دطالبانو په هکله دیو څو پوښتنو اواندېښنو ځوابونه ( پنځه لسمه برخه )
05.10.2010 17:10دوهم: ځینې کسان یې بیا داسې کوي چې ډېر حساس چاودېدونکي توکې په یوه لاسي بکس یا په یوه غوټه کې ځای پرځای کړي او بیا یې له ځانه سره واخلي، موټر دربست ونیسي او دخلکو دګڼې ګوڼې ځای ته دتګ ورته ووايي، کله چې هلته ورسېږي موټروان ته کرایه ورکړي، دی ښکته شي بکس هملته په موټر کې قصدا پرېږډي دموټروان یا ورته پام نه شي او که دځینو ورته پام شي نو وايي چې ځه ښه شو دا بکس خو پاتې شو کېدای شي ډېر څه به وي پکې، نو غږ نه کوي، او همداسې روان شي، دغه ظالم دغه چاودېدونکي توکي یا دریموډ کنترول په مټ چووي او یا يې هم په ساعت برابر کړي وي چې په همغه مناسب وخت کې خپله وچوي، موټروان بېچاره په ځان خبر نه وي او په دې هیله چې اوس به په بکس کې څومره پیسې وي غواړي زر زر ځان یوې ګوښې ته کړي او له ګڼې ګوڼې ووزي، چې په همدې ترڅ کې دخلکو په منځ کې یو درز شي موټر او موټروان دواړه له منځه لاړ شي او په څنګ کې نور عام وګړي هم ورسره شهیدان شي، ټول خلک وايې چې دا خو استشهادي برېد و، ځکه په موټر کې ناست کس چاودنه وکوله، دا خبره که چاته وکوې نو ډېر یې تر هغه پورې نه مني تر څو چې دظالمانو په دغه چل او فریب باندې پوه نه وي.
دریم: کله کله داسې کوي چې له خپلو جاسوسانو نه په دې برخه کې دخسو او خځلو په څېر کار اخلي، هغه داسې چې ځینې هغه کسان چې له دوی سره کار کوي هغوی ته له چاودېدونکو توکیو نه ډک موټر په لاس ورکړي، او ورته وايي چې پلاني ځای ته لاړ شه هر کله چې ورسېدې، مونږ ته به تلیفون را وکړي، مونږ بیا تا ته وایو چې څه وکوه او چېرته لاړ شه، او داسې ځای ورته ښيي چې هلته دخلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي، هغه همداسې وکوي کله کله غټه لارۍ په لاس ورکړي، هلته چې ورسېږي دوی ته تلیفون را وکړي چې زه خو ورسېدم، دوی له شانه ورپسې وي او په شاوخوا لنډه سیمه کې چېرته ولاړ وي نو سمدستي دریمود بټنه ووهي او له همدې سره دخلکو په منځ کې یو درز شي، یوه لویه مرګ ژوبله رامنځ ته کړي،او سمدستي خبري رسنۍ خبر خپور کړي چې استشهادي برید عام خلک په نښه کړل، او خلک يې هم مني ځکه ټول ويني چې هغه دی کس په موټر کې ناست و، موټر یې راوستوو، او دخلکو په منځ کې يې چاودنه وکوله، او تر ټولو ښه نښه بیا دا ښيي چې دامریکایانو موټر هم همدلته په سیمه کې وو، یانې دغه چاودنه په اصل کې په امریکایانو باندې کېدله مګر بې ځایه وشوه! او خلک یې په ټینګه سره مني ځکه ويڼي چې دادي امریکایان خو په رښتيا هم په سیمه کې شته دي، او خلک ملامت ځکه نه دي چې هغوی دکافرو ځناورو په دغه چل فریب او مکر باندې څه پوهېږي، دغه رنګه پېښې په عراق کې زیاتره پېښېږي او پېښې شوي دي.
