ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د طالبانو یو پلاوی د هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد د بحث لپاره قطر ته تللی

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، یو لوړپوړی طالب پلاوی د افغانسنان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد د بحثونو په اړه قطر ته تللی دی.

23.04.2022 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اوکراین او روسیې مشرانو سره ګوري

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش را راونه اوونۍ په مسکو کې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین او تر هغه وروسته په کیف کې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره وګوري.

23.04.2022 امریکا غږ

شمالي وزیرستان کې بیا دوه ځوانان وژل شوي، د مداخېل قبيلي پرلت دوام لري

د شمالي وزیرستان پولیس د هدفي وژنو دا تازه پیښې تایيدوي او وايي دا د میر علي تحصیل په حیسوخېل او هرمز سیمو کې شوي دي. بل لور ته په خوست او کونړ کې د پاکستاني جنګي الوتکو د بريدونو پرضد د خیبر پختونخوا په بنو ضلع کې د مداخېل قبیلې احتجاجي پرلت نن په پینځمه ورځ هم دوام لري او وایي بریدونو کې د شمالي وزیرستان کډوال  چې تړاو د مداخېل قبیلې سره دی، وژل شوي دي، دوی د انصاف غوښتنه کوي. د میر علي پولیسو تاڼې چارواکو وویل لومړی پېښه مازیګر د میر علي په حیسو خېل سیمه کې شوې چې پکې یو تن محمد سالیم په ډزو وژل شوی او بله پېښه د ماښام په وخت هرمز سیمه کې شوې چې د صدام حسین په نوم تن پکې په ډزو وژل شوی دی. د دوی په وینا دا وژل شوي کسان ځوانان دي چې عمرونه د دیرشو کالو نه کم دي او کورنۍ یې پولیسو ته ویلي چې دوی کومې شخصي دښمنۍ نه لرلې او د نامالومو کسانو پضد مقدمې درج شوي او پولیسو پلټنې پېل کړي دي. په میر علي کې د نهې/ سه شنبې په ورځ هم دوه کسان په هدفي برید کې وژل شوي وو چې تړا یې د کوهاټ ضلعې لاچۍ سیمې سره وو او په ملېشه ځواک کې د برتي کېدو د پاره تللي وو. په میر علي کې دا تازه د هدفي وژنو پیښې په داسې حال کې شوې چې د زیارت په ورځ (21 اپرېل) د ملک وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان سفر کړی وو او د  پوځ ویاندې ادارې  په جاري کړي بیان کې ویلي وو وزیراعظم ته په میرانشاه کې په امنیت حال احوال تیر کړی شوی وو. بیان کې ویل شوي وو وزيراعظم شهباز شريف د د ترهه ګرۍ ملا ماتولو او د هر قسمه ترهه ګرو ډلو ته ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو کې د کاميابۍ لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته درناوی وړاندې کړی. خو د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایی په شمالي وزیرستان کې هره ورځ د نا امنۍ پیښې کیږي او د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 450 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي. هغه وویل یواځې په دې روانه میاشت کې د هدفي وژنو په شپږو بریدونو کې نهه کسان وژل شوي چې زیاتره پکې ځوانان دي. بل لور ته په خوست او کونړ کې د پاکستاني جنګي الوتکو د بريدونو پرضد د خېبر پختونخوا په بنو ضلع کې د مداخېل قبیلې خلکو احتجاجي پرلت نن په پینځمه ورځ هم دوام لري او وایي دې بریدونو کې وژل شوي کسان په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال دي. دوی د دغه پیښې پلتنو سره د عملیاتو په پایله کې د پاتې شوو علاقو زر زر پاکولو او د دغه سیمو نه بې کوره شوي خلکو د واپسۍ غوښتنه کوي چې د دې پېښې پلټنه دې وشي. د پرلت مشر ډاکټر ګل علم وزیر وایي د دوی غوښتنې په ځایې دي او د اینده تګلارې لپاره قوم کمیټي جوړوي، وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل تر دې مهال دوی سره چا د دوی غوښتنو لپاره رابطه نه ده کړې او زياته يې کړه دا پرلت به تر هغه روان وي چې غوښتنې منل شوې نه وي. د اپریل په 16 ويل شوي، د شمالي وزیرستان سره په پوله د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې د پاکستان جیټ الوتکو بمبار کړی وو. افغان طالبانو سمدستي دا تور په پاکستان پورې کړی وو او ویلي وو  47 کسان پکې وژل شوي چې زیاتر شخې او ماشومان دي او 22 نور ژوبل شوي دي. پاکستان تر دې مهاله د دغه پیښې تاید یا تردید نه دی کړی.  وي او ای ډیوه په هغه ورځ د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې اي ایس پی ار نه د (ایمېل) د لارې پوښتنه کړې خو تر اوسه هغه پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی شوی. خو په سیمه کې یو انتظامي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل دا پېښه د پولې پورې غاړې شوې او دا دوی سره اړه نه لري خو بیا هم د بنو ډویژن کمیشنر د احتجاج کوونکو د غوښتنو اوریدو لپاره دوی سره رابطه کوي.

