شاته

اروپايي ټولنې او یو شمیر نورو لویدیځو هیوادونو په روسیې باندې نوي بندیزونه ولګول

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا ون دیر لین د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۶ د ( کب ۷) د(SWIFT) د بانکوالۍ نړیوال سیستم ته د روسیې د لاسرسي د پرې کولو لپاره یو لړ پلانونه اعلان کړل.

آغلې اورسولا ون دیرلین چې په بروکسل کې یې خبرې کولې وویل چې اروپايي ټولنې، امریکا، بریتانیې او د کاناډا په ګډون نور لویدیځ هیوادونه غواړي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنګي ماشین د ضعیفه کولو په خاطر دغه بندیزونه په څو راتلونکو ورځو کې پلې کړي.

هغې وویل د دغو بندیزونو په ترڅ کې به د روسیې د مرکزي بانک په نړیوالو شتمنیو هم محدودیتونه ولګول شي. آغلې دیرلین زیاته کړه د سویفټ له سیستم څخه د پرې کېدو په صورت کې به د روسیې د مرکزي بانک لپاره په پیسو معاملې کول ناممکنه کوي.

په نورو پلان شویو بندیزونو کې د اروپایي ټولنې په مارکیټونو کې د روسیې د لوړ پوړو بډایه سیاسي شخصیتونو په کاروبار کولو باندې بندیز لګول هم شامل دي.

روسیه ادعا کوي چې په اوکراین کې یواځې پوځي هدفونه په نښه کوي خو دبرید له پیل راهیسې پلونه، ښوونځي او د خلکو د استوګنې په سیمو بریدونه شویدي.

د دغو بندیزونو له اعلانولو وروسته د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن وویل چې اوکراین له ډیرو سختو ورځو سره مخ کېدونکی دی. هغه وویل اوکرانیان سخت مقاومت کوي او اروپايي هیوادونو ته په کارده چې مرسته ورسره وکړي. هغه زیاته کړه بریتانیا اوکراین ته بشري، مالي او پوځي مرستې برابروي، هغه وویل چې په اوکراین باندې د روسیې برید لویدیځ مشران له فشار سره مخامخ کړیدي او دغو مشرانو ته په کار ده چې په ګډه د روسیې پرضد عمل وکړي.

د شبنې په ورځ په اوکراین باندې د روسیې د برید په درېیمه ورځ د روسي ځواکونو له خوا د کیف د نیولو هڅو دوام درلود او اوکرایني ځواکونه وايي چې د روسیې بریدونه یې په شاتمبولي او روسانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د کیف او خارکوف د ښارونو ترڅنګ د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمې دونتڅک باندې هم د شنبې په ورځ اوکرایني ځواکونو د درنو وسلو اوتوپونو ډزې کړي چې د اوښتي ځاني زیان کره شمیره یې تر اوسه نده معلومه.

له دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي په یوې لنډې ویډیو کې په کیف کې راښکاره شو او د روسیې د یرغل په وړاندې یې د مقاومت په دوام ټینګار وکړ.