ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ای پي: طالبان وايي په مزارشریف کې په جومات د حملې په لړ کې یې د داعش خراسان ډلې یو پخوانی غړی نیولی دی

د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي په مزار شریف کې د شیعه مسلمانانو په جومات د خونړۍ حملې په لړ کې یې د بلخ ولایت دپاره د داعش خراسان وسله والې ډلې پخوانی مشر نیولی دی. داعش خراسان په مزارشریف، کندز او کابل کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حملو ذمه واري منلې ده. په مزارشریف کې د شیعه مسلمانانو په سه دوکان نومې جومات د ماسپښین د لمانځه په مهال چاودنه کې اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي لږ تر لږه 12 کسان وژل شوي او تر 40 پورې نور زخمیان شوي دي. د ای پي ترمخه داعش خراسان د مزارشریف د حملې په اړه خپل بیان کې وویل په سه دوکان جومات کې چاودېدونکي مواد په کڅوړه کې اېښودي وو او د ریموټ کنټرول په داسې حال کې وچلول شوو چې خلک په لمانځه ولاړ وو. ډلې دعوه وکړه چې په چاودنه کې تر 100 پورې کسان زخمیان شول. د ای پي ترمخه په بلخ ولایت کې د اطلاعاتو او ثقافت د ادارې مشر ذبیح الله نوراني وویل چې د بلخ ولایت دپاره د داعش خراسان پخوانی مشر عبدالحمید سنګریار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مزارشریف کې د حملې په لړ کې نیول شوی دی.  ای پي وايي تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو راهسې داعش خراسان په هېواد کې د یو شمېر حملو ذمه واري په غاړه اخېستي ده او د ډلې مخنیوی طالبانو دپاره لوی مشکل دی. رپورټ وايي د تېر نومبر په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو څانګې په ننګرهار کې د داعش په ضد ګڼ شمېر عملیات کړي دي. د ای پي ترمخه د نومبر د میاشت راهسې په افغانستان کې د داعش خراسان په فعالیت کې کمی لیدل کېدو خو په وروستیو ورځو کې یې په افغانستان او پاکستان کې حملې زیاتې کړې او زیاتره یې پکې شیعه مسلمانان په هدف کړي دي. په پاکستان کې مامورینو په فېصل اباد ښار کې د داعش خراسان د ممکنه حملې په اړه خبرداری جاري کړی دی.  د ای پي ترمخه دغه خبرداری چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ جاري کړی شوی وايي چارواکو داسې معلومات ترلاسه کړي چې داعش خراسان په فېصل اباد کې د "ترهګرۍ هلې ځلې" ترسره کولو منصوبه جوړه کړې ده. په خبرداري کې د ولس نه غوښتل شوي چې بېداره دې وسي. په افغانستان کې د زیارت، پنجشنې، په ورځ د مزار شریف نه علاوه په سرښار کابل او کندز ولایتونو کې هم چاودنې شوي وې.  په کندز کې پر یو موټر چاودنه شوې وه. رسنۍ د طالب چارواکو له خولې وایي چاودنه پر هغه کوسټر شوې چې د هوایي میدان د ورکشاپ کارکوونکي یې وړل. د کندز د پولیسو ویاند عبیدالله عابدي منلې چې د طالبانو د پوځ د تکنیکي کارکوونکو موټر په نخښه شوی و. عابدي وایي چاودنه د بایسکل په وسیله شوې چې څلور تنه پکې وژل شوي او 19 ټپیان شوي دي.  په کابل کې چاودنه د شیعه مسلمانانو د اکثریت علاقه دشت برچي کې شوي چې درې دوه ماشومان یې زخمیان کړي دي. د دې میاشت په شروع کې د کابل په دشت برچي کې دوو چاودنو لږ تر لږه اووه زدکونکي ووژل او ګڼ شمېر نور یې زخمیان کړل. ای پي وايي داعش خراسان په کال 2014 کې په ختیځ افغانستان کې خپل مرکز قایم کړو او د دغه وخت راهسې یې د ځینیو خونړیو حملو مسولیت منلی دی چې پکې په یو سکول او د کابل د ماشومانو په هسپتال حملې شاملې دي. طالبانو د واکمنېدو نه وړاندې د کال 2021 په حملو کې د 80 نه زیات کسان وژل شوي دي. داعش خراسان د مارچ په میاشت کې په پېښور کې د شیعه مسلمانانو په جومات د ځانمرګي حملې ذمه واري هم په غاړه چې پکې د 60 نه زیات کسان وژل شوي دي.  ای پي وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په بلوچستان کې د پاکستان یو پوځي عسکر د امنیتي ځواکونو په پوسټ د وسله والو په حمله کې ووژل شو. رپورټ وايي که څه هم د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو په دغه سیمه کې داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان چې په افغانستان کې پناه ځایونه لري د حملې ذمه وارۍ منلي دي. ای پي وايي پاکستان په افغانستان کې د وسله والو د پناه ځایونو په اړه تشویش څرګند کړی دی او د دې میاشت په شروع کې پاکستان د خپلې پولې سره نژدې په افغانستان کې هوايي بمباري وکړه چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خیر ښېګړې ادارې یونېسیف ویلي په بمبارۍ کې لږ تر لږه 20 ماشومان وژل شوي دي. ای پي وايي پاکستان په رسمي ډول د حملې تصدیق نه دی کړی خو د طالبانو نه یې غوښتلي چې خپله خاوره دې حملو دپاره استعمالېدو نه نه پرېږدي. یادونه: دا خبر د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوی دی  