23.04.2022 ډیوه

تیرو ۴ میاشتو کې په واشنګټن ډي سي کې تر ۴۶ ډیر کسان په ډزو کې وژل شوي

د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې چارواکي وایي د روان ۲۰۲۲ کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې تر ۴۶ ډیر کسان د تشدد پداسې پیښو کې وژل شوي چې د ټوپکو څخه پکې کار اخیستل شوی وي.

23.04.2022 امریکا غږ

د زلینسکي خبرداری: روسیه ښایي په نورو هیوادونو هم یرغل وکړي

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي خبرداری ورکړی که مسکو په اوکراین کې په یرغل کې بریالی شو، ښایي په نورو هیوادونو هم یرغل وکاندي.

23.04.2022 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

22.04.2022 امریکا غږ

طالبان: د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په جومات کې چاودنې ۳۳ تنه وژلي

د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند مولوي سکندر ديني مدرسه کې سخته چاودنه شوې ده.

22.04.2022 امریکا غږ

 په يروشلم کې د تشدد په تازه پېښو کې 31 کسان زخمیان شوي دي

په یروشلم کې د اسرايلي پوليسو او د احتجاج کونکو فلسطينيانو تر منځ د جمعې په ورځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه 31 کسان ژوبل شوي دي. د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د سره صلیب فلسطیني امدادي ادارې ویلي په زخمیانو کې 14 کسان هسپتال ته وړل شوي دي. د ای پي د اسرایلي پولیس او فلسطینیانو ورستۍ جګړه د يروشلم په هغه انګڼ کې شوي چېرته چې د مسلمانانو او پهوديانو مقدس مذهبي مقامات دي. اسرایلي چارواکو خبري ايجنسۍ ته ويلي اسرايلي پوليس هله مداخلت وکړو کله چې فلسطينيانو په مسجد اقصا کې کاڼي ورول پيل کړل او پوليس پرې د ربړ ګولۍ او سټن ګرېنيډز استعمال کړل. ياد ځای يهوديان د ټېمپل ماونټ په نوم يادوي او مسلمانان يې مسجد اقصا بولي. د جمعې په ورځ يهوديانو ته دغه مقدس ځای ته د تللو اجازت نه و او دا د روژې په اخرو لس ورځو کې يوه عامه خبره ده. يهوديان په ياد عبادت خانه کې د عبادت نه منع کړل شوي خو په ورستيو څو کلونو کې دغه سختي برقرار نه ده ساتل شوې. سږ کال د مسلمانانو روژه د يهودیانو د پاس اور او د عيسايانو د څو مقدسو ورځو سره په يو ځای راغلې ده چې دې عبادتخانو ته پکې په زرګونو خلک ورځي. تازه پېښو يو وار بيا د حماس او اسرايل تر منځ د تشدد نوې ويرې خورې کړي چې لکه بيا د تېر کال په رنګ د يولس ورځو د تشدد لړۍ بيرته رانه وړي.  

22.04.2022 ډیوه

ملګري ملتونه: اوکراین کې د روسیې کړنې ښايي جنګي جنایت وي 

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ اپریل ۲۲ (غوایي ۲) وویل چې په اوکراین کې د روسیې کړنې چې د ملکي وګړو وژنې او د ملکي زیربناو هوارول په کې شامل دي، ښایي جنګي جنایت وي.

