ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګري ملتونه: جنسي زور زیاتی او انساني قاچاق په اوکراین کې مخ په ډیریدو دی

ملګرو ملتونو دوشنبه اپریل ۱۱ (وري۲۲) په یو راپور کې ویلي چې په اوکراین کې د جګړې له کبله میرمنې او ماشومان په لوړه کچه د جنسي زور زیاتي، جنسي تیري او د انساني قاچاق د خطر سره مخ دي.

12.04.2022 امریکا غږ

بایډن له مودي سره د روسیې په اړه خبرې وکړې 

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) د هند د صدراعظم نرندرا مودي سره د ویدیو له لارې خبرې وکړې.

11.04.2022 امریکا غږ

د پاکستان نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف ته ورپېښ اقتصادي چېلنجونو

د پاکستان نوی ټاکل شوی وزیراعظم شهباز شریف په یو داسې وخت په واک کې راغلی چې ملک د ګرانۍ، بې روزګارۍ او بهرنیو قرضو د بوج لاندې دی او د نوموړي حکومت به په اقتصادي مېدان کې د یو شمېر چېلنجونو سره مخ وي.   نن د پاکستان مرکزي بېنک ګورنر رضا باقر بلومبرګ خبري‌ ادارې سره په یو مرکه کې وېلي دوي په دې باوري دي چې ډېر زر به د آي اېم اېف نه د 6 ارب ډالره قرض پروګرام لاندې راتلونکي قسط لپاره پاکستان ته اېښودل شوي شرطونه پوره کولو په اړه د یو ښه خبر اعلان وکړي.‌  نوموړي وېلي د آي اېم اېف لخوا د تېلو او بجلۍ نرخونو زیاتولو په شمول ځنې سخت شرطونه کومه نوې خبره نه ده کومې چې  به د پاکستان په اوسني سیاسي حالاتو کې د یو حکومت لپاره ګرانې فېصلې وي.  پاکستان کې د روانې ګرانۍ په وخت د تېلو او بجلۍ په نرخونو کې زیاتوالی به د وزیراعظم شهباز شریف لپاره یو چېلنج وي. د تېلو او بجلۍ په نرخونو کې زیاتوالی اکثر سیاسي مخالف ګوندونه د حکومت خلاف د سیاسي نعرو په توګه استعمالوي.  د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف لخوا پاکستان ته د قرض ورکولو پروګرام کې وروستوالی به د پاکستان په زرمبادله او د روپۍ په قدر باندې دباو په ځاې وساتي. د پاکستاني روپۍ قدر په تېرو دوه میاشتو کې 8 فیصده ښکته شوی او په روان مالي کال کې تراوسه پورې پاکستاني‌ کرنسي 20 فیصده ښکته شوې.   