دطالبانو په هکله دیو څو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( اتلسمه برخه )
28.10.2010 19:02نهمه پوښتنه: اوهغه دا چې د ځینو له خولې اورېدل کېږي چې طالبان نورو جوړل کړل، یا طالبان دنورو شاګردان دي، او یا ځينې نور بیا داسې انګیري چې طالبانو دپاکستان خبرې منلې او مني یې دا به څنګه کوو؟
دا هم ښه پر ځای اندېښنه ده، خو راځۍ چې له واقعیت سره يې پرتله کړو، لومړی خو باید ووایو چې دطالبانو تحریک دهېواد په داسې سختو او نازکو شېبو کې سر را پورته کړ چې دهر افغان، هر مسلمان آن چې دهر انسان دعقل له غوښتنې سره سم و، ځکه په هغه وخت کې ولس له داسې ناخوالو او ستونزو سره لاس او ګرېوان و چې له چا هم پټې نه دي او نه يې هم ډېرو څېړلو ته اړتیا شته، ځکه ټولو هر څه دسر په سترګو لیدل، له تورخم نه رانیولې بیا تر سپين بولدک پورې، له بلخ نه را نیولې بیا تر خوست پورې په ټول هېواد کې داسې ګډوډي وه چې نه دچا سر په امن و، نه يې اولاد، نه دچا مال په امن و، نه یې ننګ او آبرو، ظالمانو او ځینو دمجاهدینو په نامه پاټکیانو داسې ناکردو ته بډې وهلې وې چې په خیال کې هم چا نشوای راوستلای، د ډېرو تنظیمونو مشران یو له بل سره لاس او ګرېوان وو، همدغه پاټکیان ددوی په ترخونو کې روزل کېدل، چا هم نشی کولای چې دخپل پاټکي مخه ونیسي، ځکه هغه دده دچوکۍ لپاره ځان قربانولو، نو څنګه به یې ورته ویلي وای چې ولس مه ځوروه! په هېواد کې دپادشاهیو ځای نه کېدو، په سلهاوو قوماندانان په خپلو خپلو سیمو کې بې تخته پادشاهان و، له دوی نه مخکې يې مشرانو هېواد دټوټې ټوټې کېدو پر ژۍ ودرولی و، هر تنظیم ځانله ځانله سیمه نیولې او په هغه کې یې خپله بې تخته پادشاهي ټينګه کړېوه، له دې کبله خو ولس تر پزې راغلی و، همغه و چې الله جل جلاله دځينو رېښیتنو بنده ګانو په زړونو کې ور واچول چې دولس دژغورلو لپاره مټې را ونغاړي، او له کندهار نه دملاصیب په مشرۍ دژغورنې دغه تحریک را روان شو، خپله ملاصیب دا خبره کوي چې له مونږ سره هېچا هم مرسته نه کوله او نه مو هم دچا په امر یا مشوره دا کار پیل کړ، بلکې خپله دا فکر راسره پیدا شو ، تر دې چې بیا وروسته دځینو نړیوالو دېته پام شو او له تحریک نه يې ملاتړ وکړ، او دا له هر پلوه یو معقول کار و چې په داسې کړکیچنو حالاتو کې دداسې خلکو ملاتړ وشي، ځکه له دغه حالاتو نه هم ولس په تنګ و او هم نړۍ، ښه نو اوس هغه څوک چې دا خبره کوي چې خپله تحریک یې پيل کړی دهغه خبره نه منل کېږي، او دهغو نورو ګڼکپانو او مداریانو خبرې چې پرته له پیسو نه اسلام ته ژمن دي او نه هم کفر ته، دهغوی خبره منل کېږي! هغه خلک چې هم ځان او هم دین او هم غیرت په دوه ډالره خرڅوي دهغوی خبرې منل کېږي، خپله دتحریک دمشر خبره نه منل کېږي، دا هم عجیب انصاف دی! په رېښتیا هم چې هغه وخت را رسېدلی دکوم په هکله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا رنګه وړاند وینه کړېده: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- ( سَيَأْتِى عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتٌ يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ وَيُخَوَّنُ فِيهَا الأَمِينُ وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ قِيلَ وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ قَالَ الرَّجُلُ التَّافِهُ فِى أَمْرِ الْعَامَّةِ ) له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، ویلي یې دي چې رسول الله صلی وفرمایل: زر ده چې په خلکو به داسې دوکه باز کلونه راشي چې بارانونه به پکې ډېر خو کښت (غلې دانې ) به پکې کمې وي ، درواغزن به پکې رېښتونی ګڼل کېږي، او رېښتونی به پکې درواغزن ګڼل کېږي، خیانتکار به پکې امانتدار او امانتدار به پکې خیانتکار ګرځول کېږي، او رُوَیْبِضَه به خبرې پکې کوي، چا ورته وویل چې رُوَیْبِضَه څه مانا؟ ده وویل: سپک ، فاسق، پرېوتی اوله دین نه ناخبره کس چې دخلکو په چارو کې به غږېږي, نن دا دی همغه وخت راغلی، بارانونه زیات دي، خو بیا هم غلې دانې کمې دي، او دادي ټول ګورو چې ډمان، بازینګر، غله، فاسقان او فاجران دولسونو دچارو واګي په لاس کې لري، همدا اوس داسلامي نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې همدا چارې روانې دي، تر ټولو ښه بیلګه يې هغه څه دي چې زمونږ په خپل ګران هېواد کې روان دي، ددې لپاره منظمې هڅې کېږي چې دخلکو واک سپکو ، پرېوتو ، غلو ، ټګمارانو او فاسقانو ته وسپارل شي، دامام احمد صیب په مسند کې په یو روایت کې راغلي دي چې ددجال له راتلو نه مخکې به داسې وخت راشي، او په بل روایت کې بیا راغلي چې دقیامت له ورځې نه مخکې به داسې وخت راشي، دا دواړه روایتونه سم دي ځکه دجال هم له قیامت نه مخکې را ځي.
داسمه ده چې له امارت نه ځينو هېوادونو ملاتړ وکړ، مګر دلته باید ددې توپېر وشي چې یو له چا نه د ملاتړ خبره ده او یو دچا دجوړولو خبره ده،په نړۍ کې ټول انسانان په عامه توګه او مسلمانان په ځانګړې توګه خپلو ارزښتنو، ګټو او اړتیاوو ته په کتو سره یو له بل سره راشه درشه، راکړه ورکړه کوي، کله هم له یو چا نه ملاتړ دهغه دجوړولو په مانا نه دی، د پاکستان حکومت دامارت ملاتړ دالله جل جلاله لپاره نه وو کړی او نه به يې وکړي دوی دخپل ځان په غم کې دي، که يې په اسلام کې ګټه وه له مسلمان سره ودرېږي او که يې په کفر کې ګټه وه بیا دکافرانو بوټونه ورته پاکوي، په هغه وخت کې داسلامي امارت ملاتړ یوازې پاکستان ونه کړ بلکې سعودي هم وکړ، اماراتو هم وکړ، او په نړۍ کې ځینو نورو هم وکړ، نو بیا خو باید دا هم وویل شي چې دا خلک سعودي او اماراتو هم جوړ کړي دي ځکه چې ملاتړ یې وکولو، که ملاتړ دجوړولو په مانا وي بیا خو نو چې هر چا په نړۍ کې له نورو څخه ملاتړ کړی مانا یې دا چې هغه خلک دوی جوړ کړي دي، او کله هم داسې نه ده، رابه شو ودېته چې نو ځینې پاکستاني چارواکي داخبرې ولې کوي؟ دلته باید یو مهم ټکي ته پام وکړو هغه دا چې د پاکستان حکومت دافغانستان دحکومت یو تاریخي دښمن دی، له کومې ورځې چې پاکستان جوړ شوی دی له همغې ورځې څخه رانیولې بیا تر ننه پورې پاکستان تل هڅه کړېده چې افغانستان ددوی تر لاس لاندې وي، او دا ځکه چې پاکستان خپل زوړ غچ اخلي، داحمد شاه ابدالي او سطان محمود غزنوي او دغوریانو دوختونو غچ اخلي، دا ددوی په زړه کې یو لویه غوټه ده چې افغانانو پر دوی باندې څو پېړۍ واکمنې کړېده، دوی تل دافغانانو تر لاس لاندې پاتې شوي دي، او همدغه غچ هند هم اخلي، او دایران زړه هم له همدې کبله ډک دی، دوی اوس دنیکونو غچ له لمسو څخه اخلي، ځکه خو يې تل دا هڅې کړې دي چې په افغانستان کې اور بل وي، پاکستان چې دطالبانو ملاتړ وکړ دوی داسې انګیرله چې دا خو ساده خلک دي نو راځۍ دخپلو موخو لپاره به یې وکاروو، مګر په خپله دغه ناروا موخه کې نامراده شول، کله چې پوه شول چې طالبان زمونږ خبره نه