دطالبانو په هکله دیو څو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( یوولسمه برخه )
17.09.2010 10:26او کوم چې انتحاردی هغه بیا په اسلامي شریعت کې بالکل ناروا او یوه لویه ګناه ده، انتحار دېته ویل کېږي چې یوکس ددنیا له ژوند نه په تنګ شي، یا دکور له تاو تریخوالي نه په تنګ شي، له ډېر پتنګتوب نه آخر دې ته ورسېږي چې ځان ووژني، لکه څه رنګه یې چې په غرب کې کفار کوي، کله له لوړ لوړ پوړيزو بنګلو نه ځانونه را ګوزاروي، کله دموټرو او ریل ګاډو مخې ته ځانون ورغورځوي، کله کله خپله ځان په ټوپک یا کوم بل څه باندې ووژني، او یا هم کله زار وخوري، اسلام مسلمان ته ددغه رنګه کار اجازه نه ورکوي او دا یوه لویه ګناه بولي، په دې اړه امام مسلم صیب په خپل صحیح کې داسې روایت راوړی دی: (عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مَنَ قَتَلَ نَفْسَهُ بِحَدِيدَةٍ فَحَدِيدَتُهُ فِى يَدِهِ يَتَوَجَّأُ بِهَا فِى بَطْنِهِ فِى نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا وَمَنْ شَرِبَ سَمًّا فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَهُوَ يَتَحَسَّاهُ فِى نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا وَمَنْ تَرَدَّى مِنْ جَبَلٍ فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَهُوَ يَتَرَدَّى فِى نَارِجَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا ) له ابو هریره رضی الله عنه روایت دی، ده وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( چا که خپل ځان په اوسپنه سره ووژلو، نو همدغه اوسپنه به يې په لاس کې وي، همېشه او تل تر تله به يې ددوزخ په اور کې په خپله خېټه کې وهي، او که چا زار وڅښل،او خپل ځان یې ووژلو، نو همېشه او تل ترتله به یې په دوزخ کې غوړپوي، او که چا ځان له غره نه را ګوزارکړ او ځان یې ووژلو، نو همېشه او تل ترتله به په دوزخ کې همدا رنګه را ګوزاریږي، له دغه حدیث شریف نه مالومېږي چې که چا ځان په هره توګه ووژلو نو په همغه توګه به په آخرت کې هم کړول کېږي، خو دلته بیا یو ټکي ته لږ پاملرنه په کار ده، هغه دا چې په نورو ګڼو آیتونو او احادیثو کې راځي چې هر هغه څوک چې مسلمان له دنیا نه لاړ شي، یاني داسې کار يې نه وي کړی چې له امله یې یو مسلمان کافر کېږي، نو دغه کس که هر څومره زیات ګنهګار وي، په دوزخ کې به تل تر تله نه پاتې کېږي، یو دوزخ ته ورتګ دی، او یو په دوزخ کې تل پاتې کېدل دي، مسلمان کله هم په دوزخ کې تل تر تله نه پاتې کېږي، مګر که یې ګناه کړي وي او الله جل جلاله وغواړي نو دوزخ ته به يې بیایي، خودخپل جرم په کچه له کړاو څکلو نه پس به بیرته ترينه راوزي او جنت ته به ځي، خو کافر به بیا نو تل تر تله په دوزخ کې پاتې کېږي،خو دلته ددغه حدیث شریف په عبارت کې ګورو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې که چا ځان له دې کبله ووژلو چې ددنیا له ژوند نه په تنګ و، نو دغه کس به هميشه او تل ترتله په دوزخ کې په همدغه توګه کړول کېږي،دلته دهمېشه او تل ترتله ټکي ورسره راغلی، او په نورو احادیثو او آیتونو کې راځي چې مسلمان به په دوزخ کې تل ترتله نه پاتې کېږي، نو اوس ددغه حدیث شریف او نورو احادیثو تر منځ په ظاهر کې یو څه ټکر تر سترګو کیږي، مګر علمای کرامو دغه ستونزه هواره کړې ده، په