د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک آف پاکستان د تېر زیارت په ورځ‌ ورکړې شمېره کې وېلي‌ د مرکزي بېنک بهرنۍ زرمبادله کې د هفتې یا اوونۍ په حساب 6.04 فیصد یا 728 ملین ډالره کمی راغلی چې د 12 ارب ډالر نه 11.32 ارب ډالر ته راکمې شوي. د تېرکال جولايي میاشت کې د پاکستان بهرنۍ زرمبادله ذخیرې 18.9  ارب ډالره وې.   آي اېم اېف دا وخت د 6 ارب ډالره قرض پروګرام لاندې پاکستان ته د 3 ارب ډالره قرض د قسط ورکولو جاج اخلي. د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان څو ورځې وړاندې په یو رپورټ کې وېلي وو د پاکستاني چارواکو او آي اېم ایف ترمنځ‌ خبرې اترې د ځنډ ښکار دي.   د پاکستان مرکزي بېنک په ملک کې د ګرانۍ کنټرول کولو لپاره د اپرېل په 7مه نېټه د سود شرح 2.50 فیصده زیاتوالی کړی چې ورسره په مجموعي توګه باندې د سود شرح د 9.75 فیصد نه 12.25 فیصد ته رسېدلې.   د پاکستان د شماریاتو ادارې ترمخه د مارچ په میاشت کې د ګرانۍ شرح 12.7 فیصد ته رسېدلې. د دې وړاندې د فرورۍ په میاشت کې د ګرانۍ شرح 12.2 فیصد رېکارډ کړی شوې وه. ګراني د ټولې نړۍ لپاره دا وخت یو چېلنج جوړ شوی خو په پاکستان کې د خلکو د وس طاقت لاندې د ګرانۍ شرح د نورو ملکونو په نسبت زیاته ده.   د روان مالي‌ کال جولايي نه تر فرورۍ میاشت پورې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره د 12 ارب ډالر نه زیاته شوې.‌ ددې وړاندې تېرکال هم په دغه هومره موده کې د پاکستان کرنټ اکاونټ یو ارب ډالره سرپلس یعنې زیات وو.   د پاکستان یو اقتصاد پوهه مصطفا پاشا د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون کې لیکلي یومقاله کې وايي‌ که چرته پاکستان د خپلو بهرنیو قرضو بیا واپس کول د میاشتو لپاره وروستو کړي نو بیا به هم پاکستان له د زرمبادله ذخیرو په خپل ځاې ساتلو لپاره هرمیاشت یو ارب ډالره پکار وي. نوموړی وايي‌ راتلونکی بجټ کې به د ملک کمزوري اقتصاد مضبوطولو لپاره د حکومتي خرچو کمولو په شمول سخت ګامونه پورته کول وي او حکومت له به د ټېکسونو زیاتول او سبسډیز یا حکومتي مراعات بېرته اخستل وي.   نړۍ کې د ملکونو او کمپنو د قرض اخستو اعتبار او مالي حېثیت څېړونکې امریکايي ادارې،‌ موډیز څو ورځې وړاندې په خپل یو رپورټ کې وېلي دوي امکان ویني چې د روان کال جون په میاشت کې ختمیدونکي مالي کال آخر پورې به د پاکستان کرنټ اکاونټ‌ خساره د ملک مجموعي‌ امدن یا جي ډي پي د 5 نه تر 6 فیصده پورې زیاته شي.             