22.04.2022 امریکا غږ

دتېر حکومت پرضد بهر نه سازش نه دی شوی،دقامي سلامتۍ دکمیټې اعلامیه

دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان ددعوې برعکس دقامي سلامتیا کمیټې پخپله اعلامیه کې ویلي چې دتیر حکومت پرضد دبهرني سازش هیڅ ثبوت نه دی ترلاسه شوی. څېړونکي وایي دقامي سلامتي کمیټۍ د له اعلامیې وروسته دعمران خان دا بیانیه دخاورو سره خاورې شوې چې ګنې دحکومت پرضد یې دبهر نه سازش جوړ شوی ؤ. خو دعمران خان سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف دقامي سلامتیا دکمیټې په اعلامیه خپل غبرګون کې ویلي دي چې کمیټې په اصل کې دهغوئ دبیانیې توثیق کړی دی اؤ دا یې منلې ده چې دبهر نه دګواښونو لیک ترلاسه شوی دی. دجمعې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دقامي سلامتیا دکمیټۍ ترسره شوې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه،دګډو ځواکونو دکمیټې مشر جنرال ندیم رضا،دسمندري اؤ هوایي ځواکونو مشرانو،امریکا کې دپاکستان پخواني سفیر اسد مجید اؤ ګڼو نورو پوځي اؤ حکومتي مشرانو برخه اخستې وه. سرچینې وایي ددې غونډې په مهال پخواني سفیر اسد مجید دغونډې برخه والو ته دلانجمن لیک په اړه احوال تیر کړی دی اؤ په دغه لیک هر اړخیزې خبرې شوې دي. پخواني وزیراعظم عمران خان دخپل حکومت وروستیو ورځو کې دعوه کړې وه چې دحکومت پرضد یې دبهر نه سازش جوړ شوی اؤ ویلي یې وؤ چې دامریکې لخوا ورته یو دګواښونو ډک لیک هم ترلاسه شوی دی. دقامي سلامتۍ دکمیټې په اعلامیه کې ویلي شوي خفیه شبکو د ترلاسه شوي لیک پلټنې کړي دي اؤ په دې پلټنو کې دبهرني سازش ثبوت مخې ته نه دی راغلی. په ننۍ غونډه کې واشنګټن کې دپاکستان دسفارتخانې نه په ترلاسه شوي ټیلي ګرام دخیالاتو تبادله شوې ده اؤ کمیټې دترلاسه شوؤ موادو د ارزونې نه وروسته د قامي سلامتۍ دکمیټې دتیرې غونډې دپریکړو توثیق یا پخلی هم کړی دی. اعلامیه وایي کمیټۍ د مواصلاتي موادو ،دترلاسه شوؤ جايزو اؤ دامنیتي ادارو له اړخه د اخذ کړل شوؤ نتیجو له ارزونې وروسته دا نتیجه اخستې ده چې هیڅ رقم غیر ملکي سازش نه دی شوی. دسیاسي چارو څېړونکی ښاغلی خادم حسین وایي دوزیراعظم ،دپوځ د سرلښکر ،دوسله والو ځواکونو د مشرانو اؤ دمرکزي کابینې د غړو نه راجوړې دقامي سلامتۍ کمیټې ته دعمران خان پرضد دبې باورۍ تحریک کې هیڅ امریکایي یا بهرنی سازش په نظر نه دی ورغلی. په ټویټر هغه لیکلي ایا پي ټي ایي به اوس د ریاست پرضد دبغاوت اعلان کوي ؟ اؤ دا ناشونې هم نه ده ځکه چې تحریک طالبان پاکستان اؤ دوئ (پي‌ ټي‌ ایي) کې دومره توپیر نشته دپاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر اؤ دبهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي دقامي سلامتۍ دکمیټۍ په اعلامیه خپل غبرګون کې ویلي دکمیټۍ تیره غونډه کې دبهرني مداخلت خبره شوې وه اؤ نن دکمیټۍ ننۍ غونډې دتیرې غونډې دپرېکړو پخلی کړی دی نو دې نه څرګنده شوه چې پاکستان کې سیاسي مداخله شوې ده. هغه پخپل یو بیان کې ویلي دکمیټې داعلامیې نه په ډاګه شوې ده چې دعمران خان حکومت دبهرنۍ مداخلې له لارې ختم کړل شوی دی اؤ باید ددې عدالتي پلټنې وکړل شي. واکمن ګوند مسلم لیګ نواز دقامي سلامتۍ دکمیټۍ ننۍ اعلامیه په ټویټر خوره کړې ده اؤ ورسره یې لیکلي دي چې اعلامیه وایي هیڅ رقم بهرنی سازش نه دی شوی د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند دقامي اسمبلۍ غړې حناء پرویز بټ په ټویټر لیکلي نن دقامي سلامتۍ دکمیټې اعلامیې دبهرني سازش په اړوند دعمران خان دروغژنه بیانیه دمنونو خاورو لاندې ښخه کړه دپخواني وزیراعظم عمران خان حکومت روانه میاشت اپوزیشن ګوندونو قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحریک دلارې نسکور کړی اؤ دهغه په ځائ شهباز شریف داتحادیي ګوندونو سره په ګډه حکومت جوړ کړی دی. خو عمران خان تور لګوي چې دهغه دحکومت پرضد دبهر نه سازش جوړ شوی ؤ اؤ دګواښونو یو لیک هم ورته دامریکې نه ترلاسه شوی چې که دعمران خان پرضد دبې باورۍ تحریک کامیاب نه شو نو ددې به خرابې نتیجې رابرڅېره شي. دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند دعمران خان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ ویلي یې دي چې امریکا پاکستان کې داییني،جمهوري ا‌ؤ قانوني عمل ملاتړ کوي.