دې هکله امام نووی صیب چې دصحیح مسلم شرحه یې لیکلې ده وايي چې دلته له دغه حدیث شریف نه درې ماناوې اخیستل کیدای شي، یوه دا چې هغه کس به همېشه او تل ترتله په دوزخ کې په هغه توګه ځان کړوي په کومه یې چې ځان وژلی دی، کوم چې دغه کار روا وبولي، یانې دغه دزړه پتنګوالي له کبله دځان وژل روا وبولي،نو دغه کس له اسلام نه وزي، او کافر کيږي، ځکه چې حرامو ته يې حلال وویل، نو بیا به همېشه او دتل لپاره په دوزخ کې په همدغه توګه کړول کېږي او ترینه راوزي به نه، ځکه چې ددغه کار په حلال ګڼلو سره دی کافر شو، دوهمه دا چې دلته د همېشه او تل تر تله له ټکي نه موخه ډېر وخت پاتې کېدل دي، یانې دغه کس به په دوزخ کې تر ډېره وخته پورې په همدغه توګه ځان کړوي، خلک په خپل منځ کې سره وايي همېشه او تل ترتله ژوندی اوسې، له دينه موخه دا نه وي چې تل ترتله دې ژوندی اوسې، ځکه دا کار شونی نه دی، بلکې موخه ترېنه دا وي چې تر ډېره پورې ژوندی اوسې، نو دلته په دغه حدیث شریف کې هم د همېشه او تل ترتله له ټکې نه موخه ډېر وخت دی، او دریمه دا چې ددغه رنګه کس سزا همدا ده چې همېشه او تل ترتله به په دوزخ کې وي، که څه هم چې دغه کار روا ونه بولي،مګر الله جل جلاله په خپل فضل سره دغه سزا نه ورکوي، یانې تل يې په دوزخ کې نه پرېږدي، بلکې له سزا ګاللو نه وروسته یې بیرته ترینه را وباسي، لنډه دا چې که یو مسلمان کس خپل ځان په دنیا کې دزړه په تنګوالي یا دبې وزلۍ اونیستۍ یا دا چې غوښتنې یې نه تر سره کېږي ځآن ووژني او دغه وژنه روا ونه بولي نه دغه کس به تل ترتله په دوزخ کې نه پاتې کېږي بلکې له کړاو او عذاب څکلو نه وروسته به جنت ته ځي، راغله خبره د کافر هغه خو هسې هم کافر دی، که مسلمان نشي او دکفر په حالت کې په خپل مرګ مړ شي،یا ځان ووژني نو ځای یې دوزخ دی.
نو ګرانو لوستونکو! اوس خو داستشهاد او انتحار یا شهادت غوښتنې او ځان وژنې تر منځ په توپير یو څه سره پوه شوو، مګر افسوس چې ډېر مسلمانان بیا په دغه توپیر باندې یا خو نه پوهېږي او یا هم هسې ددښمن او کفارو خولو ته ګوري، او دهغوی له خوښې سره سم ورته ګړېږي، استشهادي بریدونو ته ځانمرګي بریدونه وايي،او حال دا چې دځانمرګو او استشهادي یا شهادت غوښتنې بریدونو تر منځ لوی توپیر دی، هو که یو کس ددې لپاره چې په دنیا کې په تنګ وي، یا له کورني تاو تریخوالي نه په تنګ وي او بیا غواړي چې استشهادي برید وکوي، په ښکاره خو به خلک ووايي چې استشهادي برید یې وکړ، مګر په حقیقت کې ده ځان وژنه کړېده، کومه چې شریعت ورته ناروا وايي، او دا هم باید یاده کړو چې دیو کس په نیت او هوډ باندې پرته له الله جل جلاله نه بل څوک نه پوهېږي، نو ځکه خو دیو کس نیت مالومول ګران کار دی، هه که داسې څه نښې نښانې ښکاره شي چې دغه کس دکورني تاوتریخوالي او یا هم په دنیا کې له پتنګوالي نه استشهادي برید ته تیار شوی دی نو بیا باید له دې کار نه ایسار کړای شي، او ورته وویل شي چې په دې کار سره ستا دآخرت پېټی درندېږي، دا چې اجر درته درکړل شي دا خو بېخې ليرې خبره ده، او دمجاهدینو مشران هم تر وروستي بریده پورې استشهادي مجاهد په دې باندې پوهوي چې ګوره که دغه برید ته له دې وجې نه تیار شوی وې چې له بې وزلۍ یا دکورنۍ له تاو تریخوالي نه په تنګ وي نو ستا په دې کار تا ته اجر خو نه در کول کېږي نه درکول کېږي