11.04.2022 ډیوه

ایران طالبانو ته: زموږ د سفارت او کونسلګریو امنیت ونیسئ 

په کابل کې د ایران د سفارت او په هرات کې یې د کونسلګرۍ په مخکې د یو شمېر افغانو له مظاهرو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او کونسلګریو امنیت تامین او ټېنګ کړي. 

11.04.2022 امریکا غږ

ای پي: بییت لحم سره نژدې د اسرایلي ځواکونو په ډزو فلسطیني تن وژل شوی

د فلسطينیني وېسټ بېنک علاقې د بیت لحم ښاره سره نژدې د اسرایلي ځواکونو په ډزو یو فلسطیني تن وژل شوی دی. دا خبر اېسوسي اېټېد پرېس خبري ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ د فلسطیني صحت وزارت له قوله ورکړی او وايي د فلسطیني تن وژل کېدل د روژې په میاشت کې د تشدد د لړۍ ورستۍ  پېښه ده.   د ای پي ترمخه اسرایلي پوځ وویل اسرایلي ځواکونو د اتوار، يکشنبې، په شپه ناوخته په هغه تن ډزې وکړې چې د وېسټ بېنک په لویه لار تېرېدونکي اسرایلي موتړ یې د اور په بم ویشتلو.   ای پي وايي په تېرو 24 ګټنو کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي چې دوه مېرمنې هم پکې شاملې دي.    ای پي وايي په تېرو څو هفتو کې د فلسطینیانو په حملو کې 14 اسرایلیان وژل شوي دي او په ځواب کې اسرایل په وېسټ بېنک کې پوځي هلې ځلې زیاتې کړي دي.   تېر کال په یروشلم کې د روژې په میاشت کې د احتجاجونو او نښتو په نېتجه کې د اسرایل او د فلسطین د حماس ډلې ترمنځ یولس ورځې جنګ شروع شوی و.   ای پي وايي د ورستي تاوتریخوالي باوجود حالاتو د پرامنه کولو دپاره اسرایل یو شمېر ګامونه پورته کړي دي چې پکې د حماس د انتظام لاندې د فلسطین په غزه کې مېشته د زرګونو په شمېره کې فلسطینیانو ته په اسرایل کې د کار کولو اجازت نامې ورکول هم شاملې دي.   د اسرایل پوځ د ګل، دوشبنې، په ورځ وویل په وېسټ بېنک کې په وسله والو هلو ځلو کې ککړتیا په شک کې یې 13 فلسطینیان نیولي دي او دا چې دغو کسانو د نیولو په مهال فلسطینیانو اسرایلي عسکر په کاڼو وویشتل او په لارو کوڅو کې ټایرونو ته اورونه واچول.  

