شاته

افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین اته کارکوونکي وژل شوي 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین د اتو کارکوونکو له وژل کېدو وروسته په تخار او کندز کې دا کمپاینونه وځنډول.

ملګري ملتونه وايي‌ چې د ګوزڼ ضد د کمپاین څلور کارکوونکي يې د کندز په مرکز او درې نور یې د امام صیب په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

همدغه راز د پولیو د کمپاین د ټیم بل کارکوونکی بیا د تخار په مرکز تالقانو کې وژل شوی دی. د ملګرو ملتونو په اعلامیې کې ویل شوي چې دا پېښې نن پنجشنبه فبروري ۲۴ (سلواغه ۵) شوې دې.

ملګرو ملتونو د ګوزڼ ضد کمپاین د کارکوونکو وژل په کلکه غندلې دي او ویلي دي چې د اوس لپاره یې په کندز او تخار کې د پولیو ضد کمپاینونه ځنډولي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «دا بې منطقه خشونت باید سمدستې ودرول شي او هغوی چې مسئول دې باید ترې پلټنې وشي‌ او محاکمې ته راکش کړل شي. دا بریدونه د نړیوالو قوانینو په ضد دي.»

د دغه برید مسئولیت لا کومې ډلې منلې نه دی. دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د پولیو د واکسین په کمپاین کوونکو بریدونه کېږي او وژل کېږي.

ملګري‌ ملتونه وايي تېرکال هم د پولیو ضد کمپاین نهه کار کوونکي وژل شوي ‌وو. خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته دا د خپل ډول لومړي‌ بریدونه دي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي‌ چې په افغانستان کې تازه نهه میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی. د واکسین ټیمونه کور په کور او کوڅه په کوڅه ګرځي چې ماشومان واکسین کړي.

دا مهال په نړۍ کې یوازې افغانستان او پاکستان دي‌ چې د پولیو پېښې لري.