مني او مونږ یې ملاتړ هم وکړ نويې په دغه اوتو او بوتو پیل وکړ چې دا خومونږ جوړ کړل او مونږ راوستل، پاکستان غوښتل چې طالبان دایران، روس او هند په ضد وکاروي، مګر په دې ټولو کې په یو هم ونه توانېد، پاکستان هم له ایران سره تربګني لري، هم له روس سره او هم له هند سره، او افغانان دعقېدي او هم دتاریخ له نظره له دغو درې واړو سره جوړ نه راتلل، پاکستان غوښتل له دغه جنجالونو نه دځان په ګټه کار واخلي، هغه دا چې طالبان دټولو په وړاندې استعمال کړي، کوم څه چې افغانان خپله پرې ځپل کېدل، که څه هم چې طالبانو له دغو درې واړو هېوادونو سره اختلاف درلود مګر بیا یې هم داسې څه ونه کول چې افغان ولس ته پکې تاوان وي، له هند سره يې هم خپل راشه درشه وساتل، له روس سره چې دغه درې لسېزې کېږي چې زمونږ دګران هېواد دناخوالو او غمېزو پړه یې پر غاړه ده هم خپل دین او هم خپل تاریخ ته په کتو سره يې داسې څه ونه کړل چې دافغان ولس په تاوان وي، او له ایران سره يې هم داسې رویه وکوله چې هم یې خپل تېر تاریخ او ویاړ ورته په ډاګه کړ او هم یې دګاونډيتوب حق ورسره وساتلو، ایران غوښتل چې دخپلو جاسوسانو دوژلو له کبله افغان ولس رسمي بښنه ترېنه وغواړي مګر دا کار کله هم سم نه و، ځکه چې هم جاسوسان را لېږې او بیا چې ووژل شي بیا یې دوژلو بښنه هم له مونږ نه غواړې، همغه و چې ایران زور ته مخه کړه خو کله یې چې دافغانانو ټینګ او غیرتي دريځ ولید بېرته په شا شو.
پاکستان خو روس ته دماتې ورکولو ویاړ هم دځان بولي، ددې لامل دادی چې دوی خپله کوم ویاړنه لري، تاریخ نه لري، وتلې څېرې نه لري، ځکه خو خپل نوي جوړ شوي توغندي دافغانانو دمشرانو په نومونو نوموي،لکه غوري، ابدالي... ددوی نوی ماشوم تاریخ خو له چل، دوکې، او ځان پلورلو نه ډک دی، نو ځکه خو دوی ديته اړ دي چې دنورو ولسونو ویاړونه غلا کړي، او دځان یې بولي، او بل غواړي چې افغان ولس ته وښيي چې تاسو زمونږ په لاس کې یاست، تر څو خپلو همغه زړو پرهرونو ته خیالي پټۍ جوړې کړي، مګر کله هم دا کار شونی نه دی، زه خو وایم په ټولو تنظیمونو کې یوازینۍ ډله چې دپاکستان سد یې سرته ور وستلو هغه طالبان وو، او په راتلونکې کې دې هم الله جل جلاله خیر کړي.
راغله خبره ودېته چې طالبانو دپاکستان خبرې منلې او هغه یې پلې کولې، هر څوک چې دا خبره کوي مهرباني دې وکوي یوه بیلګه دې راوړاندې کړي چې طالبانو داسلام او خپل ولس دګټو پر خلاف دپاکستان دحکومت خبره منلي وي، او زه به دلته څو داسې بېلګې درته وړاندې کړم چې طالبانو دیوې خپلواکې واکمنۍ په توګه پاکستان ته داسې ګوزارونه ور کړي چې څو يې ژوند وي هېر به یې نه کړي.
لومړی څېز چې پاکستان پرې ډاډه و او غوښتل يې دطالبانو له لارې یې لاسته راوړي هغه دډیورنډ کرښه وه، دوی څو څو ځله په یو ډول او په بل ډول، له یوې لارې او له بلې لارې دا هڅې وکړې چې طالبان دا کرښه ورسره ومني مګر کله هم داسې ونه شول او دا ټولې نړۍ دسر په سترګو ولیدل، که طالبان دپاکستان خلک وای او یایې دپاکستان خبره منلای نو دا خبره خو یې باید تر ټولو دمخه ورسره منلې وای، آن ما خو لا داسې هم اورېدلي دي چې تر کومه پورې به سم وي، چې کله دافغانستان داخله وزیر پاکستان ته په یو سفر تللی و هلته ترېنه دا غوښتنه شوې وه، نوموړی وزیر سمدستي بېرته خپل هېواد ته راستون شوی و، او په همغه مجلس کې یې په داسې ډول ځواب ورکړی و چې هغوی يې هم په ځان پورې حیران کړي وو.