څلورم: ځینې وخت داسې وکوي چې له چاودېدونکو توکیو نه ډک موټر خپل یو جاسوس ته په لاس ورکړي او له ځانه سره یې روان کړي، هغه ته وايي چې ته له مونږ نه یا مخکې او یا هم وروسته راپسې راځه، بد بخته او کم بخته جاسوس خبر نه وي چې چېرته يې روان کړی او په موټر کې څه دی؟ ځکه هغه نه ددې واک لري او نه دومره زړه لري چې دچېرته تګ پوښتنه و کوي، بس همداسې له دوی نه مخکې روان وي او یا ورپسې وي، کله چې دعامو خلکو کوم موټر مخې ته ورته راشي او یا کوم دخلکو دګڼې ګوڼې ځای ته ورسېږي نو نیواکګر سمدستي بټنه ووهي او چاودنه را منځ ته شي، ټول خلک وايي چې دادي موټر راغی، کس پکې ناست و اود امریکایانو دموټرو او ټانکونو تر څنګ يې چاودنه وکوله، دغه ظالمان ځکه په دې توګه دغه کار تر سره کوي تر څو خلک یې ومني چې دغه موټر خو دامریکایانو یا خارجیانو دوژلو لپاره راغلی و، مګر وار ترېنه خطا شو ، د عامو خلکو په منځ کې یا هم دعامو خلکو په موټر باندې یې چاودنه وکوله، که سړی لږ فکر وکوي چې دا اوس تر کومه ځایه پورې دمنلو ده چې یو استشهادي برید کونکی دې ځان او موټر هر څه برابر کړي، او بیا په داسې یو ځای کې چې هلته دښمن ته دورسېدو لپاره دیو څو شیبو لاره پاتې وي او دی دعامو خلکو په منځ کې چاودنه وکوي! دا خبره ځکه دمنلو نه ده چې همدغه مجاهد کولای شي چې یوازې په یو ریز باندې ځان تر دښمن پورې ورسوي، نو بیا دعامو خلکو تر منځ چاودنه دڅه لپاره کوي؟ ځينې کېدای شي ووايي چې وارخطا شي نو ځکه بې ځایه چاودنه ترېنه وشي، دا خبره ځکه سمه نه ده چې مونږ او تاسو ټول ګورو چې یو مجاهد مخکې له دې چې استشهادي برید وکوي سمه روزنه یې کېږي، هر څه سم ورته ښودل کېږي، او وارخطا کېږي خو ځکه نه چې دوی دغه کار په خورا ویاړ او خوشحالۍ سره کوي نو بیا وار خطا د څه لپاره شي؟ او وار خطايي به یو ځل وه، دوه ځله به دوه ، درې ځله به وه، یو کس به وار خطا کېدو، دوه به وارخطا کېدل درې به وار خطا کېدل ! نه داچې هر ځل او ټول وار خطا شي!
پنځم: ځیني وخت زبون وهلی دښمن داسې کوي چې دسړک پر غاړه او یا هم په ځينو بازارونو کې یادشپې لخوا او یا هم په دا سې وخت کې چې خلک نه وي ماینونه مخکې له مخکې ښخ کړي، بیا یا دریمود کنترول په مټ چاودنه وکوي او یا یې په ساعت باندې برابر کړی وي، او داسې هم کوي چې دخلکو دتګ راتګ یا دماشومانو دتګ راتګ په لارو کې ماینونه ښخ کړي او بیا چاودنه وکوي، او پړه يې پر مجاهدینو ور واچوي چې دادی دا ماینونه خو طالبانو ښخ کړي دي، او خلک یې ځکه مني چې له ماینونو نه خو مجاهدین کار اخلي نه امریکایان او ملګري یې، او ټول خلک وايي چې دوی خو ماینونو ته اړتیا نه لري، نو ځکه به دا کار طالبانو کړی وي، او طالبانو ته خو مالومه وي چې دا کار دوی نه دی کړی، نو ځکه یې مسولیت هم پر غاړه نه اخلي، او ځینې ساده ګان بیا وايي چې طالبان چاودنه وکوي او کله يې چې زیان عامو خلکو ته زیات واوړي نو بیا یې دوی مسولیت په غاړه نه اخلي، او حال دا چې هغه کار طلبانو اصلا کړی نه وي.
شپږم: داسې هم پېښېږي چې امریکایان دتالاشۍ په نامه موټر ودروي، ناست کسان له موټر نه راښکته کړي، هغوی یوې خواته بوزي، دځینو خو پر سر خلته ورواغوندي، او ځینو ته بیا وايي چې پروت وکوۍ او هېڅ لوري ته به نه ګورۍ، هغوی بېچاره ګان همغسې وکوي، یو یا دوه کسه فوځیان ورته ولاړ وي، هغه نور دموټر دتالاشۍ په نامه یو څه تیار برابر شوي چاودېدونکي توکي دموټر په یوه برخه کې پټ کېږدي، او بیا دوی ته وایي چې راشۍ په موټر کې مو سپاره شۍ او ځۍ، هغوی بېچاره ګان خوشحاله شي ځکه چې دځناورو له منګلو نه را خلاص شول، او ښه په خوند روان وي، ظالمان له شانه ورپسې وي، کله چې کوم بازار یا دخلکو دګڼې ګوڼې ځای ته ورسېږي نو همغه چاودېدونکو توکیو ته دریموډ کنترول په مټ چاودنه ورکړي او لویه تباهي را منځ ته کړي، او کله کله يې چاودیدونکي توکي په ساعت برابر کړي وي، چې زیاتره دغه رنګه کرغېړنې پېښې په عراق کې کوي.