22.04.2022 ډیوه

یو ځل بیا له ایران څخه ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو بهیر چټک شوی

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له ایران څخه په یوه ورځ کې څلور زره او۱۳ افغان کډوال وطن ته ستانه شوي، چې دوه زره او ۹۷۳ تنه يې د دغه هیواد له خوا په جبري ډول ایستل شوي دي

22.04.2022 امریکا غږ

جمعیت علماء اسلام ګوند تل دمذهب په نوم اقتدار ته دځان رسولو هڅه کړې ده،څېړونکي وایي

څيړونکي وايي پاکستان کې مذهبي ګوند جميعت علماء اسلام تل د مذهب په نوم ووټ اخستی او  واک ته  پرې رسېدلي دي، دپاکستان په نوې مرکزي کابينه کې هم د خېبر پښتونخوا نه دګوند پسر تر ټولو زيات د جميعت علماء اسلام ګوند غړي شامل شوي دي، او په صوبه کې يې په تېرو بلدياتي ټاکنو کې هم ګڼ شمېر چوکۍ ګټلي دي۔  په نوي جوړه شوي کابينه کې څلور وفاقي وزارتونه جميعت علماء اسلام ته ورکړل شوي دي او د قامي اسمبلۍ د ډپټي سپيکر چوکۍ هم دې ګوند ته ورکړل شوې ده۔ جميعت علماء اسلام ګوند په تېرو ټاکنو کې دمذهبې ګوندونو داتحادیې  ايم ايم ای د سیوري لاندې برخه اخستې وه او دولس د قامي اسمبلۍ چوکۍ يې ګټلې وې. په دغه اتحاديه کې جماعت السلامي ګوند نه ؤ شامل۔ د عمران خان خلاف د مخالفو ګوندونو داتحاديې  پي ډي ايم مشري هم د جميعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان کوله۔  دسیاسي چارو څيړونکی خادم حسېن وايي جميعت علمءا اسلام تل د مذهب په نوم سياست کړی دی او د پښتنو قامي ستونزې يې په شا غورځولي دي، وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل دوي مذهبي نعره  واک ته د رسېدو د پاره د وسيلي په توګه کارولې ده. "د مذهب په نوم پاکستان، د شريعت خبره په دې جميعت سياست کړی دی او دا نعرې دوي اقتدار ته رسيدو د پاره کارولې دي، او په پښتونخوا کې يې په موجوده وخت کې هم دغه د مذهب بيانيه ښکاري" څيړونکي وايي د جميعت علماء اسلام په خېبر پښتونخوا کې زياتيدونکی سياسي اثر رسوخ  په تېرو شوو بلدياتي ټاکنو کې هم وليدل شو. د ټاکنو په وړومبي پړاو کې تر ټولو زياتي ۲۳د تحصيل ميئر او چېرمېن چوکۍ  جميعت علماء اسلام ګټلې وې۔ په دويم نمبر پاکستان تحريک انصاف راغلی ؤ چې ۱۸ چوکۍ يې ګټلې وې  او ۱۰ ازاد اميدواران بریالي شوي وؤ. په دغو ټاکنو کې اووه چوکۍ ملت پاله عوامي نيشل ګوند ګټلې وې، په خېبر پښتونخوا کې ملت پاله ګوند قومي وطن پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند يوه چوکۍ هم په وړومبي پړاؤکې نه وه ترلاسه کړي ۔ او نه يې په اوسنۍ مرکزي کابينه کې کوم وزارت ترلاسه کړی دی۔  څيړونکې وايي دا په راتلونکي کې په صوبه کې د ملت پاله ګوندونو په ووټرانو اثر پريباسي او عوامي نېشنل ګوند، قومي وطن پارټي او پښتونخوا ملي عوامي پارټي به په خېبر پښتونخوا کې دجميعت علماء اسلام سره په سخته مقابله کې وي.بلخوا به پاکستان تحريک انصاف هم په مېدان کې وي۔ څيړونکي وايي د عوامي نېشنل ګوند او قومي وطن پارټۍ مقابله کې د خېبر پښتونخوا په پرتله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند زيات اثر په بلوچستان صوبه کې ليدل کيږي. د پېښور د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو دڅانګې استاذ شاه نواز مشال وايي په مولانا فضل الرحمان دا تور د وړاندې نه لګې چې په هر حکومت کې د دوي برخه وي که هغه د بنظير بهټو حکومت وي، د مشرف او يا که د پاکستان مسلم ليګ نون حکومت وي. شاه نواز زياته کړه"جميعت علماءاسلام ته به حکومت کې برخه اخستل او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نظرياتي ګټه په راتلونکي ټاکنو کې رسيږي" د جميعت علماء اسلام د مذهب په نوم واک ترلاسه کولو په اړه وي او ای ډیوه د خېبر پښتونخوا پخواني وزير اعلا اکرم خان دراني، د ګوند وياند جليل جان ،نوي ټاکل شوي مرکزي وزير عبدالشکور او د مولانا فضل الرحمان رور عطا الرحمان سره د ټېلفون د لارې د رابطې هڅه وکړه خو خو دهغوئ ټیلیفونونو هیڅ جواب ونه ویلو.