22.04.2022 ډیوه

طالبان: مزار شریف کې د شیعه مذهبو په جومات د برید طرحه کوونکی ونیول شو

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند اصف وزیري ویلي چې د داعش د ډلې یو مشکوک غړی عبدالحمید سنګریار  یې په مزار شریف کې د شیعه مذهبو پر جومات باندې د برید د پلان کولو په تور نیولی دی.  

22.04.2022 امریکا غږ

اقتصادي بدحالۍ دشهباز شریف لاسونه تړلي،ولس ته به اسانۍ ورنه کړل شي،اقتصاد پوهان وایي

دپاکستان وزیراعظم شهباز شريف په حکومتي غونډو او دسوشل میډیا د لارې وایي خواهش لري چې د اقتصادي بدحالۍ په دې وضعیت کې دخلکو مشکلات راکم کړي خو له بده مرغه ده ته چې قامي خزانه  په کومو حالاتو کې ترلاسه شوې،د روژی په دې میاشت کې دغه خواهش هم نه شي پوره کولی. داقتصادی چارو پوهان وایي مخ په زیاتیدونکي پورونه او اقتصادي ستونزې حکومت ته اجازه نه ورکوي چې ولس ته اسانتیاوې ورکړي.  د اقتصاد ماهر سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي دا وخت حکومت دتاریخ د مشکل ترین دور نه تیریږي ځکه چې په تیرو وختونو کې  دکلیز بجټ خساره د 3500 اربو روپو  څخه نه ده زیاته شوې او داوخت دا 4500 اربو روپو ته رسیږي. هغه وایي  په تیرو 6 میاشتو کې مونږ  په پټرولو او ډیزلو د ټیکسونو او پټرولیم لیوي هدف نه دی پوره کړی او په یو لیټر پټرولو او ډیزلو 20روپۍ د جیبه نقصان سره مخ یو  او  په دننه او بهرني توګه دحکومت لاسونه تړل شوي دي چې ولس ته اسانتیاوې ورکړي.  "د حکومت لاسونه بند دي هغوی خلکو ته اسانتیاوې نه شي ورکولی نورو اضافي ټیکسونو ته اړتیا ده او زما خیال دی چی دوئ به د تیلو قیمتونه هم برقرار ونه ساتي او په اختر کې به د تیلو نرخ کې د زیاتوالی غیر مقبول فیصله وکړي او دتیلو بیعې به یو لیټر 180 روپو ته زیاتې کړي" وزیر اعظم شهباز شریف د ټویټر د لارې وایي  دخلکو د مشکلاتو د راکمولو دپاره یې په پنجاب کی د 10 کيلوګرامه اوړو بیعه د 550 روپو نه 400 روپو ته راکمه کړې او دچینو د یو کلو بيعه یې د 75 روپو څخه 70 روپو کلو ته راکوزه کړې ده. خو بیا پاکستاني مطبوعات وایي د پنجاب صوبې نه خیبر پښتونخوا ته په غنمو  ورکولو بندیز لګول شوی دی. دعوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر  ایمل ولي خان د ټویټر د لارې وزیر اعظم شهباز شریف ته ویلي د پنجاب نه په غنمو بندیز د اندیښنې وړ خبره ده او وزیر اعظم باید ددې نوټس واخلي  خو بیا شهباز شريف ویلي پنجاب صوبی ته یې امر کړی چې خیبر پښتونخوا ته دوه لکه ټنه غنم ورکړي. د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي په ملکي کچه که سیاسي بحران روان وي نو ملکي اقتصاد به نور هم متاثره شي.  د پاکستان وزیر اعظم او د هغه کابینه د روانو اقتصادي ستونزو ذمه وار د پاکستان تحریک انصاف  تیر حکومت ګڼي خو د تحریک انصاف حکومت کې پخوانی د منصوبه بندۍ وزیر  اسد عمر وایي هغوئ د پاکستان مسلم لیګ حکومت ته روان اقتصاد په لاسو کی ورکړی چی پکی ریکارډ ترسیلات زر، مخ په زیاتي درامدات او دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره شامله ده. هغه وایي د نوي حکومت له راتلو ورسته زرمبادله کې 5اربه ډالره کمی راغلی دی. په دې وروستیو کې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف هم ویلي چی سږکال به پاکستان خپل د اقتصادي پرمختا، په ګرانۍ د قابو موندلو او کرنټ اکاونټ خسارې هدفونه پوره نه کړي. د پاکستان د اقتصادی چارو وزارت وایي د روان  مالي کال  په وروستیو 9 میاشتو کې د تحریک انصاف حکومت 15اربه ډالر غیر ملکي قرضه ترلاسه کړې او په مجموعی توګه تیر حکومت کې 57اربه ډالره قرصه اخستل شوې چې پکې 26 اربه ډالره د قرضونو واپسي هم شوې ده.

