ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایلن مسک په ۴۴ ملیارد ډالرو د ټویټر په اخیستو موافقه وکړله

د نړۍ تر ټولو شتمن شخص ایلن مسک دوشبنه اپریل ۲۵ (غوایي۵) موافقه وکړله چې د ټولنیزې شبکې پاڼه ټویټر په ۴۴ ملیارد ډالرو وپیري او دا ژمنه یې هم وکړله چې دا پاڼه به د بیان د آزادۍ ملاتړ کوونکې بدله کړې.

26.04.2022 امریکا غږ

د سور صلیب مشر: باید د افغانانو حمایت لپاره ډېر څه وکړو

په افغانستان کې د بېوزلۍ زیاتېدو او اقتصادي بحران په دوام د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ماشومانو د وضعیت په اړه  د اندېښنې په ښودلو د افغانانو د ملاتړ په اړه د هڅو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.

26.04.2022 امریکا غږ

فايق د نيويارک عدالت ته خواست، د افغانستان پېسې دې د افغانانو دپاره وساتل شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي سرپرست استازي نصيراحمد فايق د نيويارک په عدالت کې يو درخواست جمع کړی چې پکې غوښتنه شوې د افغانستان پېسې دې يوازې د افغان ولس د ګټو لپاره خوندي وساتل شي. ښاغلي فايق دا درخواست د افغان ولس په استازيتوب جمع کړی او ويلي دي چې هغه د طالبانو يا بلې کومې سياسي ډلې نمايندګي نه کوي، بلکې هغه يوازې د ولس نمايندګي کوي څوک چې د هغه اووه اربه ډالرو اصل حقدار دي کومې چې تړل شوي دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مشن په يو بيان کې ويلي، امريکايي چارواکو په فرورۍ کې د يو حکم له لارې د افغانستان اووه اربه ډالره په دوه برخو کې ويشلې وې چې پکې يوه برخه د افغان ولس لپاره مختص شوې او د نيمې برخې فېصله به عدالت کوي. عدالت به د ستمبر د 11م 2001 د پېښې د اغېزمنو کورنيو دريځ هم اوري. ښاغلي فايق په دې خط کې ويلي افغان ولس د ناين اليون د اغېزمنو کورنيو په غم شريک دی ځکه چې افغان ولس هم د لسيزو راهسې د دې ترهګرۍ ښکار دی۔. القاعده، طالبانو او د دوي پلويانو په تيرو دوه لسيزو کې په زرګونو ولس په نښه کړی او د ترهګريز بريدونو ښکار دي چې پکې په دې نزديو کې په ښونځيو، جوماتونو او د لږکيو په مرکزونو بريدونه هم شامل دي. فايق ويلي د ناين الېون د پېښې اغېزمنو کورنيو ته بايد انصاف ورکړل شي خو د دې بدل دې د افغان ولس نه وانه خستل شي، دا پېسې د افغان ولس حق دی او هم هغوي يې اصلي حقداران دي، د ناين الېون په پېښه کې هيڅ يو افغان ککړ نه دی او نه په هغوي کومه ذمه واري پرېوځي. په دې خط کې دا هم ويل شوي چې افغان ولس دا وخت د انساني بحران ښکار دی او د نيمې نه زيات ولس د لوږې سره مخ دي، 95فيصده خلکو ته خوراکي توکي نه ملاويږي. د خط په پای کې ويل شوي، د افغانستان پېسې بايد خوندي وساتل شي او افغانان، چې انساني ضرورتونو سره مخ دي، بايد د دې د استعمال اجازه ورکړل شي. نصيراحمد فايق دا وخت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود دی چې غړي هېوادونه يې هم مني او تير کال د اګست د 15 چې طالبانو افغانسان په لاس کې اخستی، په نړيواله کچه د طالبانو حکومت تراوسه يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی. د فايق نه وړاندې اسحاق زی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود وو خو طالبانو د هغه د لرې کولو او په قطر کې د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين د استازي په حېث د منلو لپاره يو خط لېږلی وو. د ملګرو ملتونو يوه کميټي د دغه خط د فېصلې لپاره جوړه شوې وه خو لا هم د طالب چارواکو له خوا د ټاکل شوي شاهين په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې. د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني له خوا ټاکل شوي اسحاق زي د طالب چارواکو د واکمنۍ وروستو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب پرېښودی وو.