22.04.2022 ډیوه

د ماشومانو ساتنې اداره: ۸۰ ٪ نجونې ښوونځیو کې له زده کړو محرومې دي

د ماشومانو د ساتنې اداره " سیف اف چلنډرن" وايي د دغې ادارې څیړنې ښيي، چې د طالبانو له خوا افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو له امله اتیا فیصده نجونې زده کوونکې له زده کړو محرومې شوې دي.

22.04.2022 امریکا غږ

د طالبانو محدودیتونه؛ خلک: د مېله ځايونو خوند پيکه شوى

د جمعې په ورځو تفریحی سیمو او د طبیعت شنو غرونو لمنو ته تلل د افغانستان د خلکو په تېره بیا د کابل د خلکو له ډېر پخوا راهیسې دود دی. خو یو شمېر هغه کسان چې مېلو ته د تګ او تفریح کولو لېواله دي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته مېلو خپل پخوانی خوند او فضا له لاسه ورکړې ده. د کابل اوسېدونکې شيرين ګله چې د ډېرو نورو کورنيو په څېر مېلو ته تلل یې خوښېږي، وايي چې پخوا به د جمعې په ورځو او نورو مناسبتونو کې له خپلې کورنۍ سره تفريحي پارکونو ته تلله. خو شیرین ګل وايي، د طالبانو له خوا په بېلابېلو برخو کې د نويو محدوديتونو په لګولو سره اوس دومره میلو ته د تللو شوق نه لري. نوموړی وايي: "پخوا به ډېر وخت مېلو ته تللو، د کورنۍ ټول غړي به یو ځای وو، د مېلو له ځای څخه به مو خوند اخیست، خو اوس بندیزونه زیات شوي او نور مېلو ته تللو شوق نلرم." هغه وایې: په پخوانيو حکومتونو کې مېله ځایونو ته تلو بېل خوند درلود، چې د دې په خبره اوس هغسې نه ده. د جمعې په ورځو او نورو مناسبتونو کې تفریحي سیمو شنو غونډیو ته تلل د افغانستان د خلکو په منځ کې یو پخوانی دود دی. لسیزې وړاندې، حتی هنرمندان او ممثلین به په ډلییز ډول د کابل بڼونو ته تلل، ټوله ورځ به یې سندرې ویلې، تمثیلي ټوټې به یې اجرا کولې او له خپلو کورنیو سره به یې پخلی کاوه. له بلې خوا، یو شمېر کورنیو به هر کال په ځانګړو مناسبتونو لکه نوروز، اختر او د خپلواکۍ په ورځو کې د ښه وخت د تېرولو لپاره دغو تفریحي ځایونو ته تلل. داسې ځايونو ته په تللو سره به يې په خوښۍ شړۍ هوارولې او د موسيقي تر به څنګ ښځو پخلی کاوه، نارينه و به قطعې او د شطرنج لوبې کولې او ماشومانو به هم محلي لوبې. ځینې کورنۍ شته چې همدا اوس له محدودیتونو سره سره هم میلو ته ځي. غلام رسول چې د کابل اوسېدونکی دی وايي، چې اوس هم کله ناکله له خپلې کورنۍ سره مېله ځایو ته ځي، خو حاکمې فضا او شته محدوديتونو د مېله ځایونو هغه پخوانی جم او جوش او د دوی رضايت او خوښي کمه کړې ده. نوموړي وويل: "ما د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو یا دوه ځله هڅه وکړه چې مېلې ته ولاړ شم، خو خوښه مې نه وه ځکه چې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې او فضا خوندوره نه ده او بندیزونه هم زیات شوي دي." د طالبانو د حکومت په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لورې د ښځو پر تګ راتګ، د ښځو او نجونو د جامو پر څرنګوالې او د نارینه وو د لباس پر څرنګوالې وروستې لګول شوي محدودیتونه مېلو ځایونو ته د خلکو د تللو پر لېوالتیا هم بې اغېزې نه دي. وروستی اقتصادي ناورین هم د کورنۍ تفریح د کمېدو یو لامل ګڼل کیږي. ٥٥ کلن عبدالمجيد وايي چې په هېواد کې له وروستيو بدلونونو وروسته يې اقتصاد ښه نه دی. نوموړی، وايي چې د خپلې کورنۍ لګښتونه په سختۍ سره پوره کوي او مېلو ته د تللو په اړه حتی فکر هم نه کوي. "ما یو موټر درلود چې د رخصتیو او په ځانګړې توګه د جمعې په ورځو کې به له خپلې کورنۍ سره یو ځای پغمان درې، قرغې بند، سروبي او جلال اباد ته په مېله تللو، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو ځل هم نه یو تللو، ځکه چې د لګښتونو توان یې نلرم. " دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په مشرۍ د کابل ښاروالۍ وايي، یوازې په کابل کې تر ۱۰۰ ډېر تفریحي ځایونه شته. د دې ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل: "په کابل کې ۱۳۹ پارکونه شته چې کابل ښاروالۍ یې د خړوبولو، ساتنې او پالنې دنده پر غاړه لري او دا پارکونه ټول د کابل په بېلابېلو سیمو او ناحیو کې فعال دي." خو ښاغلي بارکزي دغو پارکونو ته د خلکو پر تګ راتګ د طالبانو د حکومت د لګول شویو محدودیتونو په اړه څه ونه ویل. هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزرات د وزارت د چارواکو نظر هم واخلو، خو هغوی له خبرو کولو ډډه وکړه. خو مخکې ویل شوې وه، چې د طالبانو د حکومت لخوا پارکونو ته د تګ ورځې د ښځو او نارینوو تر منځ مشخصې شوې او د کورنیو لپاره کوم ورځ په کې نشته. د قرغې بند، د چهلستون باغ، پارک شهر، ځاځی تفریحي پارک، وزیر اکبر خان غونډۍ، مرجان غونډۍ، بابر باغ، باغ زنانه، تخت استالف، د پغمان دره او کابل ژوبڼ د کابل ولایت یو شمېر مشهورې تفریحي سیمې دي. خو ايا مېله ځایونو ته تلل او په ژوند کې مېله کول يوه جدي اړتيا ده؟ ارواپوه شرف الدین عظیمي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: "د ارواپوهني علم له نظره، په ژوند کې بدلون او په فضا کې بدلون چې یو انسان ته خوښي ورکوي د انسانانو په ذهن او فکر مثبت اغېز لري. مېلو ته تلل یو ډول تنوع ده چې د انسان په هورمونونو ښه اغیزه لري."   خو اوس چې د ملګرو ملتونو په وینا په افغانستان کې بې وزلي مخ په زیاتېدو ده، یو شمېر کابلیان وايي چې دوی مېلو ته تګ هېر کړی او حتی هڅه کوي چې په رخصتیو کې مېله ځایونو د تګ په ځای هڅه کوي د خپلو کورنیو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

