د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دطالبانو په هکله دیو څو پوښتنو اواندېښنو ځوابونه ( څوارلسمه برخه )

عبد الودود 28.09.2010 10:05

درسول الله صلی الله علیه وسلم او دصحابهء کرامو په ژوند کې نور ې هم همدا رنګه ګڼې پېښې پېښې شوې دي چې ننیو استشهادي بريدونو ته تر ډېره پورې ورته والی لري، خو اوس به په همدغه یو څو پېښو چې یادې مو کړې په همدې به بسیا وکوو تر څو خبره ډېره اوږده نشي، داستشهادي بريدونو په شرعي او دیني اړخ خو هم دوتلو او نومیالیو حقپالو عالمانو دفتواګانو او دصحابهء کرامو دژوندانه د پېښو په رڼا کې یو څه سره پوه شوو، او داستشهاد او انتحار یا ځان وژنې تر منځ توپیر مو هم و پېژندلو، اوس به راشو ودېته چې دغه استشهادي بريدونه له نظامي او فوځي اړخه څومره اغېزناک او بریالي دي، په دې خو هر هوښیار انسان پوهېږي چې په جګړه کې ښکلېل لوري هر یو دا هڅه او هاند کوي چې له داسې وسیلو او چارو څخه کار واخلي چې ځاني او مالي تاوان یې کم او دښمن ته یې ګوزار او تاوان خورا دروند او اغېزناک وي.

ددې لپاره چې په خبره باندې ښه سم پوه شوو نو دغه یلاندنيو څو ټکو ته به لږ په غور سره پاملرنه وکوو:
لومړی: دا خبره خو ټول پرته له کوم شکه او تردد څخه مني، چې دنړۍ پرمخ هر انسان دژوند کولو حق لري، هر څوک دا اختیار او واک لري چې دخپلو هغو اصولو او بنسټونو تر سیوري لاندې هوسا ژوند تېر کړي کوم چې دوی ورته ژمن او په درنه سترګه ورته ګوري، په کوم کې چې دوی دخپل هوسا ژوند تضمین او دپایښت نښې نښانې ګوري.
دوهم: هر څوک دا دخپل ځان روا حق بولي چې دخپلو دغو اصولو او بنیادونو ساتنه وکړي، داړتیا په وخت کې ترېنه په سر او مال دفاع، او دژغورلو لپاره یې له هر رنګه ممکنې وسیلې څخه کار واخلي.
دریم: په دې لاره کې هر څوک مرګ او درد، دکورونو ورانیدل، دمیندو او خویندو بورېدل، کونډېدل او ورارېدل، دبچیانو یتیمان کیدل، دمالونو او هستیو بربادیدل او له منځه تلل، تر څو دښمن ته ماتې ورکړي او خپل اصل او اساس وساتي په ځان باندې مني، اوخپل دښمن ته ماتې ورکول دځان لپاره خورا لوی ویاړ ګڼي، او په جګړو کې دغه ټول خامخا پېښېدونکي دي، هر څوک چې جګړه کوي هغه که کافر وي که مسلمان لومړی دا ټولې خبرې په ځا ن مني او بیا وروسته له هغه دجګړې ډګر ته ور دانګي.