26.04.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د شتمنيو کنګل کېدو د افغان ښځو ستونزې ډېرې کړي

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله د امریکا له خوا د افغانستان د ملیارډونو ډالرو د شتمني کنګل کېدل د افغان ښځو او نجونو د کړوانو د زیاتوالي  یوعامل بولي. د ملګروملتونو د کارپوهانو دغې ډلې په هغه بیان کې چې پرون دوشنبې یې خپور کړی ویلي، د دې ترڅنګ چې د افغان ښځو او نجونو ډیر اساسي حقونه د طالب چارواکو د هغې تبعیضي تګلارې له امله چې د ښځو په وړاندې د جنسیت له مخې یې مخته وړې، تر پښو لاندې شوي، د متحدو ایالتونو له خوا د افغانستان کنګل شوې شتمني هم دغه وضعیت لا خراب کړی دی.  په جینوا کې میشتې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغه ۱۴ کسیزې ډلې ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون بهرنیو دولتونو یې د ښځو او نجونو پر حقونو د سختو محدودیت لګولو اقدامات غندلي دي. طالبان د خپلې واکمنۍ په څه باندې اتو میاشتو کې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې له کړو ژمنو په شا شوي او نجونې یې نه دي پرېښي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي.  د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه راز د امریکا حکومت ګرم بللی چې د افغانستان د مرکزي بانک د ملیارډونو ډالرو شتمني په کنګل کولو سره یې د افغان ښځو ژوند لا سخت کړی دی. دغو کارپوهانو ویلي د دې ترڅنګ چې پر جنسیت ولاړ تاوتریخوالي له اوږدې مودې راهیسې ښځو او نجونو ته شدید ګواښ متوجه کړی، د امریکا له خوا لګول شويو بندیزونو هم دغه وضعیت لا سخت کړی دی. دغو کارپوهانو په دې اړه نورجزیات ندي ورکړي.  د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې دغه راز ویلي، په افغانستان کې روان بشري وضعیت چې د دې هېواد ۲۳ ميلیون وګړي د خوړو پر مرستې متکي دي، له حده زیات ښځې او نجونې اغېزمنې کړي دي.   دغې ډلې د افغانستان د مرکزي بانک د ملیارډونو ډالرو کنګل شوې شتمني په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د فبرورۍ د میاشتې د پرېکړې په اړه ویلي چې له افغانانو سره د مرستو لپاره د دغې شتمني د نیمايي برخې د آزادیدو لپاره داسې شرطونه اېښودل شوي چې هغه د لګول شویو بندیزونو سره په تړاو د افغانستان خلک له دې بې برخې کوي چې اساسي بشري مرستو ته لاسرسی ولري. په هغه هېواد کې چې د ملګرو ملتونو په وینا نزدې ټول وګړي یې د خوړو خوندیتوب نه لري.  د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې ویلي چې د بشري حقونو نړیوال قانون، د متحدو ایالتونو په ګډون له دولتونو غواړي چې دا مسله یقیني کړي چې فعالیتونه یې پر بشري حقونو د تېریو سبب نشي. دغو کارپوهانو دغه راز ویلي چې په دې اړه یې رسماً خپلې اندېښنې او سپارښتنې له واشنګټن سره شریکې کړي خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.   