دوهم: پاکستان خورا زیاتې هڅې وکړې چې طالبان اسامه امریکا ته وسپاري، ددې کار لپاره يې دعلماوو پلاوي په یو ډول او بل ډول را ولېږل، مګر امارت کله هم په دې هکله پرته له شرعي دلیله دچا خبره ونه منله، آن تر دې چې له عربي هېوادونو څخه هم دحکومتونو له خوا دعلماوو پلاوي راغلل او دا یې ویل چې دغه ستونزه دامريکې په خوښه هواره کړۍ، له دې ټولو مشورو سره سره به چې کله له همدغو علماوو څخه پوښتنه وشوه چې په دې هکله داسلام مبارک دین څه وايي نو ټولو به ویل چې اسلام خو اجازه نه ورکوي، ښه چې اسلام اجازه نه ورکوي نو بیا څنګه وایۍ چې ویې سپارۍ؟ پاتې دې نه وي چې داسامه خبره هسې یوه بانه وه، که نه امریکې مخکې له مخکې دا پلان درلود چې پر افغانستان یرغل وکړي، ځکه هغوی اصلا دیو داسې اسلامي واکمنۍ زغم نه درلود چې ددوی خبره نه مني، زما ښه په یاد دي په هغه وخت کې لا حاجي معاون صیب ( ملا محمد رباني رحمه الله ) ژوندی و، چې له امریکې سره په ځينو مسلو خبرې وشوې، له هغو نه یوه دښځو دزده کړې خبره وه، امارت ورته ویلي وو چې مونږ کله هم دښځې دزده کړې مخالف نه یو، خو په داسې ډول چې د اسلام له مبارکو حکومونو او زمونږ دولس له سمو دودونو سره په ټکر کې نه وي، که مونږ داسې امکانات پیدا کړو چې دښځو لپاره هر څه ځانته کړو، نو په همغه ورځ به مونږ دا ستونزه هواره کړو، او بله مسله داسامه وه، د تریاکو وه په هغه هم خبرې سره شوې وې، دامريکې پلاوی فکر کوم کابل ته راغلی و، او په دې هکله ددوی اندېښنې لرې کړای شوې وي، په همدغه بیګاه په اسلام آباد کې دامریکې کوم استازی و که یې خپله سفیر و له بي بي سي سره په مرکه کې يې دا خبره وکوله چې زمونږ ستونزه یوازې دښځو او نیشيي توکیو نه ده مونږ له طالبانو سره نورې ستونزې هم لرو، او نورې ستونزې یې دا وې چې تاسو زمونږ په خوښه حکومت جوړ کړۍ، څه چې مونږ وایو هغه منۍ نور چې هر څه کوۍ کوۍ يې، مګر امارت چې یو خپلواک حکومت و کله يې هم دا خبره له دوی سره ونه منله، همغه وچې وروسته یې بیا داسامه خبره را پورته کړه، او پاکستان هم چې کله پوه شو چې طالبان زمونږ خبره نه مني نو يې له امریکې سره لاس یو کړ، او هغه څه یې وکړل چې ټولو ولیدل، خو بیا هم دا دي ټولو ولیدل چې پاکستان په دې کار سره ګټه وکړه که تاوان؟ لومړی خو دا چې پاکستان دنړۍ بیا په تېره داسلامي نړۍ په کچه خپل اعتبار او حیثیت له لاسه ورکړ، مخکې له دې به چا پاکستان ته په بده سترګه کتل که نه؟ خو له دې وروسته دپاکستان حکومت دټول اسلامي امت له سترګو څخه ولوېد، آن تر دې چې دخپل ولس له سترګو يې هم ولوېد، پاکستاني فوځ چې په وزیرستان، سوات، لاهور، پېښور کې کوم درز وخوړ کېدای شي په تاریخ کې له دومره غټ تاوان سره نه وي مخ شوی، خپل ولس يې ورته را پورته شو، همدا اوس وخت په وخت ګورو چې آن په پنجاب کې دطالبانو تحریک راپورته شو، دا لا دپټې سر دی پټی وروسته سورور دی، ګورو به چې څه کېږي، امریکه هم په همدې ډول درو اخله، مخکې به نړیوالو امریکې ته دیو سوله دوست هېواد په سترګه