شاته

په سوات او شانګله کې د امن دپاره او ترهګرۍ په ضد احتجاجي مظاهرې شوي

د خېبرپښتونخوا په سوات او شانګله ضلع کې په سيمه کې د امن دپاره او ترهګرۍ پرضد غټې احتجاجي مظاهرې شوي، د سياسي ګوندونو غړو، مدني فعالو او پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سره پکې ځايي خلکو په ګڼ شمېره کې ګډون کړی دی.

د جمعې په ورځ په دغه مظاهرو کې کډون والو بېنرې پورته کړې وې چې پې ليکل شوي "مونږ په خپله خاوره امن غواړو" او "د سيمې د خلکو ژوند دې وژغورل شي."

په سوات او شانګله کې دا احتجاجونه په داسې حال کې شوي چې په وروستيو کې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په سوات کې د یو شمېر حملو زمه واري منلې ده.

د سوات په کبل کې راجوړې غټې احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې د عوامي نيشنل ګوند خادم حسېن وويل، دوی په خپله ټوله پښتنه خاوره امن غواړي.

هغه وويل پښتانه رياست ته خواست نه کوي، مونږ ايين منلی دی ايين يوه معاهده ده او د هغې په بنياد امنيت د رياست زمه واري ده.

نوموړي زياته کړه نن د پښتونخوا ټول ولس د چمن نه تر خېبره او چتراله پورې ټول راویښ شوی دی دا ولس په خپله خاوره امن غواړي د ترهګرۍ، بهته خورۍ او هدفي وژنو پرضد دي.

احتجاجي غونډې ته نظيف خان په خپله وېنا کې وويل، په سوات کې يو ځل بيا په امن حمله روانه ده او د هغې دپاره په ټولنیزو رسنيو پروپېګنډا کيږي چې ځای په ځای وسله وال غونډې کوي.

هغه وويل دا د معدنياتو ډک وطن دی خو دلته بدامني جوړه کړی شوې ده، د نامعلومه په نوم وژنې کيږي، خو دا د ریاست زمه واري ده چې خلکو ته به امن ورکوي.

بل لور ته په شانګله کې هم دغه ډول احتجاجي مظاهره شوې او خلکو د امن غوښتنه کړې ده.

په سوات او شانګله د امن دپاره او ترهګرۍ ضد دا احتجاجي مظاهرې په داسې حال کې شوي چې په وروستيو کې په سوات کې د بدامنۍ پېښې شوي دي.

په 14 ستمبر په سوات کې يو د پوځ عمر تن په ډزو وژل شوی او له دغې يوه ورځ وړاندې په چاودنه کې د امن کمېټۍ ځايي مشر ادريس خان سره د اته کسانو په چاودنه کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د دې ترڅنګ د يوې موبايل کمپنۍ کار کوونکي تښتول او د مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکي اېم پي ای ویلي د تحريک طالبان پاکستان په نوم ترې پېسې غوښتل شوي دي.

په سوات کې دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې تيره میاشت په اتم اګست په مټه تحصيل کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او پوځي افسر د نيولو ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې او بيا د سيمې خلکو د امن دپاره احتجاج کړی وو.

په 13 اګست د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي وو، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

پوليسو ويلي وو "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

او هم په 13 اګست بيا پوځ ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکې دي".

خو پوځ زياته کړې وه، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي چې د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کېږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​