بلکې لا دې دګناهونو پېټی درندېږي،او داستشهادي برید اجازه نه ورکوي،او استشهادي مجاهد هم په دې خبره ښه پوهېږي، ځکه خو ټول داستشهادي مجاهدینو وصیتنامې ګوري او اوري یې چې هغوی په خورا رسا توګه وايي چې دغه رنګه برید مونږ یوازې او یوازې دالله جل جلاله درضا او له خپل دین او ولس نه ددفاع لپاره کوو، نه له دې وجې چې مونږ په تنګ یو، او په رښتیا هم چې همداسې ده ځکه ټول ګوري چې هغوی په څومره خوشالۍ او په له خندا ډکو خولو او څېرو سره دا خبرې کوي، مرګ ته وردانګل دانساني فطرت له مخې خورا ګران کار دی، یو څوک چې په دې پوه شي چې اوس یا یو څه وخت وروسته به وژل کېږي نو هسې بې واکه یې پرڅېره خپګان را برسېره کېږي، که دی هر څومره هڅه وکړي چې ځان خوشاله وښيي مګر بیا هم نه کېږي، ددې لامل دا وي چې اصلا دانسان ټول بدن او غړي دزړه په واک کې دي، زړه دانسان دبدن ټولواک دی، که زړه ډاډه وي نو بیا ټول غړي ډاډه وي، او که زړه ستړی یا خپه وي بیا نو ټول بدن ستړی او خپه وي، مونږ ګورو چې ددغو سرښندونکو اتلانو څېرې څومره خوشاله وي دا ځکه چې ددوی زړونه په الهي ډاډګیرنه ډاډمن وي، له مرګ نه هېڅ اندېښنه نه لري، دخپل پالونکي په ژمنو او جنتونو باندې یې ایمان داسې ټینګ وي چې ددنیا له ټولو ښو او بدو نه جلاوالی یې په زړه باندې هېڅ اغېزه نشي کولای، سره له دې چې پلرونه، میندې خویندې، وروڼه دوستان او دځینو لا اولادونه به هم ور یادېږي، خو له دې ټولو سره سره ددوی په مبارکو او دایمان په نور ښایسته څېرو کې هېڅ دغم او خپګان وړې وړې نښې هم نه تر سترګو کېږي، او دا هغه څه دي چې دنړۍ کفار يې په حیرت کې اچولي دي،او په دښمن چې نوره لار ورکه شي بیا نو تبلیغات کوي، درواغ وايي، مصطلحات سره ګډوډوي، او زیاتره خلک هم چې دخپل دین په اړه وړ او مناسب لومات نه لري، یا یې لري خو کفار او دهغوی دیموکراسي خوند ورکوي بیا نو استشهاد ته انتحار ، او شهادت غوښتنې ته ځان وژنه وايي، دېته باید کلکه پاملرنه وشي چې که یو مسلمان پوهېږي او بیا شهادت غوښتنې ته ځان وژنه وايي نو دا لویه ګناه ده، او که څوک په ناپوهۍ کې دا خبرې کوي، هغوی باید ځان پوه کړي.
دا چې دیو انسان ژوند خورا ارزښتناک او داسلام مبارک دین يې په ساتلو باندې ډېر ټينګار کوي، نو له همدې کبله علمای کرامو دشهادت غوښتنې برېدونو ته یو څو شرطونه اېښې دي، تر څو هر څوک له خپلې خوښې سره سم را پورته نشي او په هر ځای او هر وخت کې استشهادي بريدونه ونه کوي، یا نور ورته ونه هڅوي، چې په دې سره دیو انسان یا له یو نه دزیاتو انسانانو ژوند په ناروا او ناسمه توګه له منځه لاړ نشي، بلکې په یوه سمه او منظمه توګه له دغه جهادي تکتیک نه ددښمن په ځپلو کې په سمه توګه کار واخیستل شي،او دغه شرطونه په لاندې ډول دي:
لومړی: دنیت او هوډ سوچه والی، چې یوازې دالله جل جلاله ددین دلوړوالي او داسلامي نظام دراتګ لپاره به دغه استشهادي برید تر سره کېږي، چې په هغه کې له ځان، کور او ننګ نه دفاع هم راځي، که نیت بل څه و، بیا نا روا دی.
دوهم: چې دښمن ته دزیات زیان رسولو لامل وګرځي.
دریم: چې دمسلمانانو دزړور توب لامل وګرځي، په دې مانا چې په دغه استشهادي برید سره مسلمانان پر دښمن باندې ور زړور شي، او له زړونو نه یې ددښمن وېره او ډار ووزي.
څلورم: چې پر دښمن باندې ویره او ترهه راولي.
