ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پېښور کورکمانډر د سوات سفر کړی، ځايي خلک وايي په سيمه کې دې امن په ځای شي

   د پېښور کورکمانډر لفټننټ جنرل اظهر حیات د سوات سفر کړی او سرکاري ميډيا وايي د ملاکنډ، بونير، شانګلې او مردان د مشرانو سره یې ليدلي او ويلي يې دي پوځ به چاته اجازه ور نه کړي چې قانون په خپلو لاسو کې واخلي، خو د سوات قومي جرګه او څيړونکي وايي بايد په سوات کې د امن دپاره په رياستي کچه کلک ګامونه پورته کړی شي. د پېښور کور کمانډر سره په ليدنه کې شريک د مردان سره تعلق لرونکي د پاکستان تحریک انصاف غړي ساجد اقبال وویل، په دغه غونډه کې يې د امن په حواله خبرې وکړې خلکو کور کمانډر ته د سيمې په امنيت اندېښنه ښکاره کړه او هغه [پوځي مشر] ورته د امنيت باور ورکړو. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ساجد اقبال وويل، کور کمانډر وويل چې داسې تاثر ورکول کيږي چې دا وسله وال بيرته پوځ راوستي خو هغه باور ورکړی چې وسله وال پوځ نه دي راوستي او زياته يې کړه د افغانستان سره په پوله ځینې علاقې اوس هم داسې دي چې هلته د سيمو ازغن تار نه دی لګول شوی او خلک په سپينو جامو کې راوړي. خو د سوات د قومي جرګې يو غړی زاهد خان وايي پرون چې د کور کمانډر سره کومه غونډه شوې نو په دې کې د مردان او نورو علاقو څه کول؟ په دې کې د سوات قومي جرګې څوک وو؟ د علاقې پارلمیاني غړي هم پکې نه وو. د ملاکنډ کمشنر د قومي جرګې په مقابله کې بله سرکاري جرګه جوړول غواړي کېدی شي دا هغه جرګه وه. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دلته خلک په تياره کې ساتل کیږي دا د داسې خلکو سره جرګې کيږي چې دغه خلک نه خو پوښتنه کولی شي او نه مشري کوي، بله مهمه پوښتنه دا ده چې کور کمانډر که هر څه وايي خو د هغه نه دا پوښتنه جوړيږي چې پوځ ويلي وو سوات يې د وسله والو نه پاک کړی نو دا خلک بيا د کومې راغله؟. هغه زياته کړه په سوات کې دا وخت وسله وال په ګڼ شمېر کې د مټې نه واخله تر چارباغ، ملم جبې او ايلم پورې موجود دي، دا څنګه راغلي او چا راوستي دا مهم سوال دی، دوی د خلکو نه قلنګ غواړي، په خلکو يې چاودنې وکړې، په خلکو کې ويره ترخه نوره سېوا شوې ده. خو ساجد اقبال وايي په پرونۍ جرګه کې د سوات نه بهر خلک ځکه راغوښتل شوي چې کور کمانډر ويلي په دغو علاقو کې هم وسله وال شتون لري او دلته یې سهولت کار موجود دي. بل لور ته وي او اې ډيوه د ملاکنډد کمشنر شوکت يوسفزي سره څو ځله د تماس هڅه کړې او په وټس اېپ يې ورته د پرونۍ جرګې په اړه پوښتنې هم استولي خو هغه جواب نه دی کړی. د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو پخوانی سيکرټري اخترعلي شاه وايي، د پرونۍ جرګې نه خبر شوی خو په دغه جرګه کې بايد د سياسي ګوندونو مشران او ځايي قومي خلک شامل کړی شوی ځکه چې دا خلک که په حکومت کې وي او که په اپوزيشن کې خو دوی ولسي استازي دي. وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په خېبرپښتونخوا کې امنيتي حالات خراب دي په هر ډول تشدد کې اضافه شوې ده، دا رياستي زمه واري ده ټول امنيتي ادارې به امن په ځای کوي خلکو ته به تحفظ ورکوي په دې کې اعلانونو او جرګو ته هيڅ ضرورت نشته. نوموړي هم دا پوښتنه راولاړې کړې چې دا وسله وال د کومې راغلي، او دلته دا د ترهګرۍ ضد د څه دپاره دي؟. په عېن حال کې پرون په سوات او شانګله کې د امن دپاره او ترهګرۍ ضد احتجاجي مظاهرې شوي دا مظاهرې په داسې حال کې شوي چې چې په وروستيو کې په سوات کې د بدامنۍ پېښې شوي دي. په 14 ستمبر په سوات کې يو د پوځ عمر تن په ډزو وژل شوی او له دغې يوه ورځ وړاندې په چاودنه کې د امن کمېټۍ ځايي مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی وو. د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. د دې ترڅنګ د يوې موبايل کمپنۍ کار کوونکي تښتول شوي او د مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکي اېم پي ای ویلي د تحريک طالبان پاکستان په نوم ترې پېسې غوښتل شوي دي. تيره میاشت په اتم اګست په مټه تحصيل کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او پوځي افسر د نيولو ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې او بيا د سيمې خلکو د امن دپاره احتجاج کړی وو. په 13 اګست د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي وو، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو". پوليسو ويلي وو "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري". او هم په 13 اګست بيا پوځ ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکې دي". خو پوځ زياته کړې وه، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي چې د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کېږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

