شاته

امریکا: د ملګرو ملتونو د کارپوهانو خبره سمه نده چې امریکا د افغان میرمنو د وضعیت خرابیدو کې ګرمه ده

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو هغو څرګندونو ته جدي غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي د امریکا ځیني پالیسۍ د عادي افغانانو، په ځانګړي توګه د میرمنو او ماشومانو د وضعیت د خرابیدو سبب شویدي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ۱۴ کسیزې ډلې ویلي چې له یوې خوا د متحده ایالاتو لخوا د افغانستان د مرکزي بانک د ۷ ملیارد ډالرو شتمنۍ کنګل کول او له بلې خوا په طالبانو نړیوالو مالي بندیزونو په افغانستان کې بشري وضعیت له بده بدتر کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دا څرګندونې "ناسمې" وبللې او زیاته یې کړ چې حقایق نه څرکندوي.

ویاند امریکا غږ ته وویل چې د ملګرو ملتونو د خپلواکو کارپوهانو دا ډله چې د بشري حقونو شورا ته سلا مشورې ورکوي خو د ملګرو ملتونو کار کوونکي ندي، څرګندونې یې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ د غړیو د نظر سره په ټکر کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه." هغوي (ملګرو ملتونو) په عامه توګه د فبروري د میاشتې د ۱۱ مې نیټې د اجرائیوي فرمان هرکلی وکړ او دا یې درک کړه چې دا فرمان د هغو هڅو یوه برخه ده چې له مخې یې د افغانستان د مرکزي بانک ۳.۵ ملیارد ډالرو ته لاسرسی کیږي چې د افغان ولس د خیر ښیګڼې لپاره دي."

د جمهور رئیس جو بایډن په فرمان کې چې د فبروري د میاشتې په ۱۱ مه یې صادر کړ، د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو څخه ۳.۵ ملیارده ډالر د بشري مرستو یو صندوق ته ورکړل شوې او پاتې برخه یې یوې حقوقې دعوې ته ساتل شوي چې په متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې د ۱۱ مې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو کړیده.

د امریکا فدرالي قاضي به دا پریکړه کوي چې آیا دا پیسې مدعیانو ته ورکړل شي که نه.

د طالبانو ډله د څه باندې ۲۰ کالونو راپدیخوا د ترهګرۍ فعالیتونو په خاطر د متحده ایالاتو لخوا د مالي بندیزونو سره مخ دي او دا چې طالبان اوس په افغانستان کې واک ته رسیدلي او حکومت یې په لاس کې دی، د متحده ایالاتو بندیزونه د افغانستان تر مرکزي بانک او نورو مالي ادارو ته رسیدلي چې کنټرول یې د طالبانو په لاس کې دی.

د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو دغه ۱۴ کسیزې ډلې د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د جنسیت په اساس تاوتریخوالی د افغان ښځو او نجونو لپاره یو اوږدمهاله او جدي ګواښ دی.

ددغو کارپوهانو په وینا د افغانستان په اړه د امریکا اقداماتو هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خطرناک کړی دی، خو په دغې اعلامیې کې پدې هکله چې د امریکا کوم اقدامات د افغان ښځو د حقونو د له منځه تللو سبب شوي، جزییات ندي ذکر شوی.

خو امریکایي چارواکي پدې ټینګار کوي چې په افغانستان کې بشري ناورین ته د ځواب ویلو په خاطر د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحدینو سره د نږدې نه کار کوي.