22.04.2022 ازادي راډیو

بلخ کې نښته؛ د عطا محمد نور خپلوانو او طالبانو ته تلفاتو اوړیدلو ادعاوې

د طالبانو چارواکي او د بلخ ولایت پخواني والي عطا محمد نور ته نږدې سرچینې ادعا کوي، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو او د پخواني والي د خپلوانو ترمنځ مزارشریف کې په یوه وسله واله نښته کې دواړو خواو ته تلفات رسیدلي دي.

22.04.2022 امریکا غږ

بلوچستان: په وسله وال بريد کې پوځي افسر وژل شوی

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په يو وسله وال بريد کې يو پوځي افسر وژل شوی او ورسره بل سرتيری ژوبل شوی دی. د پاکستان پوځ ويلي تيره شپه په 21 اپرېل د بلوچستان صوبې په خاران سيمه کې په امنيتي پوسته ترهګر بريد شوی دی. پوځ ويلي، د اواران علاقې سره نزدې د ترهګرو سره نښته شوې ده. ويل شوي ترهګرو د امنيتي عسکرو په پوسته بريد کړی، او بيا نزدې غرونو ته تښتېدلي دي. د پوځ ترمخه د ترهګرو سره په نښته کې يو پوځي مېجر شاهد بشير وژل شوی او بل سپاهي ژوبل شوي دي. په بيان کې دعوه شوې چې ترهګرو ته هم په غټه کچه تاوان اړول شوی خو د دغه تاوان تفصيل نه دی ويل شوی. د دې برید زمه واري تراوسه چا نه ده منلې. د غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز روانه مياشت په يو تازه رپورټ کې ويلي چې د روان کال په لومړیو درېو مياشتو کې د تشدد په بېلابيلو پېښو کې 344 کسان وژل شوي دي. رپورټ وايي د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده. د سى ار اېس اېس په رپورټ کې د هېواد دننه د تشدد په پېښو کې د راغلي زیاتوالي علت د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون پاله وسله وال ډلو ترمنځ پیوستون او په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته دوي ته ترلاسه شوی ډاد ګرځول شوی دی. د رپورټ ترمخه د تشدد او تشدد ضد عملياتو کې د اغېزمنو 90 فيصدي کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو سره دی. رپورټ وايي په عمومي توګه د 2022 کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تشدد په پېښو 68 فيصدي اضافه راغلې ده.