17.09.2022 ډیوه

دپښتونخوا حکومت ویاند:دټي ټي پي بریدونه زیات شوي خو دمذاکراتو عمل پځای دی

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند برسټر محمد علي سېف وايي چې د پاکستان د رياست او تحريک طالبان پاکستان ترمنځه د مذاکراتو عمل لا هم دوام لري. هغه وايي که څه هم د ټي ټي پي لخوا دشوؤ وروستيو بريدونو له امله د ډزبندۍ عمل متاثره شوی خو د کوم يو فريق لخوا د مذاکراتو عمل ودرولو پريکړه يا اعلان نه دی شوی۔ دا په داسې حال کې  ده چې د خېبر پښتونخوا په بیلا بېلو برخو کې د بدامنۍ پېښې کيږي اؤ په دې پېښو کې د زياترو پېښو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان مني، خو بل لوري ته په صوبه کې دتحريک انصاف ګوند په حکومت سختې نيوکې روانې دي، چې وياند يې د ټي ټي پي سره مذاکرات کوي او نور وزيران يې د صوبې نماینده په مذاکراتو کې شريک نه ګڼي۔ وي او ای ډیوه سره خبرو کې برسټر هم علي سیف طالبانو سره دمذاکرات په حواله په ځان کیدونکې نیوکې رد کړې اؤ وئ ویل په هغه دا نیوکې کیږي چې ټي ټي پي سره مذاکراتو کې دچا استازیتوب کوي ؟" نو واضحه خبره ده زه دپاکستان د ریاست په استازيتوب دې مذاکراتي عمل کې شریک یم" خو د خیبر پښتونخوا حکومت دکابینې یو غړي شوکت یوسفزي روانه اوونۍ یو شخصي ټي وي چینل سره خبرو کې ویلي وؤ دمحمد علي سیف  افغان جهاديانو سره نزدې اړيکي پاتې شوي او ښکاري چې په دې اوسنو مذاکراتو کې د هغه نوم افغان طالبانو يا کوم بل چا ورکړی وي. یوکت یوسفزي ویلي وؤ "برسټر سېف پخپله پنځه شپږ کاله جهاد کې شامل شوی دی، هلته يې ډير خلک پيژني، او غالباً د هغه نوم افغان حکومت ورکړی و" برسټر سېف ډیوه ته وویل دا نیوکې هم بې ځایه دي چې ګنې ټي ټي‌ پي سره مذاکراتو کې پارلیمان دنظره غورځول شوی یا دپارلیمان نه رایې نه ده اخستل شوې. دنوموړي په وینا دنیشنل سکیورټي کونسل په غونډه کې دپارلیمان غړو ته دبندو دروازو تر شا ددې مذاکراتي عمل په اړه احوال هم ورکړل شوی اؤ دپارلیماني ګوندونو باور هم ترلاسه کړل شوی دی. د هغه وینا وه چې په نزدې ورځو کې د وسله والو موجودګي لږه زياته راښکاره شوه او خلکو کې هم تشويش پېدا شوی دی. دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند وایي په دې وروستیو کې په سوات کې هم څه واقعات شوي دي او ادريس خان باندې حمله هم شوې ده، د هغې نه علاوه په کرمه کې هم د پوځ په څوکيو ډزې شوي دي "نو مونږ دې حوالې سره