شاته

د پاکستان حکومتي اداره وايي د سږ کال د اګست په میاشت کې د تېلو په درامداتو کې اووه فیصد اضافه شوې 

د پاکستان د شميرو سرکاري اداره وایي د سږ کال په لومړۍ دوو میاشتو (جولایۍ-اګست) کی د تېلو او خوراکی شیانو درآمد 11.4 فیصد زیات شوی او پاکستان د بهر هیوادونو نه د 5.08 اربه ډالرو تیل او خوراکی توکي اخېستي دي، اداره زياتوي تیرمالی کال هم په دومره موده کی د 4.56 ډالره شیان درآمد شوي وو.

د ادارې د چارواکو وېنا ده په ملکي کچه د ګرانۍ او غوښتنو د کمي له امله د پاکستان برآمدات د کمي سره مخ دي او صرف 4.2 فیصد پاکستاني مصنوعاتو برآمد شوي دي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایې په وروستيو کې د پاکستان حکومت د غېر ضروري شیانو په درامداتو بندیزونه لرې کړي وو او بیا د پاکستان د درامداتو زیاته برخه په تېلو او خوراکي شیانو مشتمل ده.

نوموړی وایې په پاکستان کې زیاتره خام مال هم د بهر هېوادونو نه راځي او د ملک دننه ګراني هم زیاته ده چی له وجې يې په پاکستان کی په پېداوار خرڅونه زیات دي او پاکستاني جوړ شیان په نړیوال مارکیټ کی مقابله نه شي کولی. طاهر امین وایې دې سره تجارتي خساره زیاتیږی او پاکستانۍ روپۍ د فشار لاندی راځی.

,, زمونږ تجارتي خساره به زیاتیږي او هغه داسې چی برآمدات په هغه حساب نه زیاتیږي درامدي مصرف چی کله زیاتیږي نو په هغې د پاکستان قیمتي غیر ملکي زرمبادله خرڅ کیږي او د هغې په وجه پاکستاني روپۍ د فشار ښکار کیږی او ټولۍ اقتصادي اشارې ورسره متاثره کیږی،،

د پاکستان مرکزي بینک وایې تیره اوونۍ د بهرني قرضونو په ورکړه دغیر ملکي زرمبادله ذخیره کې156ملینه ډالره کمی راغلی او د پاکستان مجموعي زرمبادله ذخیره 14.31 اربه ډالرو ته راکمه شوې چې د مرکزي بېنک نه غیر ملکي زرمبادله ذخیره د 8.7 اربه ډالره نه 8.6 اربه ډالره ته راکوزه شوې.

د اقتصاد ماهر او خبر یال وکیل رحمان وي او ای ډیوه ته وایې پاکستان د وړاندې نه د خوراکي توکو د کمي د ستونزو سره مخ دی، او بیا په ورستيو سیلابونو کی فصلونو ته په لویه کچه نقصان اوښتی او په راتلونکي وخت کی دا د پاکستان دپاره یو لوی مشکل دی.

,, د بهر هیوادونو نه په لويه کچه خوراکي شیان راغوښتل د پاکستان دپاره یو غټ چیلنج دی او یقیني ده چی معاشي دباو به په پاکستان سېوا کیږې او دغه وجه ده چی پاکستان حکومت هم هڅې کوي چې د مالیاتی ادارېایی ایم ایف سره سره د نورو هیوادونو نه هم مالیاتی مرستی تر لاسه کړي ،،

د شماریاتو اداره وایې روان کال په جولایۍ او اګست کی د تېلو درآمد اووه فیصد زیات شوی او د تیر کال 3.05 اربه ډالره نه 3.30 اربه ډالره ته رسیدلي پټرولیم مصنوعاتو په درآمد کې 10.5 فیصد اضافه شوې او مايع ګېس درآمد 41% زیات شوی د اداری وینا ده د ټېکسټایل او کپړو برآمد 4.2% زیات شوی، تیارېجامې 8.5% برآمد سره ددې مقدار کی 61% اضافه شوې د شميرنې اداره وایې په پاکستانی کی د غنمو د پیداوار د کمي پورا کولو دپاره مرکزي حکومت تر اوسه 6لاکه او 22 زره ټنه غنم درآمد کړي دي.