خوست کې سیلابونو اوولس تنه وژلي
چارواکي وایي،خوست کې د تیرې ورځې په سیلابونو کې د دریو کورنیو اولس غړي چې اته ماشومان، څلور ښځې او درې سړي په کې شامل دي وژل شوي.
د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانیسیون په اوهایو کې پیل شو
د کنوانیسون په پیل کې د کنوانیسیون په طرزالعمل د احتمالي کاندید ډانلډ ټرمپ مخالفینو مظاهره هم وکړه.
د امریکا کانگرس ته د پاکستاني سیاستوالو غبرگون
د پاکستان، پالیسي جوړونکي او سیاستوال وایی د امریکا د کانگرس وروستیو څرگندونو حیران کړي دي.
د کابل ښارولۍ ١١٠ کارکوونکي ممنوع الخروج شول
د افغانستان لویې څارنوالۍ د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ تنه کارکوونکي د هیواد نه بهر ته له وتللو منع کړي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړي دي.
د ترکیې د کودتا په تړاو له ١۴٠٠٠ ډیر کسان نیول شوي
واشنګټن له انقرې مدارک غوښتي او اروپايي ټولنې بیا پرې غږ کړی چې د کوتاه په تور نیول شوي کسان اعدام نکړي.
بدخشان خاش کې طالبانو او افغان ځواکونو سره جګړه کړې
د بدخشان چارواکو، طالبانو له خوا د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ د ټولو امنیتي پوستو د نیولوادعا رد کړې او ویلي دي،پر دغه ولسوالۍ د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي.
عراقي شیعه ملا په پلویانو غږ کړی چې امریکایي عسکر په نښه کړي
عراقي شیعه ملا په پلویانو غږ کړیدی چې هغه امریکایي عسکر دې په نښه کړي چې د اسلامي دولت د ډلې سره جنگیږي
په ترکیه کې د پوځي کودتا د ناکامۍ نه وروسته زرگونه نظامیان نیول شوي
د متحده ایالاتو خارجه وزیر جان کیري د ېکشنبې په ورځ پرجمهوررئیس رجب طیب اردوگان غږ وکړچې د پوځ د پاک سازۍ پرمهال خپله توجه یواځې د کودتاچیانو پورې محدوده کړي اوله حوصلې نه باید کارواخلي. په ترکیه کې د وړمې ورځې ناکامې نظامي کودتا په تعقیب جمهوررئیس رجب طیب اردوگان اوس په خپل هیواد کې دعامه نظم او نسق د برقرارولو کوښښونه کوي او د کودتا چیانو نیول هم دوام لري. مگرپه واشنگټن کې د اوباما حکومت تراوسه پورې د ښاغلي اردوگان د دې غوښتنې دعملي کولو په باب په غوڅه توگه اقدام نه دی کړې، چې په امریکا کې دیره د یوه ترکيي دیني مبلغ( فتح اله گولن) د ورحواله کولو لپاره یي ورنه کړې وه. د ترکیی حکومت گولن په دې تورنوي چې د ناکامې نظامي کودتا د توطیی او دسیسی په جوړلوکې یی لاس ؤ. فتح اله گولن چې د امریکی د پینسلوانیه په ایالت کې په خپله خوښه په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او تجارتي کارونه لري،دغه تورنه مني. گولن چې ٧٥ کلن دی وروسته له هغې چې له ښاغلي اردوگان سره یی اختلافات راپیدا شول، څو کاله مخکې یي په امریکی سیاسي پناه واخیسته. په عین وخت کې د ترکېې د حکومت طرفدارانو د یکشنبې په ورځ هم د کودتا د ناکامۍ او د ښاغلي اردوگان د ژوندي بچ کیدو جشن ولمانځه. جان کیري د ترکیی د روانو حالاتو په اړه وویل چې ښکاري چې باید چې د کودتاچیانو سره محاسبه وشي اوهمداسې به کیږي. مونږ ټول په دې اړه یوڅه اندیښنه هم لروچې له هغو کسانو نه علاوه چې د کودتا په توطیه کی ککړ وو، نورکسان باید ونه نیول شي. د ترکیی امنیتي ځواکونو په کودتا کې د لاس درلودلو په شک یو شمیر لوړ پوړي قاضیان او نظامي افسران نیولي دي او د ترکیی د عدلیي وزیر( بکربیزداغ) د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چی تراوسه پوری ٦٠٠٠ کسان نیول شوي دي او شاید چې شمیر به یي نورهم زیات شي.
درې امریکايي پولیس په یو برید کې ووژل شول
د امریکا د لویزیانا په ایالت کې پر پولیسو ډزې شوې، درې پولیس افسران وژل شوي او یو شمېر نور یې ژوبل دي.
په ترکيه کې د کودتاه هڅه چا کړې؟
د استانبول لپاره افغان جنرال قونسل عبدالملک قريشي اشنا راډيو سره په خبرو کې وويل : د ٢٠١٣کال نه ورورسته چې کومې پيښې په ترکيه کې کيږي پړه يی د حاکم گوند پر مخالفينو چې مشری يې فتح الله گولن کوي اچول کيږی. ښاغلي قريشي زياته کړه، يو ټکي ته خپله جمهور ريس اردوغان هم په خبرو کې اشاره کړې او عام ذهنيت او گنگوسي یی هم په هکله شته هغه دا چې ترکيه د جمعي ورځې کودتاه کې دريم لاس دخيل گڼي خو لا مشخصه کړې يی نده چې دريمگړې به څوک او يا کوم هيواد وي. په استانبول کې افغان جنرال قونسل وويل : اوس امنيتی وضع د حکومت تر کنترول لاندی ده خلک خپل عادي ژوند او کارونو ته دوام ورکوي. عبدالملک قريشي د نوشابې اشنا سره په تر کيی کې د کودتاه په لاملونو غږيدلې بشپړه مرکه يې دلته اوريدلائ شئ.
سي آی ای: داعش ضد جګړې او سوریې په غیر، د ترکیې سره نوراختلاف لرو
ترکیه ګولن او متحده ایالات موثق شواهد غواړي. د کودتا د کولو په تورونو کې د فتح الله ګولن نوم ترټولو لمړی یادیږي.
افغانستان له ایرلنډ نه د کرکټ درېیمه لوبه وګټله
افغانستان له ایرلنډ سره د پنځو یوې ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه هم وګټله او په دې سره افغانستان ۲-۱ مخکې دی.
د کم عمره نجونو ودول د بشري حقونو سرغړونه ده
نوی راپور ښیې چې په کم عمر کې د نجونو ودولو، ستونزې رامنځ ته کړي او د ډیرو اندیښنو سبب شوي.
چارواکي وايي هوايي بریدونو کې ۵۰ وسله وال وژل شوي
د هلمند امنیه قومندان وايي دغه هوايي بریدونه او عملیات په شاوخوا شپږو ولسوالیو کې شوي دي او نړیوالو ځواکونو هم مرسته کړې ده.
دانش: نشهيي توکي د افغانستان جګړه تمویلوي
چارواکي وایي،په نړیوال مارکیټ کې نشهيي توکو ته تقاضا په افغانستان کې د جګړې د دوام او په دغه هیواد کې د نشهيي توکو د تولید زیاتېدو سره مرسته کړې ده.