26.04.2022 ازادي راډیو

د مذهبي ازاديو ملاتړ ډله: افغانستان کې د مذهبي لږکيو وضعيت د اندېښنې وړ دی

په نړۍ کې د مذهبي آزادیو د ملاتړ یوې امریکایي ډلې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دې د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد په توګه وپېژني. د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له چټک رسېدو وروسته په تېرو اتو میاشتو کې په دې هېواد کې د مذهبي ازادۍ شرایط خراب شوي دي. د امریکا دغه دوه ګوندیز مشورتي کمېسیون چې په نړۍ کې د مذهبي آزادیو وضعیت څاري، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې افغانستان دې چې اوس پرې طالبان واکمن دي، د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په ډله کې شامل کړي. دا هغه هېوادونه بلل کېږي چې پکې دولتونه په دوامداره توګه او منظم ډول له بشري حقونو څخه سرغړونې ترسره کوي یا یې زغمي. دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې دغه کمېسیون دا ډول یوه سپارښتنه کوي. په اوس وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان پنځه ګاونډیان، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او چین په دغه فهرست کې شامل دي. د مذهبي آزادۍ له پلوه د ځانګړې اندېښنې وړ هواد په توګه پیژندل دې ته لاره هواروي چې پرحکومتونو یې یو لړبندیزونه ولګول شي. د امریکا د مذهبي آزادیو په اړه دې کمېسیون په دغه راپور کې ویلي، هغه افغانان چې د طالبانو له مذهبي افکارو سره جوړ نه دي ژوند یې له ډیرخطر سره مخ دی او زیاتوي په دې اړه یې کره راپورونه ترلاسه کړي چې طالبان مذهبي لږکۍ ځوروي، عبادت ځایونو ته یې سپکاوی کوی او هم مسیحیت ته د اوښتو کسانو د لټون لپاره د کور په کورت لاشۍ کوي. افغانستان چې اکثریت وګړي یې سني مذهبه دي، پکې د هزاره ګانو، سکانو او هندوانو په ګډون یو شمېرن ورې مذهبي لږکۍ هم اوسي. د راپورله مخې په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو د طالبانو له خوا د فشارونو په ترڅ کې د تېر ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د ډېرو نورو مذهبي لږکیو ترڅنګ یوازینی یهود هم له دې هېواد ووت. په دې هېواد کې په دې وروستیو کې شیعه هزارګان د ډېرو خونړیو حملو په ترڅ کې په نښه شوي چې کابل، بلخ او کندوز ولایتونه یې د څو خونړیو حملو شاهد و. د ځینو دغو حملو مسولیت د طالبانو سیالې، د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی. خو پوښتنه داده چې په تېر جمهوري نظام کې چې د افغانستان مذهبي لږکۍ په تېره بیا هزاره ګان له ډېرو خونړیو حملو مسول نه وو، ایا اوسنی وضعیت له هغه هم خراب شوی چې په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په اړه د امریکا دغه کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه غواړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دې د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد په توګه وپېژني، په دې اړه مو د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز د مرستیال حکمت اعظمي نظر وپوښت. نوموړی هم په دې باور دی چې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو د ژوند شرایط خراب شوي دي. نوموړي وويل: “پخوا هم دغه حملې متاسفانه په هغوی باندې کېدلې خو فرق دا وو چې د هغه وخت کې نظام د دې ملاتړ نه کاوه، زه فکرکوم چې اوسنی تغیر په دې کې دی چې د طالبانو ځینې افراد چې پخوانۍ سابقه یې درلوده او په تېرو شلو کلونو کې یې په مذهبي اقلیتونو حملې کولې، یو خو هغوی نظام ته راغلي یا د نظام په راس کې دي، او بله دا ده چې دغه حملې په دې وروستیو کې یې زیاتې شوي او لا مخ په زیاتیدو دي.” د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د امریکا د مذهبي آزادیو د کمېسیون د دغه راپور پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې ویلي چې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه خوندي دي. د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره د امریکا په ګډون د لویدیځوالو یوه عمده غوښتنه ده داده چې طالبان باید د ښځو او نجونو د کار او زده کړې په ګډون د ټولو اقلیتونو د حقونو درناوی وکړي.

26.04.2022 ازادي راډیو

فایق: هیڅ افغان د سپټمبر ۱۱ مې ترهګرۍ بریدونو کې لاس نه درلود او هیڅ ډول قانوني او اخلاقي مسؤلیت نلري

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست مشر نصیر احمد فایق د افغانستان د ولس په استازیتوب د دې پیسو د خوندیتوب لپاره په رسمي توګه محکمې ته توضیحات او دفاعیه وړاندې کړې.

