ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

24.02.2022 امریکا غږ

افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین اته کارکوونکي وژل شوي 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین د اتو کارکوونکو له وژل کېدو وروسته په تخار او کندز کې دا کمپاینونه وځنډول.

24.02.2022 امریکا غږ

هالنډ خپل ۳۰۰ افغان همکاران د پاکستان له لارې دغه هیواد ته انتقالوي

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ۲۹۴ افغانانو د لیږد خبر ورکړی او ویلي دي، چې دا شمیر افغانان به له دغه هیواد څخه ژر خپل هیواد ته انتقال کړي.

24.02.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د فعال بانکي سیستم پر اړتیا ټینګار کړی

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استارې ډیبرا لاینز د افغانستان بانک د چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې ملګروملتونو په وروستیو شپږ میاشتو کې افغانانو سره د دوو میلیاردو ډالرو مرسته کړې ده.

24.02.2022 امریکا غږ

روغتیا نړیوال سازمان: له څلور میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی

په داسې حال کې چې افغانستان کې د کرونا ویروس نوې څپه په چټکۍ سره خپریږي د روغتیا نړیوالې ادارې " ډبلیو ایچ او" ویلي چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین د تطبیق بهیر روان دی او تراوسه ۴.۱ یو میلیون کسانوپه بشپړ ډول د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.

24.02.2022 امریکا غږ

دمشق ته نږدې د اسرائیلو په هوایي برید کې د سوریې درې پوځيان وژل شوي

د سوریې دولتي رسنۍ د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ ( کب پنځمه) ویلي دمشق ته نږدې د اسرائیلو په هوایي برید کې د سوریې درې پوځيان وژل شوي دي. دا څلورم ځل دی چې اسرائیلي پوځيان د روانې میاشتې په جریان کې د سوریې په خاوره کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو جنګیالیو په وړاندې چې د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي،  هوایي عملیات په لاره اچول کیږي.  د سوریې دولتي ټلویزیون ویلي دي:"اسرائیلي دښمن د څو مزایلو په توغولو هوایي عملیات کړي دي چې پکې درې عسکر وژل شوي دي." سوریې همدارنګه ویلي دي چې ددغه هیواد دفاعي سیستم د څو مزایلو مخه نیولې ده هغه برید چې په سیمه ایز وخت د سهار په ۱:۱۰ دقیقو شوی دی.   د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ چې د هغه هیواد په بیلابیلو برخو کې مختلفو منابعو ته لاسرسی لري راپور ورکړی د اسرائیلو د مزایلو تر شنډیدو وروسته په دمشق او شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل څخه اسرایلو د هغه هیواد‌ په خاوره کې په سلګونه هوایي بریدونه کړي دي. په دې بریدونه کې په دولتي مرچلو سربیره د ایران له ملاتړ څخه برخمن ملاتړي ځواکونه او د حزب الله پورې اړوند شعیه اورپکي هم په نښته شوي دي.   که څه هم اسرائیل په سوریه کې هر برید په اړه  ډیر جزیات نه ورکوي خو دا تائیدوي چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې یې په سلګونه بریدونه کړي دي. د فرانسې خبري آژانس د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو له مخې ویلي اسرائیلو تیر کال  په سوریه کې ۳۰ بریدونه کړي دی چې له امله یې ۱۳۰ تنه وژل شوي چې پنځه ملکي افرادو او ۱۲۵ وفاداره جنګالي دي. د سوریې د اوږدې جګړې په جریان کې اسرایلو په سوریه کې د ایران شکمن نظامي تاسیسات په نښه کړي. ایران د سوریې د حکومت یو مهم ملاتړی ګڼل کیږي. په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان وژل شوي دي. په سوریه کې کورنۍ جګړه هغه مهال پیل شوه چې د بشار الاسد حکومت د خلکو سوله ایز لاریون وځپه.