22.04.2022 ډیوه

اسلام اباد های کورټ وايي نوی حکومت دې د بې درکه کسانو مسله حل کولو دپاره تګلاره جوړه کړي

د اسلام اباد هاى کورټ مشر جج اطهر من الله په مشرۍ کې د جمعې په ورځ د بې درکه صحافي مدثر نارو او د نورو بې درکه کسانو د بازيابۍ دپاره د مقدمې د اورېدلو په مهال عدالت وویل چې نوي مرکزي حکومت ته موقع ورکوي چې د بې درکه کسانو مسله هوارولو لپاره دې تګلاره جوړه کړي.  د مقدمې د اورونې په مهال جسٹس اطهر من الله وېلي که رياست يو لا درکه تن وه نه مومي نو هم ریاست به جوابده وي. د عدالت وېنا وه چې د لا درکه تنانو کورنۍ هم د لا درکه تنانو د مقدمو د څېړنيز کمېشن په اړه شکايتونو لري. عدالت د کورنیو چارو سکرټري ته امړ وکړو چې دا معامله دې نوی وفاقي کابينې ته وړاندې کړي. چې د کورنیو چارو سکرټري دې هم د راتلونکې سماعت په مهال خپله عدالت ته حاضر شي. د عدالت وېنا وه چې وفاقي حکومت ته موقع ورکوي چې د بې درکه کسانو د مسلې په اړه دې پالیسي جوړه کړي. په دغه موقع عدالت کې موجود د لا درکه تنانو د حقونو غېر حکومتي تنظيم ډېفنس آف هيومن راېټس مشرې امنه مسعود جنجوعه د عدالت پام د لا درکه تنانو د جاېدادونو د انتقال او وراثت د وېش ستونزې ته وګرځو او ویې وېل چې د لا درکه تنانو کورنیو ته د جاېداد قبضه نه ورکول کېږي. په دې اړه عدالت د قانون د وزارت څخه ځواب ووغښتلو او امنه مسعود جنجوعه ته ې په دې اړه د خپلو وړانديزونو جمع کولو امر ورکړو. وروسته د ډيوه سره خبرو کې امنه مسعود جنجوعه وویل د کال 2001 څخه خلک ورک دي او اوس د هغوي کورنۍ د جاېداد د قبضې د مسلې سره مخامخ دي. نوموړې وویل هغه جينکۍ هم د ستونزې سره مخ دي د چا چې چنغول ورک وي. هغه وايي عدالت ته یې خواست کړی چې په دې اړه دې يو قانون جوړ کړی شي چې داسې د ورک تن حېثيت معلوم شي. وايي دا پدې معنا چې ځنې خلک مړه شوي وي او ځېني ژوندي وي او د دې په مېنځومانه کې هم يو حثیت پکار دې چې هغې ته ورک حثیت وېل کېږي. مسعود جنجوعه وايي که قانون جوړ شى نو بیا د هغې لاندې د ورک تن وارثانو ته به د ورک تن سند ورکړې کېږي او بیا به د هغې په بنياد د کورنۍ دننه د جاېداد وېش کېږي. د لا درکه تنانو په قضيو کې عدالت ته پېش کېدونکي وکيل کرنل رېټاېرد انعام الرحیم اسلام اباد هاى کورټ ته د لا درکه تنانو د موندنې کمېشن د مارچ 31 نېټې رپورټ په اساس وېلي چې د خلکو په جبر د لا درکه کولو لړۍ لا اوس هم دوام لري او پدغه موده کې 76 نور تنان هم لا درکه شوي دي. د لا درکه تنانو په مقدمه کې اسلام اباد هاى کورټ ته پېش شوي وکيل او قانون پوه شاه خاور اېډوکېټ ډيوه سره خبرو کې وېلي، عدالت په ډاګه کړې چې د لا درکه تنانو تنانو په اړه د پالیسۍ جوړول د مرکزى حکومت کار دې. هغه وايي عدالت ته یې وویل  چي د يو ېا بل افسر په راغوښتو هېڅ نه کېږي. شاه خاور وايي عدالت ته یې وویل چي ددې ستونزې د هواري لپاره تر ټولو غوره فورم د قامي امنیت کمېتي ده ځکه چې په دغه کمېټۍ کې ټول لوړپوړي عسکري او سويلېن مشران موجود وي. باید چې دا ستونزه د دغه کمېټۍ په وړاندې کېښودل شي. په پاکستان کې د بشري، لا درکه بلوچانو او پښتنو د حقونو مبارزين د خلکو په جبر د لا درکې تورونه د هېواد د په امنیتي ادارو لګوى خو پوځ دا تورونه ردوي. پوځ وايي کېدې شي چې لا درکه تنان د بلوچ بېلتون پاله او نور ترهګرو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، او بیا د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي وى او ېا افغانستان ته اوښتي وي. کال 2019 کې د پاکستان پوځ وېلي وو چې هغوي د لا درکه تنانو د مقدمو د څېړلو لپاره د پنډۍ په جي اېچ کيو مرکز کې يوه کمېټي هم جوړه کړې ده.  