22.04.2022 ډیوه

طالبان: بلخ کې مو د پروني بريد طراح نيولی

په مزار شریف کې د اهل‌تشیع پر جومات د پروني برید وروسته چې لږ تر لږه ۲۵ تنه په کې ووژل شول، طالب چارواکي د دې حملې د طراح له نیولو خبر ورکوي.   د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، یاد کس په دې ولایت کې د داعش مسوول او د دې بریدونو طراح وو.  "د دې بریدونو د تعقیب په موخه استخباراتي ځواکونه وتوانېدل چې د پېښو طراح چې د داعش ډلې مسوول هم ونیسي. دی په تېر کې په بلخ او اوسنیو عملیاتو تر شاه و چې د ملکي خلکو خصوصا زموږ د اهل‌تشیع هېوادوالو ترمنځ یې چاودنه وکړه. په دې پېښه کې نور ښکېل کسان تر څارنې لاندې دي. "  طالبانو سره تړلي باختر خبري اژانس د بلخ د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله لیکلي، یاد کس د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې نیول شوی. هاخوا د بلخ د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست خبرپاڼه کې ادعا شوی چې نیول شوی کس عبدالحمید سنګریار نومېږي، وړاندې د دې ولایت لپاره د داعش والي و او په دې ولایت کې یې په ګڼو ترهګریزو پېښو کې يې لاس درلود. روانه اوونۍ د کابل په ګډون، په ننګرهار، کندز، مزارشریف او ځینو نورو ولایتونو کې پر طالبانو او ملکي افغانانو چاودنې وشوې، هغه چې په کور دننه د سولې را پورته شوې هیلې یې مړاوې او نړیوال یې هم اندېښمن کړل. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان د وروستیو نا امنیو په اړه اندېښنه ښودلې او هر څه ژر یې پر ملکي افغانانو د بریدونو د پای غوښتنه کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، دوی د قومي او مذهبي لږکیو په ګډون له ټولو افغانانو ملاتړ ته ژمن دي. "موږ په افغانستان کې د تاوتريخوالي د زیاتېدو له امله ډېر اندېښمن يوو او د دې بزدلانه بريدونو د پای ته رسولو او د عاملانو د محاکمې غوښتنه یې کوو. ټول افغان ماشومان، ټول افغان عبادت کوونکي، ټول څارونکي، مذهبي لږکي او نور، د دې مستحق دي چې خپل ژوند په خوندي او له تاوتریخوالي پرته تېر کړي. افغان ولس د دې حق لري چې له ترهګرۍ څخه خوندي ژوند او عبادت وکړي." د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته دا هم وویل چې دوی له طالبانو سره په هر ډول اړیکو کې غواړي چې دې ډول موضوعاتو ته رسېده‌ګي وشي. په مزارشریف کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت داعش منلی دی، هغه ډله چې طالبان یې ما ته شوې بولي او وايي، د دوی پر وړاندې د سر پورته کولو توان نه‌لري. خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال فرانک‌ مک‌کنزي په ګډون، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو هېوادونو په را روان دوبي کې په افغانستان کې د داعش د فعالیت له پراخېدو او د بریدونو د زیاتېدو خبرداری له وړاندې ورکړی. د امنیتي مسایلو شنونکو هم دا خبره کړې چې طالبانو د داعش خطر د هغه په پرتله چې افغانستان او افغانان ورسره مخ دي، ډېر عادي ګڼلی. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، داعش ډلې په کابل، کندهار، ننګرهار، کندز، کونړ او بلخ کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کړي. د دې چاودنو په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