24.02.2022 امریکا غږ

بایډن: روسیه د اوکراین د جګړې او د نړۍ د سولې او امنیت مسوله ده

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د چهار شنبې ناوخته فبروري ۲۳ (کب څلورمه) وویل چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین له وړاندې طرحه شوې جګړه انتخاب کړې چې د انساني ناورین او د انسانانو د رنځ لامل کیږي. سپینې ماڼۍ د چهار شنبې ناوخته د جمهور رئیس بایډن له قوله د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي:" روسیه په یوازې سر ددې برید د مړینو او ویجاړیو مسوله ده او متحده ایالات او متحدین او شریکان به یې په متحد او پریکړه ډول ځواب ورته ووایي. نړۍ به روسیې سره حساب کتاب وکړي." ښاغلي بایډن په دې اعلامیه کې ویلي دي د چهار شنبې په ماښام به له سپینې ماڼۍ څخه د اوکراین وضعیت څاري او د خپل ملي‌ امنیت له ټیم څخه به معلومات ترلاسه کوي. ښاغلي بایډن په دې اعلامیه کې همدارنګه ویلي دي چې د پنجشنبې په سهار فبروري ۲۴ د جي اوه یا اوو صنعتي هیوادونو له مشرانو سره د اوکراین د وضعیت په اړه خبري وکړي او وروسته به له امریکایانو سره د امریکا او د امریکا د متحدینو پر هغو پایلو چې پر اوکراین او د نړۍ پر سولې او امنیت د روسیې د غیر ضروري برید په وړاندې تحمیل کوي، خبري اتري وکړي. بایډن ددې اعلامیې په یوه برخه کې ویلي " نن شپه په داسې حال کې د اوکراین له خلکو سره د نړۍ دعاوي دي چې هغوی د روسي قواوو له بې مورده او بې دلیله برید څخه رنځیږي." د ښاغلي بایډن دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه بیان شوې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین پر اوکراین نظامي عملیات اعلان کړل او ټولو هیوادونو ته یې خبرداری ورکړ چې د روسیې د چلند په وړاندې هر ډول مداخله به "داسې پایلې ولري چې هیڅ وخت یې لیدلي نه وي." اسوشیټډ پرس د جمهور رئیس پوتین له قوله راپور ورکړی چې د اوکراین په ختیځ کې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره برید یوه اړتیا ده، هغه ادعا چې متحدو ایالتونو وړاندوینه کړې وه مسکو د درواغو ادعاوو په کولو پر اوکراین خپل نظامي برید توجیه کوي. له دې مخې کرملین د چهار شنبې ناوخته فبروري ۲۳ اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې اورپکو مخالفینو د کیف د برید په وړاندې له مسکو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. فرانس پرس راپور ورکړی چې دا غوښتنه د داسې حرکت په مثابه ده چې د اوکراین ختیځ ته د روسیي قواوو د داخلیدو زمینه مساعدوي. ددې غوښتنې په ځواب کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنکسي د چهار شنبې ناوخته عاطفي غوښتنه وکړه او له روسیې یې وغوښتل چې په اروپا کې له سترې جګړې ملاتړ ونکړي ، هغه جګړه چې کیدای شي هره ورځ پیل شي. ښاغلي زیلنسکي چې په روسي ژبه خبري کولې وویل، د روسیې خلکو ته د اوکراین په اړه درواغ ویل کیږي، هغه د روسیې وګړو ته په خطاب کې وویل:" د جګړې احتمال هم په تاسې پورې اړه لري." ښاغلي زیلنسکي زیاته کړه:"کله کولی شئ جګړه ودروي؟ ډاډمن یم چې ستاسې په منځ کې خلک کولی شي د جګړې مخه ونیسي." د اوکراین جمهور رئیس وویل هڅه یې وکړه چې د روسیې له جمهور رئیس سره په ټلفون خبري وکړي، خو ځواب ورنکړل شو او یوازې چوپتیا وه. ښاغلي زیلنسکي وویل مسکو خپل کابو ۲۰۰ زره پوځیان د اوکراین پولې ته راوستي دي. د جمهور رئیس پوتین ویاند دیمیتري پسکوف وویل د دونتڅک او لوهانسک بیلتون غوښتونکو سیمو مشرانو جمهور رئیس پوتین ته د جلا لیکونو په استولو سره، له مسکو څخه غوښتي دي چې د اوکراین د بریدونو د مخنیوي په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

24.02.2022 امریکا غږ

روسیه له اوکراین څخه خپل دپلوماتان وباسي 

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب ۴) رپوټ ورکړ چې روسیې په اوکراین کې د خپل سفارت او قنسلګریو د کارکوونمکو تخلیه پیل کړې ده.

23.02.2022 امریکا غږ

یوه مرستندویه ډله هڅه کوي افغانستان څخه د جرمني د پوځ افغان همکاران وباسي 

د جرمني متقاعد پوځي مارکوس ګروتیان چې د یوې مرستندویه ټولنې رئیس دی او هڅه کوي هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د جرمني له پوځ سره کار کړی له هغه هیواد څخه وباسي.