22.04.2022 ډیوه

له ماریپول وروسته په خارکیېف او ډانباس کې د روسانو بریدونه زیات شوي

واشنګټن – د رویټرز خبري ادارې د اوکراین د لوی درستیز له خولې راخیستي، چې روسي ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د جګړې په ټوله کرښه بریدونه زیات کړي. دوی ویلي روسان هڅه کوي په خارکیف سیمه کې چې د روس د اصلي‌ هدف ډانباس شمال ته پروت دی خپل عملیات زیات کړي. نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د اوکراین د خارکیېف ښار شاخوا د جمعې په سهار د توغندیو بریدونه زیات شوي. د برتانیې استخباراتو د دغه هېواد د دفاع وزارت له خولې وايي، چې د ډانباس په ختیځه سیمه کې درنه بمباري او جګړه روانه ده. دوی دا هم ویلي، چې د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین لخوا د ازووېستول د پولادو په کارخانې باندې د نه ورتګ امر ښايي د اوکراین په ختیځ کې د نورو سیمو لپاره د روسي ځواکونو د ساتلو په موخه شوی وي.  د روس یو جګ پوړي پوځي قومندان ویلي، ماسکو غواړي چې د اوکراین ټول جنوب ونیسي او ماسکو هم په دې وروستیو کې ویلي، چې روسان به په ختیځ کې له کمپاین وروسته هم په کراره نشي. بي بي سي راپور ورکړی چې د ماریپول ښاروال د جمعې په ورځ له ښار څخه د ټولو خلکو د وېستلو غږ کړی. د روس ولسمشر په ماریپول کې د بریا ادعا کړې خو لا تر اوسه هم په دغه ښار کې ۲۰۰۰ اوکرایني سرتېري د پولادو په یوې کارخانه کې پاتې دي. خو د روس ولسشمر پرې خپل سرتېري له ورتګ څخه منع کړي دي. رویټرز دا هم ویلي، په ماریپول کې د روسانو لخوا د بریا له اعلان څخه وروسته د رضاکارانو ډلو له کنډوالو څخه مړي راټول کړي. د فرانسې خبري ادارې اې ایف پي راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ویلي، روس د اوکراین په نیول شویو سیمو کې د شرمناکې ازادۍ لپاره د رایې ورکولو پلان لري. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي د روس لخوا د نیول شویو سیمو له اوسېدونکو څخه غوښتي دي چې روسانو ته دې شخصي معلومات نه ورکوي او ویلي یې دي ‌چې دغه معلومات به د غلطو انتخاباتو لپاره وکارول شي. د اوکراین د پارلمان یوې غړې کېرا رودېک سي ان ان ته ویلي، چې روس په اوکراین د یرغل پر وخت ټول وژنه کوي. هغې زیاته کړه،‌ د روسي سرتېرو له چلند څخه داسې ښکاري چې په دغه هېواد د سولې په برخه کې باور نشي کېدای. هغې وړاندې وویل، "له همدې امله مونږ نړۍ ته وایو، هغه څه چې په اوکراین کې پېښېږي هغه یو قتل عام دی. دې ته په کتلو مونږ نړۍ ته وایو چې تاسو نشي کولای له روس سره هېڅ کوم د سولې تړون ته ورسېږئ ځکه دا داسې ده لکه له هېټلر سره چې د سولې تړون ته وشي." بي بي سي د اوکراین د لومړي وزیر د مرستېالې اېرېنا وېریشچوک له خولې دا هم راپور ورکړی چې اوکراین به د جمعې په ورځ د ملکیانو د تخلیې لپاره د کوم بشري دهلیز هڅه و نه کړي ځکه سړکونه ډېر خطرناک دي. اوکراین اټکل کوي چې په ماریپول کې به د جګړې د پیل راهیسې په لسګونو زره ملکي کسان وژل شوي وي. ملګروملتونو او د سره صلیب کمېټې ویلي، د ملکي تلفاتو شمېر تر اوسه نه دې څرګند خو لږ تر لږه په زرګونو کې دي. د ماریپول په ښار کې اوس هم تر یو لک کسانو پورې پاتې دي. له جګړې مخکې دغلته کابو څلور لکه کسان اوسېدل. ماسکو ویلي، دوی د ماریپول ۱۴۰۰۰۰ کسان روس ته ویستلي دي. کیېف وايي، اکثره دغه کسان په زور سره ویستل شوي چې جنګي جرم بلل کېږي.