اووم: هغه چاودنې چې په مدرسو کې کېږي هغه هم همدوی کوي مدرسې ته په یوه پټه توګه د خپلو ځانګړو کسانو له لارې څه چاودېدونکي توکي ور دننه او ځای پر ځای يې کړي او بیا په داسې وخت کې چاودنه کوي چې دوی یې وړ او مناسب بولي، اوخلکو ته وايي چې دا خو استشهادي برید و.
اتم: کوم چې په جوماتونو کې چاودنې دي هغه خپله همدغه ظالمان کوي، په ځینو جوماتونو کې څه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي انفجار ورکړي او بیا وايي چې دا استشهادي برید و، او ددې لپاره چې خلک یې خبره ومني، نو دغه چاودنه په داسې وخت کې کوي چې کوم کس جومات ته د ننوتلو په حالت کې وي، ځینې کسان هغه وویني او بیا وايي چې په رښتیاهم چې هغه کس څنګه را ننووت په همدغه وخت کې چاودنه وشوه، او کله کله بیا ځینې له دین او اسلام نه نا خبره داسې کسان چې نه له امارت سره تړاو لري او نه هم په دې اړه له امارت سره مشوره کوي، هغوی په خپل سر دا رنګه چاودنه کوي او روا یې بولي، پاته دې نه وي چې ملاصاحب دتېر کال دلوی اختر په پیغام کې ولس اونړیوال ددښمن له دغه رنګ ظالمانه او وحشي پلانونو نه خبر کړل، چې ګورۍ ماتې خوړلی او زبون وهلی دښمن دغه رنګه کرغېړنې کړنې دمجاهدینو په نامه تر سره کوي، نو مجاهدین باید ددښمن دا رنګه کرغېړنو چارو ته ويښ وي، دا دي زه دده پیغام هغه برخه دلته ستاسو مخې ته ږدم چې دا خبره يې پکې کړېده: (...مکار دښمن غواړي چې دمجاهدینو د بدنامولو لپاره دولسي خلګو په تجمع ګانو (دیني مراکزو، مساجدو اوورته ځایونو کې) دمجاهدينو دبدنامولو لپاره داستشهادي عملیاتو په نوم خونړي بریدونه ترسره کړي، نو مجاهدين بايد ددښمن دې عمل ته هم بيدار اووسي اوله مشابه عمل نه ځان په کلکه وساتي...) او ټول پیغام همدا اوس هم په نېټ کې شته دی که څوک وغواړي کتلای يې شي.
دلته یوه یادونه باید وشي، هغه دا چې دعامو او ولسي خلکو دمرګ ژوبلې په اړه تر ډېره پورې خبري رسنۍ هغه خبرونه خپروي کوم چې ددولت کسان ورته وايي، ځکه دوی خپله هغه سیمي ته نشي ورتللای،او که ځینې دورتګ توان ولري هم نو دښمن یې نه پرېږدي، بلکې هغه څه ورته وايي چې دوی يې خپرول غواړي، او ددې تر ټولو ښه بیلګه دا ده چې څه وخت مخکې کله چې دبشر دحقوقو دځینو ټولنو لخوا دملکي تلفاتو پایله اعلان شوه نو اویا په سلو کې یې پړه پر مجاهدینو ور اچولې وه، ځکه خو امارت ددوی ددغو ناسمو مالوماتو درښتیا کولو لپاره دبشر دحقوقو ټولنې او دښمنانو ته وړانديز وکړ تر څو یوه بې پرې ټولنه جوړه کړي چې ددغه تلفاتو په اړه سمه پلټنه وکړي مګر دا چې دښمن له حقیقت نه تل یرېږي ځکه چې ددوی ټول کارونه ددرواغو پر بنسټ ولاړ دي نو یې دا خبره ونه منله، او دبشر دحقوقو تش په نامه ټولنو هم داسې څه ونه کول چې ددغې سمې او معقولي غوښتنې په اړه وړ او رېښتونی ګام پورته کړي، تر څو خونخواران او دولسي خلکو قاتلان ټولې نړۍ ته رسوا شي، ځکه دوی هم له امریکایانو نه یا خو یرېږي او یاهم دهمغوی خلک دي، او ډېر دتعجب ځای دا دی چې خپله دښمن دومره ښکرور درواغ وايي چې ټول پرې پوهېږي مګر بیا هم څوک څه نشي ویلای او ددوی درواغ مني، دبېلګې په توګه څومره استشهادي بریدونه چې کېږي او یا شوي دي په خورا زیاتو کې یې دښمن دا خبره کوي چې په دغه برید اوهغه برید کې دومره ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، او خپله دناټو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي، او ډېر وخت خو دا هم وايي چې مالي زیان هم نه دی ور اوښتی، دلته که لږ له غور نه کا ر واخیستل شي څو ټکي مخې ته راځي:
1: دا څنګه کېدای شي چې په هر استشهادي برید کې دې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله ور واوړي او حال دا چې ټول دسر په سترګو ګوري چې امریکایان او ملګري يې هېڅ موټر او کس خپل ځان ته د سلو مترو په واټن لنډ نه پرېږدي، او که څوک د ورلنډېدو هڅه وکړي نو سمدستي يي ولي، تر دې چې په لومړیو وختونو کې خو يې په ځينو ځينو سیمو کې واړه واړه ماشومان چې دوی ته دورلنډيدو هڅه يې کوله وویشتل او شهیدان یې کړل، په لومړيو وختونو کې خلک نا بلده وو دکفارو په دغه وحشت او ظلم باندې نه پوهېدل، اوس خو ټول ولس پوه شو چې که څوک ددوی لوري ته هسې دیو څه ورلنډېدو هڅه وکړي سمدستي يې ولي ، او بل دا چې ولسي خلک خپله پوهېږي چې پر دښمن باندې وخت ناوخته چاودنې کېږي نو له دې کبله هم لنډ نه ورځي، دا بیا نو څنګه شونې ده چې په هره چاودنه کې ولسي خلک ووژل شي! او حال دا چې نه دښمن ولسي خلک ځان ته لنډ پرېږدي او نه هم ولسي خلک ور لنډېږي ! دا ټول ددښمن پروپاګندې دي چې دمجاهدینو دبدنامولو لپاره یې کوي، مګر کله به هم خپلې موخې ته ونه رسېږي.