11.04.2022 ډیوه

څېړونکي: پاکستان کې د خانه جنګۍ امکان نه ښکاري او تحریک انصاف موجوده حالات د خپلو سیاسي ګټو دپاره کاروي

د پاکستان تېر شوي حکومت کې د داخله چارو وزير شيخ رشيد احمد ويلي په ملک کې د خانه جنګۍ حالات پېدا شوي دي، خو څيړونکي وايي دغه يو سياسي بيان دی او د کومې خانه جنګۍ جوړېدو امکان نه ښکاري. شيخ رشيد احمد د پنجاب صوبې راولپنډۍ ښار کې راغونډ شوي خلکو ته خپله وېنا کې وويل د پاکستان فوځ او اسټېبلشمنټ ته یې ويلي چې په نوي ورځو کې دننه دې په ملک کې انتخابات وکړي ګني په ملک کې به "خانه جنګي جوړه شي." په اسلام اباد کې خبريال عبدالله مومند وايي شيخ رشيد عمومن دغسې خبرې کوي چې د حقيقت سره تعلق نه لري. موجوده وخت کې په ملک کې حالات بدل دي. هغه زیاته کړه: "ما ته داسې نه ښکاري چې د پاکستان تحريک انصاف به په ملک کې داسې کوم انتشار جوړ کړي چې سياسي منظر نامه به بدله کړي." څيړونکی او خبريال حق نواز وايي د پاکستان د مختلفو ښارونو نه په ګڼ شمېر خلک د اتوار په ماښام د عمران خان په وېنا په احتجاج راوتلي وو، خو دغه خلکو ذهنونو کې دا خبره ډيره ښکاره او ژوره وه چې د تحريک انصاف نه علاوه ټول سياسي ګوندونه د ملک مخالفه دي. د حق نواز وینا ده چې احتجاج کوونکو د غدارۍ نعرې وهلې او "د خلکو دا ذهنيت به د مخالفه سياسي ګوندونو او رياستي ادارو له ډير مشکلات جوړ کړي. راتلونکې ټول ټاکنې ښکاري چې د تشدد نه به ډکې وي، پکار ده چې سياسي ګوندونه د دې سياسي لارې راوباسي." د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو څانګې پروفېسر عبدالشکور ډيوه ته وويل په ملک کې ورته د خانه جنګۍ هېڅ امکان نه ښکاري، خو تحريک انصاف ګوند پلويان هغه خلک خپل دښمنان ګڼي کوم چې د دوی خلاف نظر لري. هغه زیاته کړه: "د خانه جنګۍ صورتحال نه ښکاري، خو د دې ګوند پلويان هر حد پورې ځې د خپل مقصد د پاره، او چې کله طاقت ترلاسه کړې هغه بيا د پريښودل نه غواړي." څيړونکي وايي چې خانه جنګۍ امکان به هله موجود وو چې د دوه فريقېن يو بل ته د جګړې ګواښونه ورکوي خو په موجوده وخت کې داسې نه ده او يواځې د يو ګوند کارکوونکي ډير قارېدلې ښکاري. برحقه دعوې که د سیاسي مفاداتو دعوې؟ په پاکستان کې سفارتي او سیاسي پوهان وایې د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان سفارتي خط او موجوده حالات د خپلو سیاسي ګټو دپاره کاروي او دا چې د دې بدې اغیزې به د پاکستان په سفارتي، تجارتي او نړېوالو اړیکو پریوزي.   په پاکستان کې د نړېوال اسلامي پوهنتون د نړېوالو اړیکو د څانګې مشر پروفیسر ډاکټر منظور احمد اپریدی وایي تر اوسه د پاکستان عدالتونو او عسکري ادارو د هغو تورونو پخلی نه دی کړی کوم چې د عمران خان او تحریک انصاف له خوا یو سازش ګرځولی کیږي. دوی وایي د هېوادونو تر منځ سفارتي ناستې کیږي، تاوتریخوالی هم راځي، خو بیا دې ته سازش ویل سیاسي اړیکو ته تاوان رسوي. پروفیسر منظور احمد اپریدي وي او اې ډېوه ته وویل، «داسې قسمه تورونه په سیاسی اړیکو بدې اغیزې کوي او بیا دغه تورونه امریکه رد کړي هم دي او دا‌ ثابته شوې نده چې دې کې څومره رشتیا دي. د سفارتې اړیکو نه پرته د دې بدې اغیزې په تجارت او نړېوالو اړیکو هم پریوزي او باید نوی حکومت د امریکه سره سفارتي ستونزې هوارې کړي.» په پاکستان کې د انګریزي ژبې ورځپاڼه ډان هم نن په خپله اداریه کې وایي چې د بد قسمتې نه په پاکستان کی روان سیاسی کړکېچ چې له امله یې د تحریک انصاف حکومت هم ختم شو، د عمران خان له خوا د سفارت او خارجه وزارت سیاسي استعمال دی. ورځپاڼه وایي د امریکه په ضد د سازش تورونو سره نه یوازې د دغه هیواد سره د پاکستان مهمې اړیکې متاثره شوي بلکه په سیاست کې د سفارتي کارکوونکو د ورګډېدلو خطرې هم زیاتې شوي. په اداریه کې ویل شوي چې د پاکستان د قامي سلامتیا کمیټې په غونډه کې هم د امریکې د سازش کوم ذکر نشته. پاکستاني مطبوعات وایي تیره شپه په ټول هیواد کې د امریکه، سیاسي ګوندونو اتحاد او پاکستاني ځواکونو په ضد احتجاجونو کې د دوی په ضد نعرې وهل شوي دي.