26.04.2022 امریکا غږ

امریکا: د ملګرو ملتونو د کارپوهانو خبره سمه نده چې امریکا د افغان میرمنو د وضعیت خرابیدو کې ګرمه ده

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو هغو څرګندونو ته جدي غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي د امریکا ځیني پالیسۍ د عادي افغانانو، په ځانګړي توګه د میرمنو او ماشومانو د وضعیت د خرابیدو سبب شویدي.

26.04.2022 امریکا غږ

ترکیې ۲۲۷ افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږدولي 

د ترکي رسنیو د راپور په اساس د دغه هېواد حکومت هغه ۲۲۷ افغان پناه غوښتونکي، چې د چارواکو په خبره په ناقانونه ډول ترکیې ته داخل شوي وو، ‌بېرته افغانستان ته انتقال کړي دي.

25.04.2022 امریکا غږ

د امریکا له اړخه د افغانستان د اثاثو کنګل کولو، د افغانو ښځو مشکلات زیات کړي دي – د ملګرو ملتونو ماهرین

رائټرز  - د ملګرو ملتونو خپلواکو ماهرینو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د چارواکو ترڅنګ، امریکا هم د افغانستان د اثاثو د کنګل کولو له طریقه، د افغان ښځو د رنځ او کړاو په سېوا کولو کې کردار ادا کړی دی. امریکا تر اوسه په رسمي توګه دې رپوټ ته څه غبرګون نه دي څرګند کړی، او رائټرز خبري ادارې ویلي چې په دې باندې به د امریکا د حکومت دریځ معلوموي. تر دې وړاندې، امریکا د افغان ښځو او جینکو د تعلیم او کار د حقونو په برخه کې څو څو ځله خپله فکرمندي څرګنده کړې او په دې برخه کې یې یوه ځانګړې استازې، رینا امیري، هم ټاکلې ده. ملګرو ملتونو او بهرنیو حکومتونو، په شمول د واشنګټن، د طالبانو هغه ګامونه غندلي دي چې د ښځو د بشري حقونو د تحفظ له ژمنو په شا شوي، لکه د جینکو د تعلیم حق چې یې په دا تېرو څو میاشتو کې د پښو لاندې کړی دی. د دې ترڅنګ، په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو څوارلسو (۱۴) آزادو ماهرینو، د امریکا حکومت هم په دې باندې ملامته ګرځولی چې د افغانستان مرکزي بنک د اربونو ډالرو اثاثو په کنګل کولو سره یې د افغان ښځو ژوند نور هم ورتریخ کړی دی. د افغانستان د دې اثاثو یوه برخه هغه پیسې دي چې د افغانستان تېر حکومت د نړېوالو مالي مرستو نه په تېرو څو کلونو کې سپمولې وې. د ملګرو ملتونو د آزادو ماهرینو په بیان کې راغلي چې: "په داسې حال کې چې د جنسیت په بنیاد تشدد، ښځو او جینکو ته یو اوږدمهاله او سنجیده ګواښ جوړ کړی، دا [ګواښ] د امریکا له اړخه د لګول شویو پابندیو له وجې لا پسې زیات شوی دی." په بیان کې نور جزییات ندي ورکړل شوي، خو طالبان یې هم د ښځو د ژوندانه په تریخولو کې په دې ملامته کړي چې "په پراخ کچ د جنسیت په بنیاد تفریق" کوي. بیان دا هم وایي چې په موجوده بشري بحران کې چې د افغانستان درویشت (۲۳) میلینه آباتي په امدادي خوراک تکیه لري، په ښځو او ماشومانو باندې "غیرمتناسب اثر" لري. د اګسټ د میاشتې راهیسي،کله چې طالبانو واک اختیار ترلاسه کړل او خارجي قواوې د افغانستانه ووتلې، د افغانستان د مرکزي بنک مالياتي اثاثې په بهر کې کنګل شولې. د امریکا صدر جو بایډن په فرورۍ میاشت کې یو صدارتي آرډېننس جاري کړ چې هغې سره یې د افغانستان د اثاثو کنګل پاته کېدل وغځول او ویې ویل په دې کار کوي چې د هغو کنګل شویو اثاثو، نیمې پیسې د افغانستان خلکو سره د مرستې په مقصد آزادې شي او نیمې نورې دې ته وساتل شي چې ممکن د طالبانو خلاف د ترهګرۍ قضیې چې کومې په عدالتونو کې چلیږي، د هغو دپاره بېلې کړی شي. د ملګرو ملتوو ماهرین چې په جینیوا کې د بشري حقونو د کونسل له خوا ټاکل شوي دي، د صدر بایډن د آرډېننس له حده زیات وسیع دی چې په نتیجه کې یې دغو پابندیو باندې "ډېر له حده زیات عمل" شوی او د وجې یې "د افغانستان خلک بنیادي بشري څیزونو ته د لاس رسي نه هم ایسار کړی شوي دي." د ملګرو ملتونو د ماهرینو په بیان کې ویل شويو د بشري حقونو د نړېوال قانون لاندې، حکومتونه په شمول د امریکا، دا ذمه واري لري چې یقیني کړي اعمال یې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ سبب نشي جوړېدلی. ماهرینو زیاته کړې چې هغو خپلې فکرمندۍ او سپارښتنې په رسمي توګه واشنګټن ته سپارلي دي. هغو ویلي چې تر اوسه یې کوم جواب ندی ترلاسه کړی.