هو له دېنه باید سترګې پټې نشي چې ډېر کم داسې پېښېدای شي چې دمجاهدینو له لوري پر دښمن باندې په ځینو استشهادي بريدونو کې کله کله ځینې ولسي خلک په شهادت ورسېږي، او هغه هم داسې چې مجاهدینو مخکې له مخکې خپل هدف ښه ټاکلی وي مګر دبريد په وخت کې یو په یو ځینې ولسي خلک را پیدا شي او په چاودنه کې مرګ ژوبله ورته ور واوړي، دا هغه څه دي چې مجاهدین یې په قصد سره نه کوي، او کوم څه چې نیواکګر یې کوي هغوی خو يې په قصد سره کوي، بلکې دمسلمانانو له وژلو او کړولو نه خوند اخلي، کوم څه چې ددوی دلوړ رتبه چارواکو دخولې خبرې دي! او ټوله نړۍ پرې خبره شوه، ډېر دتعجب ځای لا پسې دا چې دغه ځناور نیواکګر دټولې نړۍ په وړاندې په زغرده دا خبره کوي، ځکه له هېچا یې سترګه نه سوځوي، او نه یې په چا په سترګه ډکېږي!
2: کله کله خو دښمن په هغو استشهادي بریدونو کې دولسي خلکو دمرګ ژوبلې خبرې هم کوي چې ددوی پر مرکزونو او قرار ګاوو باندې تر سره کېږي، او دا خو ټول ولس ته له لمر نه هم خورا روښانه ده چې آیا نیواکګر دخپلو اډو او مرکزونو په شاوخوا کې عام ولسي خلک پرېږدي؟ هغوی خو دچا خبره دخپلو اډو په شاوخوا کې په هوا کې مارغه هم نه پرېږدي، دا نو بیا څنګه شونې ده چې ولسي خلک دې ددوی فوځي او نظامي مرکزونو ته لنډ ورشي؟ او که دا هم ومنو چې ځه ولسي خلک ددوی اډو ته آزاد تګ را تګ کولای شي، نو بیا دڅه لپاره ورځي؟ ددې لپاره چې له نیواکګرو سره یې ډېره مینه ده؟ دروغ ناروغ پوښتنه یې کوي؟ او که دوی ولسي خلکو ته په خپلو اډو کې میلمستیاوې کوي؟
3: نیواکګر هغو خلکو ته هم ملکي او ولسي خلک وايي چې له دوی سره کار کوي، دوی ته اډې جوړوي، ددوی اکمالات کوي؟ او حال دا چې دوی هر هغه کس مجرم بولي او بند ته یې اچوي یا يې وژني چې یوازې هسې په خوله د طالبانو په ګټه یوه خبره وکوي، دطالبانو په ګټه نه بلکې حقیقت ووايي، او هغه کسان چې دطالبانو لپاره کار کوي مرسته ورسره کوي، ځای ورکوي، یوه مړۍ وچه ډوډۍ ورکوي، یو غوړپ یخې اوبه ورکوي دا کسان خو ددوی په وړاندې تر ټولو ستر بلواګر دي! او دوی خپل چوپړیان او غلامان بیا په ولسي خلکو کې ګڼي! ځینې وايي چې څه وکوي خپل اولاد ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، بې وسه دي، څه نه لري! دا هم عجیب خندنی قضاوت دی! یو کس راولاړېږي ددې لپاره چې خپل ځان او اولاد ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي دبل کس په وژلو، بند ته اچولو، کور ورانولو کې له دښمن سره مرسته کوي! او دا ځان ته روا بولي، خو که بیا ده ته څه مرګ ژوبله ور اوړي دا بیا ناروا دی، پر ده باندې باید څوک کار ونه لري، ځکه دی خپل ځان او اولاد ته دیوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره دنورو په کورونو کې دوینو په بهولو،او هغوی دغم په ټغر کینولو کې مرسته کوي! دبل که کور وران شي، اولاد يې یتیمان شي، مېرمن يې کونډه شي، څه باک نشته خو چې دی یوه مړۍ مرداره ډوډۍ پیدا کړي! دغه خلک ولې دا فکر نه کوي چې په هغه وخت کې دوی څه خوړل او چا ورکول په کوم وخت کې چې نیواکګر لا نه وو راغلي؟ په کوم وخت کې چې دامریکایانو او نیواکګرو لپاره په افغانستان کې داډو او فوځي مرکزونو جوړول چا نه پېژندل؟ که دوی په هغه وخت کې بې خوراکه او بې څښاکه پاییدل نو اوس دې هم وپايي او که په هغه وخت کې یې کوم بل کار و بار کولو نو اوس دې هم همغه ته او هغه ته ورته نورو چارو ته مخه کړي، لنډه دا چې هغه کسان چې ددښمن په فوځي او نظامي اډو او مرکزونو کې کار کوي هغوي په هېڅ ډول ملکي او ولسي خلک نشي کېدای اونه هم دي بلکې دوی ددښمن سترګې او لاسونه ګڼل کېږي.