هر کله چې داسې شوه، نو اوس چې دافغانستان مسلمانان دامریکایانو او اروپایانو له ناروا او ظالم یرغل سره مخامخ دي، او دښمن ځواکمن دی لکه څنګه چې داسلام دتاریخ په اوږدو کې تر ننه پورې همداسې پېښ شوي دي چې مسلمانان تل دوسلو اووسیلو له پلوه کمزوري وي، څه باید وشي، که مخامخ او لاس په لستوڼي جګړه ورسره وشي نو لومړی خو خپله دښمن دېته نه دی تیار، دښمن کله هم نه غواړي چې له مسلمانانو سره لاس په لستوڼې وجنګېږي، ځکه دوی تل ډارن او بې زړه او پې غیرته دي، که دوی دېته تیار شي چې لاس په لاس یا توره په توره یا ټوپک په ټوپک له مسلمانانو سره جګړه وکوي نو باور وکوۍ چې په لکهاوو مسلمانان به په یوه ورځ بلکې په نیمه ورځ کې ورته تیار شي، خو دوی دومره زړه نه لري، له مرګ نه یرېږي، هر کله چې دوی مخامخ جګړه نه کوي او نه یې کولای شي نو مسلمانان هم باید له داسې جنګي تکتیکونو نه کار واخلي چې دښمن په پوره توګه وځپلای شي، دښمن هر رنګه پر مختللي جنګي وسایل لري او مسلمانان يې نه لري، او که مسلمانان ددې لپاره چې تر څو ددوی په څېر وسایل پیدا کړي او بیا ورسره وجنګېږي له جګړې کولو نه ډه ډه وکړي، نو له یوې خوا دا کار خورا ډېر وخت نیسي چې دیو کال دوه کاله درې کاله، لس کاله او ... خبره نه ده، او بل دا چې اوس هر څه ددوی په لاس کې دي، دوی مسلمانانو ته ددې موکه نه ورکوي چې ځان ددوی په څېر په وسلو او تکنالوژۍ باندې سمبال کړي، او که مسلمانان ددې هڅه وکړي نو دوی يې په کلکه سره مخنیوی کوي، چې تر ټولو ښه بیلګه یې ایران دی، او بیا هم که مسلمانان وغواړي اوهڅې وکړي چې ددوی په څېر وسلې پیدا کړي او بیا ورسره وجنګېږي، نو لومړی خو به په دومره وخت کې دکفارو موخې په خپله پوره شي، ځکه ددوي غټه موخه دا ده چې مسلمانان څه رنګه له خپل دین نه واړوي او څه رنګه ددوی واک په خپل لاس کې واخلي، نو تر څو چې مسلمانان ددوي په څېر وسلې او اسباب پیدا کوي کفارو به دمسلمانانو بچیان ټول دخپل ځان په څېر روزلي وي، او بیا به کفارو ته اړتیا نه وي، بلکې خپله دمسلمانانو بچيان به دکفارو په استاځيتوب هر څه ورته کوي، کوم څه چې نن په ترکیه کې روان دي، هو ترکیه اوس یو څه دوېښتابه په لوري روانه شوې ده مګر نظام، قانون او حکومت یې ټول په هغه توګه روان دی په کومه توګه چې کفار یې غواړي، په خپله خوښه زنا کول قانوني بڼه لري، او که يې چا مخالفت وکړ نو سزا به ګالي، تر دې چې څو کاله وړاندې کله چې دا خبره دځينو با احساسه خلکو له خوا را پورته شوه چې باید زنا کول قانوني جرم وګڼل شي، ټولې نړۍ ولیدل چې څه غوغا پیل شوه، هم دننه په ترکیه کې اوهم په نوره کفرې نړۍ کې په تېره بیا په اروپا کې، په ترکیه کې داسلام په نامه هېڅ قانون په حکومتي ادارو کې نشي پلی کېدای، او که چا څه وکول نو سمدستي به سزا ګالي، همدارنګه پاکستان، عربي او دمنځنۍ آسیا هېوادونه چې هر یو په خپل وار سره دانګرېز، امریکې، فرانسې، اوروس تر استعمار لاندې و هغوی هم هغه دي ټول هغه څه کوي چې کفار یې غواړي،دکفارو په وړاندې هېڅ مخالفت نشي کولای، ځکه چې زیاتره حکومتي او ځینې عام خلک یې دکفارو له خوښې سره سم روزل شوي دي، نو اوس هم که مونږ کښېنو او ځان ورته برابروو نو داسې وخت به راغلی وي چې ځا ن خو به مو نه وي برابر کړی نوي برابر کړي بلکې هغه خپله