افغانستان د کرونا د اومیکرون بڼې د 'تشخیص امکانات' نلري
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روغتیا د نړیوالې ادارې "ډبلیو ایچ او" څخه د پرله پسې غوښتنو سره سره دغه وزارت تراوسه د کرونا ویروس د اومیکرون د بڼې د تشخیص امکانات نه دي ترلاسه کړي.
امریکا خپلو اتباعو ته: سمدستي د روسیې څخه په وتلو غور وکړئ
پداسې حال کې چې په اوکراین د رورسیې د یرغل نه وروسته یو شمیر هیوادونو د روسیې څخه د الوتکو د پرازونو لپاره هوایي حریمونه بند کړي او ګڼ شمیر الوتکو هم پروازونه فسخ کړي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د امریکایي اتباعو څخه غوښتي چې ژر تر ژره د دې هیواد څخه ووځي.
بیلاروس کې ټولپوښتنه: روسي ځواکونه او اتومي وسلې د تل لپاره پدې هیواد کې پاتې کیدی شي
په بیلاروس کې په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره د یکشنبې په ورځ فبروري ۲۷ ټولپوښته یا ریفرنډم شو.
د افغانستان د ملي بیرغ په هکله د طالبانو رسمي دریځ څه دی؟
طالبان څه باندې ۶ میاشتې کیږي چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي او تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې په رسمیت ندي پيژندلي.
پوتین خپلو اتومي ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی؛ امریکا او ناټو دا کار خطرناک بللی
په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څلور ورځې وروسته، ولسمشر ولاديمیر پوتین خپلو اتومي ځواکونو ته لارښونه کړې ده چې تیارسئ واوسي.
اروپايي ټولنې له طالبانو د 'کور په کور عملیاتو' د بندولو غوښتنه وکړه
د طالبانو حکومت څو ورځې مخکې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کور په کور «تصفیوي عملیات» پيل کړي او وايي که اړتیا وه نورو ولایتونو کې به هم دا ډول عملیات وکړي.
افغانستان کې هره ورځ ۱۸زره کسانو ته 'الکترونیکي تذکیرې ورکول' کېږي
د احصایي او معلوماتو د ادارې چارواکو د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب ۸) وویل چې اوس مهال په افغانستان کې له اوو میلیونو څخه زیات کسان الکټرونیکي تذکرې لري.
په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته څه پیښ شوي؟
په دغه راپور کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په تړاو تازه پرمختګونه، د نړۍ غبرګونونه او نور مسايل په لنډ ډول بیان شوي دي.
طالبان: د طالبانو حکومت له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام بند کړ
د طالبانو یو ویاند نن یکشنبه فبروري اوومه (سلواغه۸) وویل تر څو چې په بهرنیو هېوادونو کې له افغانستان څخه د وتلیو کسانو حالت ښه شوی نه وي، نه پرېږدي چې د تخلیې په پروګرام کې نور خلک له افغانستان څخه ووځي.
پر اوکراین د روسیې یرغل؛ تر اوسه ۳۷۰زره اوکراینیان مهاجر شوي
د پنجشنبې د ورځې راهیسې چې روسیې پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړی د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا تر اوسه لږ تر لږه ۳۷۰زره کسان د جګړې له ویرې ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
یو شمېر اروپايي هېوادونو خپل هوايي حریم کې د روسیې پروازونه بند کړل
یو شمیر اروپایي هیوادونو پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په اعتراض کې د روسي پروازونو لپاره خپل هوایي حریم تړلی دی.
د سپین بولدک – چمن لاره بیرته پرانیستل شوه
د سپین بولدک – چمن سرحدي لار چې درې ورځې دمخه د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ساتوونکو ترمنځ د یوې جګړې وروسته تړل شوې وه نن بیرته پرانیستل شوه.
اروپايي ټولنې او یو شمیر نورو لویدیځو هیوادونو په روسیې باندې نوي بندیزونه ولګول
د اروپايي کمیسیون مشرې د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۶ د ( کب ۷) د بانکوالۍ نړیوال سیستم ( SWIFT) ته د روسیې د لاسرسي د پرې کولو لپاره یو لړ پلانونه اعلان کړل.
جرمني، هالنډ او بلجیم اوکراین ته د ټانک او الوتکو ضد توغندي ورکوي
جرمني، لجیم او هالنډ وایي د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکراین د دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره دې هیواد ته د ټانک او الوتکو ضد راکټونه ورکوي.