بله خبره د قومي مشرانو د وژلو ده، هغه کسان چې دښمن ته دقومي مشر په نامه کار کوي، دمجاهدینو ځای ځایګی ورښيي، مالومات ورته را ټولوي، دغه رنګه خلک که هر څوک وي او په هر نامه چې وي مجاهدین یې په نښه کوي، ځکه دا ددښمن دملا دتير په څېر دي، که دوی دښمن ته دمجاهدینو په اړه مالومات ورنه کړي، نو دښمن کله هم نشي کولای چې مجاهدین یا شهیدان کړي، یا يي بندیان کړي او یا ددوی دکار مخه ډب کړي، ځکه دښمن نه دچا کور پېژني، نه يې کلی پېژني، نه يې قوم او ټبر پېژني، او نه یې هم سنګر پېژني، دښمن په ګران هېواد کې دړانده په څېر دی، همدغه کسان چې مرسته ورسره کوي، دمجاهدینو او ددوی دکارونو په اړه مالومات ورکوي همدوی ددښمن سترګې دي، دښمن ددوی دمالوماتو په رڼا کې هر څه کوي، او تر ټولو ښه او ښکاره بيلګه یې دا ده چې دوی وخت نا وخته په عامو وګړو باندې بمباریانې کوي، که څه هم چې ځينې دغه رنګه بمباریانې خو قصدا کوي، مګر ځينې ځینې نورې بیا دخپلو جاسوسانو دمالوماتو پر بنسټ کوي، هر راپور چې هغوی ورته راوړي دوی دهمغه په رڼا کې لاس په کار کيږي، چې ښکاره بیلګه يې په فراه کې دعزیز آباد پېښه ده، چې تر۹۰ پورې ولسي خلک، ښځې، ماشومان او بوډا ګان پکې شهیدان شول، په دې اړه ښاغلي محمد داود میرکي یوه مستند فلم هم جوړ کړی چې په نېټ کې پروت دی، نو آیا ددغه رنګه خلکو له منځه وړل چې امریکایانو او ملګرو ته يې دولس او مجاهدینو په اړه په سمه او یا هم په نا سمه توګه مالومات ورکوي لازم او اړین نه دي؟ پاتې دې نه وي چې دغه رنګه خلک خورا کم دي، او مجاهدین هم چې کله دغه رنګه خلک له منځه یوسي نو بیا یې خپله مني او اعلانوي یې، مګر هغه بې غرضه قومي مشران او ولسي مخور چې په پټه توګه شهیدانېږي هغه ټول همدغه ځناور کفار کوي، دوی په دغه کار کې دوه لويې موخې لري: لومړی دا چې دوی غواړي دولس او مجاهدینو تر منځ درز را پیدا کړي، تر څو ولس دمجاهدینو له ملاتړ نه لاس واخلي، مګر په دې نه پوهېږي چې ولس ټول خپله مجاهد دی، نو بیا به څه رنګه له جهاد او مجاهدینو نه لاس واخلي، او دوهم دا چې دوی غواړي په دغه ناروا او کرغېړن کار سره دافغان غیرتي ولس دسر سړي له منځه یوسي، او دا کار دخپلو هغو پټو فوځونو په مټ تر سره کوي چې دا څه وخت مخکې رسوا شول، دوی ټول هغه کسان له منځه وړل غواړي چې دوی ته سر نه ټیټوي، او له همدې کبله وخت په وخت په کلیو او بانډو کې قومي مخور او مشران راغواړي او کله کله دوی خپله ورځي له هغوی نه غواړي چې دمجاهدینو په اړه دوی ته مالومات ورکړي! خو دغه ناپوهه پردي په دې نه پوهېږي چې افغاني غیرتي مسلمانان کله هم دخپل مسلمان ورور په اړه پردیو ته مالومات نه ورکوي، بلکې خپله په دوی پسې را پورته کېږي او ورسره جنګېږي.
