شاته

امریکا خپلو اتباعو ته: سمدستي د روسیې څخه په وتلو غور وکړئ

پداسې حال کې چې په اوکراین د رورسیې د یرغل نه وروسته یو شمیر هیوادونو د روسیې څخه د الوتکو د پرازونو لپاره هوایي حریمونه بند کړي او ګڼ شمیر الوتکو هم پروازونه فسخ کړي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د امریکایي اتباعو څخه غوښتي چې ژر تر ژره د دې هیواد څخه په وتلو غور وکړي.

په مسکو کې متحده ایالاتو سفارت یکشنبه فبروري ۲۷ پخپل ویب سایټ کې یو اعلان خپور کړی. په اعلان کې ویل شوي، "امریکایي اتباع باید د روسیې څخه په سوداګریزو لارو چاروچې لا هم موجودې دي، د په وتلو غور وکړي."

په اعلان کې د امریکایي اتباعو څخه غوښتل شوي چې د روسیې څخه د وتلو لپاره دې داسې احتمالي پلانونه ولري چې د متحده ایالاتو د حکومت همکارۍ ته پکې اړتیا نه وي.

په اوکراین د روسیې یرغل چې د دویم نړیوال جنګ راپدیخوا په اروپا کې د یو هیواد لخوا په بل هیواد تر ټولو ستره حمله ده، د غربي هیوادونو لخوا په روسیې د پراخو بندیزونو سبب شوې.

د متحده ایالاتو په ګډون اروپایي هیوادو آن د روسیې په جمهور رئیس ولادمیر پویتن او د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روسیې ته د سفر کولو خطر په څلورمه کچه کې اعلان کړی او پدې معنی چې "سفر مکوئ".

په مسکو کې د متحده ایالاتو سفارت د همدې فبروري د میاشتې په ۲۰ مې په روسیه کې د امریکایي اتباعو څخه غوښتي و چې د وتلو پلان دې ولري.

سفارت دا اعلان په روسیې او د اوکراین سره په ګډې پولې کې د بریدونو د خطراتو پر بنسټ کړی و.