22.04.2022 ازادي راډیو

جوبايډن د اوکراين دپاره نورې 800 ملينه ډالره پوځي مرستې اعلان کړي

د امریکې صدر جوبايډن د زيارت په ورځ د اوکراين دپاره نوې 800 ملینه ډالره پوځي مرستې اعلان کړي او ويلي يې دي، دغه مرستې د اوکراين په ختيځ کې د روس پرضد جګړه کې مهمې اړينې دي. بايډن په سپينه ماڼۍ کې په يوه لنډه وېنا کې ويلي، په دغو پوځي مرستو کې غټه وسله او يو لک 44زره کارتوس شامل دي. ويل شوي دغه وسله به په ځانګړي ډول د اوکراين په ختيځه سیمه په کار راوستل شي. د راپورونو ترمخه دا تازه مرستې د هغه دوه اعشاريه شپږ اربه ډالرو نه علاوه دي د کومو منظوري چې صدر بايډن مخکې ورکړې وه. بايډن ويلي، زر به د اوکراين د نورو پوځي مرستو دپاره په کانګرس غږ وکړي. امریکايي صدر زیاته کړې امریکا او مغربي ايتلافيان يې د اوکراين سره ولاړ دي. بايډن زياته کړې دا ډېره مهمه خبره ده چې نړۍ د روس پرضد يو ځای ولاړه ده او دا تراوسه پورې ښه خبره ده. د اوکراين صدر زېلنسکي د امریکا په 800 ملينه ډالرو مرستې مننه کړې ده. د اې پي خبري ادارې ترمخه زيلنسکي ویلي، دا هغه څه دي چې دوی يې په تمه وو. بل لور ته راپورونه وايي، امریکا په اوکراين کې د روس د جنګي جرمونو په شواهدو راټولولو کې مرسته کوي.

22.04.2022 ډیوه

په اسیا کې د امریکا د رهبرۍ د محبوبیت اندازه لوړه شوې- نظر پوښتنه

د نړۍ د مشرانو د محبوبیت په اړه د ګالوپ د تحقیقاتې ټولنې د نوې سروې نتایج ښيي‌ چې په اسیا کې د جرمني د رهبرۍ د محبوبیت کچه تر ډېرو هېوادونو لوړه ده. امریکا په دغه لست کې دویم مقام لري.

22.04.2022 امریکا غږ

پښتونخوا: په خوست کې د پاکستان د بمبارۍ پرضد په بنو کې احتجاجي پرلت په څلورمه ورځ روان دی

د افغانستان په خوست او کونړ کې چې پاکستان بمباري کړي، پرضد يې د خېبرپښتونخوا  په بنو کې احتجاجي پرلت په څلورمه ورځ دوام لري،بل لور ته د خوست نه د شمالي وزیرستان کډوالو وي او اې ډیوه ته ويلي چې د وژل شوو کسانو کورنۍ غریبي دي او د خوراک څښاک  سره د وران شوو کورونو ملبه لرې کولو لپاره امدادي مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان یو کډوال عصمت الله وویل په هوايي بمبار کې د خلکو کورونه وران کړل شوي چې د ځاني تاوان سره یې زیات مالي تاوان هم شوی دی. هغه وویل د دغه خلکو زیاتره کاروبار څاروي ساتل او ګاډي چلول وو چې هغه د بمبار په نتیجه کې په بشپړه ډول ختم شوي او د خوراک څښاک توکي، بسترې او نور د ضرورت سامونونه تر خاورو لاندې شوي دي. یو بل تن مصطفی وویل دغه کورنۍ په ډاګه پرتې دي د سر سيوری نه لري او نه په حکومتي کچه کومې اسانتیا شته چې دا وران شوي کورونو نه د دوی لاندې شوي سامانونه را اوباسي. هغه وویل دوی په خپله امدادي کارونه پېل کړي او د خرڅ خوراک لپاره په خیر غوښتو مجبور شوي دي. په خوست کې ځینې سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل چې د خوست ځایي خلکو د هغوي د مرستې لپاره په بازارونو کې چندې کول هم پېل کړې دي. په خوست او کونړ کې د پاکستاني جنګي الوتکو د بريدونو پرضد د خیبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د مداخېل قبیلې خلکو  احتجاجي پرلت نن په څلومه ورځ هم دوام لري، دوی غوښتنه کوي چې د دې پېښې پلټنه دې وشي. هغوی دعوی کوي  په خوست ولایت کې په دغه پېښه کې  د شمالي وزیرستان41 کډوال وژل شوي چې پکې 8 زنانه, 7 قامي مشران او 22 ماشومان شامل دي. د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف په دې برید کې د 20 ماشومانو د وژل کېدل تاید کړي. او ویلي په وژل شوو ماشومانو کې 15 جینکۍ او 5 هلکان شامل دي. د افغانستان لپاره د ملګرو میلتونو ادارې يونيسف مشر محمد ايويا په ټوېټر  ليکلي دغه ماشومان په داسې حال وژل شوي چې په خپلو کورونو کې په خوب ويده وو. هغه په دغه پیښه یې د خواشينۍ اظهار کړی او ویلي په سیمه کې د اغېزمنو کسانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي. په بنو کې د شمالي وزیرستان مداخېل قبیلې خلک دا پرلت  په داسې حال کوي چې د ملک وزیراعظم شهباز شریف تیره ورځ د شمالي وزیرستان سفر کړې او سفر پرمهال مشرانو د خوست پیښې سره په علاقه کې د ناامنې د مخنيوي او د کډوالو د واپسۍ غوښتنه کړې خو دوی وایي وزیراعظم په دې پیښو غلی شوی دی. وروسته وزیراعظم شهباز شریف په ټوتر پښتو کې لیکلي، ‏"په شمالي وزیرستان کې امن و امان زمونږ د ملی پوڅ او د قبائلو د مثالي قربانیو اور شھادتونو ثمر دی. د دھشګردی پر ضد جگړه کې د پاکستان په پرتله بل هېڅ هېواد نہ دی رسیدلی. موږ خپلو عسکرو او هیوادوالو ته د دوی جرأت پہ اړہ سلام پیش کوو!" وزيراعظم د محسن داوړ په خواست  د شمالي وزيرستان سفر کړی وو. خو په بنو کې احتجاجي پرلت ته د وینا پرمهال محسن داوړ وویل وزیراعظم ته يې په ډاګه دا خبره کړې چې په خوست کې ظلم شوی چې پکې وزیرستاني کډوال هواي بمبار کې وژل شوي او د دغه پیښې دې پلټنې وشي. هغه وويل دا ظلم پاکستانی ریاست په ښکاره کوي خو دا د دغه پرلتونو او مزاحمت نتیجه ده چې نړيوال اوس زمونږ د دریځ تاید کوي چې د دوی سره ظلم روان دی، او زياته یې کړه دا ټول ظلم به په حساب کې راولي. د اپریل په 16 افغان طالبانو ویلي وو د شمالي وزیرستان سره په پوله د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې پاکستان هوايي بمبار کړی. چې پکې 47 کسان وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي دي. هغوي دغه پیښې ته سخت غبرګون ښودلی او د افغانستان دخپلواکۍ پرضد ښکاره تېری یې ورته ویلي وو. د پاکستان حکومت یا پوځ لا هم د دې بریدونو تایید یا تردید نه دی کړې، خو افغان طالبانو په دې پیښه کابل کې د پاکستان استازی منصور احمد خان احضار کړی وو. او سبا بیا د پاکستان بهرنیو چارو دفتر په یو بیان کې تور پورې کړی وو، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کيږي.

