شاته

د پېښور کورکمانډر د سوات سفر کړی، ځايي خلک وايي په سيمه کې دې امن په ځای شي

د پېښور کورکمانډر لفټننټ جنرل اظهر حیات د سوات سفر کړی او سرکاري ميډيا وايي د ملاکنډ، بونير، شانګلې او مردان د مشرانو سره یې ليدلي او ويلي يې دي پوځ به چاته اجازه ور نه کړي چې قانون په خپلو لاسو کې واخلي، خو د سوات قومي جرګه او څيړونکي وايي بايد په سوات کې د امن دپاره په رياستي کچه کلک ګامونه پورته کړی شي.

د پېښور کور کمانډر سره په ليدنه کې شريک د مردان سره تعلق لرونکي د پاکستان تحریک انصاف غړي ساجد اقبال وویل، په دغه غونډه کې يې د امن په حواله خبرې وکړې خلکو کور کمانډر ته د سيمې په امنيت اندېښنه ښکاره کړه او هغه [پوځي مشر] ورته د امنيت باور ورکړو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ساجد اقبال وويل، کور کمانډر وويل چې داسې تاثر ورکول کيږي چې دا وسله وال بيرته پوځ راوستي خو هغه باور ورکړی چې وسله وال پوځ نه دي راوستي او زياته يې کړه د افغانستان سره په پوله ځینې علاقې اوس هم داسې دي چې هلته د سيمو ازغن تار نه دی لګول شوی او خلک په سپينو جامو کې راوړي.

خو د سوات د قومي جرګې يو غړی زاهد خان وايي پرون چې د کور کمانډر سره کومه غونډه شوې نو په دې کې د مردان او نورو علاقو څه کول؟ په دې کې د سوات قومي جرګې څوک وو؟ د علاقې پارلمیاني غړي هم پکې نه وو. د ملاکنډ کمشنر د قومي جرګې په مقابله کې بله سرکاري جرګه جوړول غواړي کېدی شي دا هغه جرګه وه.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دلته خلک په تياره کې ساتل کیږي دا د داسې خلکو سره جرګې کيږي چې دغه خلک نه خو پوښتنه کولی شي او نه مشري کوي، بله مهمه پوښتنه دا ده چې کور کمانډر که هر څه وايي خو د هغه نه دا پوښتنه جوړيږي چې پوځ ويلي وو سوات يې د وسله والو نه پاک کړی نو دا خلک بيا د کومې راغله؟.

هغه زياته کړه په سوات کې دا وخت وسله وال په ګڼ شمېر کې د مټې نه واخله تر چارباغ، ملم جبې او ايلم پورې موجود دي، دا څنګه راغلي او چا راوستي دا مهم سوال دی، دوی د خلکو نه قلنګ غواړي، په خلکو يې چاودنې وکړې، په خلکو کې ويره ترخه نوره سېوا شوې ده.

خو ساجد اقبال وايي په پرونۍ جرګه کې د سوات نه بهر خلک ځکه راغوښتل شوي چې کور کمانډر ويلي په دغو علاقو کې هم وسله وال شتون لري او دلته یې سهولت کار موجود دي.

بل لور ته وي او اې ډيوه د ملاکنډد کمشنر شوکت يوسفزي سره څو ځله د تماس هڅه کړې او په وټس اېپ يې ورته د پرونۍ جرګې په اړه پوښتنې هم استولي خو هغه جواب نه دی کړی.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو پخوانی سيکرټري اخترعلي شاه وايي، د پرونۍ جرګې نه خبر شوی خو په دغه جرګه کې بايد د سياسي ګوندونو مشران او ځايي قومي خلک شامل کړی شوی ځکه چې دا خلک که په حکومت کې وي او که په اپوزيشن کې خو دوی ولسي استازي دي.

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په خېبرپښتونخوا کې امنيتي حالات خراب دي په هر ډول تشدد کې اضافه شوې ده، دا رياستي زمه واري ده ټول امنيتي ادارې به امن په ځای کوي خلکو ته به تحفظ ورکوي په دې کې اعلانونو او جرګو ته هيڅ ضرورت نشته.

نوموړي هم دا پوښتنه راولاړې کړې چې دا وسله وال د کومې راغلي، او دلته دا د ترهګرۍ ضد د څه دپاره دي؟.

په عېن حال کې پرون په سوات او شانګله کې د امن دپاره او ترهګرۍ ضد احتجاجي مظاهرې شوي دا مظاهرې په داسې حال کې شوي چې چې په وروستيو کې په سوات کې د بدامنۍ پېښې شوي دي.

په 14 ستمبر په سوات کې يو د پوځ عمر تن په ډزو وژل شوی او له دغې يوه ورځ وړاندې په چاودنه کې د امن کمېټۍ ځايي مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د دې ترڅنګ د يوې موبايل کمپنۍ کار کوونکي تښتول شوي او د مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکي اېم پي ای ویلي د تحريک طالبان پاکستان په نوم ترې پېسې غوښتل شوي دي.

تيره میاشت په اتم اګست په مټه تحصيل کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او پوځي افسر د نيولو ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې او بيا د سيمې خلکو د امن دپاره احتجاج کړی وو.

په 13 اګست د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي وو، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

پوليسو ويلي وو "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

او هم په 13 اګست بيا پوځ ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکې دي".

خو پوځ زياته کړې وه، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي چې د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کېږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​