شاته

احمد مسعود: د طالبانو مخالفین دې یو ځای شي چې طالبانو حکومت د ختمولو لار ولټوي

د افغانستان واکمنو طالبانو مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو په مخالفینو غږ کړی چې یو ځایی شي او د طالبانو حکومت ختمولو دپاره دې سیاسي حال ولټوي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، احمد مسعود د طالبانو په مخالفینو د متحد کېدو غږ د نوي پړاو شروعات وبلل.

د اسټریا سرښار ویانا کې احمد مسعود یوې خبري غونډې ته وویل وخت راغلی چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راکښ کړی شي.

هغه وویل غواړي د هېواد نه بهر مېشته د طالبانو مخالفین متحد کړي او بیا مذاکرات یو داسې مقام ته ورسوي چې د افغانستان د اینده دپاره پکې تګلاره ولري. "مونږ د نوي پړاو په شروع کې یوو."

په ویانا کې د طالبانو قریباً 30 هغه مخالفینو غونډه وکړه چې زیاتره په چلاوطنۍ کې ژوند کوي.

احمد مسعود وویل زیاتره افغان ډلې چې په ورستیو ورځو کې د افغانستان نه بهر جوړې شوي دي‌ په افغانستان کې په حالاتو یې ناخوښي څرګنده کړه.

هغه وویل وخت راغلی چې اختلافات ختم شي او د زخمونو درملنه وکړی شي.

احمد مسعود وویل افغانستان نه د امریکې په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو د انخلا وروسته د ښځو حقونو په شا تللي دي او افغانستان خاوره د هغه په قول د ترهګرو ډلو دپاره ذخیر مېدان جوړ شوی دی.

ای اېف پي وايي احمد مسعود n احمد شاه مسعود زوی دی. احمد شاه مسعود د ناین الېون د حملو نه دوه ورځې وړاندې القاعده په پنجشیر کې ووژلو.

د رپورټ ترمخه احمد شاه مسعود د "شیر پنجشیر" په نوم هم یادېدلو. اوس د هغه زوی احمد مسعود بنجشیر نه د طالبانو په ضد د مقاومت مشري کوي.

ای اېف پي وايي د ملي مقاومت جبهې د می په میاشت کې د طالبانو په ضد د جنګ اعلان کړی دی او د دغه وخت راهسې جګړه دوام لري.

احمد مسعود وویل مقصد یې جنګ ته دوام ورکول نه بلکې جنګ ختمول دي.

هغه په داسې وخت کې د نړیوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه وکړه چې د دنیا زیاتره توجه په اوکراین کې د جنګ په لوري ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ طالبانو وویل په پنجشیر کې يې 40 مخالفین وژلي دي.

د دې یوه ورځ وروسته ملي مقاومت جبهې وویل په سوشل ميډیا داسې وډیوز خپاره شوي چې ښښي د جبهي ځینې غړي اعدام شوي دي.

احمد مسعود وویل "دا د قبلولو وړ نه ده، دا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي."

په افغانستان کې د انساني حقونو په صورتحال د متحده قومونو خبرنګار په پنجشیر ولایت کې په ورستي صورتحال تشویش څرګند کړی او ویلي يې دي چې په پنجشیر کې د غیرقانوني وژنو د الزماتو په سمدستي ډول دې تحقیقات وکړی شي.

ریچرډ بېنېنټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل یو پېغام کې وویل چې په پنجشیر کې په بې دریغه ډول غیرقانوني وژنو کې د ککړو خلکو دې احتساب وکړی شي. "زه د نژدې نه د صورتحال څارنه کوم."

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي