دطالبانو په هکله دځینو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( شلمه او وروستنۍ برخه )
08.11.2010 19:47دلته په پای کې به دطالبانو یو څو داسې ځانګړنو ته سر ور ښکاره کړو چې ډېر خلک پرې خبر دي خو له خبرتیا سره سره بیا هم ترېنه ناخبر دي، او همدغه ځانګړڼو دوی ددې جوګه کړي چې دنړۍ تاریخ بدل کړي، په ټوله نړۍ کې دهغه ظالم او ځناور لوی ځواک په وړاندې دغرونو په څېر کلک او ټینګ ودرېږي، دسوک ځواب په سوک او دڅاپېړې ځواک په څاپېړه باندې ورکړي دکوم په وړاندې چې اتوم لرونکي هېوادونه دسترګو رپولو توان نه لري، هغه وحشي او کبرجن ځواک چې ډېر خلک په غبرګو لاسونو او یوه پښه سلامي ورته کوي دغو اتلو شازلمیانو داسې سپک او سپاند کړل چې خپله ددوی مرییان هم ورته حېران شول.
لومړی: طالبان تر بل هر چا پاک او خپل ولس ته ژمن خلک دي، ددې لپاره تر ټولو ښه بیلګه دا ده چې دادي مونږ په دغه دیرش کلن ناورین کې ولیدل هغو کسانو چې دولس دغم خوړلو چېغې يې وهلي، چا به عمري خلافت را وستلو، چا به عثماني خلافت راوستلو چابه دکور، کالي، ډوډۍ او چا به دآزادۍ اودیموکراسۍ چېغې وهلي، مګر ومو لیدل چې دولس وینې یې څه رنګه په خورا بې شرمۍ او سپین سترګۍ سره خرڅې کړې، دولس په وینو یې بنګلې جوړې کړې، نړیوال تجارتونه یې پرې روان کړل، چا بیا خپل او خپلوان پرې ونازول، په بهرنیو هېوادونو کې یې ځمکې پرې واخیستې، ځینې خو یې هملته ورغلل او ځینې نور یې بیا لا تراوسه پورې لګیا دي خپله خواري کوي، له ځینو نه یې بیا خپلو او خپلوانو بهر ته وتښتلولې، او دغه اوسني دیموکراتان او روڼ اندي مو هم ولیدل، چې دولس په نامه په راټولو شوو چندو یې څه وکول؟ او لا څه پسې کوي ؟ مګر دطالبانو په مشرانو کې یو کس هم څوک داسې نه شي ښودلای چې دولس په پیسو یې ځانته بنګلې جوړې کړې وي، یا یې تجارتونه پرې کړي وي، یا یې بانکي حسابونه پرې جوړ کړي وي، او حال دا چې که دوی دغه شیان غوښتلای او یا يې وغواړي نو دوی ته له نورو نه ښه او په زیاته پیمانه پیدا کېدل او پیدا کېږي، دادي نیواکګر خو شپه او ورځ چیغې ورته وهي چې راشۍ، ښه ژوند به درته برابر کړو، کار به درته پیدا کړو، ډالر به درکړو، کرزي خو لا دودونو ټټر هم ورته ووهلو ( راشۍ ودونه به هم دروکو ) دی فکر کوي چې طالبان دودوونو لپاره جنګېږي! مګر دوی کله هم دې کار ته نه دي تیار شوي او نه به ورته تیار شي، ګورۍ تر اوسه پورې نه بین المللي ټولنو او نه هم نور و کفري ټولنو او نه هم کومو افغاني ټولنو دطالبانو په مشرانو باندې دمالي اختلاس او رشوت تور لګوی دی، ځکه چې نه و پکې، که نه اوس به مو لیدلي وو چې تر ټولو دمخه به يې دا تور ورپورې لګولو، او اوس هم هیله نه پرې کوي مګر په دې پوهېږي چې دا خبره نه ولس را سره مني او نه هم نړیوال، ځکه چې ددطالبانو دا کار ټولو ته ښکاره وچې هغوی دولس په وینو ځانونه نه دي پاللي او نه يې هم پالي، تر دې چې وخت په وخت خپله ددښمن له خولې هم دطالبانو د اخلاص او ریښتینولۍ خبرې راووتې.
دوهم: د طالبانو بله ځانګړنه دا وه او ده چې په چا به پوه شول چې کار کوي سمدستي یې پرته له کومې واسطې او پرته له کوم رشوت نه داسې کار ورته سپارلو چې هغه کس به هم په ځان پورې حیران شو چې ښه اوس څه ورسره وکوم، که به چا په رښتیا هم کار کولو نو یې سمدستي په همغه مجلس کې دنده ورسپارله، چې زه خپله ډېر داسې کسان پېژنم، یوکس چې له حزب اسلامي سره يې تړاو درلود دامارت په لومړیو شپو او ورځو کې په پېښور کې و، له طالبانو یې خورا بد راتلل، تر دې چې که به کوم کس دطالبانو ښه یادول دده هغه هم نه خوښېدو، ډېر وخت لا نه و وتلی چې همدغه کس کابل ته لاړ، څه وخت پس خبر شوم چې هغه او س په کوم وزارت کې ریيس دی، زه بالکل حیران شوم، چې هغه خو له طالبانو نه دومره کرکه کوله، اوس څه رنګه تر دې ځایه ورسېد؟ همداسې مخکې لاړ تر دې چې یو لوی کار ورته ور وسپارل شو، او په رښتیا چې کار یې هم ښه کولو، همدا رنګه نور ډېر خلک شته دي، چې تر ټولو ښه بیلګه یې داتحاد دتنظیم هغه پلاوی و چې کندهار ته یې لېږلی و، تر څو دطالبانو سم حال ورته راوړي چې دا څنګه خلک دي، هغوی چې هلته تللي وو خبرې یې ورسره کړې وي، طالبانو ورته ویلي وو راځۍ له مونږ سره مرسته وکوۍ او په همغه مجلس کې یې کومو کسانو ته چې کار کول غوښتل کار ورکړی و، فکر کوم کوم یو یې په همغه ځای کې په پاکستان کې دسفیر په توګه ټاکلی و، او نورو ته یې هم همداسې دندې ورسپارلې وي، ځینو نورو بیا هسې ناغېړي کړې وه او ځانونه یې په یو پلمه ترېنه را ایستلي وو.
دا رنګه کار هېڅوک او هېڅ ډله نه کوي، اوس هم که څوک په رښتیا سره وغواړي چې دخپل هېواد خدمت وکړي چل ول دوکې موکې یې موخه نه وي، همدا اوس هم که له امارت سره اړیکې ونیسي سمدستي دنده ور سپاري، خو دې دندو ته ځکه هغه څوک چې له ډالرو سه بلد وي زړه نه ښه کوي چې دجیب کار نه پکې کېږي، ډالرخان نشته نو ځکه خو دوطن ډېر خدمتګاران! زړه نه ورته ښه کوي.
دریم: دطالبانو بله ځانګړنه دا ده چې کبر او لویي نشته پکې، کیدای شي ځینې افراد وي، مګر مشران یې په عامه توګه بالکل بې تکلفه دي، له خلکو سره دملګري په څېر چلن کوي، یو ځای ډوډۍ ورسره خوري، مشر کس ته ورتلل ډېر ترتیبات نه غواړي، هر کس کولای شي له ډېر مشر کس سره په خورا بې تکلفۍ سره لیده کاته وکوي، او دا کار يې هم ټول ولس ته معلوم دی، مخکې هم همداسې وو او او س هم، مګر اوس دځينو امنیتي ستونزو له کبله یو څه احتیاط کوي، که نه له خپلو ملګرو سره په همغه مخکني ډول رویه کوي، دامارت په وخت کې یو کس کولای شوای چې آن له وزیر سره په ډېره آسانۍ سره وګوري، مګر راشه اوس دغه نورو ته چې څه حال دی؟
څلورم: دطالبانو هر کس عملا دجهاد ډګر ته تللو، هم مخکې او هم اوس، که به وزیر هم و او ل خط ته به تللو، او او س هم همداسي دي، ځکه خو یې ډېر مشران یا شهیدان کېږي او یا هم اسیران کېږي، که والي وي که ولسوال وي، که مشر وي که کشر وي، باید مخلص، رېښتنی، او زړور وي، دحق په کولو او ویلو کې به دهېچا پروا هم نه ساتي، او همدغه دالله جل جلاله درېښتینو بنده ګانو له مهمو ځانګړنو څخه دي.
پنځم: طالبان دقدرت او چوکۍ په غم کې نه وو او نه دي، یو ښه دلیل یې همدغه پاسنی دی، ځکه یو څوک چې قدرت ته مست وي هغه بیا ځان مرګ ته په هېڅ بیه نه ورکوي، بل دلیل یې دا و چې که به یو کس نن وزیر و سبا به بیا رییس و، نن به یو کس والي و سبا بیا یو سر ګروپ و، نن به یو کس ولسوال و سبا به بیا یو عادي مامور و، که خبره دقدرت وای نو بیا يې کله دا خبره منله چې له وزارت نه را ښکته شي، یا له ریاست نه راښکته شي، مګر په دوی کې دا خبره بالکل عادي وه.
شپږم: ددوی دکامیابۍ یوه بنسټیزه ځانګړنه دا وه او ده چې دخپل مشر خبره یې په خورا رېښتینولۍ او درناوي سره منله، څومره اطاعت چې طالبانو خپل مشر ته لرلو او لري يې هيڅ ډله یې خپل مشر ته نه لري، تر دې چې کفار هم وخت په وخت په خپلو ورځپاڼو کې دطالبانو دکامیابۍ یو مهم ټکی همدا بولي چې له خپل مشر نه دزړه له اخلاصه اطاعت کوي، دښمن ددې لپاره خورا هڅې وکولې او لا کوي يې چې څه رنګه دطالبانو تر منځ درز پیدا کړي، ځکه دوی پوهېږي چې که يې دا کار وکولای شوای نو طالبان خپله ټوټې ټوټې کېږي، بیا به ددوی مخې ته دودرېدو څوک نه وي، له همدې کبله یې اوس په خبري رسنیو کې دا ډنډوره پیل کړېده چې دحقاني صیب ډله ځانته ډله ده، او حال دا چې له پیل نه تر اوسه پورې حقاني صیب له امارت سره دی، کله يې نه دي ویلي چې مونږ ځانله ډله یو، مګر کفري خبري رسنۍ لګیا دي دمستو بدلې بولي، دمسلمانانو دکامیابۍ لوی رمز په یووالي کې دی، له همدې کبله اسلام په خپلو پیروانو باندې دا فرض کړېده چې یو مشر به لري، او مسلمانان ځکه نن داسې دربدر دي چې له کشرانو نه یې مشران او له مامورینو نه يې آمران ډېر دي.
اووم: کوم کس به چې ناسم کار وکړ که به والي و که به وزیر و که به رییس و، او لوړ مقامات به پرې خبر شول سمدستي به را غوښتل کېدو او پوښتنه به ترېنه کېدله، که به په رښتیا هم داسې څه و چې دده د لرې کولو غوښتنه به یې کوله، نو سمدستي یې لرې کولو، له همدې کبله چا غلا، رشوت او داسې نور ې نارواوې په ښکاره نشوای کولای، ځینې افرا د به و مګر په عامه توګه داسې نه و.
اتم: طالبانو له ولس سره ډېرې نېږدې اړیکې لرلې او لري يې، طالبان له ولس سره دملګرو په څېر چلن کولو، یو دهغه کسانو خبره وه چې څه جرم به يې کړی و، هغه خو ځانته خبره وه، او ددې لپاره ښه دلیل دا و چې ډېرو ولسي خلکو له طالبانو سره دډېرو کمو پیسو په بدل کې کار کولو، زه ډېر داسې خلک پېژنم چې په خورا کمو پیسو به یې ګوزاره کوله، دمجرمانو په هکله به یې معلومات ورکول، سره له دې چې طالبانو بیا په تېره په ولس کې داسې کلک او ټینګ استخباراتي نظام نه درلود او نه یې هم لري، مګر مجرم به ډېر زر ګیر شو، لامل دا و چې خلکو به په خپله معلومات ورته راوړل، ځکه چې اخلاص یې و رسره و، او دا هغه څه و چې په ډاډ او امنیت راوستلو کې یې خورا لویه مرسته کوله او کوي یې.
نهم: طالبان سپین ګوی خلک دي، چل ول، دوکې موکې نه خوند ورکوي او نه یې کوي، کوم څه يې چې په زړه وي هغه په خوله هم وايي، او څه يې چې وویل هغه بیا کوي هم، له همدې کبله ډېر خلک مینه ورسره لري او خوښېږي یې، او له همدې کبله نړیوال هم ددوی هرې خبرې ته په غټه سترګه ګوري، ښه بېلګه یې همدا څه وخت مخکې ددښمن له لورې دخبرو اترو دډنډورې خورېدل دي، امارت په یو ټکي کې تل ویلي او وايي چې مونږ تر هغه پورې خبرې نه کوو تر څو چې نیواکګر شته دي کله چې هغوی زمونږ له ګران هېواد نه ووتل بیا به خبرې سره کوو، ځکه دا کله هم معقوله نه ده چې دیو چا کور په زور او ظلم سره ونیسه واک یې ترېنه واخله او بیا ورته وایه راشه چې اوس خبرې سره وکوو!!!
نړیوالو خبري رسنیو ددښمن دګڼو مشرانو له خولو نه رنګارنګ خبرې خپرې کړې او لا خپروي يې، یو یې وايې دطالبانو مشران کابل ته راغلي، بل وايي نه دي راغلي، بل یې وايي خبرې يې له مشرانو سره شوې دي، بل وايي نه له ټيټ پوړو سره شوې دي، یو يې وايي خبرې په ډېر حساس پړاو کې دي نو ځکه مونږ په دې اړه څه نه وایو، بل وايي نه تر اوسه خبرې په لومړي پړاو کې دي، تر دې چې آخري خبره یې هالبروګ وکوله چې خبرې له طالبانو سره نه دي شوې، دا هسې څه ولسي مشران او ځينې سیمه ایز قوماندان دي غواړي چې آرام ژوند وکوي، دا وې هغه خبرې اترې چې نړۍ یې په سر اخیستې وه! بیا په تېره ځینو خبرې رسنیو خو په دومره شد او مد خپرولې تا به ویل چې بس کیسه به له ماښام نه هم مخکې پای ته ورسېږي! او اوس به ټولو ته ښکاره شوې وي چې طالبان یوه او سپینه خبره کوي، او چې څه وايي همغسې کوي.
لسم: طالبان دخبرو پر ځای کارکول غوره بولي ، هسې تشې هوايي خبرې نه کوي او نه یې له نورو نه اوري، په ډېرو کم امکاناتو باندې خورا لويې لويې چارې پر مخ بیا يي، همدا لامل دی چې ددوی کارونه دخبرو په پرتله زیات او ښه دي، هغه دتبلیغیانو خبره ددوی په کار کې شور نه بلکې زور زیات دی، دا دي ټول ګوري چې امارت له خورا پس پاتو وسلو او له کمو امکاناتو نه په استفادې سره دښمن په ګونډو کړی دی، او حال دا چې دښمن ددنیوي اسبابو او وسلو له پلوه ښه بډای دی، مګر ټول ګوري چې له کار نه يې چېغې او آوازې زیاتې دي، همدا رنګه په فرهنګي ډګر کې امارت یوازې یوه ویب پاڼه او یو څو مجلې لري، خو کار یې دومره رغنده او اغېزناک دی چې ددښمن او دهغوی دګوډاګیانو په سلهاوو انټرنټ پاڼې، مجلې، ورځ پاڼې، راډيو ګانې او تلويزیونونه نشې ورپسې رسېدای، او دا هغه څه دي چې خپله ددښمن له خولې نه وخت په وخت اورېدل کېږي.
اوس ورځ په ورځ دنړۍ حالات بدلېږي، دنړۍ تر ټولو لوی او ستر ځواک دیوې تاریخي ماتې سره مخ کېدونکېی دی، دامريکې له ماتې سره به دټولې نړۍ حالات بدل شي، او نړیوال هم اوس په دې باندې پوه شول چې پرته له طالبانو دافغانستان حالات نه سمېږي، او په دې هم وپوهېدل چې طالبان تر بل هر چا خپل دین ، ولس او هېواد ته ژمن خلک دي، یوازې دوی دي چې کولای شي افغانان پرې راټول شي او په افغانستان کې په ټینګو ستنو ولاړه یوه کلکه پاکه او ستره واکمني را منځ ته کړي، ځکه نور ټول یې وآزمایل، هغه کسان یې هم وآزمایل چې خپله دهمدغه غربي دیموکراسۍ شاګردان او همدوی روزلي وو، هغوی هم غله او ټګماران وختل، نو ځکه خو دېته اړ دي چې له امارت سره غاړه یوسي، او ملاتړ ترېنه وکړي، او که نه بیا هم خپلې سترتمبګۍ ته زور ورکړي او په زور او ځواک سره دستونزې دهواري هڅې وکوي نو فکر کوم چې بیا به هم پېښمانه شي، ځکه خو تر ټولو ښه خبره دا ده چې ځان په خبره پوه کړي، دخپلواکو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، خپله افغان ولس پرېږدي چې خپل کارونه په خپله وکوي.
دغه یو څه ما دهغه حقیقت د را برسېره کولو لپاره ولیکل چې په رڼا ورځ يې ډېر دسترګو خاوندان نه ویني، دکفر ناروا پروپاګندو او بې ځایه ډنډورو له ځینو خلکو نه داسې لاره ورکه کړېده چې دښه او بد توپير نشي پکې کولای، نن ورځ مونږ ګورو چې دټولې کفري نړۍ خبري رسنیو بلکې زیاتره داسلامي نړۍ هم له ورځپاڼو څخه رانیولې بیا تر اونیزو، میاشتنیو خپرونو، رادیو ګانو، تلویزیونو، او وېب پاڼو پورې ټولو په دغو خلکو پسې چې له خپلې خاورې او دین نه دفاع کوي را اخیستې ده، داسې څه ور پسې وايي چې کله هم په دوی کې نشته، که دوی یوازې هغه څه په طالبانو پسې ویلای چې پکې دي نو هېڅ خبره نه وه، مګر دوی داسې درواغ او تورونه ورپسې تړي چې دمنصف دښمن زړه هم پرې سو ځي، زبون وهلي دښمن ډېر مسلمانان په درواغو سره داسې غلط پوه کړي دي چې له خپل مسلمان ورور نه دالله جل جلاله او درسول صلی الله علیه وسلم دښمن ښه ورته ښکارېږي، ستایي يې، په ګټه يې خپرونې کوي، بلکې دهمدغه دښمن په ګټه په خپلو مسلمانو وروڼو پسې درواغ وایي، تورونه ور پورې لګوي، کوم څه چې کله هم له یو منصف انسان سره نه ښايي، مسلمان خو لا پرېږده.
تاسو به وایۍ نو ددې مانا دا چې طالبان معصوم دي هېڅ تېروتنې نه لري؟ نه کله هم نه، پرته له پیغمرانو علیهم الصلاة والسلام بل هېڅوک معصوم نه دي، او نه کېدای شي، او نه به هم طالبان ددې دعوه وکولای شي، طالبان هم انسانان دي، بیا دیو ویشتمې پېړۍ انسانان دي، مونږ او تاسو غوندي خلک دي، تېروتنې ترېنه کېږي، او ترېنه شوې دي، او بیا به هم ترېنه کېږي، لکه څنګه چې یو انسان تل له تېروتنو سره تړلی دی، خو خبره دلته ده چې ددوی تېر وتنې او کمیانې دنورو په پرتله خورا کمې وې او دي او وي به، نو دعقل غوښتنه هم دا ده او داسلام دمبارک دین حکم هم دا دی چې هغه څه چې ښه او ګټه يې په بدو او تاوان باندې زیات وي له هغه نه ښه دي چې بد او تاوان یې له ښو او ګټې نه زیات وي، په طالبانو کې به ځینې ځینې ستونزې وې مګر کله هم دومره نه وې او نه دي لکه له دوی نه په مخکې او وروسته واکمنو کې، کوم څه چې ټول ولس پرې ګواه دی، او بل دا چې زمونږ مسلمانانو مسولیت څه دی؟ مونږ بایدد هغوی پام دهغوی تېروتنو ته ور واړوو، دورورولۍ په فضا کې خپلې مشورې ورته وړاندې کړو، مرسته ورسره وکړو، نه دا چې له کفارو سره ددوي په وړاندې ودرېږو، چې سبا به بیا نه ولس ته مخ لرو، او نه به هم دقیامت په ورځ الله جل جلاله ته، داسې نه چې خپل آخرت په خپل لاس وران کړو، که مرسته نه ورسره کوو، نو کم تر کمه دومره خو وکوو چې داسلام له دښمنانو، له یهودو او نصارا سره خو ددوی په ضد مرسته ونه کړو، په خپل ځای کرار کېښنو، ددې لپاره نه چې طالبانو ته تاوان و نه رسوو بلکې دخپل ځان لپاره، دخپل آخرت لپاره، ځکه له کفارو سره مرسته دآخرت بربادي ده.