راسره شته عقیده به مو هم له لا سه وتلې وي، وايي: بختور دنورو له بدمرغیو نه پند اخلي او بدبخته بیا له خپلو بدمرغیو نه، یاني بختور سړ ی هغه دی چې نورو ته وګورو او دهغوی له بدمرغیو او ناخوالو نه پند واخلي، او داسې څه ونه کوي چې دی هم دهغوي په برخلیک اخته شي، او بدبخته بیا هغه کس دی چې دنورو له ناخوالو او بدمرغیو نه پند نه اخلي تر دې چې خپله پرې راشي بیا يې سد سر ته ورشي، مونږ باید له نورو نه پند واخلو، نه دا چې خپله راباندې راشي بیا به هېڅ شی ګټه نه کوي، دوهم دا چې هر کله هم دجګړې ددواړو لورو انډول سره برابر شوی دی داسې تباهۍ يې را منځته کړې دي چې دانسانیت په تاریخ کې ساری نه لري، دبیلګې په توګه کولای شو چې نړیواله لومړنۍ او دوهمه جګړه یاده کړو، په دغو دوو خونړیو جګړو کې چې دجګړې ددواړو لوریو انډول دوسایلو او اسبابو له پلوه سره برا بر و داسې تباهۍ وشوې چې دانسانیت په تاریخ کې په نړیوالو جګړو باندې پېژندل کيږي، لومړنۍ جګړه چې یوازې څلور کاله له ۱۹۱۴ نه تر ۱۹۱۸ پورې وه کم وزیات اوه لس میلیونه انسانان یې له کومې تېر کړل، چې له اتو نه تر نه میلیونه یې فوځی او نظامي اونور بیا عام ولسي او بې غرضه خلک وو، او دوهمې نړیوالې جګړې چې شپږ کاله له ۱۹۳۹ نه تر ۱۹۴۵ پورې وه پنځه پنځوس میلیونه خلک يې له ستونې تېر کړل، چې په هغه کې تر اوولس میلیونو پورې نظامي او فوځی، او نور اته ديرش میلیونه ټول عام ولسي او بې غرضه خلک وو، او له همدې نه د نورو زیانونو درک هم لګېږي، کېدای شي دالله جل جلاله په دې کې چې د کفر او اسلام دجګړې یو لوری ( مسلمانان ) تل داسبابو او وسلو له پلوه کم وي یو حکمت دا هم وي تر څو دجګړې قربانیان کم وي، ځکه څومره چې په جګړه کې ښکېل لوري ځواکمن وي په همغه کچه دوژل کېدو او تباهۍ کچه هم ورسره لوړېږي، داسمه خبره ده چې مسلمانان به تر خپله وسه هڅې کوې چې ددښمن دټکولو او ورسره جګړې کولو لپاره تر خپله وسه او توانه وسایل او اسباب پیدا کړي، خو ددې مانا کله هم دا نه ده چې خامخا به ددوي په څېر هر څه پیدا کوي او بیا به ورسره جنګېږي، او که نه تر هغه به کرار کښېني، الله جل جلاله خو حکیم ذات دی او په دې ښه پوهېږي چې دکفر او اسلام په جګړه کې اصل او اساس پر الله جل جلاله باندې توکل او بروسه ده، اصل اواساس الهي زور او ځواک دی نو ځکه خويې خپل مسلمان اومجاهد بنده ګان په دې باندې نه دي مکلف کړي چې دکفارو په څېر به هر څه برابروي، بلکې له خپل وس اوتوان سره سم به هڅې کوي، که يې دکفارو په څېر هر څه جوړ کړای شول ښه تر ښه او که یې توان او وس نه و بیا نو چې څه يې په وس پوره وي په همغه به کاروي، ځکه که ټولې هڅې په دې لاره کې په کار واچول شي او نور اړخونه پرېښودل شي بیا به نو بنسټيزه موخه پاتې وي او ټول وخت به په ځان تیارولو کې لګېږي، او بل دا چې یو ددښمن له لوري نا څاپي یرغلونه دي چې مسلمانان يې تر ډېره پوره نه هیله لري او نه هم غواړي چې ويې کوي، مګر کفارو پر دوی باندې ورتپلې دي او دمسلمانانو په خاوره یې یرغل کړی دی، او یو داسې جګړې وي چې مسلمانان مخکې له مخکې ترېنه خبر وي، تیاری يې ورته نیولی وي، او په دې پوهېږي چې دغه دښمن به پر مونږ باندې برید او یرغل کوي، نو ددغه رنګه جګړو لپاره باید مخکې له مخکې تیاری ونیول شي، او دیو منظم