25.04.2022 ډیوه

د نیویارک عدالت پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د عدالت د  سپکاوي مجرم بللی

د امریکي په نیویارک ښار کې یو عدالت د ګل، دوشنبې، په ورځ د هېواد پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د توهین عدالت مجرم وبللو او په خپله فېصله کې یې وویل چې ترڅو ټرمپ عدالت ته نه حاضریږي هغه به هره ورځ لس زره ډالر جرمانه ادا کوي. د رويټرز خبري ادارې ترمخه ټرمپ د عدالت امر نه و منلی او د هغه د کاروبار په اړه تحقیقاتو کې د هغه نه غوښتل شوي دستاوېزات یې د نیویارک ریاست حکومتي وکیل یا څارنوال ته په مقرره وخت نه وو ورکړي. د رپورټ ترمخه ټرمپ کوښښ کړی و چې د هغه نه دستاوېزات و نه غوښتل شي خو عدالت یې خواست نه و منلی او امر یې کړی و چې ټرمپ دې مارچ د میاشت تر دریمې نېټې پورې دستاوېزات چارواکو ته ورکړي. هغه په خواست د مارچ د میاشت دریمې نېټه د مارچ تر ۳۱ پورې غځول شوي وه. د توهین عدالت د فېصلې په لړ کې د نیویارک د عدالت جج ارتر اېنګوران وویل ټرمپ په تکراري ډول ناکامه شوی چې د تحقیقاتو دپاره مطلوبه دستاوېزات وړاندې کړي. د رویټرز ترمخه که څه هم ټرمپ د فېصلې د اورول کېدو په وخت په عدالت کې موجود نه و خو بیا هم جج هغه مخاطب کړو او ویې وېل "ښاغليه ټرمپ...ماته معلومه ده چې ته خپل کاروبار سنجیده اخلي، او زه خپل سنجیده اخلم. زه ځکه ته د سول توهین ذمه وار بلم". د نیویارک حکومتي وکیل د ټرمپ ارګنایزېشن چې د پخواني صدر د کورنۍ تجارتي کمپني ده، تحقیقات کوي چې آیا په ټېکس او قرضونو کې د ریاعت ترلاسه کولو دپاره خو یې د خپلو اثاثو مالیت خو کم نه دی ښودلی. د ټرمپ او د هغه د کمپنۍ وکیلې الینه هابه ویلي عدالت ته یې مطلوبه دستاوېزات په سم وخت ورکړي دي او دا چې د ټرمپ خلاف تحقیقات یو سیاسي جنګ دی. ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ صدر و او رویټرز وايي هغه ویلي د هغه د کاروبار په اړه تحقیقات په سیاسي بنیادونو شروع کړی شوي دي.