22.04.2022 ډیوه

روغتیا نړیوال سازمان: د کووید۱۹ د فایزر تابلیټ د استعمال قوي سپارښتنه کوو

د روغتیا نړیوال سازمان نن جمعه اپریل ۲۲ (غوايي دویمه) وویل هغو ناروغانو ته،‌ چې په خفیفو اعراضو او علایمو اخته او روغتون کې د بستر کېدو له خطر سره مخامخ دي، د فایزر د کووید۱۹ د (Paxlovid) تابلیټ د استعمال «قوي سپارښتنه» ورته کوي.

22.04.2022 امریکا غږ

پاکستان کې خراب اقتصادي وضعيت؛ د پيسو له نړيوال صندوق يې د پور غوښتنه کړې

د پاکستان د نوي حکومت د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل پرون (پنجشنبې) واشنګټن ته روان شو چې د پیسو له نړیوال صندوق سره د هغو پورونو په اړه خبرې وکړي چې دغه صندوق یې پاکستان ته ورکړه درولې ده. د پیسو نړیوال صندوق یا آی ایم ایف د پاکستان مخکیني حکومت ته د ۶ ملیارد ډالره پور ورکړه ځنډولې وه. د پاکستان د خزانې وزیر واشنګټن ته تر روانېدو مخکې په یوه ټویټ کې ولیکل چې واشنګټن ته د سفر هدف یې دا دی چې د پیسو نړیوال صندوق هغه پورونه پاکستان ته ورکړي چې د عمران خان د حکومت په مهال یې درولي او د پاکستان اقتصاد یې له خطر سره مخامخ کړی و. پاکستاني شنونکي وايي چې د دغه هیواد اقتصادي وضعیت اوس دومره خراب دی چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د نور پور له اخیستلو پرته یې د ژغورلو بله لار نه شته. د عمران خان حکومت د پیسو له نړیوال صندوق سره په ۲۰۱۹ م کال د ۶ ملیارد ډالره پور موافقه لاسلیک کړې وه خو آی ایم ایف دا موافقه د دې لپاره لغوه کړه چې د پاکستان حکومت د دې نړیوال صندوق شرطونه په ځای نه کړل. له بلې خوا نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان د ۳۴ سلنه خلکو د ورځې عاید تر ۳ اعشاریه ۲ ډالره یا ۶۰۰ پاکستانۍ روپیو نه اوړي. د نړیوال بانک پر اساس، د عاید د کمېدو او د نرخونو د لوړېدو له کبله د اکثرو پاکستانیانو پر وضعیت په ځانګړي ډول د بېوزلو خلکو پر ژوند بد اغېز کړی دی.