پروګرام له مخې ددښمن دیرغل دمخنیوي لپاره هڅې په کار واچول شي، او کوم چې ناڅاپي او یو په یو یرغلونه دي دهغه په وړاندې خو بیا پرته له دې چې سمدستي لاس په کار نشي او له همغه اولې ورځې نه دښمن ته ګوزارونه ورنه کړل شي، بله لاره نشته، دبیلګې په توګه که یو ظالم او کافر دیو چا پر کور دیرغل هوډ ولري او دکورڅښتن او غړي پرې خبر وي چې دغه ظالم دغه رنګه ناراو هوډ لري نو خامخا به دهغه دمخنیوي لپاره څه لارې چارې په کار اچوي، او هڅې به کوي چې دیرغل مخه یې ونیسي، خو که داسې وشي چې یو په یو یا ددوه درې ورځو په ترڅ کې پر کور یاندې یرغل ور وړي نو بیا به دکور څښتن او غړي هڅه کوي چې مخه یې ونیسي، او که په زور سره کور ته ننوزي دکور په لوټلو او بې پته کولو لاس پورې کړي، نو څوک او کوم عقل به دا ومني چې ځه اوس کور ورته پرېږده څه مه ورته وایه، دوی دې هم په کور کې اوسېږي او ته هم ورسره اوسېږه، دکور واک دې ددوی سره وي، څه یې چې کول او څه یې چې غوښتل ته څه مه ورته وایه هسې شپه او ورځ تېروه! هره ورځ ځه یو څه تېکنالوژي زده کوه تر څو وتوانېږې چې ددوی په څېر ځواک او زور پیدا کړي بیا به یې په ایستلو پیل وکړې! تاسو څه فکر کوۍ چې که دغه کس پټه خوله کښېني او دتعلیم او زده کړې له لارې دخپل کور نه ددښمن دشړلو هڅې کوي ترکومه ځایه به دی په دې وتوانېږي چې خپلې موخې ته ورسېږي، زمونږ دګران هېواد اوسنی حالت همدېته ورته دی، دادي ګورو چې دښمن راغلی هېواد یې اشغال کړی، یوازې په اشغال باندې بسیا نه کوي، دبې دينۍ، بې حیایۍ، فسق او فساد لپاره یې داسې پراخه او ټینګ پروګرامونه پیل کړي چې ټول یې ګورو، اوس که دوی ته څه ونه ویل شي او ددې هڅه وشي چې تیکنالوژي زده کړو ، ددوی په څېر جازونه، ټانکونه، او میزاییل جوړ کړو او بیا جګړه ورسره پیل کړو نو څه فکر کوۍ چې څه پایله به په لاس راشي؟ مسلمان الله جل جلاله په دې باندې مکلف کړی چې ددښمن دمقابلې لپاره له خپل وس او توان سره سم تیاری ونیسي، الله جل جلاله په لسمه پاره دالانفال دسورې په شپیتم آیت کې فرمایي: (وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآَخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ) او تیار کړۍ ددوی ( کفارو ) دمقابلې لپاره هر هغه ځواک او زور، او دآسونو روزل چې په وس مو پوره وي، تر څو دالله جل جلاله او ستاسو دښمنان او له دوی نه پرته نور هغه دښمنان چې تاسو یې نه پېژنۍ مګر الله جل جلاله یې پېژني پر ې وډار کړۍ، اوهر هغه څه چې تاسو یې دالله جل جلاله په لاره کې لګوۍ دهغې بدله به تاسو ته درکول کېږي، په داسې حال کې چې له تاسو سره به کمی نه کېږي، یانې ستاسو بدله به پوره پوره درکول کېږي،داسې فکر ونه کوۍ چې څه کمی به پکې وشي، دا دي دلته ګورو چې الله جل جلاله وایي هر هغه څه ورته برابر او تیار کړۍ چې په وس مو پوره وي، اوس زمونږ په وس خو دا نه دي پوره چې سمدستي جازونه جوړ کړو، ټانګونه جوړ کړو، کمپیوټري میزایل جوړ کړو، بلکې له هغه څه نه به اوس کار اخلو چې په وس مو پوره دي او سمدستي مو په لاس کې شته دي، چې هغه دماینونو، استشهادي بریدونو او کمینونو څخه کار اخیستل دي، ځکه مونږ اوس له یو ناڅاپی یرغل سره لاس او ګرېوان یو، او دا دي الله جل جلاله په همدغو کې برکت اچوي او دښمن یې راته په ګونډو کړی دی.