25.04.2022 ډیوه

افغانستان دې د مذهبي آزادۍ په برخه کې، د ترټولو بدتره ملکونو په لېست کې شامل کړی شي - امریکایي کمېشن

اې پي - واشنګټن  - امریکا کې په نړېوال کچ د مذهبي آزادیو د څار کمېشن، د امریکا خارجه وزارت ته سپارښتنه کړې ده چې د طالبانو واکمنۍ ته په کتو سره، په کار ده افغانستان د مذهبي آزادیو د "تر ټولو بدتره" خلافکارو په لېست کې شامل کړي. په نړېوال کچ د مذهبي آزادیو د څار کمېشن د ګل/دوشنبې په ورځ خپل کلنی رپوټ خپور کړ او هغه کې یې ویلي چې د کله نه طالبانو بیا ځلي په افغانستان کې د سني اسلام نه خپل سختدریځه تشریح قایمه کړې ده، په هغه ملک کې مذهبي اقلیتونه "د خپلو عقایدو یا باورونو له کبله د ځورولو، قید کېدلو، او آن د مرګ سره مخامخ کیږي." طالبانو تر اوسه دې رپوټ ته څه رسمي غبرګون ندی ښودلی. په رپوټ کې همدا شان د هغو حملو یادونه هم شوې ده چې داعش سره د یوې تړلې ډلې، داعش-خراسان، له اړخه په مذهبي اقلیتونو ترسره کیږي، او داعش ډله پخپله د طالبانو سره هم دښمنه ده. امریکایي کمېشن پخپل رپوټ کې سپارښتنه کړې چې د افغانستان په شمول، پنځلس ملکونه دې د امریکې خارجه وزارت په هغه لېست کې واچول شي کوم چې "د خاصې فکرمندۍ وړ هېوادونه" ګڼل کیږي. دغه کمېشن د خپل کلني رپوټ په لنډیز کې، دغه پنځلس ملکونه، هغه ریاستونه بللي دي چې "د بشري حقونو په منظم، جاري او د پام وړ خلاف ورزیو" کې دخیل دي او یا هم د هغه برداشت کوي، او دې کې یې رویه "تر ټولو بدتره" ده. په نړېوال کچ د مذهبي آزادیو د څار کمېشن په کال ۱۹۹۸ کې د نړېوالو مذهبي آزادیو د قانون لاندې جوړ شوی چې د امریکې حکومت او کانګرس ته د پالیسي جوړولو په برخه کې غیرپابند سپارښتنې کوي. د امریکې خارجه وزارت په تېرو وختونو کې د دې کمېشن ځینې سپارښتنې پرځای کړي، خو ټوله یې ندي منلي. کمېشن پخپل تازه رپوټ کې دا سپارښتنه هم کړې چې د پاکستان، چین، ایران، سعودي عرب، ارېټریا، میانمر، شمالي کوریا، روس، تاجکستان او ترکمنستان ملکونه چې د مذهبي آزادۍ له اړخه د خارجه وزارت په تور لېست کې دي، لا دې هم په همدې لېست کې پرځای پاته شي. په سپارښتنو کې راغلي چې د دې نه علاوه، افغانستان، هند، نایجریا، شام، او ویټنام دې هغه لېست ته وراضافه کړی شي. کمېشن د بایډن انتظامیې په دې پرېکړې چې نایجریا یې تېر کال د لېست نه اېستلې وه، تنقید کړی دی. د کلني رپوټ ترمخه، په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو زیاتره وګړي، لکه یهودیان، هندواڼ او سېکهان د طالبانو د واکمنېدو نه پس د خپل وطن نه فراره شوي دي. همدا شان نور مذهبي اقلیتونه، لکه احمدیان، بهائیان، او عیسایان د سزا د یرې، په پټه خپل عبادتونه کوي. زیاتره مذهبي اقلیتونه د طالبانو د کوم ځانګړي ګام یا فرمان له وجې وطن ندی پرې ايښی، بلکې له دې یرې فراري شوي چې د طالبانو د واک لاندې خطر ورته پېښېدلی شي.   د رپوټ ترمخه، ځیني سېکهان اوس هم په کابل کې پاته دي او خپل عبادتونه کوي، او د طالبانو نمایندګان د سیکهانو یوې ګوردوارې ته تللي چې هغو ته د تحفظ یقین ورکړي، مګر بیا هم زیاتره هندواڼ او سېکهان د افغانستان نه هندوستان ته تښتېدلي ځکه "امن او تحفظ  یې نه درلود." کميشن د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ د یو رپوټ یادونه هم کړې ده چې وایي طالبانو د شیعه هزاره ګانو په ملکیتونو قبضې لګولي او ورباندې یې حملې کړي، او همدا شان د اېمنسټي انټرنشنل د یو رپوټ یادونه یې کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له اړخه د هزاره سړیو د قتل عام یوې پېښې ته په کې اشاره شوې ده. په هزاره ګانو څو مرګونې حملې هم شوي چې ذمه واري یې داعش-خراسان ډلې په غاړه اخېستې ده.

