په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته څه پیښ شوي؟
په دغه راپور کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په تړاو تازه پرمختګونه، د نړۍ غبرګونونه او نور مسايل په لنډ ډول بیان شوي دي.
طالبان: د طالبانو حکومت له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام بند کړ
د طالبانو یو ویاند نن یکشنبه فبروري اوومه (سلواغه۸) وویل تر څو چې په بهرنیو هېوادونو کې له افغانستان څخه د وتلیو کسانو حالت ښه شوی نه وي، نه پرېږدي چې د تخلیې په پروګرام کې نور خلک له افغانستان څخه ووځي.
پر اوکراین د روسیې یرغل؛ تر اوسه ۳۷۰زره اوکراینیان مهاجر شوي
د پنجشنبې د ورځې راهیسې چې روسیې پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړی د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا تر اوسه لږ تر لږه ۳۷۰زره کسان د جګړې له ویرې ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
یو شمېر اروپايي هېوادونو خپل هوايي حریم کې د روسیې پروازونه بند کړل
یو شمیر اروپایي هیوادونو پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په اعتراض کې د روسي پروازونو لپاره خپل هوایي حریم تړلی دی.
د سپین بولدک – چمن لاره بیرته پرانیستل شوه
د سپین بولدک – چمن سرحدي لار چې درې ورځې دمخه د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ساتوونکو ترمنځ د یوې جګړې وروسته تړل شوې وه نن بیرته پرانیستل شوه.
اروپايي ټولنې او یو شمیر نورو لویدیځو هیوادونو په روسیې باندې نوي بندیزونه ولګول
د اروپايي کمیسیون مشرې د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۶ د ( کب ۷) د بانکوالۍ نړیوال سیستم ( SWIFT) ته د روسیې د لاسرسي د پرې کولو لپاره یو لړ پلانونه اعلان کړل.
جرمني، هالنډ او بلجیم اوکراین ته د ټانک او الوتکو ضد توغندي ورکوي
جرمني، لجیم او هالنډ وایي د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکراین د دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره دې هیواد ته د ټانک او الوتکو ضد راکټونه ورکوي.
امریکا په پوتین او لاوروف بندیزونه ولګول
پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د دریدلو په مقصد پر مسکو باندې د فشار په زیاتولو سره متحده ایالاتو د جمعې په ورځ ناوخته فبرورۍ ۲۵ (کب ۶) د روسیې په ولسمشر ولادمیر پوتین او ددې هیواد د بهرنیو چارو په وزیر سرګي لاوروف او همداشان د روسیې د ملي امنیت د شورا په نورو غړو بندیزونه ولګول.
پولنډ د روسیې سره د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبه لغوه کړه
د پولنډ د فوټبال فدراسیون د شمنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ (کب ۷) وویل چې پولنډ به د روسیې سره د فوټبال د نړیوال جام د وروستي پړاو لوبه ونکړي چې ټاکل شوی وه د مارچ په ۲۴ په مسکو کې وشي.
پر اوکراین د روسیې یرغل؛ ۱۰۰زره اوکرایني مهاجر پولنډ ته اوښتي
د پولنډ د کورنیو چارو وزارت مرستیال د شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ (کب ۷) وویل چې پر اوکراین د روسیې د روانې اونۍ د برید راهیسې ۱۰۰زره کسان له اوکراین څخه پولنډ ته اوښتي دي.
د اوکراین جګړه پایتخت کیف ته رسیدلې؛ زلینسکي وایي تسلیم به نشي
روسي او اوکرایني ځواکونه د پایتخت کیف د کنټرول لپاره پداسې حال کې په یو بل ډزې کوي چې د اوکراین جمهور رئیس ویلي هیڅکله به تسلیم نشي.
د مرګونې شخړې دوه ورځې وروسته د سپین بولدک – چمن پوله لا هم تړلې ده
د طالبانو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې دوه ورځې وروسته لا هم د سپین بولدک او چمن د تګ راتګ لار بنده ده او نن د شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ (کب ۷) په سلګونو مسافر ایسار پاته دي.
کابل او سړو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه پرانیستل شو
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د شنبې په ورځ په کابل او نورو سړو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستل شو.
آی سي ار سي : افغانستان کې بشري ناورین مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه عاجل اقدام وکړي
د سره صلیب نړیوالې کميټې " آی سي ارسي" پر نړیواله ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې په بشپړ ډول د بشري ناورین د پیښیدو د مخنیوي لپاره باید په چټک ډول اقدام وکړي.