اوس که دغه څلورو ټکو ته وګورو نو په ښکاره وینو چې دغه ټول شرطونه په اوسنیو استشهادي بریدونو کې شته دي، لومړی دا چې داستشهادي مجاهد نیت صاف او سوچه وي، او دا ټول ګورو چې زیاتره هغه مجاهدین چې استشهادي بریدونه کوي یا دقرآن کریم حافظان وي او یا هم ددین طالبان، چې هم د اسلام په مبارک دین کې او هم په اسلامي ټولنو کې همدغه دوه ډلې خورا لوړ ځای لري، هم دالله جل جلاله په وړاندې نیک خلک دي او هم دخلکو په وړاندي، هم یې الله جل جلاله درناوی کوي او هم یې خلک درناوی کوي، او دغه سرښندونکي نه ددنیا شهرت غواړي، نه پيسې، او نه هم کوم بل څه، بس یوازې او یوازې دایې هیله وي چې ددوی په غوښو او وینو باندې دالله جل جلاله کتاب او دین سر لوړی شي، او تېري کوونکي کفار ورک شي، تر څو نور انسانان یې له ناروا او بربریت نه بې غمه شي.
دوهم ټکی هم ګورو چې په بشپړه توګه شتون لري، هغه دا چې دښمن ته په یو استشهادي برید باندې دومره تاوان او زیان رسېږي چې په مخامخ جګړه کې یې لس کسان هم نشي ور اړولی، چې تر ټولو ښې بیلګې یې ټول ولس دسر په سترګو په ګران هېواد کې هره ورځ ګوري، په یو استشهادي برید کې په منځنۍ کچه کم تر کمه درې څلور نیواکګر له منځه ځي، له دې پرته کوم مالي زیان چې ورته رسېږي هغه له استشهادي برید نه پرته په بل هېڅ ډول نشي ورته ور اړول کېدای، دبیلګې په توګه، ټانکونه، موټر، جازونه او همدا رنګه داوسېدو ځایونو یې ویجاړېږي، او دغه رنګه تاوان او زیان په راکټ، ټوپک، آن په هاوان او میزایلو هم نشي ورته رسېدای، هو کله کله داسې پېښېږي چې استشهادي مجاهد موخې ته له رسېدو مخکې یا ددښمن له خوا وویشتل شي او شهید کړای شي، او یا هم خپله بې پروايي ترېنه وشي او په سهوه سره تڼۍ ووهي، یا خپله په چاودېدونکو توکو کې څه ستونزه را منځ ته شي او او چوېږي، نو په دې ټولو حالاتو کې دغه برید کونکی مجاهد دشهادت لوړو درجو ته رسېږي ان شاء الله، خو که یې په قصد سره داسې څه وکول چې دبې ځایه چاودنې لامل شو نو بیا به يې مسولیت پر غاړه وي، هم دخپل ځان او هم دنورو بې غرضو خلکو، مګر دارنګه کړنه بېخې ناشونې ده، ځکه یو کس چې مرګ ته تیارېږي، ددنیا ټول ژوند شاته کوي، تر څو دالله جل جلاله خوښي او رضا تر لاسه کړي، نو بیا څه رنګه کېدای شي چې خپله دنیا او آخرت دواړه په قصد سره ګډوډ کړي.
دریم ټکی هم ګورو چې تر ټولو ښکاره دی، ځکه په لومړي سر کې چا دا په فکر کې هم نشوای راوستلای چې امریکایان او نیواکګر هم وژل کېدای شي،او یا برید پرې کېدای شي، او دا ددوی دهغو بې بنسټو تبلیغاتو یوه برخه وه چې ویل به يې امریکايان او ملګري يې له جاز نه دیو سانتي متر په کچه شی هم ویني، مګر اوس دادي دهر څه درک ولګېدو چې په سلهاوو سرتېرې زمریان په غرو رغو کې نه ويني، ولس اوس دهمدغه استشهادي بریدونو له امله دومره زړور شو چې آن له امریکايانو سره ددوی په بیسونو کې اوسېدونکي ویښ ضمیره او با ایمانه ځوانان په دوی باندې ناتاره ډزې کوي، او داسې يې وژنې چې دکفارو ولس مشران او صدر اعظمان، ددفاع وزیران یې حیران کړي دي، ډېره دپام وړ لا دا چې دافغان غیرتي ولس مجاهدې او غیرتمنې مېرمنې هم دنیواکګرو په وړاندې ټوپک ته لاس کوي او بې درېغه یې وژنې، چې تر ټولو ښه بیلګه يې په هلمند کې دبیدو امه تاریخي او ویاړلې پېښه ده.