22.04.2022 ازادي راډیو

سېف دي چلدرن: افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي

سېف دي چلدرن موسسه وايي، په داسې حال کې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته افغان نجونو ته د زده کړو اجازه لا نه ده ورکړې، د افغانستان په ولایتونو کې نژدې ۸۰ سلنه نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوې دي. سېف دي چلدرن، یونسیف او ایجوکېشن کلسټر په ګډه د هغو نجونو په اړه څېړنه کړې چې په تېره یوه میاشت کې ښوونځیو ته تللې دي. په راپور کې څرګنده شوې چې له یو ملیون او سل زره نجونو زده کوونکو څخه نژدې ۸۵ زره ښوونځیو ته نه ځي. د سېف دي چلدرن د اسیا سیمه ییز ريیس اولیفر فرانچي وايي، کله چې تېره میاشت د نوي تعلیمي کال په پیل کې نجونې په هیجان او خوشالۍ ښوونځیو ته لاړې هغه مهال یې سخت ټکان وخوړ چې ورته وویل شول چې بېرته کورونو ته لاړې شي. له هماغه وخته سېف دي چلدرن له نجونو سره خبرې کړي او هغوی ورته ویلي، په دې خاطر یې سخت زړونه مات شوي او نهیلي شوې چې له لومړني حق يعنې زده کړو بې برخې شوي دي. دی زیاتوي، تعلیم د ټولو ماشومانو، په تېره بیا د نجونو د ژوند لپاره مهم دی، بې له زده کړو دوی په کم عمر د واده په شمول د لا زیات تشدد، بدسلوکۍ او سو استفادې له خطر سره مخامخ کېږي. په افغانستان کې د نجونو د ژغورنې او د هېواد د راتلونکي لپاره سېف دي چلدرن پر افغان طالبانو غږ کوي چې د ټولو عمرونو نجونې پرېږدي چې ښوونځیو ته ستنې شي. سېف دې چلدن همدا راز ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د بند ساتلو لپاره هیڅ راز اداري، لوژیستیکي او یا بله ستونزه نه شته چې د نجونو د زده کړو مخنیوی توجیه کړای شی. سېف دي چلدرن همدا راز ویلي چې نړیواله ټولنه هم مهم رول لري او پکار ده د هغو نجونو، چې اوس ښوونځیو ته ځي، ملاتړ او مالي مرستې ته دوام ورکړي ځکه چې په افغانستان کې تعلیمي سیستم په یوه نري تار تړلی او اوس هغه وخت نه دی چې په دې برخه کې له هلو ځلو شا تګ وشي.

22.04.2022 ازادي راډیو

افغانستان کې وروستي بريدونه؛ يوناما د نا امنيو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) په مزارشریف، کابل، ننګرهار او کندوز کې له پرونیو حملو وروسته پر ملکي وګړو بریدونه د اندېښنې وړ وبلل. یوناما په یوه ټویټ کې غوښتنه کړې چې دا ډول بریدونه باید ژر تر ژره پای ته ورسول شي او عاملان یې سزا وویني. تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګروملتو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې پر هزاره ګانو بیا برید شوی دی. ده زیاته کړې چې پر ښوونځیو او جوماتونو د هدفي بریدونو په اړه باید فوري څېړنې وشي او د هغو ځواب وویل شي. ښاغلي بینت همداراز د دا ډول پېښو د درېدو غوښتنه کړې ده. د مزارشریف ښار د (سه دوکان) د پرونۍ چاودنې په اړه د دغه ښار یوه اوسېدونکي غلام رضا رویټرز خبري اژانس ته وویل: «دا پېښه په رښتیا چې زړه بوږنوونکې وه. زه په ښار کې وم او په لومړیو شېبو کې مې ځان ورورساوه. له بده مرغه د مرګ ژوبلو شمېر ډېر دی.» د دې خونړي برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی. د مزارشریف یو بل اوسېدونکی موحد موحبي د طالبانو له حکومته غواړي چې د داسې پېښو د تکرار مخه ونیسي. «موږ په اصطلاح د امارت له چارواکو هیله کوو چې خلکو ته زیاته توجه وکړي، خلکو ته امنیت برابر کړي. تر کله به دومره انتحاري بریدونه کېږي. د افغانستان حالات ډېر خراب شوي، موږ هیڅ ځای امنیت نه لرو.» پرون په کابل، کندوز او ننګرهار کې هم چاودنې وشوې. په کندوز کې د طالبانو پر یوه موټر په چاودنې کې ۴ تنه ووژل شول او ۱۹ نور ژوبل شول. دې ته په ورته بله پېښه کې چې د ننګرهار په خوږیاڼي ولسوالي کې وشوه، ۴ تنه ووژل شول او یو تن ټپي شو. د کابل د قمبر څلورلارې په پرونۍ چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ ویلي چې ماین په یوه ګلدان کې اېښودل شوی و. د ننګرهار، کابل او کندوز د چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

22.04.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more