او ددې خبرې درېښتینولۍ لپاره کولای شو ووایو چې که چېرې وای چې قومي مشران مجاهدینو وژلای نو بیا ولس ولې دامارت په ضد نه را پورته کېږي! او بر عکس دنیواکګرو په ضد له مجاهدینو سره مرسته کوي! ځکه افغان ولس مسلمان او غیرتي ریښتینی ولس دی، دهېچا پروا نه لري، دتاریخ په اوږدو کې تل دظالمانو په مقابل کې راپورته شوی او هغوی یې شرمېدلي له خپل ګران هېواد نه شړلي دي، نو اوس که طالبانو په رښتیا هم قومي مشران وژلای نو ولس به خامخا ورپسې لاپورته کېدو، خو نه کیسه دا سې نه ده، همدا قومي مشران او ولسي مخور دي چې ولس یې دمجاهدینو ملاتړ ته هڅولي او هڅوي یې، همدا اوس په ټولو هغو سیمو کې چې دامارت تر واک لاندې دي ، امارت دهمدوی په مرسته سره دخلکو تر منځ خپل منځي ستونزې او شخړې هواروي، خپله ملا صاحب دتېر کال دلوی اختر په پیغام کې خپلو مجاهدینو ته داسې سپارښتنه کوي: (تاسو باید ترهرڅه له مخه دالله تعالی رضا او دخپل ځوریدلي ولس هوساینه اوسوکالی په پام کې ولرﺉ، د ولس په منځ کې دولسي مشرانو اومخورو ډیر درناوی، او په کشرانو شفقت وکړۍ...) دا دامارت یو خورا پر ځای او ښه ګام دی چې قومي او ولسي مشرانو ته یې په خپل څنګ کې ځای ورکړي دی،او دوی هم په پوره رېښتینولۍ سره دامارت کلک ملاتړ کوي، او دچارو په پر مخ بیولو او دستونزو په هوارولو کې اوږه په اوږه ورسره ولاړ او مرسته ورسره کوي، د قومي مشرانو وژل د خپل ځان وژل دي، په خپله د خپل مټ غوڅول دي، که له مجاهدینو سره دقومي مشرانو او ولسي مخورو مرسته او همغږي نه وي نو مجاهدین یوه ورځ هم نشي پاتې کېدلای، ګورۍ مونږ باېد ددښمن په پرو پاګندو ونه غولېږو، دښمن په دې اړه خورا زیات بې ځایه اوپوچ پرو پاګندې کوي، تر دې چې خپله دناټو مشرانو په خورا سپین سترګۍ او بې شرمۍ سره دا خبره څو څو ځله وکوله چې ملاصاحب په خپل یو ځانګړي پیغام کې خپلو قوماندانانو ته دقومي مشرانو دوژلو ویلي دي، او بیا يې دومره ښکرور درواغ وویل چې دوی ته دغه پیغام لاس ته ورغلی دی، مګر تر ننه پورې يې ونشو کولای چې دغه پیغام نړیوالو خبري رسنیو ته رامخې ته کړي تر څو ټول ولس او ټوله نړۍ درواغزن او ريښتیا زن وپېژني، دوی دومره ناپوه او دامارت له تګلارې سره نابلد دي چې تر اوسه پورې په دې نه پوهېږي او یا ځان نه پوهوي، چې امارت خپلو مجاهدینو ته دخپلو جهادي چارو د پرمخ بیولو لپاره یوه ښکاره لایحه جوړه کړي ده اوهغه همدا اوس هم دامارت په ويب پاڼه کې پرته ده، هر څو ک کولای شي چې ویې لولي، هم په پښتو ژبه شته او هم په دري ژبه، په هغه لایحه کې امارت خپله ټوله تګلاره په ښکاره او څرګنده توګه نړیوالو او خپل ګران ولس ته ښودلې ده، او امارت په همغه وخت کې دخپل یوې اعلاميې دخپرولو په ترڅ کې په کلکه سره ددغو درواغزنو کفارو دغه پروپاګنده وغندله، که چېرې وای چې امارت دا کار کولای او یایې روا بللی نو بیا ولې دغه کار په ټولو هغو سیمو کې نه کوي چې ددوی تر واک لاندې دي؟ دا څنګه کېدای شي چې په قندهار ، هلمند، زابل او خوست کې دې قومي مشران او ولسي مخور ووژني، او په نورو سیمو لکه لوګر، غزني ، وردګ، ننګرهار، لغمان، کونړ ، کاپیسا، بغلان، قندوز، بلخ، بادغیس، هرات، فراه او ... کې یې بیا نه وژني؟ دښمن خپله دغه کار په هغو سیمو کې کوي چې هلته دوی له مجاهدینو سره په سختو جګړو کې ښکېل وي، او یا غواړي چې پر کوم ځای باندې یرغل وکوي، نو هلته بیا دغه رنګه نار وا او وحشي کر غېړنې کړنې تر سره کوي تر څو اوبه خړي او ماهیان پکې ونیسي! تر څو بې امنیتي ډېره شي، خلک په تنګ شي او دوی ته ووايي چې راشۍ مونږ له دغه حالت نه وباسۍ؟ مګر ولس پوهېږي چې دغه کارونه دوی خپله کوي نو ځکه خو تر اوسه پورې داسې نه دي شوي چې ولس دې امریکایانو او ملګرو ته یې ویلي وي چې راشۍ مونږ ته امنیت راولۍ، بلکې دوی پوهېږي چې همدوی بې امنیتي راولي، نو ځکه خو لا پسې ورته وايي چې تاسو زمونږ له سیمو نه لاړ شۍ زمونږ سیمي په خپله آرامېږي !
آخر دا ټولې نارواوې او ظلمونه دوی دڅه لپاره کوي؟:
لومړی: دجهاد اوطالبانو بدنامول، دوی غواړي له دې لارې ولس او نړیوالو ته وښيي چې دا دی اسلام دغه رنګه دین دی، او جهاد دعامو بې غرضو وګړو وژنې، دمدرسو، جوماتونو او پلونو ړنګولو ته ویل کېږي، ځکه دوی چې په اسلام کې له جهاد نه څومره یرېږي له بل هېڅ شي نه دومره نه یرېږي، نه له لمانځه یرېږي نه له روژې نه، نه له زکات او نه هم له حج نه ځکه دا ټول داسې کارونه دي چې دوی د ځان لپاره پکې کوم ځانګړی زیان نه ویني، او داسې کارونه دي چې له واک او سیاست سره نېغ په نېغه ډېر تړاو نه لري، له همدې کبله دوی غواړي مسلمانان په همدې باندې تېر باسي چې مونږ خو ستاسو په اسلام باندې کار نه لرو، تاسو خپل لمنځونه کوۍ، روژې نیسۍ، زکاتونه ورکوۍ او حجونه کوۍ، او سیاسي واک به مو زمونږ په لاس کې وي، خو دا خبره یې هم اوس ورو ورو درواغ، او حقیقت ټولو نړیوالو ته را ښکاره کېږي، ځکه همدوی چې ددین دخپلواکۍ او حریت چېغې وهي دادي په حجاب او دجوماتونو په منارو باندې یې بندیزونه ولګول، درسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه یې بې ادبیو او ګوستاخیو ته بډې راووهلې، پاک قرآن کریم یې وسوځولو، او لا پسې لګیا دي چې نور به څه کوي، مسلمان ولسونه اوس په هرڅه پوه شوي دي، او دښمن هم دغه رنګه کرغېړنې کړنې په خورا مهارت سره ددې لپاره تر سره کوي تر څو جهاد اواسلام دنړیوالو او مسلمانانو تر منځ بد نام کړي، او بیا په تېره استشهادي بريدونه چې دوی یې سر بداله او له یوې تاریخې شرموونکې ماتې سره مخ کړي دي، نو ځکه خو دوی دهمدې لپاره هڅې کوي چې استشهادي بريدونه دخلکو تر پام ناسم ور ولي، تر څو خلک له مجاهدینو نه کرکه وکوي، او ددوی تر څنګ ودرېږي، او یا هم مجاهدین ددې لپاره چې خلک استشهادي بریدونو ته په ښه سترګه نه ګوري استشهادي بريدونه بند او یا يې هم کم کړي.