څلورم ټکی هم خورا جوت دی، بې غیرته غلیم له بل هېڅ شي نه دومره نه یرېږي لکه له استشهادي بریدونو نه، او دادی دا خو ټول دسرپه سترګو ګوري چې نیواکګر همدغه استشهادي بریدونو په ګونډو کړي دي، نو ځکه خو دښمن هم له همدې کبله خورا اندېښمن دی، شپه او ورځ لګیا ددې هڅه یې کړېده او لا کوي يې چې ددغه استشهادي بریدونو مخه په یوه او په بله پلمه ونیسي، مګر نه دي توانېدلي، تردې چې ځینې ددوی ملګري او له دین نه ناخبره یا خبر مګر په ډالرو مست ملایان يې ددې لپاره مست کړي دي چې استشهادي بریدونو ته ځانمرګي ووايي، دا خو لا څه چې ټوله مېډیا یې دېته اړ ایستلې ده چې همدغه ددوی په ژبه استشهادي بریدونو ته ځانمرګي ووايي، څوک هم نشې کولای چې استشهادي ورته ووايي، که يې وویل نو په همغه ورځ به يې بیا خیر نه وي، مګر دا او دېته ورته هېڅ بې بنسټه ګام نشې کولای چې دمجاهدینو په دغه بریالي او پرېکنده تکتیک کې بدلون را ولي، ټول ولس بلکې ټولې نړۍ ولیدل چې همدغه استشهادي بریدونه وو چې دنیواکګرو په تر ټولو ټینګه او کلکه کلا دبګرام په مرکز کې یې داور لمبې بلې کړي، کوم چې دټولې آسیا په کچه ددښمن تر ټولو لوی، ټینګ او کلک مرکز بلل کېږي، همدا رنګه دکندهار او جلال آباد پر هوايي اډه، دکندهار په زندان، او هملته په کندهار کې دنیواکګرو په روزنیز کیمپ باندې، په خوست کې دنیواکګرو په اډو باندې او همدا رنګه ددښمن په نورو ګڼو ځایونو باندې استشهادي برېدونو دښمن داسې سربداله کړی دی چې لار ترېنه ورکه ده، پاتې دې نه وي چې همدغه تکتیک مجاهدین دنړۍ په نورو ګوټونو کې هم کاروي، لکه په فلسطین کې، په عراق کې، په چېچېنیا کې.
یوه ټکي ته باید پاملرنه وشي، هغه دا چې دغه استشهادي بریدونه فرض او واجب نه دي، بلکې روا دي، نو ځکه خو هر څوک په دې باندې نه دی مکلف چې استشهادي برید به کوي، بلکې دهر مجاهد خپله خوښه ده، کوم مجاهد که وغواړي چې استشهادي برید وکوي نو کوي به يې که نه څوک په دې باندې نه شي مجبورېدای ، چې خامخا به استشهادي برید کوي.
او دا هم باید له یاد نه ونه باسو چې انساني ژوند داسبابو او وسایلو له مخې له یو وخت نه تر بل وخت، له یو ځای نه تر بل ځای پورې توپیر سره کوي، مګر اسلامي بنسټونه کوم بدلون نه کوي، دبیلګې په ډول درسول الله صلی الله علیه وسلم او له هغه نه را وروسته تر ډېره پورې په وچه کې سورلې په خر، اس، اوښ، او په اوبو کې په کښتۍ باندې کېدله، مګر اوس بیا نور وسایل را پیدا شوي، لکه بایسکل، موټر سایکل، موټر، جاز، خو دسفر لمونځ په هغه وخت کې هم همغه دوه رکعته وو، او اوس هم همغه دوه رکعته دی، که یو څوک په جاز یا موټر کې سفر کوي هم نو همغه دسفر مونځ به کوي، او که څوک په اس او اوښ باندې سفر کوي هم همغه دسفر مونځ به کوي، په دې مانا چې ددغو نویو وسایلو په راتګ سره دسفر په مونځ کې کوم بدلون نه راځي، همدا رنګه په هغه وخت کې جګړه په توره، نېزه، غشي، اس او اوښ باندې کېدله، ځکه چې همدغه دهغه وخت وسایل وو، مګر نن بیا په ټوپک، راکټ، ماین، ټانک او جاز باندې کېږي، له کفارو سره جګړه او جهاد همغه جګړه او جهاد دی کوم چې په هغه وخت کې وو، مګر وسایل يې توپير سره لري، په هغه وخت کې بارود نه وو، په هغه وخت کې ماینونه نه وو، په هغه وخت کې به مخامخ په توره جګړه کېدله، اوس له لېرې