هو یوې خبر ې ته مو باید پام وي هغه دا چې داسې فکر ونشي چې ټول ولس باید هر څه پرېږدي او یوازې او یوازې وسلې ته لاس کړي، نه دا کار شونی نه دی، مګر دا بیا شونی او هر مسلمان افغان يې باید وکړي چې له یرغلګر دښمن نه خپله بېزاري په ښکاره سره ټولې نړۍ ته وښيي، او دښمن په دې پوه کړي چې ته زمونږ دښمن یې او مونږ ددښمن په سترګه درته ګورو، او دخپلو مجاهدو روڼو ملاتړ وکوي، دا دهر کس په وس پوره هم ده او پرې مکلف هم دی، دا کار دهېواد ټول زده کوونکي هم کولای شي، ښوونکي یې هم کولای شي، انجینران يې هم کولای شي، ډاکتران یې هم کولای شي لنډه داچې دولس هر وګړی يې کولای شي، او هرڅوک یې باید دخپل وس سره سم وکوي، زده کوونکي، انجینران، ډاکتران، ښوونکي، ژورنالیستان او ... دې کوښښ وکړي چې دزده کړې، قلم او کاغذ له لارې دخپل دین او هېواد دښمن ته ګوزار ورکړي، عالمان ددې دژبې له لارې جهاد کوي،او څوک یې چې په وسله باندې کولای شي هغوی يې دې په وسله باندې وکوي، لنډه دا چې باید ددښمن دشړلو لپاره له هرې ممکنې روا وسیلې څخه کار واخيستل شي،او ټول په یو غږ سره دخپلو مجاهدو وروڼو ملاتړ وکوي، مګر ستونزه دلته ده چې ځینې هغه کسان چې زده کړه کوي هغوی داسې انګېري چې ګواکي ددښمن په وړاندې باید هېڅ رنګه وسلوال جها د ونشي، او هر څه دقلم او کاغذد له لارې وشي، دوی ددې پرځاي چې یا خو دخپلو مجاهدو وروڼو ملاتړ وکړي، او یا کم تر کمه دجهاد او مجاهدینو په وړاندې خنډونه را ولاړ نه کړي دوی داشغالګرو په ګټه کار کوي، دا کار ځينې خلک کوي او که نه نور ولس خو الحمد لله اوس ددښمن په ضد راپورته شوی دی، ځینې کسان دیرغلګر دښمن په پاتې کېدو کې خپله ګټه ویني، دوی باور لري چې که دښمن وشړل شي نو بیا به ددوی لپاره دغسې بې حده او بې بریده آزادي نه وي، بیا به دوی نشي کولای چې هر څه وغواړي هغه وکوي، مګر دا رنګه فکر کول اوبې حده او بې بریده آزادي غوښتل داسلام په مبارک دین کې نشته ده، مسلمان باید داسلام بريدونو ته درناوی ولري، اوهغه په خپل ځان باندې ومني.