دوهم: دوی غواړي په دغه رنګه چاودنو سره مسلمانان چې عقیدوي دښمني ورسره لري و ځپي، او زړه پرې یخ کړي، له همدې کبله که بمباریانې پرې کوي، او کله هم چاودنې، دوی پوهېږي چې همدغه ولس ددوی پر ضد له طالبانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او مرسته يې کوي، په کورونو او کلیو کې ځایونه ورکوي، ساتنه یې کوي، ډوډۍ ورکوي، درملنه يې کوي، ددښمن په اړه معلومات ورکوي، او دوی په ښکاره سره دا خبرې نشي کولای، ځکه دوی خو دځانګړو کسانو دله منځه وړلو په نامه راغلي دي، اوس نو که ووايي چې ولس زمونږ پر ضد را پورته شوی دی نو ټول، بیا په تېره دهمدوی ولسونه به ورته وايي چې ولس مو نه غواړي بیا نو څه کوۍ ترېنه راځۍ،او دوی له بلې لارې په ولس زړه نشي یخولای نو ځکه خو یې په دغه نا ځوانه او ظالمانه توګه سره په داسې ډول وژني چې هم خپل زړه پرې یخ کړي او هم ددوی تر منځ درز پیدا اویو دبل په زړونو کې یو او بل ته دکرکې تخم ور وکري، تر څو کله چې دوی شرمېدلې په خړو او مړو سترګو شړل کېږي چې له دوی نه وروسته ولس آرام نشي او نه هم دآرام ساه واخلي.
دریم: په خلکو کې ډار او ترهه اچول، تر څو خلک او ولس و ډار شي او له طالبانو سره مرسته ونه کوي، او داسې وانګیري چې که چا له طالبانو سره مرسته وکوله نو پایله به یې داسې کېږي! مګر دغه ظالمان له دېنه ناخبره دي چې مسلمانان تل دالله جل جلاله په لاره کې شهادت دځان لپاره لوی ویاړ ګڼي، دښمن په همدغه پټو پټو ترورونو، دولسي خلکو په وژنې، او دخلکو دګڼې ګوڼې په ځایونو کې په چاودنو سره دخلکو تر منځ ډار او ترهه را منځ ته کول غواړي، چې همدا لوبه یې داده مونږ او تاسو ګورو دهېواد په ځينو ځایونو کې پیل کړې ده، دوی دا کار په هغو سیمو کې کوي په کومو کې چې دوی غواړي هلته عملیات وکوي، ځکه که هلته امنیتي حالت ډاډمن وي، نو بیا عام خلک ددوی عملیات نه مني، او مخالفت ورسره ښيي او ورته وايي چې دلته خو دادي آرامه آرامي ده تاسو دڅه لپاره عملیات کوۍ، لکه چې په قندهار کې همداسې وشول، هلته خلکو دامریکایانو دعملیات کلک مخالفت وکړ، او له دوی سره پرته له دېنه چې حالات ګډو ډ کړي بله لاره نه وه، نو همغه دي چې په قندهار کې یا خو په عامو خلکو باندې چاودنې کوي او یا هم قومي مشران وژني، تر څو خلک دېته اړ شي چې دوی ته ووايي چې راشۍ عملیات وکوۍ، دا خبره کېدای شوای ډېرو به نه منله، مګر اوس دادي چې کله دا خبره رسوا شوه چې دوی نېږدې درې زره پټ فوځونه ددوی په ژبه دتروریستانو دله منځه وړلو لپاره په کار ګومارلي دي، دغه کسان خپله همدوی تروریستان دي، پټې او مرموزې وژنې کوي، چاودنې کوي، غلاوې کوي، او له دې پرته نور څه چې ددوی زړه وغواړي هغه ټول تر سره کوي، ډېر ځله خو هڅه کوي چې دغه رنګه کارونه ددوی په خوله ددولت پر مخالفینو ورواچوي، خو کله چې بیا مجاهدین دغه رنګه کړنې وغندي نو بیا خبره همداسې ګونګه پاتې شي، او ځینې ساده ګان بیا وايي چې نه دا خو طالبان کوي، طالبان یې دڅه لپاره کوي؟ طالبان څه چې روغ انسان دېته زړه ښه کولای شي چې بې غرضه دخپل ولس کسان چې له همدوی سره اوږه په اوږه ددښمن په وړاندې ولاړ دي ووژني؟ په دې کار سره خو ولس نور هم له مجاهدینو نه خوابدی کېږي، او دا په داسې حال کې چې مجاهدین تر ټولو زیات دا هڅه کوي چې دولس زړونه را خپل کړي، ځکه دولس له مرستې نه پرته هېڅوک نشي کولای چې سم پر مخ ولاړ شي، او دا دي مونږ دسر په سترګو ګورو چې دکرزي له تش په نامه حکومت سره ددنیا ټول کفار له خپلو ټولو پرمختللو وسلو او وسیلو سره کلک ولاړ دي، مګر دا چې ولس نه دی ورسره ولاړ هغه دی ټول یې وینې چې ناکام دی، او طالبان چې ددښمن په پرتله هېڅ نه لري مګر دا چې الهي مرسته او ولس ورسره دی، هغه دي دنړۍ تر ټولو لوی او ستر ځواک یې چې هر رنګه شته او وسلې لري داسې له ماتې سره مخ کړی دي چې ټوله نړۍ ورته حیرانه ده.