چې څه د قانون د اختيارات دي او کوم قانوني طريقه کار دی د هغې د لاندې اقدامات کوو چې د دې پېښو مخنيوی وشي" د دې سوال په ځواب کې چې مخالف ګوندونه دا اندېښنه ښايي چې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال يوازې سوات پورې محدود نه دي بلکې په بونېر سيمه کې هم موجود دی، د ښاغلي سېف وېنا وه بونیر کې دتحریک طالبان د وسله والو دفعالیتونو په اړه هغوئ(صوبایي) حکومت ته څه اطلاع نه شته. خو هغه وایي "د طالبانو په نوم هلته يوه سرګرمي شوې ده او ډېره موده جګړه شوې ده او په دې خاوره مونږه شل کاله جنګ کړی دی او په هغې کې دا عوامل يقيناً وو اوس هم ډېر داسې خلک په پاکستان او په دې صوبه کې شته چې هغوی به د طالبانو فکر يا نظريې سره اتفاق لري او د هغوئ ملګري به وي نو که هغوئ کې چا طرف ته يې ته يې اشاره وي نو مونږه ته دې یې په ګوته کړي مونږ به د هغوئ خلاف کاروايي وکړو" برسټر سېف د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په کابينه کې پاتې شوی او په کال ۲۰۲۰م کې چې کله د ايم کيو ايم سینیټر و د پاکستان په سینیټ کې یې په نورو سینیټرانو غږ کړی و چې په افغانستان او کشميرکې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به يې ملګری وي، د تحريک طالبان پاکستان سره دمذاکراتو کې د صوبايي حکومت د کردار په حوالې سره د برسټر محمد علي سېف وېنا وه چې د ټي ټي پي سره مذاکراتو کې د خېبر پښتونخوا حکومت هیڅ کردار نشته او دغه مذاکرات د رياست پاکستان لخوا شروع شوي وو او رياست یې په خپله ذمه وارۍ پرمخ وړي۔  دمذکراتو دموجوده صورت حال په اړه د نوموړي وېنا وه " د تېر شوي کال د اکتوبر د مياشتې نه د طالبانو سره رابطې شروع شوي دي او اوسه پورې شروع دي، زه پکې پخپله دوه ځله جرګو کې شريک شوی يم چې په کابل کې شوي دي، نو په هغې کې په يکم جولايي تحريک طالبان سره دا معاهده شوې وه چې ډز بندي به کوو او دا به تا حکم ثاني ډزبندي وي او ترڅو پورې چې د يو فريق لخوا د بل فريق خلاف څه غټه خلاف ورزي ونه شي نو مونږ به دا ګڼو چې دا ډزبندي روانه ده" هغه وايي چې دوه مياشتې حالات سم روان وو خو زیاتوي له بده مرغه  تېره مياشت کې مسايل زيات پېدا شول، "سوات کې څه کاروايۍ وشوې، وزيرستان او کرمه کې وشوې نو د هغې په وجه زه دا ګڼم چې د ډزبندۍ چې کوم اتفاق و په هغې خو اثر پرېوتو خو د مذاکراتو دعمل په حواله نه خو تحريک طالبان پاکستان دا ويلي چې مونږ مذاکرات ختم کړل او نه رياست پاکستان دا ويلي دي" ددې پوښتنې ځواب کې چې دټي ټي پي وسله والو دپښتونخوا کومو سیمو کې بیا بریدونه اؤ عملیات پیل کړي ایا هلته به دهغوئ پرضد یو وارې بیا پوځي عملیاتو پورې خبره لاړ شي ؟ برسټر سیف وویل هغه باور لري چې دپښتونخوا پولیسو کې دومره توان شته چې دهر رقم بریدونو اؤ ترهګرۍ مخه نیولی شي. ویاند زیاته کړه "خدایې دې داسې وخت نه راولي چې حالات بیا هغه ځائ ته ورسي چې پوځ پکې رامنځته شي، دبارډر حفاظت خو یقیناً چې دپوځ کار دی ،هغې کې دپولیس کار نشته ،په بارډر که هرشان صورتحال راپیدا کیږي،دهغه طرف نه برید کیږي اؤ که ددې طرف نه څه کارروایي وي هغه به دپاکستان پوځ کوي" برسټر سیف زیاته کړه په دې وروستیو کې چې طالبانو خیبر پښتونخوا کې کوم بریدونه کړي یا یې سوات کې دامن کمیټۍ دمشر ادریس خان د وژنې کومه ذمه واري‌‌ پغاړه اخستې ،دهغې په اړه ده دتحریک طالبان پاکستان سره خبرې کړې دي. "زما ورسره بلکل خبرې شوې دي،دکرمې په واقعه مې هم ورسره خبرې شوي، دکرمې په حواله مې هم ورسره خبرې کړې دي او ورته مې ویلي دي چې تاسو غلط کار کړی دی اؤ ددې پېښو به خرابې اغیزې وي" برسټر سیف وایي طالبانو ته یې واضحه کړې ده چې دا وروستي بریدونه یې په داسې نامناسب وخت کې کړي دي چې د ریاست سره دټي ټي پي مذاکرات روان دي. هغه وایي که طالبان بریدونه کوي دا دهغوئ خپل سوچ دی خو هغوئ چې کله کارروایي کوي نو حکومت به یې هم په جواب کې کارروایي کوي هغه وایي اوس یو جنګي صورتحال دی خو دجنګ کله هم دا مطلب نه دی چې دخبرو اترو لاره وتړل شي . نوموړی وایي جنګ هم روان دی او ورسره په څنګ کې خبرې اترې هم روانې دي اؤ جګړې مدام په خبرو اترو ختمیږي. د عوامي نېشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان د ډيوه خبریال ارشد مومند ته اوړمه ویلي وؤ  د پاکستان تحريک انصاف ګوند چې په صوبه کې حکومت کوي د دې ګوند د مشر عمران خان نه واخله تر د وزيرانو او نورو غړو پورې په يو خبره نه دي ولاړ۔ "د عمران خان نه واخله د لاندې کچې پورې د پارټۍ غړي د ګډوډ سوچ ښکار دي" عوامي نېشنل ګوند په خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په حکومت نيوکې کوي چې وزيراعلا او وزيران يې طالبانو ته قلنګ ورکوي او په صوبه کې په بدامنۍ خاموشه دي، صوبایي حکومت طالبانو ته د قلنګ ورکولو خبره رد کړي خو د ګوند مشر عمران خان يې منلي چې ټي ټي پي يې وزيرانو ته ګواښونه کوي

17.09.2022 ډیوه

افغانستان او د کرکټ نړۍ

مثلث پروګرام دا اوونۍ کرکټ ته ځانګړی دی. د اسیا په کرکټ جام کې د افغان لوبډلې په لوبو او د افغانستان او پاکستان د ټیم او مینه والو په لانجو بحث شوی. تر څنګ یې په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام هم خبرې شوي.

17.09.2022 ازادي راډیو

د طبي توکیو په ګډون د اروپايي ټولنې د تازه مرستو جوپه کابل ته ورسېده

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو ۲۳مه یې جوپه یې افغانستان ته رسېدلې ده.

17.09.2022 امریکا غږ

طالبان: پنجشېر کې د جنګي اسیرانو د وژلو ادعاوې په جدي توګه څېړل کیږي

په پنجشېر ولایت کې د طالب سرتیرو لخوا د جنګي اسیرانو د وژلو او بشري حقونو نقض په اړه د را پورنو تر خپرېدو وروسته، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په دې اړه د څېړنو پیلېدو خبر ورکړی دی.

17.09.2022 امریکا غږ

کابل کې مظاهره کوونکو یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادولو غوښتنه وکړه

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د یو لاریون په ترڅ کې یو ځل له امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو زېرمو خلاصولو غوښتنه وکړه.

17.09.2022 امریکا غږ

رميز راجه: په برطانیه کې د شاهين شاه افریدي د علاج په اړه شخړه بې ځایه ده

شاهد افریدي  دوه ورځې وړاندې د پاکستان د شخصي ټي وي چېنل سما سره په خبرو کې د پاکستان د کرکټ بورډ نوم نه وو اخستی خو ويلي یې وو چې شاهين شاه  چې ژوبل شو وو نو  په خپلو پېسو انګلېنډ ته علاج له لاړلو   او په خپله يې د ډاکټر سره رابطه کړې ده

17.09.2022 ډیوه

ازادي راډيويي مجله؛ شعر ژباړل کېدلی شي؟

تېر کال کې د کتابونو چاپ چارو ته کتنه، د شعر ژباړه، د ارګ پر يوې ماڼۍ خبرې، کندوز کې د بګۍ دود، شعر او يو شمېر نور مطالب په نننۍ خپرونه کې را اخيستل شوي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي په‌کې ادبي، فرهنګي، هنري او ټولنيز مطالب را اخيستل کېږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

17.09.2022 ازادي راډیو

په سوات او شانګله کې د امن دپاره او ترهګرۍ په ضد احتجاجي مظاهرې شوي

د جمعې په ورځ  په دغه مظاهرو کې  کډون والو بېنرې پورته کړې وې چې پې  ليکل شوي "مونږ په خپله خاوره امن غواړو"  او "د سيمې د خلکو ژوند دې وژغورل شي."

17.09.2022 ډیوه

په دمشق د اسرائیل په هوایي برید کې ۵ سر تیري وژل شوي

په سوریه کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د دې هیواد په پایتخت دمشق د اسرائیل په هوایي برید کې لږ تر لږه پنځه سوریایي سر تیري وژل شویدي.

17.09.2022 امریکا غږ

د پاکستان حکومتي اداره وايي د سږ کال د اګست په میاشت کې د تېلو په درامداتو کې اووه فیصد اضافه شوې 

د شماریاتو اداره وایې روان کال په جولایۍ او اګست کی د تېلو درآمد  اووه فیصد زیات شوی او د تیر کال 3.05 اربه ډالره نه 3.30 اربه ډالره ته رسیدلي  پټرولیم مصنوعاتو په درآمد کې   10.5 فیصد اضافه شوې

17.09.2022 ډیوه

سپینه ماڼۍ: تهران کې د یوې ځوانې نجلۍ مړینه " نه بخښل کیدونکې" ده

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار په ایران کې د هغې ځوانې نجلۍ په مړینې ژوره اندیښنه څرګنده کړې چې د "اخلاقي امنیت پولیسو" لخوا تر نیول کیدو وروسته مړه شوه.

17.09.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

17.09.2022 امریکا غږ

احمد مسعود: د طالبانو مخالفین دې یو ځای شي چې طالبانو حکومت د ختمولو لار ولټوي

احمد مسعود وویل افغانستان نه د امریکې په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو د انخلا وروسته د ښځو حقونو په شا تللي دي او افغانستان خاوره د هغه په قول د ترهګرو ډلو دپاره ذخیر مېدان جوړ شوی دی

17.09.2022 ډیوه

اوکراین: د روس نه بېرته اخیستل شوو سیمو کې د تشدد مرکزونه او اجتماعي قبرونه موندل شوي

د اوکراین د صدر مرستیال مېخالو پودولېیاک وویل په مقبوضه علاقو کې ترهګري، تشدد، اذیت او د قتلا د تېرو څو میاشتو راهسې کېدلو. متحده قومونو ویلي غواړي چې د اجتماعي قبرونو د رپورټونه د تحقیقاتو دپاره یو ډله ولېږي چې معلومه کړي چې دغه کسان څنګه وژل شوي وو

17.09.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more