خبره لږ رانه اوږده شوه، بیرته راځم خپلې خبرې ته هغه دا چې په اوس وخت کې په همدغو ماینونو، استشهادي بریدونو اوکمینونو کې دښمن ته دومره زیات تاوان او زیان ور اړول کېږي چې ټول یې دسر په سترګو وینو، او مجاهدینو ته یې زیان خورا کم دی، اوس که همداسې مخامخ جګړه ورسره وشي یقیني خبره ده چې دمجاهدینو تلفات اوزیانونه یو په لس بلکې یو په سل زیاتېږي او ددښمن تلفات یو په لسه بلکې یو په سله را کمېږي، نو دنظامي او فوځي او جنګي تکتیک له مخې هم استشهادي بریدونه خورا ګټور دي، دا نه چې دښمن ته ظاهري ځاني او مالي تاوان اوزیان ور رسېږي بلکې هغوی له یو رنګه روحي ستونزو سره مخ کوي، او مخ کړي یې هم دي، یوازې دجګړې په ډګر کې فوځیان او نظامیان یې نه بلکې په دفترونو او بلډینګونو او ماڼیو کې له ناستو ځانګړو پالیسي جوړوونکو سیاستمدارانو نه يې هم لاره ورکه کړېده، سهار یو څه وايي بیګاه ته بیا په خپله سهارنۍ پالیسي باندې کرښې راکاږي او دبلې پالیسۍ په جوړولو مشورې سره کوي، او په کورونو کې ناست کفار یې دومره وار خطا کړي دي چې هره شیبه ځان دمرګ په کومې کې ګوري، همدغه استشهادي بريدونه دي چې دسپينې ماڼۍ دټینګ او غښتلي سیاست ستنې یې په لړزه راوستي دي، همدغه استشهادي بریدونه دي چې دنړیوال کفر په سیاست کې یې داسې تغیر او بدلون راوستو چې چا په خوب کې هم نشوای لیدلی، بلکې دوی خپله یې تصور هم نشوای کولای، استشهادي بریدونه ددښمن لپاره یوه بلا ده، داسې یو نامعلوم خو پرېکنده ګوزار دی چې دښمن یې په هېڅ ډول نه مخه نیولای شي، او نه هم ځان ترېنه ژغورلی شي، هر ځای ته چې ځي داستشهادي برید ویره یې په زړه کې داسې ننوتې وي چې هره ګړۍ دمرګ راتلو ته شيبې ګڼي، هر شی دښمن ورته برېښي، کاڼې ته هم ددښمن په سترګه ګوري، ونې ته هم ددښمن په سترګه ګوري، هر څوک يې چې خواته یوازې هسې ورلنډ شي سمدستي يې ولي، له همدې کبله هېڅ موټر ځانته لنډ نه پرېږدي، همدغه استشهادي بريدونو ددوی په زرهاوو فوځیان لیونیان کړل، هم په عراق اوهم په افغانستان کې، چې دهغوی لپاره یې ځانګړي روغتونونه جوړ کړي دي، تر څو درملنه یې وکوي، دا په داسې حال کې چې تر اوسه پورې داسې نه دي پېښ شوي چې په مجاهدینو کې یو کس هم خپل نور مال حالت له لاسه ورکړی وي، سره له دې چې داسبابو له پلوه خورا بې وسه او ناتوانه دي، مګر زړونه یې دایمان په نور روښانه دي، که وسایلو او اسبابو ته وکتل شي نو اوس باید مجاهدین له دارنګه ناورین سره مخ وای، مګر نه بیا هم نه، مجاهدین له خپل ننګ، دین او هېواد نه ددفاع او دظالم دښمن دله منځه وړلو لپاره مرګ په خوشحالیو او خنداګانو لمانځي او کفار بیا ژاړي، رمباړې وهي، لیونیان کېږي، ګورۍ که نور هېڅ هم نه وي له همدې نه دحق او باطل پیروان په ډاګه جوتېږي.