25.04.2022 ډیوه

د ملک سلمان خيريه بنسټ کابل او يو شمېر ولايتونو کې مرستې ويشلي

د ملک سلمان نړېوال خیریه بنسټ وايي، د کابل په ګډون یې د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې اړمنو ته د خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل کړې. د دې پروګرام پلې کونکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، دغه مواد د یو میلیون ډالرو په ارزښت دي چې شاخوا ۱۸ زره او ۶۰۰ کورنیو باندې ویشل کېږي. ۴۵ کلن عبدالرحمن د کابل ښار په یوې سیمه کې د بوټانو ګنډولو یوه وړه غرفه لري. نوموړي ته چې د اته کسیزه کورنۍ سرپرستي ورغاړې ده وايي، په ورځ کې شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ کټي خو په دغو پېسو د کور خرڅ نشي پوره کولای. عبدالرحمن سره له دې چې خپل ځان اړمن بولي خو له ازادي راډيو سره په خبرو کې د مرستو د وېش له بهير شکایت کوي. نوموړی وايي:" زیاتې مرستې راځي خو موږ ته نه رارسیږي، تر اوسه یې زما څو ځلې تذکره اخيستې او ژمنه یې راسره کړې خو هیڅ هم نه دي رارسیدلي." خو دا یوازې عبدالرحمن نه دی چې له اقتصادي ستونزو سره مخ او د مرستو له وېشه شکایت کوي دده په څېر په سلګونه نور کسان له ورته حالت سره مخ دي. په ورته وخت کې د ملک سلمان نړېوال خیره بنسټ چې مرکز یې په سعودي عربستان کې دی د دوشنبې په ورځ په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر له اړمنو سره د خوراکي موادو د مرستې خبر ورکړ. په دغه مرستو کې اوړه ، غوړي، بوره، لوبیا ، وریجې او خرما شاملې دي. ددغو مرستو همغږي کونکي احمد ولي یوسفزي په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:"دغې مرستې چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت دي د روژې مبارکې میاشتې په خاطر شاوخوا ۱۸۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ورکول کیږي." د ښاغلي یوسفزي په خبره، دغې مرستې اوس مهال په کابل، ننګرهار، کونړ، بلخ، پکتیا او هرات ولایتونو کې ويشل کېږي. د دغو مرستو ترڅنګ یو شمېر افغان سوادګرو هم د روژې میاشتې په خاطر له اړمنو سره خپلې مرستې پیل کړي. وروسته له هغې چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول د راپورنو له مخې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه پراخه شوې.

