عمران خان: پاکستان د غرب غلام نه دی چې هره غوښتنه یې ومني
تېره اونۍ په پاکستان کې د لویدیځو هېوادونو استازو له اسلام اباد څخه غوښتي وو چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل وغندي، خو عمران خان وايي چې پاکستان د هغوی «غلام» نه دی چې هره غوښتنه یې ومني.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
ملګري ملتونه: افغانستان کې د زېږون په مهال د میندو مړینه زیاته شوې
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا () په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د زیاتوالې په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې د اسیا په کچه په دغه هیواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه زیاته ده.
امریکایي مطبوعات: روسیه د جګړې لپاره سوریایان استخداموي
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې روسیه هغه سوریایان په اوکراین کې د جګړې لپاره استخداموي چې په ښاري سیمو کې په جګړې کولو کې تجربه لري.
امریکا د اوکراین سره نورې نظامي او بشري مرستې کوي
پداسې حال کې چې د اوکراین حکومت د روسیې د یرغل په مقابل کې د خپل پایښت لپاره جګړه کوي، د متحده ایالاتو د کانګرس ګڼ شمیر غړیو د هغه هیواد د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره خبرې کړي او د بشري او نظامي مرستو ژمنه یې ورسره کړي.
روسیې کې نږدي ۴ زره د جګړې ضد مظاهره چیان نیول شوي
د روسیې د کورنیو چارو وزارت او یوه خپلواکه اداره چې مظاهرې څاري یکشنبې مارچ ۶ (کب۱۵) ویلي چې حکومت ۳۸۹۵ کسان چې په اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد یې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې مظاهرې کولې، نیولي دي.
کولیبا: ۲۰زره بهرني جنګیالي د روسیې سره د جګړې لپاره اوکراین ته راغلي
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې شاوخوا ۲۰ زره رضاکارو بهرنيو جنګیاليو اوکراین ته سفر کړی تر څو پدې هیواد کې د روسیې د پوځي یرغل پر ضد د اوکرایني ځواکونو تر څنګ وجنګیوي.
د ترهګرۍ نړیوال جدول؛ افغانستان په لومړۍ درجه کې راغلی
د اقتصاد او سولې غیر ګوندي موسسې د "ترهګرۍ د نړیوال جدول" په هکله د یو رپوټ په خپرولو سره یو ځل بیا افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې راوستی چې ترهګرۍ پرې ناوړه اغیز لري. دا دریم پرله پسې کال دی چې افغانستان ددې بنسټ په رپوټ کې د جدول په سر کې راځي.
بلینکن: اوکراین کې د روسیې د 'جنګي جرمونو' باوري رپوټونه لیدل شوي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر نن د مارچ په شپږمه (کب ۱۵) وویل چې واشنګټن پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ترڅ کې د جنګي جرمونو په اړه ډیر باوري رپوټونه لیدلي دي.
قریشي: پاکستان د اوکراین په کړکیچ کې ناپیلي دریځ ته ژمن دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اوکراین د کړکیچ په اړه د خپل هیواد په ناپیلي دریځ ټینګار وکړ او دپلوماسي یې یواځنۍ حل لاره وګڼله.
احساني: سید باقر محسني د 'طالبانو له بند' څخه خوشې شو
یو سیاسی فعال چې د سید باقر محسني د خوشې کیدو لپاره یې کمپاین کاوه امریکاغږ ته تائید کړه چې د پوهنتون دغه استاد او د طالبانو منتقد ددې ډلې له بند څخه خوشې شوی دی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
واشنګټن کې د اوکراین سفارت: ۳۰۰۰ امریکایان د اوکراین دفاع لپاره جګړې ته تیار دي
وروسته له هغې چې د اوکراین ولسمشر له نړۍ وغوښتل چې د روسیې پر وړاندې د اوکراینیانو له مقاومت سره یوځای شي، په واشنګټن کې ددې هیواد د سفارت یو استازي امریکاغږ ته وویل چې درې زره امریکایانو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلي.
د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان کابل کې خپل دفتر پرانیست
د افغانستان لپاره د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي ډاکتر محمد سعید العیاش رسماً په کابل کې خپل دنده پيل کړه.
په اوکراین باندې د روسیې د یرغل لسمه ورځ؛ ۳۵۱ ملکي وګړي وژل شویدي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په اوکراین باندې د روسیې د برید په لسمه ورځ اعلان وکړ چې د یرغل له پیل راهیسې په اوکراین کې شاوخو ۳۵۱ ملکي وګړي وژل شویدي او ۷۰۷ کسه نور ټپیان شویدي.