینه را باندې وکړه، نو خامخا به الله جل جلاله وګوري چې زه څه کوم؟ همغه و چې داحد غزا راغله، او ده هم ګډون پکې وکړ، جګړه پیل شوه، څه وخت وروسته خلک ( مسلمانان ) مات شول، ده وویل: اې الله جل جلاله زه تا ته ددغه خلکو ( مسلمانانو ) له کړنې نه بښنه وړاندې وکوم، یانې دا چې دوی وتښتېدل دا یې سم کار ونه کړ، او له هغه څه نه بېزاري درته وړاندې کوم چې مشرکینو وکول، یانې چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم او پر ملګرو یې بریدونه وکول،انس بن مالک وايي چې زما اکا له خپلې تورې سره کفارو ته ور وړانډې شو، له سعد بن معاذ سره چې خورا زړور او اتل مجاهد و په لاره کې مخ شو، سعد ته یې وویل: چېرته اې سعده! یانې چېرته له جنګ ته تښتې؟ ماته داحد دغره له لوري دجنت بوی راځي،او نور همداسې دکفارو په لوري ورغی تر دې چې ووژل شو، انس بن مالک وايي: چې دډېرو ټپونو له وجې له شهادت نه وروسته نه پېژندل کېدو، تر دې چې خور يې دګوتو له سرونو او که له خال نه و پېژانده، په داسې حال کې چې دده پر بدن څو اتیا دنېزو ،غشیو او تورو دګوزارونو ټپونه وو.
دلته هم دا دي دغه مبارک صحابي ګوري چې نور ملګري يې دجنګ له ډګر نه په شا کېږي او په شا شول، مګر دی دا کار سم نه بولي او له خپلې تورې سره ددښمن پر لور ورځي او په دې باندې پوهېږي هم چې خامخا به وژل کېږي، مګر ده ته داحد له غره نه دجنت بوی راتلو او دا دده دکرامت ښکارندويي کوي، نو ځکه خو له مرګ نه نه یرېږي، او مخا مخ پر دښمن ورځي تر دې چې دشهادت لوړ مقام ته رسېږي، او تر ټولو دپام وړ دا چې دغه مبارک او اتل سرښندونکی صحابي پر خپل بدن له اتیاوو نه هم زیات ټپونه خوري مګر بیا هم نه په شا کېږي، څه فکر کوۍ نن ورځ که یو تکړه او خورا زړور کس اتیا نه یوازې پنځه ټپونه وخوري نو بیا به ټينګ شي؟ هو دغه رنګ اتلان په هرو خت او هر ځای کې پیدا کېږي او شته دي، هغه څه چې ددغو سرښندونکو په وړاندې یې دتورو، غشیو، نېزوا ومرمیو ټپونه بې ارزښته کړې دي او له ټپونو سره سره بیا هم پر دښمن وردانګي همدا پر الله جل جلاله باندې ددوی تینګ ایمان دی چې دوی يې له هر ر نګه ستونزو او کړاوونو نه بې پروا کړي دي.
ددغه حدیث شریف په شرحه کې ابن حجر رحمه الله وایي: وفي قصة أنس بن النضر من الفوائد جواز بذل النفس في الجهاد وفضل الوفاء بالعهد ولو شق على النفس حتى يصل إلى اهلاكها وأن طلب الشهادة في الجهاد لا يتناوله النهي عن الإلقاء إلى التهلكة وفيه فضيلة ظاهرة لأنس بن النضر وما كان عليه من صحة الإيمان وكثرة التوقي والتورع وقوة اليقين ) دانس بن النضر په دغه کیسه کې څو ګټې دي: ۱ـ په جهاد کې دځان قربانولو روا والی، ۲ـ دژمني دپوره کولو غوره والی که څه هم چې په دسر په بیه تمام شي، ۳ـ په جهاد کې شهادت غوښتنه نه ځان وژنه ده اونه هم ځان هلاکت ته اچول دي، ۴ـ دانس بن النضر بهتري، سم ایمان، زیاته تقوی،او ټینګ باور .