25.04.2022 ازادي راډیو

اقتصاد پوهان: د اي اېم اېف نور قرض به په پاکستان کې ګراني نوره زیاته کړي

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي نړيوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف د  پاکستان په اداییګیو کې د توازن او د زرمبادله ذخېرې ته ملا ورکولو دپاره د وړاندی څخه د 6 اربه ډالره پورپه  پروګرام کې  د دوو ارب ډالرو اضافې خبره کړې ده. پاکستان د وړاندی نه اي اېم اېف نه درې ارب ډالره  قرض ترلاسه کړی دی. اقتصادی پوهان وایې دا وخت د پاکستان کمزوري اقتصاد ته د ودې ورکولو دپاره د اي اېم اېف پروګرام ډیر مهم دی خو د ادارې له خوا لګول شوی شرطونو پوره کولو دپاره به حکومت لا د سیاسی تاوان په سر سختی فیصلې کول وي. د اقتصادي خبریال مهتاب حیدر وایې پاکستان ته دا وخت د غیر ملکی زرمبادله ذخیرې ضرورت دی او د آیې ایم ایف نه بغیر بل څوک دا نه شی پوره کولی مهتاب حېدر وویل دا وخت د پاکستان حکومت په بجلې پېنځه روپۍ یونټ، په پټرولو 21 روپۍ لیټر او ډیزلو 51 روپی لیټر رعایت ورکوي دا به هم ختمول وي او بله دا چې په پټرول او ډیزل سیلز ټیکسونه او پټرولیم لیوي ددی نه علاوه دي. مهتاب حېدر وویل دا شرطونه ډیر سخت دي او د دې دلاسه به حکومت د سیاسی تاوان  سره مخامخ کیږی "خو زه دا وایم چې د رعایتونو ختمول په دې وجه هم ضروري دي چې د تیلو استعمال کم شي او دی سره به تجارتی خساره هم راکمه شي." مفتاح اسماعیل ویلی د مالیاتی ادارې سره په دې خبره هم سلاح شوي چې تېر حکومت کومې لوظ نامې لاس لیک کړي  چې پکې د مرکزی بینک خودمختاری هم شامله ده هغه به جاری ساتی. پاکستاني مطبوعات وایې د راتلونکی  میې میاشتې په وړومبی اوونی کی به د مالیاتی اداری تیکنیکی پلاوی د پاکستان سفر کوی او د تیر حکومت سره شوی د شپږ اربه ډالر د پور د شرطونو جایزه به اخلي او د راتلونکي کال 2023  پوری به دغه پروګرام وغځوي.  د اقتصاد ماهر لحاظ علی وي او اي ډیوه ته وایې پاکستان ته ورکړی شوی پروګرام به اوس د 6اربه ډالره په ځای 8 اربه ډالره شی او دا به د یو کال دپاره وغځول شی خو دوی بیا وایې د تیلو ،ګیس او بجلې په بیعو کی به هم اضافه وشی او ګراني به زیاته شي. لحاظ علي وايي په راتلونکو دوو میاشتو کې به د تیلو بیعې د 26 روپۍ لیټر نه تر 30 روپۍ لیټر پورې زیاتې شي  هم دغه شان د بجلۍ او ګیس بیعې به هم زیاتې شي او اثر به یې په عام وګړی پریوزي.  مرکزی بینک وایې دا وخت د پاکستان غیر ملکی زرمبادله ذخیره 10.89اربه ډالره ده او په دې رقم کې زیات تره رقم د سعودی عرب، متحده عرب امارات او چین پیسې ایښودې شوی او وزیر اعظم شهباز شریف دغه هیوادونو په سفر روان دی چې دغه قرضې بیا تازه کړي. ​

25.04.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو کارپوهان: امریکا او طالبان د افغان ښځو د وضعیت د خرابیدو مسئول دي

د ملګرو ملتونو یوه ډله ناپیلي کارپوهان وایي چې امریکا او طالبان، دواړه په افغانستان کې ښځو د حقونو د وضعیت د خرابیدو مسول دي.

25.04.2022 امریکا غږ

امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون: افغانستان په تور لست کې شامل کړئ 

امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون وړاندیز: افغانستان تور لست کې شامل کړئ 

25.04.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more