شاته

د طبي توکیو په ګډون د اروپايي ټولنې د تازه مرستو جوپه کابل ته ورسېده

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو ۲۳مه یې جوپه یې افغانستان ته رسېدلې ده.

اروپايي ټولنې پرون جمعه سپټمبر ۱۶ (وږې ۲۵) ویلي دغه تازه مرسته چې ۳۷ ټنه روغتیايي تجهیزات او درمل پکې شامل دي د «هوايي پل» له لارې کابل ته انتقال شوي دي.

اروپايي ټولنې زیاته کړې چې د افغانستان خلک اوس مهال، په «لویه کچه» بېړني بشري وضعیت کې دي. دغه ټولنې ټینګار کړی دی چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت سره جوخت د روغتیا نړیوال سازمان د دغه هیواد روغتیايي نظام پاشل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې افغانستان ته په لسګونه ټنه روغتیايي تجهزات انتقال شوي، خو دغه سازمان په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان په راتلونکو میاشتو کې د درملو په ګډون د روغتیايي تجهزاتو له کمښت سره مخ دی.

بلخوا دوې ورځې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې اروپايي ټولنه د افغانستان په جنوب ختیځ کې له زلزله ځپلو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، اروپايي ټولنې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د خوړو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې ۵۰۰زره یورو مرسته کړې ده.

د جون میاشتې پر ۲۲مه په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د یوې نسبتاً قوي زلزلې له امله ۱۰۳۶ کسان مړه او ۲۹۴۹ کسان ټپیان شول. ویل کیږي چې په زلزله کې ۴۵۰۰ کورونه په بشپړه توګه تخریب او څه ناڅه زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اروپايي ټولنې له یادې مرستې څخه مننه کړې او زیاته کړې ده چې دغه مرسته به له دوی سره مرسته وکړي چې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې په دغه ولایتونو کې له څه باندې ۱۷۰زره کسانو سره د خوړو بېړنۍ مرسته وکړي.