شاته

د مذهبي ازاديو ملاتړ ډله: افغانستان کې د مذهبي لږکيو وضعيت د اندېښنې وړ دی

په نړۍ کې د مذهبي آزادیو د ملاتړ یوې امریکایي ډلې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دې د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد په توګه وپېژني.

د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له چټک رسېدو وروسته په تېرو اتو میاشتو کې په دې هېواد کې د مذهبي ازادۍ شرایط خراب شوي دي.

د امریکا دغه دوه ګوندیز مشورتي کمېسیون چې په نړۍ کې د مذهبي آزادیو وضعیت څاري، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې افغانستان دې چې اوس پرې طالبان واکمن دي، د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په ډله کې شامل کړي.

دا هغه هېوادونه بلل کېږي چې پکې دولتونه په دوامداره توګه او منظم ډول له بشري حقونو څخه سرغړونې ترسره کوي یا یې زغمي.

دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې دغه کمېسیون دا ډول یوه سپارښتنه کوي.

په اوس وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان پنځه ګاونډیان، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او چین په دغه فهرست کې شامل دي.

د مذهبي آزادۍ له پلوه د ځانګړې اندېښنې وړ هواد په توګه پیژندل دې ته لاره هواروي چې پرحکومتونو یې یو لړبندیزونه ولګول شي.

د امریکا د مذهبي آزادیو په اړه دې کمېسیون په دغه راپور کې ویلي، هغه افغانان چې د طالبانو له مذهبي افکارو سره جوړ نه دي ژوند یې له ډیرخطر سره مخ دی او زیاتوي په دې اړه یې کره راپورونه ترلاسه کړي چې طالبان مذهبي لږکۍ ځوروي، عبادت ځایونو ته یې سپکاوی کوی او هم مسیحیت ته د اوښتو کسانو د لټون لپاره د کور په کورت لاشۍ کوي.

افغانستان چې اکثریت وګړي یې سني مذهبه دي، پکې د هزاره ګانو، سکانو او هندوانو په ګډون یو شمېرن ورې مذهبي لږکۍ هم اوسي.

د راپورله مخې په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو د طالبانو له خوا د فشارونو په ترڅ کې د تېر ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د ډېرو نورو مذهبي لږکیو ترڅنګ یوازینی یهود هم له دې هېواد ووت.

په دې هېواد کې په دې وروستیو کې شیعه هزارګان د ډېرو خونړیو حملو په ترڅ کې په نښه شوي چې کابل، بلخ او کندوز ولایتونه یې د څو خونړیو حملو شاهد و.

د ځینو دغو حملو مسولیت د طالبانو سیالې، د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی. خو پوښتنه داده چې په تېر جمهوري نظام کې چې د افغانستان مذهبي لږکۍ په تېره بیا هزاره ګان له ډېرو خونړیو حملو مسول نه وو، ایا اوسنی وضعیت له هغه هم خراب شوی چې په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په اړه د امریکا دغه کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه غواړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دې د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد په توګه وپېژني، په دې اړه مو د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز د مرستیال حکمت اعظمي نظر وپوښت.

افغانستان کې پر مسجد د بريد يو انځور
افغانستان کې پر مسجد د بريد يو انځور

نوموړی هم په دې باور دی چې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو د ژوند شرایط خراب شوي دي.

نوموړي وويل: “پخوا هم دغه حملې متاسفانه په هغوی باندې کېدلې خو فرق دا وو چې د هغه وخت کې نظام د دې ملاتړ نه کاوه، زه فکرکوم چې اوسنی تغیر په دې کې دی چې د طالبانو ځینې افراد چې پخوانۍ سابقه یې درلوده او په تېرو شلو کلونو کې یې په مذهبي اقلیتونو حملې کولې، یو خو هغوی نظام ته راغلي یا د نظام په راس کې دي، او بله دا ده چې دغه حملې په دې وروستیو کې یې زیاتې شوي او لا مخ په زیاتیدو دي.”

د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د امریکا د مذهبي آزادیو د کمېسیون د دغه راپور پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې ویلي چې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.

د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره د امریکا په ګډون د لویدیځوالو یوه عمده غوښتنه ده داده چې طالبان باید د ښځو او نجونو د کار او زده کړې په ګډون د ټولو اقلیتونو د حقونو درناوی وکړي.