شاته

اقتصاد پوهان: د اي اېم اېف نور قرض به په پاکستان کې ګراني نوره زیاته کړي

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي نړيوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف د پاکستان په اداییګیو کې د توازن او د زرمبادله ذخېرې ته ملا ورکولو دپاره د وړاندی څخه د 6 اربه ډالره پورپه پروګرام کې د دوو ارب ډالرو اضافې خبره کړې ده.

پاکستان د وړاندی نه اي اېم اېف نه درې ارب ډالره قرض ترلاسه کړی دی.

اقتصادی پوهان وایې دا وخت د پاکستان کمزوري اقتصاد ته د ودې ورکولو دپاره د اي اېم اېف پروګرام ډیر مهم دی خو د ادارې له خوا لګول شوی شرطونو پوره کولو دپاره به حکومت لا د سیاسی تاوان په سر سختی فیصلې کول وي.

د اقتصادي خبریال مهتاب حیدر وایې پاکستان ته دا وخت د غیر ملکی زرمبادله ذخیرې ضرورت دی او د آیې ایم ایف نه بغیر بل څوک دا نه شی پوره کولی

مهتاب حېدر وویل دا وخت د پاکستان حکومت په بجلې پېنځه روپۍ یونټ، په پټرولو 21 روپۍ لیټر او ډیزلو 51 روپی لیټر رعایت ورکوي دا به هم ختمول وي او بله دا چې په پټرول او ډیزل سیلز ټیکسونه او پټرولیم لیوي ددی نه علاوه دي.

مهتاب حېدر وویل دا شرطونه ډیر سخت دي او د دې دلاسه به حکومت د سیاسی تاوان سره مخامخ کیږی "خو زه دا وایم چې د رعایتونو ختمول په دې وجه هم ضروري دي چې د تیلو استعمال کم شي او دی سره به تجارتی خساره هم راکمه شي."

مفتاح اسماعیل ویلی د مالیاتی ادارې سره په دې خبره هم سلاح شوي چې تېر حکومت کومې لوظ نامې لاس لیک کړي چې پکې د مرکزی بینک خودمختاری هم شامله ده هغه به جاری ساتی.

پاکستاني مطبوعات وایې د راتلونکی میې میاشتې په وړومبی اوونی کی به د مالیاتی اداری تیکنیکی پلاوی د پاکستان سفر کوی او د تیر حکومت سره شوی د شپږ اربه ډالر د پور د شرطونو جایزه به اخلي او د راتلونکي کال 2023 پوری به دغه پروګرام وغځوي.

د اقتصاد ماهر لحاظ علی وي او اي ډیوه ته وایې پاکستان ته ورکړی شوی پروګرام به اوس د 6اربه ډالره په ځای 8 اربه ډالره شی او دا به د یو کال دپاره وغځول شی خو دوی بیا وایې د تیلو ،ګیس او بجلې په بیعو کی به هم اضافه وشی او ګراني به زیاته شي.

لحاظ علي وايي په راتلونکو دوو میاشتو کې به د تیلو بیعې د 26 روپۍ لیټر نه تر 30 روپۍ لیټر پورې زیاتې شي هم دغه شان د بجلۍ او ګیس بیعې به هم زیاتې شي او اثر به یې په عام وګړی پریوزي.

مرکزی بینک وایې دا وخت د پاکستان غیر ملکی زرمبادله ذخیره 10.89اربه ډالره ده او په دې رقم کې زیات تره رقم د سعودی عرب، متحده عرب امارات او چین پیسې ایښودې شوی او وزیر اعظم شهباز شریف دغه هیوادونو په سفر روان دی چې دغه قرضې بیا تازه کړي.