22.04.2022 ډیوه

دعمران خان دشپې جلسې اؤ دامریکې پرضد بیانیه هغه ته څه ګټه رسوي؟

پاکستان کې په لومړي ځل په پارلېمان کې دباور بایلونکي پخواني وزیر اعظم عمران خان جلسې د شپې کېږي، او په غټو ښارونو کې یې کوي ،د زیاتره څېړونکو په وینا د جلسو ګډون وال یې هم د ښارونو اوسېدونکي وي۔ په دې هکله د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد شاه نواز مشال وي او ای ډيوه ته وايي عمران خان ځکه د شپې جلسې کوي چې دغه وخت د خلکو سمه شمېره مخې ته نه راځي او لږ خلک هم ډېر په نظر راځي او چې څومره خلک يو تن ښودل غواړي نو ښودلی یې شي۔ نوموړي زياته کړه چې د شپې که يو خوا د ښار خلک زيات داسې ډول غونډو ته ځي نو بلخوا ګڼ شمېر خلک هم دغه وخت ميډيا او سوشل مېډيا ته ناست وي نو عمران خان په اسانۍ سره په کور کې ناستو خلکو ته خپل پېغام رسولی شي۔  د اپرېل په لسمه، د حکومت د ختمېدو وروسته، عمران خان په دریوؤ غټو ښارونو پېښور، کراچۍ او پرون لاهور کې خپلو پلویانو ته ویناوې کړي دي. په دریوؤ واړو جلسو کې عمران خان او د هغه د ګوند نورو مشرانو د بیا انتخاباتو غوښتنه کړې ده ،دسیاسي مخالفینو لپاره اکثره سپکې توري کارولي، د حکومت ختمولو تور د کوم ثبوت پرته په امریکا لګوي او ناستو خلکو ته وايي چې عمران خان بیا وزیر اعظم کړي. خو داسې کوم پلان نه ورکوي چې که په دوېم ځل واکمن شي نو څه به کوي؟ په سياسې چارو نظر لرونکی د پيښور پوهنتون د صنفي زدکړو د څانګې استاد درويش اپريدي وايي د مخکيني وزيراعظم عمران خان سره د راتلونکي دپاره هيڅ ډول تګ لاره نشته او د خپلو تېرو ناکامو پټولو لپاره د سازش او امريکې پرضد خبره کوي۔ نوموړی دا هم وايي چې په پاکستان کې د سټې ټسکو سياستوالو چې پوځ پکې هم شامل دی، هغوی د مخکې نه په خلکو کې د امريکې په ضد د بيانيي په اړه کرونده کړې وه او هغه فصل اوس زرغون شوی دی۔ وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وايي چې د ښاري سيمو بې روزګاره ځوانانو او پېغلو لپاره دغه نعرې ډېرې زړه راښکونکې وي چې دوئ په جلسو کې وايي چې قوم او ملک به يو ځل بيا ستر مقام ته رسوي، نو دا اصل کې دوي خپلو ناکامو پټولو لپاره تور په بل لګوي۔   د يادو جلسو بل مهم اړخ د عمران خان او د هغه دملګرو په ویناګانو  کې ډېر جذبات لیدل کېږي. او کله کله داسې خبرې وکړي چې د جلسې وروسته پرې څېړونکي نیوکې لا زیاتې کړي۔ په دې اړه د مردان دعبدالولي خان پوهنتون دنړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه ته وايي چې د توشه خانې د کېس ترڅنګ د عمران خان نور يو شمير خبرو او بيانو کې ښکاره تضاد په نظر راځي ځکه د نيوکو سره مخ دی۔ نوموړي زياته کړه چې د عمران خان او د هغه د ګوند د مشرانو په خبرو کې يو لویې تضاد خو دادی چې يو طرف ته دی د خپل حکومت ختمېدو په اړه په امريکا تور لګوي او بل اړخ ته د پاکستان په اسټېلشمنټ نيوکې کوي۔ هغه دا هم وويل که د عمران خان تاريخ او کردار ته  وکتل شي او دی چې اوس کوم د مدينې د رياست خبرې کوي نو دې کې هم ډېر تضاد دی ځکه چې دې هغه په بيان کې خو وايي ولې دنوموړي د حکومت په دوره کې هغه په يو ځائ کې هم په نظر نه راتلو۔  د ۲۰۱۹م نه تر اوسه دعمران خان سیاسي مخالفینو او د اوسني اېتلافي حکومت غړو به اکثره جلسې جلوسونه کول ،دوئ به تېرې ټاکنې جعلي بللې او د بیا ټاکنو غوښتنې به یې کولې. خو اوس وايي د راتلونکو ټاکنو وړاندې به انتخابي اصلاحات کوي. اېتلافي حکومت تر اوسه کومه ځوابي جلسه نه ده کړې خو مشران او پلویان یې د عمران خان بیانيې او د هغوی په وینا ځینو بې ثبوته ادعاؤ  ته په سوشل مېډیا ځوابونه وايي۔ په اسلام اباد کې مېشت د پارلېماني چارو کاروپوهه قرېش خټک وي او ای ډيوه ته وايي  عمران خان چې په سوشل ميډيا د خپلې پارټۍ  لپاره کوم مهم پېل کړی هغه به په راتلونکو ټاکنو کې تر ډېره حده ګټه ورکړي خو زيات انحصار به يې د پاکستان اسټېبلشمنټ سره په اړيکو وي۔ نوموړي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل چې په تېرو ټاکنو کې مونږ کتلي دي چې کله د عمران خان سره د عسکري ادارو مرسته نه وه نو باوجود ددې چې د عمران خان ګوند په ځوانانو کې ډېر مشهور و خو انتخابي کارکردګي يې دومره ښه نه وه۔ هغه وايي چې دا ځل د عمران خان لپاره دا  يو دازموینې  وخت دی چې هغه به د عسکري ادارو سره چې کوم تناو او مخالفت دی په هغې کې ځان څنګه ساتي۔  د عمران خان د حکومت ړنګېدو لا 15 ورځې نه پوره کېږي او داسې ښکاري چې پلویان یې د حکومت په ناڅاپه او د مودې نه وړاندې ختمېدو باندې قار دي. سیاسي څېړونکي نظر لري چې دپخواني وزیراعظم پلویان لا په توده کې دي او راتلونکې څو میاشتې به ښيي چې عمران خان به دوئ څومره فعاله وساتل شي او دا به هم کتلی شي چې اوسنی حکومت تر کومه حده سیاسي هوا په خپله ګټه کارولی شي

22.04.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more