لیرې واټنونو نه په مرمیو باندې کېږي، نو ځکه خو ددغه اوسنیو استشهادي بریدونو په څېر بریدونه په هغه وخت کې نه وو، مګر داسې بریدونه وو چې اوسنیو استشهادي بریدونو ته ورته وو، دبېلګې په توګه په هغه وخت کې دا خبره خلکو ځان وژنه بلله چې یو کس ددښمن پر لویه ډله او ډېرو کسانو باندې په یوازې سر برید وکوي، ځکه دعقل او اسبابو له پلوه دا بالکل لیرې ده چې یو کس دې په شلو یا سلو او یا له دې هم په زیاتو په وسلو سبمال سرتېرو باندې په یوازې سر برید وکوي او بیا دې دی ژوندی پاتې شي، کم تر کمه که هغوی یوازې خپلې تورې دده مخې ته هسې دسپر په توګه ونیسي نوهم دغه کس نشی کولای چې هغوی ته څه زیان ورسوي، مګر له چا سره چې دایمان زور وي او په سمه توګه یې وکاروي نو بیا یو کس کولای شي چې ډېر نور له تورو او غشیو سره په مخه کړي، که دی پکې ووژل شي هم څه باک یې نشته ځکه چې دی به شهید شي او دښمن به یې یا مات کړی وي یا به یې سخت زیان ور رسولی وي، نو له همدې کبله علمای کرامو دغه رنګه برید ته اجازه ورکړېده، امام محمد بن حسن الشیباني چې دحنفي مذهب یو مشهور او لوی عالم دی او دامام ابو حنیفه رحمه الله تعالی ځانګړی شاګرد و هغه په خپل کتاب السیر الکبیر کې داسې وايي: ( لا بأس بأن يحمل الرجل وحده وإن ظن أنه يقتل إذا كان يرى أنه يصنع شيئا يقتل أو يجرح أو يهزم، فقد فعل ذلك جماعة من الصحابة بين يدى رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم أحد ومدحهم على ذلك ) په دې کې څه خبره نشته چې یو سړی په یوازې سر پر دښمن برید وکوي، که څه هم چې دده دا ګومان وي چې دی به ووژل شي، خو چې په دې پوهېږي چې په دغه برید سره دی ددښمن یو څوک وژلی، یا ټپې کولی او یا ماتولی شي، ځکه چې ډېرو صحابوو رضی الله عنهم داحد په ورځ درسول الله صلی الله په مخکې داسې کار کړی وو، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی په دې کار باندې ستایلي وو، یانې په هغه وخت کې خلکو دا دځان وژنه بلله چې یو کس په یوازې تن په یوه ډله باندې برید وکوي، ځکه چې په دغه حالت کې دژوندې پاتې کېدو امکان ډېر محدود و، مګر صحابوو رضی الله عنهم دا کار کولو او رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ترېنه ایسارول بلکې لا یې پسې ستایل، او ابن حجر رحمه الله چې دشافعي مذهب یو وتلی او نومیالی عالم دی هغه په خپل کتاب بلوغ المرام کې په دې اړه چې یو کس ددښمن په ډېرو کسانو باندې برید وکوي داسې وايي: (إنَّهُ صَرَّحَ الْجُمْهُورُ أَنَّهُ إذَا كَانَ لِفَرْطِ شَجَاعَتِهِ وَظَنِّهِ أَنَّهُ يُرْهِبُ الْعَدُوَّ بِذَلِكَ أَوْ يُجْزِئُ الْمُسْلِمِينَ عَلَيْهِمْ أَوْ نَحْوَ ذَلِكَ مِنْ الْمَقَاصِدِ الصَّحِيحَةِ فَهُوَ حَسَنٌ ) بېشکه چې جمهورو علماوو په ښکاره ویلي دي چې که دغه برید دده دډېر زړورتوب او دده له دې ګومان نه و چې دی په دې کار سره دښمن ډارولی شي، او یا نور مسلمانان په دغه کار سره پر دښمن باندې ور زړورولای شي او یا ددې په څېر له نورو نیکو موخو نه دکومې موخې لپاره وي نو دا بیا ښه کار دی،) یانې که دکفارو په یوه ډله باندې یو کس برید وکوي، او موخه یې دا وي چې دښمن وډاروي، یا مسلمانانو ته زړه ورکړې، تر څو پر دښمن ورزړور شي، او یاکومه بله دېته ورته موخه وي، نو دا بیا ښه کار دی.