شاته

فايق د نيويارک عدالت ته خواست، د افغانستان پېسې دې د افغانانو دپاره وساتل شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي سرپرست استازي نصيراحمد فايق د نيويارک په عدالت کې يو درخواست جمع کړی چې پکې غوښتنه شوې د افغانستان پېسې دې يوازې د افغان ولس د ګټو لپاره خوندي وساتل شي.

ښاغلي فايق دا درخواست د افغان ولس په استازيتوب جمع کړی او ويلي دي چې هغه د طالبانو يا بلې کومې سياسي ډلې نمايندګي نه کوي، بلکې هغه يوازې د ولس نمايندګي کوي څوک چې د هغه اووه اربه ډالرو اصل حقدار دي کومې چې تړل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مشن په يو بيان کې ويلي، امريکايي چارواکو په فرورۍ کې د يو حکم له لارې د افغانستان اووه اربه ډالره په دوه برخو کې ويشلې وې چې پکې يوه برخه د افغان ولس لپاره مختص شوې او د نيمې برخې فېصله به عدالت کوي.

عدالت به د ستمبر د 11م 2001 د پېښې د اغېزمنو کورنيو دريځ هم اوري.

ښاغلي فايق په دې خط کې ويلي افغان ولس د ناين اليون د اغېزمنو کورنيو په غم شريک دی ځکه چې افغان ولس هم د لسيزو راهسې د دې ترهګرۍ ښکار دی۔.

القاعده، طالبانو او د دوي پلويانو په تيرو دوه لسيزو کې په زرګونو ولس په نښه کړی او د ترهګريز بريدونو ښکار دي چې پکې په دې نزديو کې په ښونځيو، جوماتونو او د لږکيو په مرکزونو بريدونه هم شامل دي.

فايق ويلي د ناين الېون د پېښې اغېزمنو کورنيو ته بايد انصاف ورکړل شي خو د دې بدل دې د افغان ولس نه وانه خستل شي، دا پېسې د افغان ولس حق دی او هم هغوي يې اصلي حقداران دي، د ناين الېون په پېښه کې هيڅ يو افغان ککړ نه دی او نه په هغوي کومه ذمه واري پرېوځي.

په دې خط کې دا هم ويل شوي چې افغان ولس دا وخت د انساني بحران ښکار دی او د نيمې نه زيات ولس د لوږې سره مخ دي، 95فيصده خلکو ته خوراکي توکي نه ملاويږي.

د خط په پای کې ويل شوي، د افغانستان پېسې بايد خوندي وساتل شي او افغانان، چې انساني ضرورتونو سره مخ دي، بايد د دې د استعمال اجازه ورکړل شي.

نصيراحمد فايق دا وخت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود دی چې غړي هېوادونه يې هم مني او تير کال د اګست د 15 چې طالبانو افغانسان په لاس کې اخستی، په نړيواله کچه د طالبانو حکومت تراوسه يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.

د فايق نه وړاندې اسحاق زی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود وو خو طالبانو د هغه د لرې کولو او په قطر کې د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين د استازي په حېث د منلو لپاره يو خط لېږلی وو.

د ملګرو ملتونو يوه کميټي د دغه خط د فېصلې لپاره جوړه شوې وه خو لا هم د طالب چارواکو له خوا د ټاکل شوي شاهين په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني له خوا ټاکل شوي اسحاق زي د طالب چارواکو د واکمنۍ وروستو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب پرېښودی وو.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.