11.04.2022 ډیوه

طالبان: مخکني جنرالان د جګړې داعیه نلري؛ سادات: د جګړې میدان کې به سره ګورو

د طالبانو په ضد د نوې جګړې د پیلولو په اړه د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د یو جنرال سمیع سادات خبرو ته په اشارې طالبانو ویلي دي‌ چې د افغانستان مخکني ځواکونه د جګړې لپاره هېڅ داعیه نلري. 

11.04.2022 امریکا غږ

طالبان دې د جینکو ښوونځي پرانیزي، د افغانستان د دینې عالمانو غوښتنه

د افغانستان د دینې علماو علمي جلسې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګيښوونځي دې د ټولو خنډونو په لیري کولو سره پرانیزي. کوم چې د طالبانو حکومت تر امر ثاني بند کړي. د افغانستان د دیني علماو علمي جلسې په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښځې د نارينوو تر څنګ د شرعي او عصري علومو زده کړو حق لري چې د عالمې په توګه د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي. دغو دیني علماو ویلي: "شرعي نصوصو ته په کتنه او زمونږ د شرعي ستر تراث له مطالعې څخه دا په ډاګه کيږي چې مومنه ښځه د نارينه تر څنګ پوره حق لري چې شرعي او عصري علوم زده کړي، او د عالمې او متعلمې په توګه له يوه پلوه د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي او له بله پلوه د علم له ستر فضيلت څخه برخمنې شي. له دې کبله له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې نجونو ته د زده کړې دروازې پرانېزي، او په دې اړه ټول خنډونه پورته کړي." دینې علماوو غونډې کې د طالبانو له حکومته غوښتل شوي چې د نجونو لپاره باید د زده کړو ځانګړی نصاب او ځانګړی او مناسبه چاپېریال رامنځته شي. په داسې حال کې چې د تېرو اوو میاشتو راپدېخوا د طالبانو لخوا د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني پوري بند شوي، خو د یادو ټولګیو د پرانیستلو په اړه غوښتنې زیاتې شوي دي. بل لور د اپریل په نهمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ (یوناما) مشرې ډیبرا لاینز د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره شریکې کړي دي. اغلې لاينز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست خیر الله خیرخوا سره لیدنه کې ښوونځيو ته د ټولو نجونو د بيرته ورګرځيدو په اړه د بيړنيو ګامونو پورته کولو غوښتنه هم کړې ده. همداراز د اپریل په اتمه  اروپايي پارلمان په یو پرېکړه لیک کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز وغانده او د زده کړو پر روانو حالاتو یې ژور خفګان څرګند کړ. همداراز د اپریل په اوومه، د افغانستان یو شمېر دیني علماو او مېرمنو هم په کابل کې  ملي ډایلوګ رابللی وو چې پکې یې د ټولو نجونو لپاره د ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار وکړ. دغو دیني علماوو د ملي ډایلوګ پرمهال وویل چې د نجونو تعلیم یو ضرورت دی او اسلام جواز ورکړی دی. د دې ملي ډایلوګ یو ګډونوال مولوي شمس الرحمن فروتن وویل چې طالبان باید د تل لپاره د نجونو لپاره د ښوونځيو په بندېدو سره د اسلامي حکومت تجربه ناکامه نکړي. په 23 مارچ طالبانو د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانستې خو بيا يې تړلې او ويلي يې وو، د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلې وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون لاندې پلان نه وي جوړ شوی، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.  