کتل، مګر اوس په ټوله نړۍ کې امریکه دیو خونخوار، ځان پرست، ټګمار او دوکه باز حکومت په توګه پېژندل کېږي، دا خو لا څه چې دهغه څه لپاره چې امریکې یې چېغې وهلې کله هم لاس ته نه دي ورغلي، دادي اوس یې ټوله نړۍ ګوري چې څه ورپیښ دي او لا څه به ورپېښېږي، په رښتیا هم چې کفار عقل نه لري شعور نه لري، لري خو يې خو کار نه ترېنه اخلي، دا یې دنړۍ هغه تر ټولو زیات هوښیاران، تر ټولو لوی لوی سیاستمداران نن ورځ څه ورپېښ دي، په عراق کې يې څه وکول، او دا دي په افغانستان کې خو يې دومره وکول چې داسې یوه ستره او سوچه واکمني یې جوړه کړه چې دنړۍ په کچه يې په فساد او درغلی کې دوهم نمبر وګټلو! کېدای شوای چې لومړی نمبر یې ګټلی وای مګر ددې لپاره چې دوی په جګړو بوخت دي او ددیموکراسۍ پلي کولو ته په سمه توګه نه دي وزګار ، که نه ددوی په مټ راغلې دیموکراسۍ به خامخا لومړی لمبر وګټلو!، طالبان دا دي له پخوا نه اوس تکړه او غښتلي دي، ددې پر ځای چې کمزوري شوي وای دا دي نور هم ورځ په ورځ ځواکمن کېږي، دټولې نړۍ پام ددوی پر لوري دی، اوس بېرته ټوله نړۍ په دې فکر کې ده چې څه رنګه بېرته طالبان راشي، ځکه هر څه یې ولیدل او ښه پوه شول چې څوک ولس او خلکو ته خدمت کوي او څوک ورته خیانت کوي.
دریم: دپرویز مشرف داسلامیاتو د وزیر محمود غازي له خولې چې څه وخت مخکې یې له دې دنیا نه کوچ وکړ، هغه له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې چې ما خپله ولوسته او همدا رنګه په یوه غونډه کې دا خبره کړې وه چې پرویز مشرف ځکه له امريکې سره ودرېد چې ملا عمر دده ليک غور ځولی و، مشرف ملا صیب ته لیک استولی وچې اسامه امریکې ته وسپاري، کله چې لیک ملاصیب ته رسېدلی و، پرته له دې چې ویې ګوري اخوا ته یې غورځولی و.
که چېرې وای چې طالبانو دپاکستان خبرې منلې وای نن به طالبان هم دپاکستان په څېر دامریکې غلامان وای، دپاکستان کله هم په افغان ولس باندې دا نه لورېږي چې دیو ویشتمې پېړۍ دفرعون دماتې ویاړ دې تر لاسه کړي، او دا آرمان به ګور ته ورسره یوسي، افغان ولس ته به ځکه دا ویاړ ورپه برخه کېږي چې له نیکونو نیکونو څخه یې همداسې ویاړونه لرلي دي، پاکستان خو دا څو کاله کېږي چې را پیدا شوی دی نه یې پلار مالوم دی نه یې نیکه، او بل دا چې په څه به وویاړي؟ دخپل تاریخ په اوږدو کې یې څه توره کړې ده چې پرې وویاړې؟ پرته له دې چې خپل دین او خپل ځان خرڅ کړي بل يې څه کړي دي ؟ او دا هم ګورۍ باید له پامه ونه غورځوو څوک چې بل څوک جوړوي یا يې روزي خامخا هڅه کوي چې دځان په څېر یې وروزي، مونږ ګورو چې زده کوونکي دښوونکو په لاره روان وي،او ښه بیلګه یې نن په کابل کې ناست دغربي ښوونکو زده کوونکي دي، له سر نه نیولې بیا تر پښو پورې دکفارو او امریکایانو پېښې کوي، ښه نو اوس دپاکستان دغه بې غیرته حکومت به څنګه وکولای شي چې داسې غیرتي خلک وروزي چې ټوله نړۍ یې غیرت ته ګوته په غاښ ده؟ که دوی په رښتیا هم طالبان روزلي وای نو نن به یې ددوی په څېر دامریکې له خوښې پرته سترګې هم نشوای رپولای!