په یو بل ځای کې امام بخاري صیب روایت کوي :( عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ لَمَّا حَضَرَ أُحُدٌ دَعَانِي أَبِي مِنْ اللَّيْلِ فَقَالَ مَا أُرَانِي إِلَّا مَقْتُولًا فِي أَوَّلِ مَنْ يُقْتَلُ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَإِنِّي لَا أَتْرُكُ بَعْدِي أَعَزَّ عَلَيَّ مِنْكَ غَيْرَ نَفْسِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَإِنَّ عَلَيَّ دَيْنًا فَاقْضِ وَاسْتَوْصِ بِأَخَوَاتِكَ خَيْرًا فَأَصْبَحْنَا فَكَانَ أَوَّلَ قَتِيلٍ وَدُفِنَ مَعَهُ آخَرُ فِي قَبْرٍ ثُمَّ لَمْ تَطِبْ نَفْسِي أَنْ أَتْرُكَهُ مَعَ الْآخَرِ فَاسْتَخْرَجْتُهُ بَعْدَ سِتَّةِ أَشْهُرٍ فَإِذَا هُوَ كَيَوْمِ وَضَعْتُهُ هُنَيَّةً غَيْرَ أُذُنِهِ ) له جابر رضی الله عنه روایت دی چې ویې ویل: کله چې داحد دغزا ورځ راو رسېده پلار مې دشپې له خوا وروبللم، او راته ويې ویل: خپل ځان نه ګورم مګر دنبي صلی الله علیه وسلم په هغو ملګرو کې چې لومړی به وژل کېږي، او بېشکه چې زه له خپل ځان نه وروسته پر خپل ځان باندې له تا نه ګران پرته درسول الله صلی الله علیه وسلم له ځان نه بل څوک نه پرېږدم، په ما باندې څه پور دی، یانې هغه دپور خاوند ته ورکړه، او له خپلو خویندو سره ښه چلن کوه، په روایاتو کې راځي چې نه خویندې یې وې، جابر رضی الله عنه وايي: کله چې سبا شو او جګړه پیل شوه نو همدا زما پلار لومړنی شهید و، له ده سره په قبر کې یو بل کس هم ښخ کړای شو، بیا وروسته دې خوند را نه کولو چې له بل کس سره یې یو ځای پرېږدم، نو مې له قبر نه شپږ میاشتې وروسته را وایست، که ګورم چې داسې و لکه په کومه ورځ مې چې ایښی و، پرته له غوږونو یې، یانې غوږونه یې یو څه خراب شوي وو، نورپه همغه ډول و لکه څنګه مې چې اېښی و، په ځینو نورو روایاتو کې راځي چې کفارو له شهادت نه وروسته دده غوږونه او پزه پرې کړې وو، نو له همدې کبله یې دغوږونو پاتې برخې یو څه خرابې شوې وې.
دادی دلته ګورو چې دجابر پلار عبد الله بن عمر و بن حرام رضی الله عنهما، خپل زوی ته وايي چې هېڅوک دومره نه دي را باندې لکه ته، پرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه، په صحابوو باندې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اولادونو نه هم زیات ګران و، خو افسوس زمونږ پر حال، دلته آره خبره دا ده چې دغه نومیالی صحابي په دې ښه خبر و چې سبا ته به شهیدکېږي، او لومړی شهید به همدی وي، مګر بیا هم دجګړې ډګر ته روانېږي، که ځینې اوسنیو څېړونکو ته دا خبره ورمخې ته کړې، نو وايي به چې دا خو یې سم کار نه دی کړی؟ والعیاذ بالله، دا خو يې ځان وژنه کړې ده! ځکه ښه پوهېدو چې وژل کېږي مګر بیا هم دجګړې ډګر ته لاړو! مګر نه دغه جلیل القدره صحابي ته دالله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل له هر څه نه زیات غوره و، ځکه خو له دې سره سره چې پوهېدو چې شهید کېږي بیا هم دجګړې ډګر ته لاړو او خپلې موخې ته ورسېد، دا چې دی څنګه پوه شوی و چې دی به لومړني شهید وي، دا نو بیا دده کرامت و، داولیا وو کرامت حق دی، امام بخاري صیب هم دغه حدیث شریف د اولیاوو دکرامت په باب کې راوړی دی، الله جل جلاله خپل مخلص بنده ګان ځان ته ورنېږدې کوي، نازوي یې، په داسې پېښو يې خبروې چې دننۍ نړۍ ډېر روڼ اندي يې نه مني، ځکه چې دهغوی کار یوازې او یوازې له همدغه چټلې دنیا سره وي، دخپل لوی خالق جل جلاله له ډېرو پېرزوینو نه بې برخې او بې خبره وي.