11.04.2022 ډیوه

روسیې ته د اتریش د صدراعظم سفر او د اوکراین د جګړې تازه پرمختګونه 

د اتریش صدراعظم د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۳) مسکو ته ځي او هغه به پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې لومړنی اروپایي مشر وي چې د روسیې د ولسمشر سره ګوري. 

11.04.2022 امریکا غږ

شهبازشریف: د عمران خان د مبینه خط په اړه به تحقیقات کولی شي

د پاکستان نو منتخب وزیراعظم شهبازشریف ویلي د پخواني وزیراعظم عمران خان د هغه مبینه خط په اړه به تحقیقات کولی شي چې د عمران په قول د هغه مخالفو ګوندونو د امریکې په سازش هغه خلاف د عدم اعتماد تحریک پارلېمنټ ته وړاندې کړی و. د ګل، دوشنبې، په ورځ د وزیراعظم منتخت کېدو وروسته شهبازشریف وویل چې د پارلېمڼت د قامي سلامتیا په اړه کمېټي به چې پکې به د هېواد د مسلح ځواکونو او د استخباراتي ادارو مشران هم شرکت کوي، د تړل شوو دروازو په شا د عمران خان مبینه خط په اړه پلټنې کوي.   د کوم عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې چې عمران خان د وزات عظما د چوکۍ نه لېرې شوی دی، هغه به یې په اړه ووېل چې د هغه مخالفو سیاسي ګوندونو د امریکې په سازش وړاندې کړی ځکه چې امریکا هغه د اقتدار نه لېرې کول غواړي. وایټ هاوس او د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنت د عمران خان دا دعوې په تکرار در کړي او ويلي دي چې په دې کې څه حقیقت نشته. د وزیرعظم په حېث قومي اسمبلۍ ته خپل لومړي تقریر کې شهباز شریف د عمران خان د مبینه خط په اړه وویل چې دا "یوه ډرامه وه چې څو ورځې چلېدله" او "دروغ" وو چې د هغه په قول قوم ته وېل کېدل. شهباز شریف وویل که چېرې تحقیقاتو د بهرني ملک سره سازش کې د هغه  ککړتیا ثابته شوه نو د خپلې چوکۍ نه به استعفا ورکړي. شهبازشریف د سپریم کورټ د فېصلې هرکلی وکړو چې په نتیجه کې یې د عمران خان خلاف د عدم اعتماد په تحریک په قومي اسمبلۍ کې ووټونه وشول او عمران خان په خپل اکثریت ثابتولو کې ناکامه او د چوکۍ نه محرومه شو. شهبازشریف وویل سپریم کورټ عمران خان ته د ایین او قانون دلاندې د کور لاره وښودله.  شهبازشریف وویل داسې څه و نه وېل چې که د مبینه خط په اړه د هغه په قول د عمران خان دروغ ثابتېږي نو ایا د پخواني وزیراعظم په ضد به څه ګامونه اخلي او که نا؟  شهبازشریف وویل نه اوس څوک غدار شته او نه مخکې څوک غدار و. د وزیراعظمۍ په خپل لومړي تقریر کې شهبازشریف ځینې ګامونه او د خپل حکومت ځینې ترجحیات هم بیان کړل.  هغه وویل د یوې میاشت د معاش کم نه کم حد به 25000 روپۍ وي. شهباز شریف پخواني حکومتي او پوځي ملازمینو دپاره په پېنشن کې 10 فیصد اضافه اعلان کړه. شهبازشریف وویل د پاکستان د پخواني وزیراعظم لیاقت علي خان د وخت نه تر د 2018 پورې کله چې عمران خان وزیراعظم منتخب شو، پاکستان د 25000 ارب روپو مالیت قرضې اخیستې وې خو د عمران خان د درې نیمو کلونو په اقتدار کې 20000 ارب روپۍ قرضونه اخیستل شوي دي او د ملک په قرضونو کې یې 80 فیصد اضافه کړې ده. د خپل حکومت د خارجه تګلارې په اړه شهبازشریف وویل د افغانانو مشکلات حل کولو دپاره به پاکستان په هر فورم اواز پورته کوي. شهباز شریف وویل د نورو مغربي ملکونو ترڅنګ به پاکستان د امریکې او برطانيي سره خپل تعلقات ښه کوي. هغه وویل پاکستان د امریکې سره تاریخي تعلقات لري چې پکې وخت په وخت تاوتریخوالی هم رامنځته کېږي خو د دې مطلب دا نه دی چې تعلقات دې خراب کړی شي.   هغه شهباز شریف وویل چین سره د پاکستان ملګرتیا "لازوال" ده او حکومت به یې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه سي پېک په چټکتیا سر ته رسوي. د شهباز شریف د تقریر نه وړاندې د قومي اسمبلۍ سپیکر د وزیراعظمۍ په انتخاب کې د هغه د کامیابۍ اعلان وکړو او وې وېل چې هغه 174 ووټونه ترلاسه کړل. د انتخاب نه وړاندې د پاکستان تحریک انصاف امیدوار او د پاکستان پخواني خارجه وزیر شاه محمود قرېشي په انتخاب کې د برخه نه اخیستلو اعلان وکړو او دا رنګ د وزیراعظمۍ په انتخاب کې شهباز شریف بلا مقابل و. د پي ټي ايي د قومي اسمبلۍ غړو اسمبلۍ نه د اجتماعي استعفاګانو اعلان هم کړی دی.    

