شاته

طالبان: پنجشېر کې د جنګي اسیرانو د وژلو ادعاوې په جدي توګه څېړل کیږي

په پنجشېر ولایت کې د طالب سرتیرو لخوا د جنګي اسیرانو د وژلو او بشري حقونو نقض په اړه د را پورنو تر خپرېدو وروسته، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په دې اړه د څېړنو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت او د «مقاومت ملي جبهې» تېره اونۍ په دغه ولایت کې یو او بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې وکړې او له دغه ادعاو سره هم مهاله په ټولنیزو رسنیو کې په پنجشېر ولایت کې د طالب سرتیرو لخوا د یو شمېر نیول شوو کسانو چې ادعا کیږي د مقاومت جبهې غړي دي د وژل کېدو ویډیوګانې خپرې شوې.

د دغه ولایت د درې ولسوالۍ یو شمېر کسانو ادعا کړې چې دغه ویډیوګانې د تېرو څلورو ورځو مخکې دي. د دوی په وینا یاد وژل شوي اته کسان د مقاومت جبهې غړي او د درې او خنج ولسوالیو اوسېدونکي دي.

خو د طالبانو حکومت دفاع وزارت د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۷ (وږې ۲۵) دغه ویډیو او په پنجشېر ولایت کې جنګي اسیرانو وژلو ته په غبرګون کې په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دې اړه جدي څېړنې پيل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي:"له څو ورځو راهیسې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپریږي، چې ګواکې مجاهدينو پنجشیر ولایت کې جنګي اسیران وژلي؛ البته په دې اړه چې آیا دا ویډیوګانې نوې دي که پخوانۍ، د پنجشیر ولایت اړوند دي او که نه؛ جدي څېړنې روانې دي."

په اعلامیه کې ویل شوي که تر څېړنو وروسته ثابته شي چې دغه ويډيوګانې نوې او په پنجشېر ولايت پورې تړاو لري د دوی په وینا خامخا هغه کسان چې بنديان يې په مرميو ويشتلي نیول کېږي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما په پنجشېر ولایت کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و: "ټول اړخونه، د نیول شویو کسانو حقونو ته د درناوي په ګډون روښانه نړیوال مکلفیتونه لري. یوناما وضعیت څاري او عدالت ته د هر هغه کس د وړاندې کولو غوښتنه کوي چې جرم ترسره کوي."

پر همدې مهال د دغه ولایت د درې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د وژل شویو کسانو دوستانو دوې ورځې مخکې اجازه تر لاسه کړه چې یاد کسان خاورو ته وسپاري.

د یادو کسانو یو دوست ادعا وکړه چې د طالبانو لخوا د وژل شویو کسانو شمېر اتو کسانو ته رسیږي او د تیرې پنجشبې په ورځ د سیمې اوسېدونکو لخوا په غره کې په ډله ییز ډول خاورو ته سپارل شوي دي.

د درې ولسوالۍ یو کس د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل: "طالبانو د پنجشنبې په ورځ اجازه ورکړه چې جسدونه خاورو ته وسپارو، د اویا کسانو په شاوخوا کې چې لسګونو طالبانو مو هم ملتیا کوله، هغه ځای ته چې زموږ ځوانان وژل شوي و، ورسېدلو، هغوی (طالبانو) یوازې اجازه راکړه چې په همدې ځای کې خاورو ته وسپارو."

هغه زیاته کړه چې د مقاومت جبهې یاد غړي د درې او خنج ولسوالۍ اوسېدونکي و.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې سیمه ییز چارواکي له غرونو څخه د ښخولو لپاره د مړو د ښکته کولو سره مخالفت نلري.

د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیقي وویل: "د ولایت له طرف څخه په دې اړه هیڅ مشکل نشته دی. سره میاشت او سره صلیب اداره اجازه لري چې سیمې ته لاړ شي، ولې په هغه ځای ( درې ولسوالۍ) کې ممکن د دفاع وزارت له خوا ستونزې وي ".