23.02.2022 امریکا غږ

هالنډ کې یرغمل نیونه؛ یو وسله وال ۲۰۰ میلیون یورو غوښتل 

یو وسله وال کس چې د څو ساعتونو لپاره یې د هالنډ د امستردام ښار د اپل په یو پلورنځي کې یو تن یرغمل نیولی و، د هغه د خوشې کولو په بدل کې د ۲۰۰ میلیون یورو (۲۲۶ میلیون ډالر) باج غوښتنه کوله. 

23.02.2022 امریکا غږ

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره: روسیه په خپلو کړنو، ځان منزوي کوي 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک وایي نړیواله ټولنه به د نړیوال قانون څخه د روسیې سرغړونې ونه مني او مسکو په اوکراین کې په خپلو وروستیو کړنو سره ځان منزوي کوي. 

23.02.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

23.02.2022 امریکا غږ

د سره صلیب نړیوال فدراسیون افغانستان د روغتیايي سکتور سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې افغانستان کې د کرونا ویروس د پیښو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او په دغه هیواد کې یې په عاجل ډول روغتیا سکټور ته د ملاتړ د برابرولو غوښتنه کړې ده.

23.02.2022 امریکا غږ

متقي: افغانستان کې ګواښونو زیاتیدل او تخریبي ډلو منسجم کیدل حقیقت نلري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو عمومي منشي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو زیاتیدل او تخریبي ډلو منسجم کیدل حقیقت نلري.

23.02.2022 امریکا غږ

ګوتیریش: نړۍ د سولې او امنیت له ستر کړکیچ سره مخ ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) وویل چې نړۍ"په وروستیو کلونو کې د سولي او امنیت له ستر نړیوال کړکیچ سره مخ ده." نوموړي د اوکراین په ختیځ کې په رسمیت د دونتځک او لوهانسک سیمو د پیژندلو په اړه د روسیې پریکړه د هغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا نقض وباله او مسکو یې د سولې د ساتلو د مفهوم په انحراف تورن کړ. ښاغلي ګوتیریش خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په لاسته راوړنو ویاړي خو کله چې د یوه هیواد پوځیان د بل هیواد خاورې ته د یاد هیواد له هوکړې پرته ننوځي، هغه څه چې روسیې وکړل، هغوی بې طرفه سوله ساتې ځواکونه ندي. د ملګرو ملتونو سرمنشي څرګنده کړه د روسیې یو اړخیز اقدامات د ملګرو ملتونو د منشور سره په ټکر کې دي او دا د اوکراین په ختیځ کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د منسک تړون ته سخت ګزار دی. ګوتیرش په دې حساس وخت کې د عاجل اوربند او د تاوتریخوالو د کمیدو، او د داسې اقدماتو او بیانونو د نه أولو غوښتنه وکړه چې کولی شي دا خطرناک حالت نور هم خراب کړي. د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له نورو وینو تویدنو پرته له جګړې څخه د اوکراین د اوسیدونکو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي. نوموړي وویل چې ملګري‌ ملتونه د سولې ایزې حل لارې لپاره چمتو دي. د امریکا او روسیه بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۲ خبریالانو ته وویل چې د روانې اوونۍ په پای کې یې له ژنیف کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لارورف سره ملاقات لغوه کړی دی. نوموړي څرګنده کړه د مسکو اقدامات ښکاره کوي چې هغه هیواد د کړکیچ د هواري لپاره دیپلوماتیکې لارې ته جدي نه وو او له همدې امله یې له لاوروف سره ملاقات لغوه کړی دی. بلینکن د جمهور رئیس بایډن په څرګندونو په ټینګار سره وویل چې د روسیې له خوا په رسمیت د اوکراین په ختیځ کې د دوو خپلواکو سیمو پيژندل د نړیوالو قوانینو نقض ښکاره کوي. بلینکن وویل په یادو سیمو کې د روسیي پوځیانو ځای پرځای کیدل د یرغل د پیل په مانا دي. خو نوموړي بیا هم له دیپلوماتیکې لارې څخه د مشکل د هواري لپاره هیله مندي وښوده او ویې ویل چې فکر نه کوي اوسمهال له سرګي لاوروف سره ملاقات ګټور وي.

23.02.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more