11.04.2022 ډیوه

صدر زېلنسکي د اوکرین په ختیز کې د روس د سترو حملو خبرداری ورکړی

  د اوکرین صدر ولادیمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی چې که روسي ځواکونو په ختیځ کې د پراخو عملیاتو نیت وکړلو نو د دويي د ځواکونه به ورته چمتو وي او "ځواب به ورکړي." تېره شپه ناوخته په یو ویډیو وېنا کې ، زیلینسکي وویل چې راتلونکي ورځې به د شپږ اونیو په جګړه کې د هرې بلې په څیر ډېرې مشکلې وي. صدر زېلینسکي تېره شپه د سي بي اېس ټیلي وژن سره په یوې مرکې کې وویل چې د اوکرین بقا د امریکا لخوا د وسلو لیږلو پورې تړلې ده، هغه وویل چې صدر جوبایډن ته یې د اوکرین د ضرورتونو فهرست ورکړی دی.  زیلینسکي وویل: "هغه لیسټ لري."  هغه وویل صدربایډن کولی شي چې تاریخ ته د اوکرین د خلکو سره داوږه په اوږه ودرېدونکي په توګه ننووځي، چا چې د خپل هیواد حق ګټلی او دغه لاره یې غوره کړی.  بلې خوا ته د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن غونډه کوي چې په روس د بندیزونو د بل پړاو په اړه خبرې وکړي.  هلته په ماسکو کې، د اسټریلیا چانسلر کارل نیهمر د روس له صدر ولادیمیر پوتین سره لیدنه کوي، دا د فبرورۍ په وروستیو کې د پوتین په اوکرین د یرغل له پیل راهیسې د اروپا دکوم  مشر دا ډول لومړی سفر دی.  دلته وایټ هاوس ویلي چې د امریکې صدر جو بایډن نن  د هند د وزیراعظم نریندرا موډي سره د ویډیولنک د لارې خبرې کوي.د دې مشرانو دا ورچول ملاقات په داسې وخت کې کېږي چې امریکا واضحه کړې ده چې نه غواړي د هند له اړخه د روس نه د توانائي په درامداتو کې اضافه وګوري.   د برتانیې د دفاع وزارت نن وویل چې د روس ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک په سیمو د توغندیو ویشتلو ته لړۍ روانه ده او دا چې اوکریني ځواکونه د روس د ټېنکونو یو شمیر بریدونه په شا تمبولي دي.  د وزارت یوې اعلامیې په دې اړه اندیښنې هم راپورته کړې چې:  "په غیررسمي بمونو باندې د روس تکیه د لا زیاتو بې توپیره بریدونو سره ملکي خلکو ته لوړ خطرونه رامینځته کوي.  روانې جګړې د اوکراین د 44 میلیونو وګړو څلورمه برخه خلک له خپلو کورونو وتلو ته مجبور کړي دي، د ملګرو ملتونو د راپورټ له مخې له 4.6 میلیونو څخه ډېر خلک کډوال شوي دي.  نیوزیلینډ اعلان کړی دی چې دوی د اوکرین ته نورې مرستې لیږي. په دې مرستو کې د نظامي ټرانسپورټ د الوتکې او 50 ملاتړ کونکيو په ګډون په اروپا کې د کډوالو مرکزونو ته د تجهیزاتو لیږلو مرستې هم شامل دي.  

11.04.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

11.04.2022 امریکا غږ

شهباز شریف د پاکستان نوی صدر اعظم شو 

د پاکستان قومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري۲۲) د دغه هېواد د مسلم لیګ  ګوند مشر شهباز شریف د پاکستان نوی صدر اعظم وټاکه. 

11.04.2022 امریکا غږ

روسیې د اوکراین د میزایلو د دفاعي سیستم د ویشتلو ادعا وکړه

روسیې د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۳) وویل د میزایلو اس-۳۰۰ دفاعي سیستم چې یو اروپایي هیواد اوکراین ته ورکړی و د یو روسي کروز میزایل په واسطه له منځه یوړل شو.

11.04.2022 امریکا غږ

شهبازشریف نوی وزیراعظم وټاکل شو

د پاکستان قومي اسمبلۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ شهبازشریف د هېواد نوی وزیراعظم په داسې حال کې منتخب کړو چې د هغه مخالف د پاکستان تحریک انصاف امیدوار د انتخاب نه بایکاټ اعلان کړی و او د پي‌ ټي ايي غړو د اسمبلۍ نه استعفاګانې اعلان کړې وې. د اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق د وزیراعظم د انتخاب نتیجه اعلان کړه او وې وېل چې هغه 174 ووټونه ترلاسه کړل او د هغه مخالف د پي ټي ايي امیدوار، چې د انتخاب یې بایکاټ اعلان کړی، و یو ووټ هم وانه خیستلو. شهباز شریف د پي ټي ايي د دوو لویو مخالفو ګونډونو پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز پارټۍ په شمول د مختلفو ګوندونو د اتحاد متفقه امیدوار و.   د هغه د بریا اعلانولو، سپیکر شهبازشریف ته خواست وکړو چې په اسمبلۍ کۍ د وزیراعظم دپاره مخصوصه چوکۍ واخلي.   د وزیراعظمۍ دپاره د شهباز شریف مخالف د پاکستان پخوانی خارجه وزیر شاه محمود قرېشي و خو په اسمبلۍ د وزیراعظم د چوکۍ دپاره د ووټونه نه وړاندې په انتخاب کې د برخه نه اخیستلو اعلان کړی و. شهباز شریف د پاکستان 23 وزیراعظم منتخب کړی شو.  

11.04.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more