داسلامي امارت مجاهدین چې هرکله استشهادي مبارک بريدونه کوي نو هغوی دومره ساده نه دي چې خپل دنیا او آخرت دواړه له منځه یوسي، په عامو خلکو، یا په جوماتونو، بازارونو او دخلکو دګڼې ګوڼې په ځایونو کې چاودنې وکوي اوبې غرضه خلک له منځه یوسي، فکر نه کوم چې روغ او سم سړی به دا کار وکوي، دامارت مجاهدین تر خپله وسه پورې هڅه کوي چې اصلي دښمن په نښه کړي، آن تر دې چې په داخلي پولیسو او ملي اردو باندې هم تر خپله وسه پورې استشهادي بریدونه نه کوي، یا کمین ورته نیسي او یا ماینونه ورته ږدي، ډېر کم داسې پېښېږي چې په داخلي دښمن باندې استشهادي بريدونه وکوي او هغه هم په هغه وخت کې چې دله منځه وړلو لپاره یې بله لاره نه وي، له ځينو سره بیا دا ستونزه پیدا شي چې ملي اردو او پولیس ولې وژل کېږي؟ دلته به دې خبرې ته له دوه اړخونو نه وګورو ، لومړی ددوی دوژلو شرعي حکم: ددوی وژل ځکه روا دي چې دوی له اصلي دښمن سره دمجاهدینو او ولس په ضد جنګېږي، ددښمن په څنګ کې ولاړ دي، نو دوی ددښمن حکم لري، دهمغوی په امر او قومانده جنګېږي، دوهم اړخ دا چې عقل هم همدا غوښتنه کوي ځکه ته چې دیو کس کورته ورځې، امریکایان دهغه کورته ورولې، کور اوکلی یې ورته ور ښیې، نیسې یې او دښمن ته یې سپارې، که دې وس ورسېږي وژنې یې نو څه فکر کوې چې هغه به بیا تا دګلو نو په ګېډیو لمانځي! دا نو اوس کوم عقل دی چې ته بل وژنه او هغه به ستا لاسونه ښکلوي! ځکه چې ته ددې وطن سړی یې، ددښمن ترڅنګ ولاړ یې! طالب او مجاهد وژنې!
کومې چاودنې چې په عامو، ځایونو ، بازارونو کې کېږي، هغه ټولې خپله دښمن کوي، زبون وهلی او ظالم دښمن دغه رنګه ناروا او کرغېړنې کړنې په دومره مهارت، او ځانګړې توګه تر سره کوي چې ډېر خلک نه پرې پوهېږي، او ځینې بیا داسې انګېري چې دا بریدونه او چاودنې مجاهدین کوي، دښمن دغه کار په څو ډولونو سره تر سره کوي:
لومړی: دښمن په موټر یا موټر سایکل، یا بایسکل او یا لاسې کراچۍ کې چاودېدونکي توکې ځای پرځای کړي، او بیا يې دخلکو دګڼې ګوڼې په ځای کې په یو ځانګړي ځای کې په ځانګړې توګه داسې ودروي چې هلته خلکو ته درنده مرګ ژوبله ور اړول کېدای شي،او بیا له خپل پروګرام سره سم په وړا ومناسب وخت کې انفجار ورکوي، اوسمدستي ووايي چې دا خو استشهادي برید و، ځينې خلک فکر کوي چې رښتیا وايي ځکه موټر یا موټر سایکل او یا بایسکل او یا هم کراچۍ دسر په سترګو وویني چې هغه ده وچاودېده،او دېته دچا پام وي چې څوک پکې وو او که نه؟ او دوي ددې لپاره چې خلک په حقیقت پوه نشي، سمدستي ټولې لارې وتړي، د پېښې ځای ته هېڅوک نه پرېږدي، تردې چې خبریالان او ژورنالیستان هم نه پرېږدي، ځکه چې بیا خو ددوی درواغ ورپسې رښتیا کېږي، که دوی په رښتیا سره هم په خپلو خبرو کې رښتيني وي چې استشهادي برید دی،نو بیا ولې خبریالان دپېښې ځای ته نه پرېږدي؟ دوی خو دا کار باید په ډېره خوښۍ او زر تر زره وکوي، تر څو خبریالان خلکو او ولس ته وښيي چې دادي مجاهدینو داسې ناروا کړې ده!!! او دا کار له ټولو نه زیات ددښمن په ګټه دی، مګر دوی ځکه دې کار ته زړه نه ښه کوي چې رسوا کېږي، او دا تر ټولو ښه او ښکاره نښه ده چې دغه کارونه دوی خپله کوي